مارټین هایډېګر

مارټین هایډېګر (فونوتیکي سمبول یې/ˈhaɪdɛɡər, ˈhaɪdɪɡər/؛ په الماني ژبه: : [ˈmaʁtiːn ˈhaɪdɛɡɐ]؛ زوکړه د ۱۸۸۹ کال د سېپټمبر ۲۶مه – مړینه د ۱۹۷۶ کال د مې ۲۶مه) یو المانی فلیسوف و چې تر ډېره د فنومینولوژۍ، هرمنوتیک او هستي پالنې په برخه کې د خپلو هلو ځلو له امله پېژندل شوی. هغه د شلمې پېړۍ له اغېزناکو فلیسوفانو څخه دی. هغه په ۱۹۳۳ کال کې د فرایبورګ پوهنتون د ریئس په توګه تر ټاکل کېدو وروسته له نازي ګوند څخه د ملاتړ له امله له سختو نیوکو سره مخ شو او د هغه د فلسفې او نازیزم تر منځ د نظر اختلاف موجود و. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د هایډېګر د هستۍ او وخت کتاب (چاپ کال، ۱۹۲۷) په متن کې «ډازاین» (هستي) اصطلاح د هستۍ د هغه ډول په توګه معرفي شوې چې انسانان یې لري. ډازاین د «هلته موجودیت» په معنا ژباړل شوې ده. هایډېګر باوري و چې ډازاین اوس مهال یو عیني او د پري انټولوژۍ یو درک لري چې د ژوند کولو د څرنګوالي بڼه جوړوي. هغه د هستۍ دا حالت «په نړۍ کې موجودیت» بولي. ډازاین او «په دې نړۍ کې موجودیت» دواړه یو دي: د [ˈmaʁtiːn ˈhaɪdɛɡɐ] مفاهم لږ تر لږه د ډیکارټ رنه له زمانې راهیسې د عقل‌پالنې له فلسفې او د هغې د موضوع/هدف له لید سره په تضاد کې دي. هایډېګر په ښکاره توګه له ډيکارټ سره  مخالف دی او د هغه د ډازاین تحلیل د هستۍ د معنا موندلو ته د نږدې‌والي لپاره کاروي. د هایډېګر د څېړونکي مایکل ویلر په وینا دا معنا «له هغه څه سره تړاو لري چې هستي د هستۍ په توګه د پوهې وړ ګرځوي». [۷][۸]

ژوندلیک

سمول

لومړي کلونه

سمول

هایډېګر د بادون د مسکیرش په کلي کې د یوهانا (کمپف) او فریډرېک هایډېګر د زوی په توګه نړۍ ته راغی. هغه چې د یو رومي کاتولیک په توګه لوی شو د کلي د کلیسا د ساتونکي زوي و چې د ۱۸۷۰ کال د واتیکان لومړنۍ شورا ته وفادار و، دا شورا تر ډېره د مسکیرش د بې‌وزلې طبقې له‌خوا مراعت کېده. کورنۍ یې پوهنتون ته د هغه د لېږلو لپاره مالي توان نه  درلود، په دې توګه هغه د عیسویانو په یو دارلعلوم کې شامل شو، خو د نوموړي د روغتیايي شرایطو او هغه څه چې د دارلعلوم مدیر او ډاکتر یوه رواني-بدني قلبي ګډوډي بلله له امله هغه بېرته د څو اونیو په بهیر کې اخراج کړ. هایډېګر له قد څخه ټيټ او غښتلی و چې تورې ځیرکې سترګې يې لرلې. هغه له کور څخه بهر فعالیتونه خوښل او په ځانګړي ډول په اسکي کې ماهر و.  [۹][۱۰]

هغه په فرایبورګ پوهنتون کې د دینپوهنې په برخه کې د زده‌کړې پر مهال وروسته خپله د زده‌کړو څانګه په داسې حال کې فلسفې ته بدله کړه چې کلیسا يې ملاتړ کاوه. هایډېګر په ۱۹۱۴ کال کې د نیوټومیزم او نیوکانټیانیزم تر اغېز لاندې په ارواپوهنه کې د ارټور اشنایډر په لارښوونه خپل د دوکتورا تېزس پای ته ورساوه. په ۱۹۱۶ کال کې يې د ډانس اسکوټوس په اړه د نیو-کانټيني هېنرېک رېکرټ په لارښوونه او د اډمونډ هوسرل د فنومنولوژۍ تر اغېز لاندې خپله د وینیا افسانه د خپل هابیلیشن/مافوق دوکتورا (تر ټولو لوړه تحصیلي درجه) له تیزس سره پای ته ورسوله. هغه د ۱۹۱۶ کال د جون په ۲۳مه هڅه وکړه چې په فرایبورک پوهنتون کې د (کاتولیک) فلسفې بست ترلاسه کړي خو د هاینريک هینکه له ملاتړ سره سره یې ماته وخوړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

هغه په ورپسې دوه کلونو کې له امتیاز پرته د پرایوېټ‌ډزن (اکادمیک لقب چې د ځانګړې رسمي وړتیا لرونکو افرادو ته ورکول کېږي، ژباړن ) په توګه او وروسته یې د لومړۍ نړیوالې جګړې د وروستي کال په بهیر کې د سرتېري په توګه خدمت وکړ؛ دا خدمت د «جګړې په وروستیو لسو میاشتو و» او له دې څخه يې «درې وروستۍ میاشتې» د لویديځې جبهې د هوا پېژندنې په برخه کې تېرې کړې. هایډېګر له ۱۹۱۹ تر ۱۹۲۳ کال پورې په فرایبورګ پوهنتون کې تدریس کاوه. د هغه خپاره شوي کورسونه په Gesamtausgabe  کې وګورئ. دا کورسونه د ۱۹۱۹ -۱۹۲۳ کلونو پورې  فرایبورګ د لومړنیو لکچرونو/درسونو په نوم دي.  

ماربورګ

سمول

هایډېګر په ۱۹۲۳ کال کې د ماربورګ په پوهنتون کې د فلسفې د خارق العاده استاد په توګه وټاکل شو. روډولف بولټمن، نیکولای هارټمن، پل ټیلیش او پل ناتورپ يې په هغه ځای کې د همکارانو له ډلې څخه و. هانس ګیورګ ګاډامر، ګرهارډ کروګر، لیو اشتراوس، یاکوب کلاین، ګونټر انډرس او هانس جوناس په ماربورګ پوهنتون کې د هایډېګر زده‌کړیالان وو. هغه د ارستو له څارلو سره په خپلو لکچرونو/درسي مباحثو کې د خپلې فلسفې د اصلي موضوع پراختیا پیل کړه: چې د هستۍ حس پوښتنه يې مطرح کوله. هغه د تاریخ له بعد او مشخصې هستۍ څخه د موضوع مفهوم ته پراختیا ورکړه، چې د هغه له نظره د پل ټارسوسي، اګوسټین هيپو، مارټين لوټر او سورن کي یر کګارډ په څېر د عیسوي متفکرانو تر منځ له مخکې متجسمه شوې وه. هغه همدارنګه د وېلهلم ډیلټای، هوسرل، ماکس شلر او فریدریک نیچه اثار هم ولوستل. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

فرایبورګ

سمول

هایډېګر په ۱۹۲۷ کال کې د Sein und Zeit (هستي او وخت) په نوم خپل اصلي اثر خپور کړ. کله چې په ۱۹۲۸ کال کې هوسل د فلسفې د استاد په توګه تقاعد شو، هایډېګر د ماربورګ د مقابل وړاندیز سره سره د هغه د ځای ناستي په توګه د فرایبورګ انتخاب ومانه. هایډېګر د خپل عمر تر پایه په فرایبورګ ايم بریسګاو کې پاتې شو او د ورپسې رد کړل شویو وړاندیزونو له ډلې يو په برلین کې د هامبولټ پوهنتون و. هانا ارنټ، ګونټر انډرس، هانس جوناس، کارل لويټ، چارلز مالیک، هربرټ مارکوزه او ارنسټ نولټه يې په فرایبورګ کې زده‌کړیالان وو. کارل رهنر په احتمالي ډول له ۱۹۳۴ تر ۱۹۳۶ پورې په څلورو سمسترونو کې د هغه په څلوور سمینارونو کې برخه اخیستې ده. امانول لویناس په ۱۹۲۸ کال کې په فرایبورګ د خپلې مېشتیا پر مهال د هغه په کورسونو کې برخه اخیستې ده، لکه څنګه چې په ۱۹۳۳ کال کې جان پاتوچکا په کې برخه اخیستې وه؛ پاتوچکا په ژور ډول د هغه تر اغېز لاندې راغی.  [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

هایډېګر د ۱۹۳۳ کال د اپرېل په ۲۱مه د پوهنتون د ریئس په توګه وګومارل شو. او د مې په لومړۍ نېټه له نازي ګوند سره یوځای شو. د هغه د فلسفې او نازیزم ته د هغه د سیاسي وفادارۍ تر منځ د نظر اختلاف لا دوام لري. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

هغه غوښتل ځان د ګوند د فلیسوف ځای ته ورسوي خو د هغه د کار ډېر اجمالي طبیعت او د الفرډ روزنبرګ مخالفت چې هغه خپله د یاد موقف ترلاسه کول غوښتل، د هایډېګر رول محدود کړ. د تاریخ‌پوهانو په وینا د ریاست له بست څخه ګوښه کېدل له نازیانو سره د اصولي مخالفت په پرتله تر ډېره د یو مدیر په توګه د هغه د ماتې له امله و. هغه د مې په ۲۷مه د پوهنتون د ریئس په توګه د خپلې لوړې په وینا کې د المان له پاڅون څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او د هم‌هغه کال زده‌کړیالانو ته يې په یوه مقاله او وینا کې له ادولف هېټلر څخه ملاتړ وکړ. هایډېګر د ۱۹۳۳ کال په نوامبر کې له ادولف هېټلر ناسوسیال سوسیالیستي دولت سره د المان د ښوونځيو او پوهنتونو د استادانو د وفادارۍ لوړه لاسلیک کړه.    [۳۴][۳۵]

هایډېګر د ۱۹۳۴ کال په اپرېل کې د ریاست له بست څخه استعفا ورکړه، خو تر ۱۹۴۵ کال پورې په نازې ګوند کې پاتې شو، ان که په پای کې نازیانو هغه د اثارو له خپرولو څخه منع هم کړ. هایډېګر له ۱۹۳۶ تر ۱۹۴۰ کلونو پورې په فریبورګ کې د نیچه د لکچرونو پر یوه ټولګه چې په هغه وخت کې د هغه د اثارو او ثابتو شویو نظریو ډېری خام مواد په کې موجود وو نیوکه وکړه. هایډېګر د دې ټولګې په اړه په ۱۹۶۶ کال کې له شپېګل سره په مرکه کې وویل: «هر هغه چا چې د اورېدلو لپاره غوږونه لرل په دغو درسي مبحثو کې يې اورېدلی شوی... ناسوسیال سوسیالیزم سره مخامختیا». خو وروستي څېړونکي له دې مواردو څخه معکوسه پایله اخلي؛ د مثال په ډول ډېوېډ فارل کرل د سیمنار په انګلیسي پیلامه کې لیکي: «ستونزه دا نه وه چې هایډېګر سیاسي نظریه او عمل نه لره، بلکې ستونزه دا ده چې هغه یوه سیاسي نظریه او عمل درلود». [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې

سمول
  1. Wells, John C. (2008), Longman Pronunciation Dictionary (3rd ed.), Longman, ISBN 9781405881180
  2. "Heidegger". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  3. "Martin – Französisch-Übersetzung – Langenscheidt Deutsch-Französisch Wörterbuch" (په جرمني و فرانسوي). Langenscheidt. نه اخيستل شوی 22 October 2018.
  4. Millerman, Michael (2020). Beginning with Heidegger : Strauss, Rorty, Derrida, Dugin & the philosophical constitution of the political. London. ISBN 978-1912975808.
  5. Sharpe, Matthew (2018-10-02). "On Reading Heidegger—After the "Heidegger Case"?". Critical Horizons. 19 (4): 334–360. doi:10.1080/14409917.2018.1520514. ISSN 1440-9917. S2CID 149832726.
  6. Fried, Gregory, ed. (2020). Confronting Heidegger: a Critical Dialogue on Politics and Philosophy. Rowman and Littlefield. ISBN 9781786611918.
  7. Velasquez, M., Philosophy: A Text with Readings (Boston: Cengage Learning, 2012), p. 193.
  8. Wheeler, Michael (2020). "Martin Heidegger: 2.2.1 The Question". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. نه اخيستل شوی 28 January 2021.
  9. Sheehan, Thomas (31 December 2011). Heidegger: The Man and the Thinker. Transaction Publishers. ISBN 9781412815376 – via Google Books.
  10. Hermann Philipse, Heidegger's Philosophy of Being p. 173, Notes to Chapter One, Martin Heidegger, Supplements, trans. John Van Buren p. 183.
  11. Die Lehre vom Urteil im Psychologismus. Ein kritisch-theoretischer Beitrag zur Logik [The Doctrine of Judgment in Psychologism: A Critical-theoretical Contribution to Logic] (1914). Source: Annemarie Gethmann-Siefert, "Martin Heidegger", Theologische Realenzyklopädie, XIV, 1982, p. 562. Now his thesis is included in: M. Heidegger, Frühe Schriften, Frankfurt-am-Main: Vittorio Klostermann, 1993.
  12. Joseph J. Kockelmans, Phenomenology and the Natural Sciences: Essays and Translations, Northwestern University Press, 1970, p. 145.
  13. Note, however, that it was discovered later that one of the two main sources used by Heidegger was not by Scotus, but by Thomas of Erfurt. Thus Heidegger's 1916 habilitation thesis, Die Kategorien- und Bedeutungslehre des Duns Scotus [Duns Scotus's Doctrine of Categories and Meaning], should have been titled, Die Kategorienlehre des Duns Scotus und die Bedeutungslehre des Thomas von Erfurt. Source: Stanford Encyclopedia of Philosophy: "Thomas Erfurt".
  14. Sebastian Luft (ed.), The Neo-Kantian Reader, Routledge 2015, p. 461.
  15. Francesco Alfieri, The Presence of Duns Scotus in the Thought of Edith Stein: The Question of Individuality, Springer, 2015, p. 6.
  16. Martin Heidegger and the First World War, William H. F. Altman, p 79
  17. Wheeler, Michael (December 9, 2018). Zalta, Edward N. (ed.). Martin Heidegger. Metaphysics Research Lab, Stanford University – via Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  18. Woodson, 2018, p. 94-95
  19. Woodson, 2018, p. 60
  20. Michalski, M., trans. J. Findling, "Hermeneutic Phenomenology as Philology", in Gross, D. M., & Kemmann, A., eds., Heidegger and Rhetoric (Albany, NY: SUNY Press, 2005), p. 65.
  21. Gethmann-Siefert, 1982, p. 563
  22. Michael Wheeler (2011-10-12). "Martin Heidegger". Stanford Encyclopedia of Philosophy.  
  23. Wolin, Richard (2015). Heidegger's Children: Hannah Arendt, Karl Löwith, Hans Jonas, and Herbert Marcuse. Princeton University Press. ISBN 9780691168616.
  24. Fleischacker, Samuel, ed. (August 2008). Heidegger's Jewish Followers: Essays on Hannah Arendt, Leo Strauss, Hans Jonas, and Emmanuel Levinas. Duquesne University Press. ISBN 978-0820704128.
  25. Karl Rahner, Internet Encyclopedia of Philosophy
  26. Woodson, 2018, p. 123-141
  27. Steinfels, Peter (27 December 1995). "Emmanuel Levinas, 90, French Ethical Philosopher". The New York Times. نه اخيستل شوی 27 September 2018.
  28. Caring for the Soul in a Postmodern Age, p. 32
  29. Bambach, C. R., Heidegger's Roots: Nietzsche, National Socialism, and the Greeks (Ithaca, NY: Cornell University Press, 2003), p. 82.
  30. Hemming, Laurence (2013). "7". Heidegger and Marx : a productive dialogue over the language of humanism. Evanston, Ill: Northwestern University Press. ISBN 978-0810128750.
  31. Farin, Ingo (2016). Reading Heidegger's "Black notebooks 1931--1941. Cambridge, Massachusetts London, England: The MIT Press. ISBN 978-0262034012.
  32. Reading Heidegger's Black Notebooks 1931–1941. MIT Press. 19 February 2016. ISBN 9780262034012.. Collection of essays by Heidegger scholars, edited by Ingo Farin and Jeff Malpas.
  33. Sharpe, Matthew (2018-10-02). "On Reading Heidegger—After the "Heidegger Case"?". Critical Horizons. 19 (4): 334–360. doi:10.1080/14409917.2018.1520514. ISSN 1440-9917. S2CID 149832726.
  34. Evans, Richard J. (2005). The Coming of the Third Reich. Penguin Books. pp. 419–422. ISBN 978-0143034698.
  35. Young, Julian (1998). Heidegger, Philosophy, Nazism. Cambridge University Press. ISBN 978-0521644945.
  36. Young, Julian (1998). Heidegger, Philosophy, Nazism. Cambridge University Press. ISBN 978-0521644945.
  37. Heidegger, Martin (1991). Nietzsche. David Farrell Krell, Joan Stambaugh (First ed.). [San Francisco]. ISBN 0-06-063841-9. OCLC 22492313.
  38. Martin Heidegger (interview 1966). Martin Heidegger - Der Spiegel Interview 1966 (English translation) (په جرمني).
  39. Inwood, Michael (12 April 2014). "Martin Heidegger: the philosopher who fell for Hitler". The Independent. نه اخيستل شوی 27 September 2018.