زهير شينواری ټاکنې( انتخابات ) : ولسواکي د خلکوله خوا د خلکو حکومت ته ويل کيږي. او د خلکو حکومت په ولس کې د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې منځته راځي . عادلانه ټاکنې خلکو ته اجازه ورکوي چې خپل استازي په آزاد ډول وټاکي. څو د هغوي له نظريو سره سم په حکومتي واکمنۍ کې شريک او د هغوي له خوااستازيتوب وکړي. په آزادو او عادلانه ټاکنوکښې د هيواد ټول اتباع د قوميت، نژاد، مذهب، جنسيت ، ژبې او نورو توپيرونو پرته ، هم خپل ځان کانديدولی او هم په مستقيمه او آزاده توګه خپلو استازو ته رايه ورکولي شي . د افغانستان د اساسي قانون له مخې په هيواد کښې لاندنۍ ټاکنې ترسره کيږي. د ولسمشرۍ له پاره ټاکنې : د ولسمشری ټاکنې د افغانستان د ولسمشرې مقام د تر لاسه کولو لپاره په هرو پنځو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي. د اساسي قانون او د ټاکنو د احکامو مطابق هر هغه افغان چې دولسمشرۍ دشرايطو درلودونکی وپيژندل شي کولی چې خپل ځان د ولسمشري څوکۍ ته ونوموي.

يو نوماند بايد د ټولو قانوني کارول شويو رايو په سلو کې تر ٥٠ ډېري رايې حاصل کړي تر څو ګټونکې وشميرل شي.که داسې و نه شول نو هغه دوه نوماندان چې تر ټولو ډېره فيصدي يې لاسته راوړي وی، دټاکنو په دوهم پړاو کې برخه اخلي .  داپه دي معنی ده چې رايه ورکوونکي بايد د ټاکنو په دوهم پړاو کې رايه ورکړي. د ولسمشري په ټاکنو کې ټول هېواد يوه 

( واحده حوزه ) بلل کيږي. د هېواد د ولسمشر دندې او صلاحيتونه (واکونه) د اساسي قانون په ٦٤ ماده کې تصريح شوي دي. - د ملي شورا ټاکنې : ملي شورا د دوو مجلسونو نه يعنې ( ولسي جرګه ) او( مشرانو جرګه) نه جوړه شوي ده. ملي شورا د افغانستان د اسلامي جمهوريت تر ټولو لوړ (عالي) مقننه ارګان دی اود ټاکنو له لاری

افغانانو د ارادې نه استازيتوب کوي.  د هر ولايت استازي په ملي شورا کې د هغه ولايت د نفوسو په تناسب وي. ملي شورا له دوو برخو جوړه ده
ولسي جرګه:     د ملي شورا د ولسي جرګې د مجلس لپاره ټاکنې په هرو پنځو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي. د ولسي جرګې د غړيو شمير ٢٤٩ تنو ته رسيږي.
 مشرانو جرګه:    د مشرانو جرګي د غړيو شميرد ٣٤ ولايتونو دري برابره دي چې په مجموعي ډول ١٠٢ تنه کېږي. د دې شمېر نه يو په دريمه (ثلث) يعنې ٣٤ تنه د ولسوالي د شوراګانو د ټاکنو له لارې ددريو کلونو لپاره، بل ثلث يې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو له لاری د څلورو کلونو لپاره، او يو ثلث يې هم د ولسمشر لخوا د پنځو کلونو لپاره انتصابيږي . 

د ټاکنو او ملي شورا دندواو صلاحيتونو په اړه احکام ، د اساسي قانون په پنځم څپرکې کې بيان شوي دي.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې: سمول

د ولايتي شوراګانو ټاکنې په هرو څلورو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي. اود ولايتي شوراګانو غړي په هر ولايت کې د مستقيمو، آزادو، منصفانه، او عمومي ټاکنو له لارې او د پټو رايو په واسطه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د هري ولايتي شورا غړي د هغه ولايت د نفوس (شميري) په تناسب وي او دغه مسئله د ټاکنو د قانون دلومړی برخې په اووم څپرکې کې واضح شويده. - د ولسواليواو کليو د شوراګانو ټاکنې د افغانستان د ټاکنو د قانون سره سم، د ولسوالي شوراګانو ټاکنې په هرو دريو کلونو کې يو ځل سرته رسيږي او د ولسوالۍ د شورګانو غړي په هره ولسوالي کې دمستقيمو، آزادو، عادلانه او عمومي ټاکنو له لارې د پټو رايې پواسطه د دريو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د ولسوالي د هري شورا د غړو شمير د همغې ولسوالي د نفوسو په تناسب وي چې په دي اړه احکام د ټاکنو د قانون د دوهمي برخي په اووم څپرکې کې شتون لری. د ټاکنو د قانون له مخې د ولسواليو د شوراګانو د ټاکنو لپاره ټاکنيزه حوزه خپله ولسوالي ده