لوډویګ ویټګنشټاین
لوډویګ جوزیف یوهان ویټګشټاین (په انګلیسي: Ludwig Josef Johann Wittgenstein، /ˈvɪtɡənʃtaɪn, -staɪn/ VIT-gən-s(h)tyne، په جرمني ژبه: [ˈluːtvɪç ˈjoːzɛf 'joːhan ˈvɪtɡn̩ʃtaɪn]؛ زوکړه د ۱۸۸۹ زیږدیز کال د اپرېل ۲۶مه ـــ مړینه د ۱۹۵۱ز کال د اپرېل ۲۹مه) اتریشي الاصله بریتانوی فیلسوف و، چې د منطق، د ریاضياتو فلسفې، د ذهن فلسفې او ژبې فلسفې په برخه کې یې کار کړی دی، ځینې په دې باور دي چې نوموړی د شلمې پېړۍ ترټولو ستر فیلسوف و.[۴][۵][۶]
لوډویګ ویټګنشټاین | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | د پروستات سرطان [۲] |
تابعیت | برېتانيا (۱۹۳۸–۲۹ اپرېل ۱۹۵۱)
اتريش (۲۶ اپرېل ۱۸۸۹–۱۹۳۸) |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون |
ڈاکٹری مشیر | برټرانډ راسل |
نامتو زده کونکي | جي.اي.ايم انسکيمب |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | جرمني ژبه |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | فلسفه |
مؤثر | برټرانډ راسل ، سورن کی یرکګارډ ، ګوتلوب فريج ، ارتر شوپنهاور |
خوځښت | شننيزه فلسفه |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې[۳] | |
سمول |
ویټګنشټاین له ۱۹۲۹ز کال څخه تر ۱۹۴۷ز کال پورې د انګلستان په کمبرېج پوهنتون کې تدریس کاوه، هغه له خپل علمي ځانګړي ځایګي سره سره په خپل ژوند یوازې یو کتاب خپور کړ، د منطقي فلسفې په نامه دغه اثر یې په ۱۹۲۱ز کال ۷۵مخونو کې چاپ او خپور شو، انګليسي ژباړه یې یو کال ورسته په ۱۹۲۲ز کال کې د لاتیني سرلیک Tractatus Logico-Philosophicus سره له چاپه راووته. "د منطقي بڼې په هکله د ځینو ملاحظو" په نامه د یوې مقالې، پر یو کتاب د کره کتنې، د ماشومانو د لغتونو قاموس په ګډون د نوموړي یوازیني خپاره شوي اثار په ۱۹۲۹ز کال کې خپاره شول. او د هغه د لیکنو یوه ستره برخه د نوموړي له مړینې وروسته خپره شوه، د هغه له مړینې ورسته چاپ شویو اثارو تر منځ ترټولو نوم وتی اثر د نوموړي فلسفي څېړنې وې چې په ۱۹۵۳ز کال د هغه تر مړینې یوازې دوه کاله وروسته خپرې شوې. د امریکایي پوهنتونونو اوښوونیزو موسسو د استادانو له خوا په ترسره شوې یوه سروې کې د ویټګنشټاین فلسفي څېړنې د فلسفي کتابونو ترمنځ د شلمۍ پېړۍ ترټولو غوره اثر نوم وګاټه، چې د یو پرېکنده شهکاري اثر په توګه یې د شلمۍ پېړۍ په فلسفي څېړنو کې د ټولو پام د ځان په لور ور واړاوه.[۷][۸]
د نوموړي افکارو ته په کتو د هغه فلسفه په دوو دورو لومړنۍ او ورستنۍ) ویشلی شو، چې د لومړنۍ هغې اړوند بحثونه یې د Tractatus, په نوم کتاب کې، او د وروستۍ هغې یې د نوموړي فلسفي څېړنو نومې ټولګه کې تشخیصېدلی شي. "لومړني ویټګنشټاین" د نړۍ او کشمکشونو ترمنځ له تړاو سره لیوالتیا درلوده، هغه باور درلود که چېرې ددغو تړاوونو ترمنځ منطقي بنسټونه په ښه ډول توضېح شي، نو له فلسفې پورې تړلي ټول مسایل ورسره حلېدلی شي.[۹]
"وروستني ویټګنشټاین "د خپلې لومړي کتاب تراکتاتوس Tractatus زیاتره انګېرنې رد کړې، استدلال یې دا و چې د کلیمو ترټولو غوره معنا له هغو څخه په یوه ژبنۍ لوبه ( دا د ویټګنشټاین د ژبنۍ فلسفې یو ځانګړی مفهوم دی) کې ګټه پورته کول دي.[۱۰]
نوموړی چې د ویانا ( اتریش پلازمېنې) په یوه شتمنه کورنۍ کې وزېږېد، په ۱۹۱۳ز کال کې ورته د پلار له مړینې وروسته ډېره شتمني په میراث ورسېده، له لومړۍ نړیوالې جګړې څخه مخکې "هغه د خپلې شتمنۍ څخه یوه غوښنه برخه د هغو شاعرانو، لیکوالو او هنرمندانو سره د مرستې په توګه ځانګړې کړه چې د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، دغه ډله اړمن هنرمندان د برنر مجلې د بنسټګر لودویګ فون فیکر لخوا وروپېژندل شول، په دوی کې جورج تراکل، راینر ماریا ریلیکه او معمار اډولوف لوز شامل وو". نوموړی چې له لومړۍ نړیوالې جکړې نه په راوروسته یوې دورې کې له سخت رواني فشار څخه کړېده، خپله پاتې شتمني یې خپلو خویندو او وروڼو ته وبښله. له څلورو مشرانو ورونو څخه یې درې تنو په بېلا بېلو ډولونو او سببونو ځانوژنې وکړې، ويټګنشټاین څو ځله اکاډمي( زده کړې) پرېښودې، د لومړۍ نړیوالې جګړې په لومړۍ کرښې کې تر جنګېدو، چېرته چې نوموړی د ښې جګړې او زړورتیا په سبب څو ځله په لوړو دولتي مډالونو وستایل شو، د اتریش په لرې پرتو سیمو کې تر تدریسه، د تدریس پر مهال د سخت تدریسي میتود او اجونو او هلکانو زده کوونکو ته سختو سزاګانو په ورکولو د نیوکو سره مخ و، په ځانګړي ډول د ریاضیاتو به ټولګي کې د نوموړي له لوري د یو زده کوونکي هاید باویر پېښې نوموړی تر محکمې ورساوه، او د نوموړي د تدریس سخت ګیرانه بڼې جدي بحثونو راوپارول. [۱۱][۱۲][۱۳]
د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې یې د لندن په یو روغتون کې د څپړاسي په توګه کار کاوه، هغه به په پټه ناروغانو ته ویل چې هغه درمل دې نه کاروي چې روغتون یې ورکوي، هغه وروسته پر دې کړنو سخته پښیماني څرګنده کړه، تر دې ورسته یې د انګلستان شمال ته په نیوکاسټل ټاین ( د انګلستان په شمال او ختیځ کې د سمندرغاړو ته جوړ شوی شین کمربند د ټاین یا ټاین سایډ په نوم یادیږي) کې د وېکټوریا په سلطنتي روغتون کې د لابراتوار د تخنیکي برخې کارکوونکي په توګه کار وکړ. نوموړي ورسته خپل ټول عمر پر فلسفي منطق ولاړو ویناوو ته ځانګړی کړ، او د همدې ویناوو د راټولولو او خپرولو لپاره یې هلې ځلې تر سره کړې، مګر د نوموړي تر مړینې وروسته په لوړه کچه اغېزناکو فلسفي څېړنو تر نامه لاندې خپرې شوې.[۱۴]
هغه چې پر ساینسپالنې او مډرنیزم کلکې نیوکې کولې، او په خپلو همکارانو کې یې هم مشاهده کولې، د کلتور او ارزښت په نوم یوه مجله کې یې په یوه مشهوره لیکنه کې ولیکل چې، ـــــ دا چې غربي پوهان زما پر افکارو پوهیږي یا نه، یا دا چې ما ستایي او کنه ما ته بې تفاوته ده، ځکه هغوی هغه روحیه هيڅکله نشي درک کولای په کومه روحیه چې لیکل کوم، زموږ تمدن د 'پرمختګ' د کلیمې په واسطه مشخص شوی دی. پرمختګ د تمدن یوه بڼه ده، نه دا چې ځانګړنه یې وبلل شي. پرمختګ معمولاً جوړول کوي. نوموړی د یوې لا زیاتې پېچلې ودانۍ له ودانولو سره ښکېلتیا لري. او ان تر دې چې وضاحت د دغې موخې لپاره یوه وسیله ګڼل کېږي، نه دا چې پخپله موخه وګڼل شي. زما لپاره بر عکس، وضاحت او ځیرکتیا پخپله له ارزښت څخه برخمن دي. زه د یوې ودانۍ په ودانولو کې هومره لېوالتیا نه لرم، څومره چې د ممکنه ودانیو د بنسټونو په اړه د ځیرک لید په اړه لرم. [۱۵]
د ادبي خپرونو د چلوونکي او د نوموړي د نږدې ملکري ګیوریګ هنریک فون رایټ له قوله، نوموړی به ویل چې د ده د باورونو په پوهېدنه کې تر ډېره بریده حتی د هغه شاګردان تېروتي دي او په ناسمو تفسیرونو یې تحریف کړي.
نوموړي همداراز وېره لرله چې راتلونکي نسلونه به یې هم سم درک کړي کنه، هغه یوځل وویل داسې انګېري ګوندي د یوې ځانګړې ډلې (قشر) لپاره لیکل کوي، د داسې چا لپاره چې تر نورو بېل فکر کوي او د نننۍ نړۍ له انسانانو څخه بېله هوا تنفس کوي.[۱۶]
مخینه
سمولویټګنشټاینان
سمولله دویمې نړیوالې جګړې وروسته په یورشلیم( بیت المقدس) کې د لیکل شویو اسنادو پر بنسټ ویټګنشټاین په خپلې پلرنۍ شجرې( سلسلې) وپوهېد، چې د نوموړي غورنیکه موسا مویر د یهودي ځمکو مامور و، چې له خپلې مېرمنې برېنډل سایمون سره د وېسټفېلیا په ویټینګشتاین کې په بد لاسفه سیمه کې چې د شهزاده تر لاس لاندې یوه سیمه ده، ژوند کاوه.[۱۷][۱۸]
د ۱۸۰۸ز کال په جولای کې ناپلیون بوناپارت( د فرانسې هېواد پوځي او سیاسي سترواک و) د یو فرمان صادرولو په ترڅ کې د یهودانو په شمول له ټولو وغوښتل ترڅو خپل قبیلوي او کورني تخلصونه د خپلو نومونو سره یاد کړي، چې د مویر زوی موسا هم د خپلو پخوانیو حاکمانو نوم ساین ویټګنشټاین د خپل نوم سره زیات کړ او په موسا مویر ویټګنشټاین یاد شو. د هغه زوی هیرمن کریسټن ویټګنشټاین ځکه د خپل نوم سره د عیسوي دین " کریسټن" اضافه کړ، چې غوښتل یې له ځان څخه خپله یهودي مخینه لرې کړي، هغه د فاني فیګډور سره چې د دوی له واده څخه کمه موده مخکې یهودیت څخه د عیسوي دین پروټیسټانټ مسلک ته اوښتې وه، واده وکړ. دوی په لیپزیګ ( د جرمني یو صنعتي ښار دی) کې د وړیو خورا کامیابه سوداګري پیل کړه، د لودویګ انۍ فاني فیګډور د مشهور هنرمند او ارکسترا د مشر جوزیف یواخیم سکه د تره لور وه.[۱۹][۲۰][۲۱]
دوی ۱۱ اولادنه درلودل، چې یو یې د لوډویګ پلار کارل اتو کلیمینس ویټګنشټاین( زوکړه ۱۸۴۷ز کال ــ مړینه ۱۹۱۳ز کال) و. نوموړی په یو مخکښ صنعتي سوداګر او شتمن بدل شو، او تر ۱۸۸۰ز لسیزې پورې د اروپا یو له تر ټولو شتمنو کسانو څخه شمېرل کېده، چې د اتریش د فولادو په اتحادیې یې یو اغېزناک انحصار درلود. د کارل د ښو اقتصادي پلانونو په سبب د ویټګنشټاین کورنۍ د هنګري-اتریش د ګډې سترې امپراتورۍ دویمه لویه شتمنه کورنۍ شوه، چې یوازې له روتشیلډز کورنۍ څخه وروسته وه. کارل د اتریش د اندرو کارنیګي انډول بلل کېده ( کارنیګي سکاټلنډی-امریکایی شتمن و چې په ۱۸۹۰مه زېږدیزه لسزیزه کې د نړۍ ترټولو شتمن کس و) دوی دواړو ښه دوستي درلوده. په سویس، هالنډ او له اروپا بهر په ځانګړي ډول په امریکا متحده ایالتونو کې د پانګونې د پرېکړې پایلې، دغه شتمنه کورنۍ د هغه نړیوال اقتصادي رکود څخه یو څه وژغورله کوم چې په ۱۹۲۲ز کال اتریش وځاپه. په هر ترتیب، د دوی شمتني له ۱۹۱۸ز کال څخه د راوروسته ستر اقتصادي رکود پرمهال کموالی تجربه کړ، مګر بیا هم په ۱۹۳۸ز کال کې دوی یوازې په ویانا کې ۱۳ قصرونه لرل.[۲۲][۲۳][۲۴]
د ژوند لومړني کلونه
سمولد ویټګنشټاین مور لیو پولیدین ماریا ژوزفا کالموس نومیده، چې ملګرو او خپلوانو د پولدي په نوم یادوله. د پولدي پلار یو بوهیمي یهودي و او مور یې اتریشۍ ــ سلوانیایۍ کاتولیکه وه ـــ نوموړې د ویټګنشټاین نیکونو/نیا ګانو له منځه یوازینۍ غیر یهودۍ وه. هغه د نوبل د جایزې د ګټونکې فریډریش هایک خاله هم وه.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118634313 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
- ↑ Douban personage ID: https://www.douban.com/personage/27419708/ — د نشر نېټه: ۶ جولای ۲۰۲۴
- ↑ "Wittgenstein". Random House Webster's Unabridged Dictionary. نه اخيستل شوی 6 April 2020.
- ↑ Dennett, Daniel (29 March 1999). "Ludwig Wittgenstein: Philosopher". Time. Archived from the original on 16 October 2007.
- ↑ "Ludwig Wittgenstein". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. (May 2, 2018).
- ↑ Dennett, Daniel (29 March 1999). "Ludwig Wittgenstein: Philosopher". Time. Archived from the original on 16 October 2007.
- ↑ Lackey, Douglas P. (1999). "What Are the Modern Classics? The Baruch Poll of Great Philosophy in the Twentieth Century". The Philosophical Forum (په انګليسي). 30 (4): 329–346. doi:10.1111/0031-806X.00022. ISSN 1467-9191.
- ↑ His mentor Bertrand Russell was likely the first to coin this distinction in Wittgenstein's work.
- ↑ Proops, Ian (2001). "The New Wittgenstein: A Critique" (PDF). European Journal of Philosophy. 9 (3): 375–404. doi:10.1111/1468-0378.00142. نه اخيستل شوی 16 February 2018.
- ↑ "Ludwig Wittgenstein or the Philosophy of Austere Lines". Goethe Institute. Archived from the original on 2 March 2011.
When his father died in 1913 ... Ludwig inherited a considerable fortune.... Then, after World War I, in which he fought as a volunteer in the Austro-Hungarian army, he gave away his entire [remaining] fortune to his brothers and sisters and, plagued by depression, sought refuge in Lower Austria, where he worked as a primary school teacher.
- ↑ Duffy, Bruce (13 November 1988). "The Do-It-Yourself Life of Ludwig Wittgenstein". The New York Times.
- ↑ Wittgenstein, Ludwig, Private Notebooks: 1914-1916 (edited and translated by Marjorie Perloff), New York: Liveright Publishing Corporation, 2022, p. 79.
- ↑ Diamond, Cora (28 April 2017). "Wittgenstein changes his mind". St. John's College. St. John's College.
- ↑ L. Wittgenstein (1998), pp. 6-7, Culture and Value, ed. by Georg Henrik von Wright, rev. ed. London: Wiley-Blackwell, ISBN 0631205713, ISBN 978-0631205715.
- ↑ Hallett, Garth (1977). A Companion to Wittgenstein's Philosophical Investigations (په انګليسي). Cornell University Press. p. 66. ISBN 978-1-5017-4340-5.
- ↑ Preston, John. "Wittgenstein Family History - Ludwig Wittgenstein: A Chronology of his Life and Work". www.wittgensteinchronology.com. Archived from the original on 6 July 2018. نه اخيستل شوی 6 July 2018.
- ↑ See Schloss Wittgenstein. Various sources spell Meier's name Maier and Meyer.
- ↑ Monk 1990، م. 5.
- ↑ Monk 1990، مم. 4-5.
- ↑ Bartley 1994، مم. 199–200.
- ↑ Bramann, Jorn K.; Moran, John (1979). "Karl Wittgenstein, Business Tycoon and Art Patron". Frostburg State University. 15: 106–124. doi:10.1017/S0067237800012686. S2CID 144157990. Archived from the original on 25 June 2018. نه اخيستل شوی 2 September 2010.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
و|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
و|archive-url=
specified (help) - ↑ Edmonds او Eidinow 2001، م. 102.
- ↑ Edmonds او Eidinow 2001، م. 63.
- ↑ Chatterjee, Ranjit (2005). Wittgenstein and Judaism: A Triumph of Concealment. p. 178. ISBN 9780820472560.
- ↑ Gottlieb, Anthony (9 April 2009). "A Nervous Splendor". The New Yorker.
- ↑ "Wittgenstein, Leopoldine (Schenker Documents Online)". mt.ccnmtl.columbia.edu. Archived from the original on 6 May 2016. نه اخيستل شوی 16 February 2018.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Ludwig Wittgenstein: Background". Wittgenstein archive. University of Cambridge. Archived from the original on 18 December 2008. نه اخيستل شوی 2 September 2010.
- ↑ P. M. S. Hacker. "Wittgenstein, Ludwig Josef Johann". mathshistory.st-andrews.ac.uk. University of Oxford. نه اخيستل شوی 27 February 2021.
- ↑ "Verlorenes Erbe (Wien): Die verschwundenen Wittgensteinhäuser". www.initiative-denkmalschutz.at. Verein Initiative Denkmalschutz. 24 March 2021. نه اخيستل شوی 27 April 2021.
- ↑ McGuinness 1988، م. 21.