سورن کی یرکګارډ
سورن ابي کی یرکیګارډ (/ˈsɒrən ˈkɪərkəɡɑːrd/ SORR-ən KEER-kə-gard, همدارنګه په امریکايي انګلیسي ژبه /-ɡɔːr/ ګور، په دنمارکي ژبه: [ˈsɶːɐn ˈɔˀˌpyˀ ˈkʰiɐ̯kəˌkɒˀ] (اورېدل )؛ زوکړه د ۱۸۱۳ کال د مې میاشتې ۵مه- مړینه د ۱۸۵۵ کال د نوامبر ۱۱مه) یو ډنمارکی د دینپوهنې پوهاند، فلیسوف، شاعر، ټولنیز کرهکتونکی او مذهبي لیکوال و، چې په پراخه توګه د لومړني هستيپال (اګزیستانسیالیست) فلیسوف په توګه پېژندل کېږي. هغه د منظم مذهب، عیسویت، اخلاقو، چلند، ارواپوهنې او دیني فلسفې په اړه تنقیدي لیکنې وکړې او له استعارې، کنايې او تمثیل سره يې خپل انس څرګند کړ. د هغه ډېری فلسفي کارونه د یو «مجرد فرد» په توګه د ژوند په څرنګوالي بحث کړي او د انسان عیني واقعیت ته تر اجمالي تفکر لومړیتوب ورکوي او د شخصي ژمنتیا او انتخاب ارزښت په نښه کوي. نوموړی د هغه ادبي منتقدانو مخالف و چې د خپل وخت اېډیالیست روښانفکران او فلیسوفان يې ستایل او داسې فکر یې کاوه چې سویډبورګ، هګل، فیشته، شلینګ، شګل او هانس کریسټین انډرسون «پوهانو» په ډېرې چټکۍ پېژندلي وو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
د کی یرکیګارډ د دینپوهنې کار د عیسویت پر اخلاقو، د کلیسا پر بنسټ، د عیسویت د خالصو معقولو شواهدو تر منځ توپیر، د خدای او انسان تر منځ لایتناهي کیفي توپير او له ګاډ-من (العیاذبالله، هغه انسان چې هم د خدای او هم د یو انسان ځانګړنې ولري، ژباړن) عیسی(ع) سره د فرد ذهني اړیکه چې له ایمان څخه ترلاسه کېږي تمرکز لري. د هغه ډېری کارونه په عیسویت کې پر خدايي مینه راڅرخیږي. هغه د ډنمارک کلیسا په څېر د دولت تر کنترول لاندې (سیزارو پاپیزم [د ټولنیز واک او سیاسي سیکولار حکومت د ترکیب اېډیالوژي، ژباړن]) د یو دین په توګه د عیسویت پر اوصولو او کړنو سخته نیوکه لرله. د اروا پوهنې په برخه کې د هغه کار د انسانانو عواطف او احساسات د فرد په ژوند کې د هغه د ژوند له انتخابونو سره ارزوي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
په پېچلو خبرو کې د ټاکلو لیدلورو د وړاندې کولو لپاره د کی یرکیګارډ لومړنی کار په مستعار نوم ولیکل شو. هغه پېچلي مسائل په بېلابېلو لیدلورو کې وارزول چې هر یو یې له بېل مستعار نوم سره وړاندې کړ. هغه د جوړوونکې خبرې په نوم اثر پهخپل اصلي نوم ولیکه او هغه یې یو «مجرد فرد» ته اهدا کړ چې ښايي د هغه د اثارو د کشف غوښتونکی و. هغه ولیکل: «پوهه او ساینس غواړي دا تدریس کړي چې عیني واقعیت ته رسېدل یوه لار ده. عیسویت دا تدریسوي چې د واقعیت عینیت ته د رسېدو لار تابع کېدل دي.» په داسې حال کې چې پوهان د نړۍ په اړه د مشاهداتو/کتنو پهواسطه زدهکړه کوي، کی یرکیګارډ په غوڅ ډول دا رد کړه چې کتنې په يوازې ډول د روح د نړۍ داخلي کارونه څرګندولی شي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
د کی یرکیګارډ ځینې کلیدي نظريې دا دي: «ذهني او عیني حقایق»، د عقیدې سمونه، د یادولو او تکرار غبرګولي، ډار، لایتناهي کیفي توپیر، ایمان د یوې تلوسې په توګه او د ژوند په لار کې درې پړاوونه. کی یرکیګارډ په ډنمارکي ژبه لیکل کول او په لومړیو کې یوازې په سکاټلنډي ژبه د هغه د اثارو هرکلی کېده، خو د شلمې پېړۍ په پیل کې د هغه لیکنې په فرانسوي، الماني او نورو اصلي اروپايي ژبو وژباړل شوې. د شلمې پېړۍ په منځنۍ برخه کې د هغه فکر پر فلسفه، دینپوهنې او په ټوله کې د لویدیځ په فرهنګ د پاموړ اغېز وکړ. [۱۸][۱۹][۲۰]
لومړي کلونه (۱۸۱۳-۱۸۳۶)
سمولکی یرکګورد په کپنهاګ کې په یوه سوکاله کورنۍ کې نړۍ ته راغی. مور يې انه سورنسداټر لونډ کی یرکګارډ د هغه له پلار مایکل پډرسن کي یرکګارډ سره تر واده مخکې د دوی په کور کې د خدمې په توګه کار کاوه. هغه یوه متواضع ښځه وه: خاموشه وه او رسمي زدهکړې يې نه درلودې. دوی ۷ ماشومان لرل. د هغې لمسۍ هنریټ لونډ ولیکل هغې «په خوښۍ همسا په لاس کې واخیسته او [سورن او پیټر] څخه یې داسې ساتنه وکړه لکه یوه چرګه چې د خپلو چورګوړو ساتنه کوي.» هغې همدارنګه خپل بچیان د خپل نفوذ له اغېز برخهمن کړل، داسې چې وروسته پيټر وویل چې ورور يې پهخپلو لیکنو کې تر ډېره د خپلې مور خبرې خوندي کړې دي. بل لور ته یې پلارچې د یوټلنډ اوسېدونکی د وړیو سوداګر و. «هغه ډېر ترینګلی سړی و چې په هره بڼه کې وچ او بې مینې و، خو د خپلې «کلیوالې چپنې» چلند کې يې فعال خیالونه رانغاړلي و چې ان د هغه عمر هم نه شوی خنثی کولی». هغه همدارنګه له فلسفې سره مینه لرله او تر ډېره به يې پهخپل کور کې د روښانفکرانو کوربهتوب کاوه. هغه ځان د کریسټین وولف عقلپاله فلسفې ته وقف کړی و او په پای کې یې ځان تر یوه حده تقاعد کړ تر څو وکولی شي د وولف ډېرې لیکنې وڅاري. کی یرکیګارډ په ماشومتوب کې د خپل پلار باورونه څارل اوپه شدید ډول پر وولفي عقلپالنه د مایکل د فداکارۍ تر اغېز لاندې و. هغه د لوډیګ هولبرګ د کمیدي، او د يوهان ګئورګ هامان، ګوتولډ افرایم لسینګ، اېډوارډ یانګ او اپلاتون له لیکنو څخه هم خوند اخیست. کی کیګور د اپلاتون په خبرو کې د سقراط له شخصیت سره مخ شو چې وروسته یې له استعاري او همدارنګه په مکرر ډول د هغه د غیر مستقمیو اړیکو له کارولو سره د فلیسوف پر مینه د پاموړ اغېز وکړ.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹] [۳۰]
کی یرکیګارډ په ۱۹مه پېړۍ کې د کوپنهاګ په کږو سړکونو کې له قدم وهلو څخه خوند اخیست، چېرته چې ګاډۍ په ندرت تلله. کی یرکیګارډ په ۱۸۴۸ کال کې ولیکل، «زه په دې فکر کې چې بل موجود نه وی، په کپنهاګ کې یواځې یو سړی موجود وی چې هر بېوزله کولی شوی په ازاد ډول پر سړک له هغه سره اړیکه ولري او خبرې ورسره وکړي، له عیسویت څخه په حقیقي ډول راضي وم؛ که بل فرد موجود نه وی، او یواځې یو سړی وی چې په هره ټولنه کې يې ډېر تګ راتګ کولی او له بېوزلو سره یې له اړیکو لرېوالی نه کولی، بلکې له هرې اشنا کنیزې، کاریګر او هر عادي مزدور سره یې سلام کولی». د اور لېډي (زموږ د مېرمنې) کلیسا د ښار په یوه څنډه کې وه، چېرته چې مېنسټر اسقف د انجیل تبلیغ کاوه. د ښار په بله څنډه کې سلطنتي تیاتر و چې فرو هایبرګ به پکې نندارې وړاندې کولې. [۳۱][۳۲]
د کی یرکګارډ د نه خپرو شویو مجلو په ځانګړي ډول د «لویې زلزلې» په نوم د یوې کیسې د لنډې مسودې د داستاني قیاس د تشرېح پر اساس، د کی یرکګارډ ځینې لومړني پوهان داسې استدلال کوي چې مایکل په دې باور و چې هغه د خدای قهر راپارولی او هېڅ بچی به يې تر هغه ډېر عمر ونه کړي. ویل کېږي چې هغه خپله په دې باور و چې ښايي د سزا د هغه د شخصي ګناهونو لکه په ځوانۍ کې د خدای په نوم لعنت ویل یا له واده پرته د انه د امیندواره کېدلو له امله وي. که څه هم د هغه له ۷ بچیانو څخه ۵ د هغه تر مړینې مخکې مړه شول خو خپله سورن او ورو یې پيټر کرېسټن کیرکګارډ تر هغه ډېر عمر وکړ. پیټر چې له کی یرکګارډ څخه ۷ کاله مشر و، وروسته په البورګ کې اسقف شو. جولیا واټکین داسې فکر کاوه چې له موراویا کلیسا سره د مایکل لومړنۍ مینه به هغه د ګناه د ژورو ویجاړوونکو اغېزو په اړه وپوهوي. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
سورن کی یرکګارډ هیلهمن شو چې تر بښل کېدو وروسته هېڅوک بېرته خپلو ګناهونو ته نه ورګرځي او په همدې توګه هر هغه څوک چې واقعاً د ګناه په بښلو باور ولري خپل ژوند د بښنې د موجودیت پر وړاندې د یو اعتراض په توګه نه تېروي. هغه دې ټکې ته په اشاره وویل مخکې له دې چې قیصر د کاتو د بښنې فرصت ولري هغه ځانوژنه وکړه. دا د بښنې د نه ترلاسه کولو ډار ویجاړوونکی دی. اډېنا اېچ. هونګ په ۱۹۸۴ کال کې په خپل کتاب کې له کی یرکګارډ څخه نقل قول وکړ او ويې لیکل بښنه یوه اغېزه او همدارنګه یوه مهرباني ده او کی یرکګارډ په ۱۸۴۷ کال کې د بښنې په اړه داسې ولیکل. په ۱۹۵۴ کال کې سمویل باربر د کی یرکګارډ دعا، «جنتي پلاره! زموږ ګناهونه زموږ پر وړاندې مه دروه بلکې موږ زموږ د ګناهونو پر وړاندې ودروه تر څو ستا په فکر کې وو او دا فکر زموږ په روح کې راژوندی کړه او هر کله چې دا فکر په موږ کې راویښيږي موږ ته ستا بښنه رایاده کړي نه هغه خطا چې موږ تر سره کړې او دا چې موږ څه ډول بې لارې شوي وو او تا څه ډول موږ سمې لارې ته هدایت کړو!» ته موسیقي جوړه کړه. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
سرچينې
سمول- ↑ Brink, Lars; Lund, Jørn; Heger, Steffen; Jørgensen, J. Normann (1991). Den Store Danske Udtaleordbog. Copenhagen: Munksgaard. ISBN 8716066499.
- ↑ کينډۍ:Britannica.
- ↑ Swenson, David F. Something About Kierkegaard, Mercer University Press, 2000.
- ↑ Kierkegaard, Søren (1849), "A New View of the Relation Pastor–Poet in the Sphere of Religion", JP VI 6521 Pap. X2 A 157,
Christianity has of course known very well what it wanted. It wants to be proclaimed by witnesses—that is, by persons who proclaim the teaching and also existentially express it. The modern notion of a pastor as it is now is a complete misunderstanding. Since pastors also presumably should express the essentially Christian, they have quite rightly discovered how to relax the requirement, abolish the ideal. What is to be done now? Yes, now we must prepare for another tactical advance. First a detachment of poets; almost sinking under the demands of the ideal, with the glow of a certain unhappy love they set forth the ideal. Present-day pastors may now take second rank. These religious poets must have the particular ability to do the kind of writing that helps people out into the current. When this has happened, when a generation has grown up that from childhood on has received the pathos-filled impression of an existential expression of the ideal, the monastery and the genuine witnesses of the truth will both come again. This is how far behind the cause of Christianity is in our time. The first and foremost task is to create pathos, with the superiority of intelligence, imagination, penetration, and wit to guarantee pathos for the existential, which 'the understanding' has reduced to the ludicrous.
. - ↑ Gardiner 1969.
- ↑ Emanuel, Swedenborg The Soul, or Rational Psychology translated by Tafel, J. F. I. 1796–1863
- ↑ Eighteen Upbuilding Discourses, Hong trans., pp. 332ff (The Thorn in the Flesh).
- ↑ Søren Kierkegaard 1846, Concluding Unscientific Postscript to Philosophical Fragments, Hong pp. 310–311.
- ↑ Concluding Unscientific Postscript to Philosophical Fragments, A Mimical-Pathetic-Dialectical Compilation an Existential Contribution Volume I, by Johannes Climacus, edited by Soren Kierkegaard, 1846 – Edited and Translated by Howard V. Hong and Edna H. Hong 1992 Princeton University Press pp. 9–10.
- ↑ Duncan 1976.
- ↑ Concluding Unscientific Postscript to Philosophical Fragments, Hong trans., pp. 15–17, 555–610 Either/Or Vol II, pp. 14, 58, 216–217, 250.
- ↑ Ostenfeld & McKinnon 1972.
- ↑ Point of View by Lowrie, p. 41, Practice in Christianity, Hong trans., 1991, Chapter VI, pp. 233ff, Søren Kierkegaard 1847 Upbuilding Discourses in Various Spirits, Hong pp. 225–226, Works of Love IIIA, pp. 91ff.
- ↑ Howland 2006.
- ↑ Soren Kierkegaard, Works of Love, 1847 Hong 1995 p. 283.
- ↑ Concluding Unscientific Postscript, Hong trans., 1992, p. 131.
- ↑ Philosophical Fragments and Concluding Postscript both deal with the impossibility of an objectively demonstrated Christianity, also Repetition, Lowrie 1941 pp. 114–115, Hong pp. 207–211.
- ↑ Stewart, Jon (ed.) Kierkegaard's Influence on Philosophy, Volume 11, Tomes I–III. Ashgate, 2012.
- ↑ Stewart, Jon (ed.) Kierkegaard's Influence on Theology, Volume 10, Tomes I–III. Ashgate, 2012.
- ↑ Stewart, Jon (ed.) Kierkegaard's Influence on Literature and Criticism, Social Science, and Social-Political Thought, Volumes 12–14. Ashgate, 2012.
- ↑ Bukdahl, Jorgen (2009). Soren Kierkegaard and the Common Man. Eugene, Oregon: Wipf and Stock Publishers. p. 46. ISBN 978-1606084663.
- ↑ Johannes Climacus by Søren Kierkegaard, p. 17
- ↑ Gabriel, Merigala (2010). Subjectivity and Religious Truth in the Philosophy of Søren Kierkegaard. Macon, Georgia: Mercer University Press. p. 9. ISBN 978-0881461701.
- ↑ Dorrien 2012, p. 13
- ↑ Green, Ronald Michael (1992). Kierkegaard and Kant: The Hidden Debt. SUNY Press. p. 2. ISBN 978-0791411070.
- ↑ "See David F. Swenson's 1921 biography of SK, pp. 2, 13". Lawerence, Kan., etc. نه اخيستل شوی 17 July 2013.
- ↑ Either/Or Part I Swenson, 1944, 1959 pp. 1967ff Concluding Unscientific Postscript, Hong trans., pp. 72ff
- ↑ Kierkegaard's indebtedness to the Anti-Enlightenment author is explained in this book by Smith G Hamann 1730–1788 A Study In Christian Existence (1960) by Ronald Gregor Smith
- ↑ Either/Or Part I title page, Stages on Life's Way, pp. 150, 216, 339
- ↑ Glimpses and Impressions of Kierkegaard, Thomas Henry Croxall, James Nisbet & Co 1959 p. 51 The quote came from Henriette Lund's Recollections of Søren Kierkegaard written in 1876 and published in 1909 Søren was her uncle. http://catalog.hathitrust.org/Record/001396450
- ↑ The Point of View of My Work as An Author: A Report to History by Søren Kierkegaard, written in 1848, published in 1859 by his brother Peter Kierkegaard Translated with introduction and notes by Walter Lowrie, 1962, Harper Torchbooks, pp. 48–49
- ↑ Hohlenberg, Johannes (1954). Søren Kierkegaard. Translated by T.H. Croxall. Pantheon Books. OCLC 53008941.
- ↑ Watkin 2000
- ↑ Gabriel, Merigala (2010). Subjectivity and Religious Truth in the Philosophy of Søren Kierkegaard. Macon, Georgia: Mercer University Press. p. 9. ISBN 978-0881461701.
- ↑ Garff 2005
- ↑ Outstanding Christian Thinkers, Soren Kierkegaard 1997 pp. 8ff – Watkin taught philosophy at University of Tasmania and ran The Kierkegaard Research Center
- ↑ Papers VI B 13 n.d 14–145, Søren Kierkegaard Works of Love, Hong p. 380 (1848), Concluding Unscientific Postscript, Hong pp. 226ff, Sickness Unto Death, Hannay pp. 154ff
- ↑ Caesar did many an illustrious deed, but even if nothing were preserved but one single statement he is supposed to have made, I would admire him. After Cato committed suicide, Caesar is supposed to have said, "There Cato wrested from me my most beautiful victory, for I would have forgiven him." Stages on Life's Way, Hong pp. 384, 481–485 he wrote more about this in 1847 and linked forgiveness to self-denial.
In eternity you will not be asked how large a fortune you are leaving behind—the survivors ask about that; or about how many battles you won, about how sagacious you were, how powerful your influence—that after all, becomes your reputation for posterity. No, eternity will not ask about what worldly things you leave behind you in the world. But it will ask about what riches you have gathered in heaven, about how often you conquered your own mind, about what control you have exercised over yourself or whether you have been a slave, about how often you have mastered yourself in self-denial or whether you have never done so, about how often you in self-denial have been willing to make a sacrifice for a good cause or whether you were never willing, about how often you in self-denial have forgiven your enemy, whether seven times or seventy times seven times, about how often you have suffered, not for your own sake, for your own selfish interests' sake, but what you in self-denial have suffered for God's sake. Søren Kierkegaard 1847 Upbuilding Discourses in Various Spirits, Hong pp. 223–224
- ↑ Johann Goethe was also very much interested in suicide and wrote about it in his autobiography where he described external methods used for committing suicide ("Suicide" from The Auto-biography of Goethe).
- ↑ Edna Hong, Forgiveness is a Work as Well as a Grace, 1984 Augsburg Publishing House p. 58.
- ↑ Søren Kierkegaard 1847 Upbuilding Discourses in Various Spirits, Hong, pp. 246–247.
- ↑ Søren Kierkegaard Works of Love, 1847 Hong pp. 342–344, 384–385.