کريس الکساندر
کريس الکساندر په انګرېزي: (Chris Alexander) يو کاناډايي سياستوال او ډيپلوماټ دی، همدا راز نوموړي د ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ زېږديز کال پورې په افغانستان کې د کاناډا هېواد د سفير په توګه دنده درلوده، ښاغلی الکساندر د افغانستان د سياسي دريځ له اړخه د پاکستان حکومت او عمران خان د سختدريځو مخالفينو څخه دی.
کريس الکساندر | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
الکساندر په ۲۰۱۵ کې
| |||||||
د تابعیت او کډوالۍ چارو وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۰۱۳ د جولای ۱۴ – د نوامبر ۴, ۲۰۱۵ | |||||||
لومړی وزیر | ستېپين هرفېر | ||||||
| |||||||
د افغانستان لپاره د کاناډا سفير | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۰۰۳ د اکتوبر ۱ – ۲۰۰۵ د اکتوبر ۵ | |||||||
لومړی وزیر | جېن چرېټېن | ||||||
| |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۰۱۱ د می مياشتې ۱۱ – د نوامبر ۴, ۲۰۱۵ | |||||||
| |||||||
د شخص مالومات | |||||||
پيدايښت | ۹ سېپتمبر ۱۹۶۸ ټورنټو کاناډا | (عمر: ۵۶ کاله)||||||
تابعیت | کاناډا | ||||||
ګوند | د کاناډا محافظه کاره ګوند | ||||||
اولاد | دوه اولادونه | ||||||
عملي ژوند | |||||||
زده کړې | د ټورنټو پوهنتون | ||||||
کار/مسلک | سياستوال ، ډیپلوماټ | ||||||
کاروونکې ژبه | انګرېزي ژبه | ||||||
سمول |
الکساندر ۱۸ کاله د کاناډا په بهرني خدمت کې تیر کړل، او له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ پورې یې په افغانستان کې د کاناډا د اوسېدونکي سفیر په توګه دنده ترسره کړه. له دې وروسته هغه تر ۲۰۰۹ پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کول، د ۲۰۱۱ ټاکنو کې الکساندر د ملي دفاع وزیر پارلماني منشي وټاکل شو. د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۱۵مه ، هغه د کاناډا د تابعیت او کډوالۍ چارو وزیر وټاکل شو. نونوموړی په ۲۰۱۶ کې د کاناډا محافظه کاره ګوند مشرتابه لپاره ودرېد ، د ۱۴ نوماندانو په ساحه کې یې لسم ځای خپل کړ.
شخصي ژوند
سمولد کرېس الکسندر د خپلې ویبپاڼې له مخې هغه په ۱۹۹۱ کال د کاناډا بهرنیو چارو وزارت کې د بهرنیو خدماتو د افسر په توګه کار پیل او لومړی یې شپږ کاله مسکو کې دنده ترسره کړې ده.
هغه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له پېښې او افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف تر راتګ وروسته له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ کال پورې کابل کې د کاناډا سفیر پاتې شوی.
ښاغلی الکسندر له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ کال پورې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال و.
هغه دې موده کې په سیاسي او امنیتي چارو سربېره له افغانستان سره نړیوالو مرستو کې هم مهم رول درلود.
د نوموړي مېرمن "هېډوګ کرسټین" د ډنمارک پوځ کې دنده درلوده او د افغانستان ماموریت کې یې هم برخه اخیستې ده.
کرېس الکسندر افغانستان کې د خپلې کاري مودې په اړه د (The Long way back) په نوم یو کتاب هم لیکلی دی.
هغه د کاناډا لپاره د بهرنیو خدماتو برخه کې د ۱۸ کلونو کار وروسته سیاست ته مخه کړې او د دغه هېواد د محافظه کار ګوند غړیتوب یې اخیستی دی.
هغه له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ کال پورې د کاناډا د کډوالۍ وزیر و
د افغانستان ملاتړ
سمولښاغلی الکساندر تل د افغانستان په ملاتړ په ټويټر کې د پاکستان پر ضد ټوييټونه کوي، نوموړی وايي په افغانستان کې جګړه د پاکستان پروژه ده، نوموړي څو څو ځله په خپل رسمي ټويټر پاڼه د پاکستان لومړی وزیر عمران خان يو دروغجن او مکار انسان ياد کړی. هغه افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته د پاکستان د یرغل او نیابتي جګړې نوم ورکوي او پر پاکستاني پوځیانو د طالبانو په وسیله افغانستان کې د لاسوهنو تور پورې کوي.
دغه پخواني کاناډايي دیپلومات په دې لړ کې تازه پر خپل ټویټر لیکلي:
"پر افغانستان د پاکستان یرغل د ملګرو ملتونو د منشور د اووم څپرکي له مخې وسله وال برید او د یرغلګر عمل دی. نړیواله ټوله باید د نړیوالو قوانینو او پر اصولو د ولاړ نړیوال نظم د ساتنې لپاره د ۴۱مې او ۴۲مې مادې له مخې ګام واخلي."
هغه په یوه بل ټویټ کې چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ورته په ټویټر غبرګون ښودلی، لیکي چې "پر افغانستان د پاکستان ننی یرغل په ۱۹۷۹ کال د شوروي اتحاد د ویجاړونکي تېري په څېر ځواب غواړي: وسله وال مقاومت، نړیواله غندنه او پراخ بندیزونه."
خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د کرېس الکساندر څرګندونې په کلکه ردوي او وايي دا موضوع یې له کاناډايي چارواکو سره هم مطرح کړې ده.
سرچينې
سمولکريس الکساندر پر ټويټر:
https://twitter.com/calxandr?s=09
د انګرېزي ويکيپېډيا پوهنغونډ