ژاک ديرېډا
ژاک ديرېډا (فونوتیکي سمبول یې: /ˈdɛrɪdə/؛ په فرانوسوي ژبه [ʒak dɛʁida]؛ په جکي لېلي دیرېډا کې) د ۱۹۳۰ کال د جولای په ۱۵مه زېږېدلی او د ۲۰۰۴ کال د اکتوبر په نهمه مړ شوی؛ یو الجزایري الاصله – فرانسوی فلیسوف و چې د شکلي تجزيې او تحلیل د انکشاف لپاره چې هغه په ګڼ شمېر متنونو کې تحلیل کړه او د فونومینولوژۍ په محتوا کې يې پراختیا ورکړه پېژندل شوی دی. هغه د پوست سټرکچرالیزم/رغښتوالي (د ټولنپوهنې په برخه کې د لویديځې اروپا د فلیسوفانو د روڼانده افکارو ټولګې ته ویل کېږي، ژباړن) او پوست مدرنې فلسفې سره تړلو اصلي څېرو څخه دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
ژاک ديرېډا | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | فرانسه [۴][۵] |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون |
استاد | میشل فوکو ، لوی التوسر |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | د ژبې فلسفه |
مؤثر | مارټین هایډېګر ، اپلاتون ، جېمز جویس ، فرېدرېک وېلهېلم نېتشي ، سېګمونډ فرايډ ، اډمنډ هسل ، ژان ژاك روسو ، کارل مارکس ، گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ، جورج باتای ، لوی التوسر ، میشل فوکو ، والټر بنیامین ، لوډویګ ویټګنشټاین |
خوځښت | تر ساختمانيزم وروسته ، سپړنه |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه[۵] |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
دیرېډا د خپل کار په بهیر کې له ۴۰ څخه زیات کتابونه خپاره کړل او له سلګونو څخه ډېرې مقالې او عامه برنامې يې وړاندې کړې. هغه په انساني او ټولنیزو علومو کې د پاموړ اغېز درلود چې له ډلې يې فلسفه، ادب، حقوق، انسان پېژندنه، تاريخکښنه، تطبیقي ژبپېژندنه، ټولنیزه ژبپېژندنه، روحي تحلیل، خټګري او سیاسي فلسفه یادولی شو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د هغه اثار په ټوله متحده ایالاتو، اروپا لويې وچې، سویلي امریکا او ګڼو نورو هېوادونو کې چې قارهيي فلسفه په ځانګړي ډول انټولوژي، پوهنپوهنې (په ځانګړې ډول د ټولنیزو علومو په اړه)، اخلاق، ښکلا پېژندنه، هېرمنوتیک او د ژبې فلسفه پهکې غالبه ده، لوی اکادمیک نفوذ ساتلی. په ډېری انګلو سفېیر کې چېرته چې تحلیلي فلسفه غالبه ده، د دیرېډا اغېز له ژبې سره د هغه د اوږدمهالې مينې او له خپل وخت څخه یې په یېل کې له وتلو ادبي منتقدانو سره اړیکې اوس مهال تر ډېره په ادبي مطالعاتو کې احساسېږي. هغه همدارنګه پر خټګرۍ (د ډيکانسټرکتیويزم/ جوړښت ماتونې په چوکاټ کې)، موسیقۍ، هنر او هنري نقد اغېز وکړ. دیرېډا په ځانګړي ډول پهخپلو وروستیو لیکنو کې سیاسي او اخلاقي موضوعات په ګوته کړل. ځينې منتقدان د هغه د وینا او پدیدو (۱۹۶۷) په نوم اثر د هغه تر ټولو غوره اثر یادوي. ځینې نور یې ګراماتولوژي (۱۹۶۷) او د فلسفې حاشیې (۱۹۷۲) یادوي. دې لیکنو پر بېلابېلو فعالینو او سیاسي غورځنګونو اغېز وکړ. هغه په عمومي وتلې او اغېزناکه څېره بدل شو، حال دا چې د هغه د فلسفې اوصولو او د هغه د اثارو بدنامې تعقید/پېچلتیا د هغه په اړه بحثونه راوپارول.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
ژوند
سمولدیرېډا د ۱۹۳۰ کال د جولای په ۱۵مه د الجزیرې په البیار(الجزایر) کې په یوه اوړني کور کې په یوه سفارډي یهودي کورنۍ (چې اصالتاً د ټولوډو وو) کې زېږېدلی کله چې په ۱۸۷۰ کال کې د کریمیو فرمان د الجزایر یهودیانو ته د فرانسې بشپړه ښاروندي ورکړه فرانسوی شو. مور او پلار یې هایم ارون پروسپر چارلز (ایما) دیرېډا (۱۸۹۶-۱۹۷۰) او جیورژېت سلطانه اېستر سفر (۱۹۰۱- ۱۹۹۱) هغه جکي ونوماوه چې د هغوی له نظره یو امریکایی نوم وه، له دې سره وروسته چې کله پاریس ته کډه شو د خپل اصلي نوم تر ټولو سمه بڼه يې وټاکه؛ ځينې راپورونه ښيي چې هغه دا نوم د جکي کوګان په نوم پېژندل شوي کوچني امریکايي ماشوم په ویاړ ايښی و چې په ۱۹۲۱ کال کې یې د چارلي چاپلین په فلم کې کار کړی و. هغه همدارنګه د اېلي منځنی نوم هم درلود چې د هغه د سنتۍ په مراسمو کې د هغه د تره اوژېن اېلیاهو له خوا ورکړل شوی و؛ دا نوم یې د نورو خویندو او وروڼو خلاف په پېژندپاڼه کې نه و ثبت شوی او وروسته به هغه دا خپل «پټ نوم» باله.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
دیرېډا د خپل مور او پلار له پنځو ماشومانو څخه درېیم و. د هغه مشر ورور پلمویز له درې میاشتو څخه په کم عمر کې د دیرېډا له زېږون څخه یو کال مخکې مړ شو، دا چاره د دې لامل شوه چې هغه پهخپل ژوند کې د خپل مړه ورور د ځای ناستي د رول پر لوبولو مشکوک شي. دیرېډا خپله ځواني په الجزیره او الیبار کې تېره کړه.[۳۷]
دریډا په ۱۹۴۲ کال کې د خپل ښوونځي په لومړی ورځ په الجزیره کې د فرانسوي مدیرانو له خوا – د یهوددوښمنۍ د سهمیې په تر سره کولو سره چې د ویشي (Vichy) د دولت له خوا برابره شوې وه – له ښوونځي څخه اخراج شو. هغه د بېځایه شویو يهودي ښوونکو له خوا په رامنځته شوي يهودي ښوونځي کې د ګډون پرځای، یو کال په پټه ښوونځی پرېښود او د فوټبال په بېلابېلو سيالیو کې يې ګډون وکړ (هغه هیله لرله چې د فوټبال مسلکي لوبغاړی شي). دریډا په دې دوره کې د (روسو، نیچه او ژېډ) په څېر فلیسوفانو او ليکوالانو په لیکنو کې د ټولنې او کورنۍ پر وړاندې د بغاوت لپاره وسیلې وموندې. هغه د کاموس او سارټر اثار هم ولوستل.
هغه د ۱۹۴۰ لسیزې په وروستیو کې په الجزیره کې د بګو په ښوونځي کې شامل شو؛ په ۱۹۴۹ کال کې پاریس ته کډه شو او د لويي لو ګرانډ په لیسه کې، چېرته چې د هغه د فلسفې استاد اتین بورن و شامل شو. هغه مهال هغه د اکول نومال سوپریر (ENS) معتبر ښوونځي ته د لارې موندنې د ازموینې لپاره چمتو شو. په لومړۍ ازموینه کې تر ناکامۍ وروسته په ۱۹۵۲ کال کې په دویمه ازموینه کې بریالی شو. دیرېډا په یاد ښووځي کې په لومړۍ ورځ له لویي الوسر سره ولیدل، چې ورسره ملګری شو. د هغه یو استاد جان چارنکي چې یو پرمختللی پروتېستان و د ۱۲۱پرېکړهلیک لاسلیک کوونکی شو. د ۱۹۵۴ او ۱۹۵۳ کلونو تر منځ یې د بلژیک په لیون کې د هوسرل له ارشیف څخه تر لیدنې وروسته د فلسفې په څانګه کې خپله د ماسترۍ درجه (diplôme d'études supérieures) د هوسرل په اېدمونډ کې پای ته وروسوله (لاندې وګورئ). وروسته يې په ۱۹۶۵ کال کې د فرانسې د عامه زدهکړو د سیستم په یوه لویه رقابتي ازموینه کې ګډون وکړ. دیرېډا په هاروارډ پوهنتون کې د زدهکړو لپاره مالي مرسته تر لاسه کړه او ۱۹۵۶ -۵۷ کلونه یې د وایډېنر په کتابتون کې د اولیس جېمز جویس د کتابونو پر لوستلو تېر کړل. د ۱۹۵۷ کال په جون کې يې په بوستون کې له ارواشناندې مارګاریت اوکونترېیر سره واده وکړ. د ۱۹۵۴ او ۱۹۶۲ کلونو تر منځ یې د الجزایر د خپلواکۍ د جګړې په بهیر کې دیرېډا په پوځ کې د سرتېرۍ د خدمت پر ځای له ۱۹۵۷ څخه تر ۱۹۵۹ کال پورې د سرتېرو زامنو ته زدهکړې ورکړې.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
دیرېډا تر جګړې وروسته له ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۶۴ کال پورې د سوربن په پوهنتون کې فلسفه تدریس کړه، چېرته چې هغه د سوزان باشلار (د ګاسټون لور)، جیورژ کانګېلم، پاول ریکور (چې په دې کالونو کې يې د ګمان د هرمنوتیکې اصطلاح د رامنځته کولو نوښت کړی و) او ژان وال مرستیال و. د هغه مېرمنې مارګاريت خپل لومړی ماشوم پيري په ۱۹۶۳ کال کې نړۍ ته راوړ. دیرېډا په ۱۹۶۴ کال کې د لويي التوسر او ژان هيپولیت په مشوره په ENS کې د یو دایمي ښوونکي موقف خپل کړ چې تر ۱۹۸۲ کال پورې يې یاد موقف خوندي کړ. دیرېډا په ۱۹۶۵ کال کې د تل کوېل د ادبي او فلسفي نظرخاوندانو له ډلې سره همکاري پیل کړه چې اووه کاله يې دوام وکړ. له ۱۹۷۱ کال څخه وروسته له تلکوېل ډلې څخه د دیرېډا لرې کېدلو د چین د فرهنګي انقلاب او له مایوییزم څخه د هغوی د هرکلي په اړه د نوموړي له اندېښنو سره تړاو درلود.[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]
په ۱۹۶۶ کال کې د جان هاپکېنز په پوهنتون کې «د انساني علومو د لوبې جوړښت او نښې وينا» په کنفرانس کې له ګډون کولو سره د هغه کار نړيوال شهرت ترلاسه کړ. دیرېډا په همهغه کنفرانس کې جکوس لاکن او پاول ډيمن سره وکتل چې د راتلونکو کلونو لپاره يې د خبرو ښه ملګری و. د هغوی دویم زوی ژان په ۱۹۶۷ کال کې نړۍ ته راغی. دیرېډا په همدې کال کې د لیکل او توپیر، وینا او پديدې او ګراماتولوژي په نوم خپل درې لومړي کتابونه خپاره کړل.[۴۸]
سرچينې
سمول[1] هر هغه څه چې لیدل کېږي، یا د یوې تجربې د جوړښت د څېړنې فلسفې ته ویل کېږي، ژباړن
[2] د متن د تفسیر قواعد او نظريې، ژباړن
[3] هغه ډله انګريزي ژبي هېوادونه چې د بریتانیا له ټاپوګانو سره تاریخي او کلتوري ريښې لري، ژباړن
[4] د الجزایر په جکړه کې د سرغړونې اعلامیه، هغه پرانیستی لیک و چې د ۱۲۱ پوهانو له خوا لاسلیک شو، ژباړن
- ↑ پیوستون : 118677888 — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1104986/ — د نشر نېټه: ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۵
- ↑ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/9784 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/hftwwt414hrjfk0 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپرونکی: National Library of Sweden — د خپرولو نیټه: ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۲
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ELMCIP ID: https://elmcip.net/node/10544
- ↑ "Jacques Derrida". Encyclopædia Britannica. Britannica.com. Retrieved 19 May 2017.
- ↑ Derrida on Religion: Thinker of Differance By Dawne McCance. Equinox. p. 7.
- ↑ Derrida, Deconstruction, and the Politics of Pedagogy (Counterpoints Studies in the Postmodern Theory of Education). Peter Lang Publishing Inc. p. 134. کينډۍ:OCLC
- ↑ Bensmaïa, Réda, "Poststructuralism", in Kritzman (2005), pp. 92–93.
- ↑ Poster (1988), pp. 5–6.
- ↑ Vincent B. Leitch Postmodernism: Local Effects, Global Flows, SUNY Series in Postmodern Culture (Albany, NY: State University of New York Press, 1996), p. 27.
- ↑ Peeters, Benoît (2012). Derrida: A Biography. Polity. pp. 12–13.
Jackie was born at daybreak, on 15 July 1930, at El Biar, in the hilly suburbs of Algiers, in a holiday home. [...] The boy's main forename was probably chosen because of Jackie Coogan ... When he was circumcised, he was given a second forename, Elie, which was not entered on his birth certificate, unlike the equivalent names of his brother and sister.
کينډۍ:OCLC See also Bennington, Geoffrey (1993). Jacques Derrida. The University of Chicago Press. p. 325.1930 Birth of Jackie Derrida, July 15, in El-Biar (near Algiers, in a holiday house).
. - ↑ Derrida, Jacques (1992). "Force of Law". Deconstruction and the Possibility of Justice. translated by Mary Quaintance, eds., Drucilla Cornell, Michael Rosenfeld, and David Gray Carlson (1st ed.). New York: Routledge. pp. 3–67. ISBN 978-0810103979.
"A decision that did not go through the ordeal of the undecidable would not be a free decision, it would only be the programmable application or unfolding of a calculable process (...) deconstructs from the inside every assurance of presence, and thus every criteriology that would assure us of the justice of the decision.
- ↑ "Critical Legal Studies Movement" in "The Bridge"
- ↑ GERMAN LAW JOURNAL, SPECIAL ISSUE: A DEDICATION TO JACQUES DERRIDA Archived May 16, 2013, at the Wayback Machine., Vol. 6 No. 1, 1-243, 1 January 2005
- ↑ "Legacies of Derrida: Anthropology", Rosalind C. Morris, Annual Review of Anthropology, Volume: 36, pages: 355–389, 2007
- ↑ "Deconstructing History", published 1997, (2nd. Edn. Routledge, 2006)
- ↑ Busch, Brigitt (2012). "Linguistic Repertoire Revisited". Applied Linguistics. 33 (5): 503–523. doi:10.1093/applin/ams056.
- ↑ "The sociolinguistics of schooling: the relevance of Derrida's Monolingualism of the Other or the Prosthesis of Origin", Michael Evans, 01/2012; ISBN 978-3-0343-1009-3 In book: The Sociolinguistics of Language Education in International Contexts, Publisher: Peter Lang, Editors: Edith Esch and Martin Solly, pp. 31–46
- ↑ Earlie, Paul (2021). Derrida and the Legacy of Psychoanalysis. Oxford University Press. doi:10.1093/oso/9780198869276.001.0001. ISBN 978-0-19-886927-6.
- ↑ "Deconstruction in Music – The Jacques Derrida", Gerd Zacher Encounter, Rotterdam, The Netherlands, 2002
- ↑ E.g., "Doris Salcedo", Phaidon (2004), "Hans Haacke", Phaidon (2000)
- ↑ E.g. "The return of the real", Hal Foster, October – MIT Press (1996); "Kant after Duchamp", Thierry de Duve, October – MIT Press (1996); "Neo-Avantgarde and Cultural Industry - Essays on European and American Art from 1955 to 1975", Benjamin H.D. Buchloh, October - MIT Press (2000); "Perpetual Inventory", Rosalind E. Krauss, October - MIT Press, 2010
- ↑ Kandell, Jonathan (October 10, 2004). "Jacques Derrida, Abstruse Theorist, Dies at 74". The New York Times.
- ↑ Lawlor, Leonard. "Jacques Derrida". Stanford Encyclopedia of Philosophy. plato.stanford.edu. November 22, 2006; last modified October 6, 2016. Retrieved 20 May 2017.
- ↑ Kandell, Jonathan (October 10, 2004). "Jacques Derrida, Abstruse Theorist, Dies at 74". The New York Times.
- ↑ Peeters, Benoît (2012). Derrida: A Biography. Polity. pp. 12–13.
Jackie was born at daybreak, on 15 July 1930, at El Biar, in the hilly suburbs of Algiers, in a holiday home. [...] The boy's main forename was probably chosen because of Jackie Coogan ... When he was circumcised, he was given a second forename, Elie, which was not entered on his birth certificate, unlike the equivalent names of his brother and sister.
کينډۍ:OCLC See also Bennington, Geoffrey (1993). Jacques Derrida. The University of Chicago Press. p. 325.1930 Birth of Jackie Derrida, July 15, in El-Biar (near Algiers, in a holiday house).
. - ↑ Jacques Derrida: A Biography, Jason Powell, Continuum International, 2006, p. 11
- ↑ Bennington (1991), p. 325
- ↑ Derrida: A Biography, Benoît Peeters (translated by Andrew Brown), Polity Press, 2013, p. 3
- ↑ Derrida: A Biography, Benoît Peeters (translated by Andrew Brown), Polity Press, 2013, p. 2
- ↑ "I took part in the extraordinary transformation of the Algerian Jews; my great-grandparents were by language, custom, etc., still identified with Arabic culture. After the Cremieux Decree (1870), at the end of the 19th c., the following generation became bourgeois", Jacques Derrida The Last Interview Archived March 5, 2009, at the Wayback Machine., May 2003.
- ↑ Powell (2006), p. 12.
- ↑ Obituary in The Guardian, accessed August 2, 2007.
- ↑ Cixous (2001), p. vii; also see this interview with Derrida's long-term collaborator John Caputo Archived 2005-05-24 at the Wayback Machine..
- ↑ Peeters, Benoît (2012). Derrida: A Biography. Polity. p. 13.
When he was circumcised, he was given a second forename, Elie, which was not entered on his birth certificate, unlike the equivalent names of his brother and sister.
See also Derrida, Jacques (1993). "Circumfession". Jacques Derrida. The University of Chicago Press. p. 96.'So I have borne, without bearing, without its ever being written (12-23-76)' the name of the prophet Élie, Elijah in English ... so I took myself toward the hidden name without its ever being written on the official records, the same name as that of the paternal uncle Eugène Eliahou Derrida ...
- ↑ Powell (2006), p. 12.
- ↑ "Jacques Derrida". Encyclopædia Britannica. Britannica.com. Retrieved 19 May 2017.
- ↑ Lawlor, Leonard. "Jacques Derrida". Stanford Encyclopedia of Philosophy. plato.stanford.edu. November 22, 2006; last modified October 6, 2016. Retrieved 20 May 2017.
- ↑ Marc Goldschmidt, Jacques Derrida : une introduction, 2003, p. 231.
- ↑ Derrida: A Biography. John Wiley & Sons. August 27, 2013. ISBN 9780745663029.
- ↑ Alan D. Schrift (2006), Twentieth-Century French Philosophy: Key Themes and Thinkers, Blackwell Publishing, p. 120.
- ↑ Caputo (1997), p. 25.
- ↑ Bennington (1991), p. 330
- ↑ Powell (2006) pp. 34–5
- ↑ Powell (2006), p. 58
- ↑ Leslie Hill, The Cambridge Introduction to Jacques Derrida, Cambridge: Cambridge University Press, 2007, p. 55.
- ↑ Jacques Derrida and Geoffrey Bennington, Jacques Derrida, Chicago: University of Chicago Press, 1994, p. 331