آزادي پالنه
آزادي پالنه (فرانسوي ژبه: Libertaire يانې آزادي پاله؛ په لاتین کې: Libertas یعنې آزادي) یوه سیاسي فلسفه ده چې له آزادي څخه د یوه اصلي ارزښت په توګه ملاتړ کوي. آزادي غوښتونکي د دې په لټه کې دي، ترڅو پر آزاده ټولنه، د ټاکنې پر آزادۍ، انفرادیت او پر داوطلبانه ټولنې د ټینګار له لارې، سیاسي خپلواکي او آزادي، اعظمي حد او دولت ټیټ حد ته ورسوي. آزادي غوښتونکي د دولتي ځواک او واک په هکله شک لري، خو ځینې آزادي غوښتونکي بیا د شته سیاسي او اقتصادي نظامونو سره د خپلو مخالفتونو په دائره کې د نظر اختلاف لري. د آزادي پالونکو بېلابېل فکري مکتبونه د دولتي او خصوصي ځواک د مشروع کارونو په هکله د لیدلورو اوږده لړۍ وړاندې کوي چې ډېری یې د جبري ټولنیزو نهادونو د محدودولو یا منحلولو غوښتونکي دي. د آزادي پالنې د بېلابېلو ډولونو د توپیر پېژندلو لپاره بېلابېلې طبقه بندۍ ترسره شوې دي. څېړونکي د ملکیت او شتمني په اړه د آزادي پالنې نظرونه معمولاً د کین – ښي او سوسیالیسټي – سرمایه داري کرښو په توګه پېژني.[۱][۲][۳][۴][۵]
اغېزمن شوی له |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
برخې |
---|
آزادي پالنه د کین اړخه سیاستونو د یوې بڼې په توګه د بېلګې په ډول د استبداد ضد او دولت ضد سوسیالیستان لکه انارشیستانو، په ځانګړې توګه ټولنیز انارشیستان، خو په ټولیز ډول، کمونیسټانو/مارکسیسټانو او آزادي غوښتونکو سوسیالیسټانو څخه سرچېنه واخیسته. دا آزادي غوښتونکي د سرمایه دارۍ او د تولیدي وسایلو د خصوصي ملکیت د لغوه کولو، یا هم د عام یا کوپراټیف ملکیت او مدیریت په ګټه د ملکیتي معیارونو د کارونې محدودولو په هڅه کې دي، او خصوصي ملکیت ته د آزادي او خپلواکي پر وړاندې د یو خنډ په توګه ګوري. د آنارشیسټي نظریې مکتبونه، د آزادي پالنې کین اړخه آیډیالوژي ګانو په ګډون، د ډېرو نورو پدرګرایي ضد او نوي کین اړخه فکري مکتبونو په څنګ کې دي، چې د اقتصادي برابرتیا او همدارنګه جغرافیوي آزادي پالنې، شین سیاست، په بازار متمرکز کېن اړخه آزادي پالنې او د اشتاینر-والنټاین مکتب پر سر سره متمرکز شوي دي.[۶][۷][۸][۹][۱۵][۱۹][۲۴]
د شلمې پېړۍ په منځ کې، د آنارکوکاپیتالیزم او مینارکیزم ښي اړخه آزادي غوښتونکو پلویانو د لیبرتاریان یا آزادي پالنې اصطلاح د آزادې سرمایه دارۍ او د خصوصي ملکیت پیاوړو حقونو لکه د ځمکې، زیربناوو او طبیعي منابعو څخه د ملاتړ لپاره وټاکله. دا وروستنۍ یې په متحده ایالتونو کې د آزادي پالنې غالب شکل دی، چېرې چې د مدني آزادیو، د طبیعت قانون، د آزاد بازار له سرمایه داري او د عصري هوسا دولت له بېرته ګرځېدو څخه ملاتړ کوي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۵]
عمومي کتنه
سمولرېښه
سمولد آزادي پالنې له اصطلاح څخه لومړنۍ ثبت شوې ګټه اخیستنه، په ۱۷۸۹ز کال کې وه، کله چې ویلیام بېلشام د مېتافزیک په زمینه کې د آزادي پالنې په هکله ولیکل. د ۱۷۹۶ز کال په لومړیو کې، لېبرټارین، په ځانګړې توګه په سیاسي او ټولنیزو ساحو کې، د آزادي مدافع یا دفاع کوونکي په مانا وو، کله چې د لندن کڅوړې د فبرورۍ په دولسمه دا جمله خپره کړه: «په دې وروستیو کې ۴۵۰ فرانسوي آزادي پالان د برېسټول له زندان څخه راووتل». بل ځل په ۱۸۰۲ز کال کې د «ګبېر لیکونکي» د انتقادي شعر په یوه لنډه ټوټه کې په سیاسي احساس وکارول شوه او له هغه وخته راهیسې په دې معنا کارول کېږي.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
د لېبرټارین اصطلاح د سیاسي موقعیتونو نوې لړۍ د توصیف لپاره د لېبرتایره (libertaire) فرانسوي ریښې پورې تړاو لري، چې په ۱۸۵۷ز کال کې فرانسوي آزادي پالونکي ژوزف دژاک، په یوه لیک کې پېره – ژوزف پرودون ته ولیکله. دژاک هم دا اصطلاح د خپلې انارشیسټي خپرندویې، Le Libertaire, Journal du movement social یا (آزادي پالونکي: د ټولنیز خوځښت ژورنال) لپاره وکاروله، چې د ۱۸۵۸ ز د جون له ۹مې څخه د ۱۸۶۱ز کال د فبرورۍ تر ۴مې په نیو یارک ښار کې خپرېده. سباسټین فوره، یو بل آزادي غوښتونکي فرانسوي کمونیسټ، د ۱۸۹۰مې لسیزې په منځ کې د نوې Le Libertaire په خپرونې پیل وکړ، په داسې حال کې چې د فرانسې دریم جمهوریت په اصطلاح له شره ډک (Lois scélérates) قوانین نافذ کړل چې له مخې یې په فرانسه کې انارشیسټي خپرونې بندې شوې. له دې وخته راهیسې د آزادي پالنې اصطلاح په مکرر ډول آنارشیزم او آزادي پاله سوسیالیزم ته د اشارې لپاره کارول شوې.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]
په متحده ایالاتو کې، د آزادي پالنې اصطلاح د ۱۸۷۰مې ز لسیزې په وروستیو او د ۱۸۸۰مې ز لسیزې په لومړیو کې د فردپلوه آنارشیسټ بنیامین ټکر لخوا مشهوره شوه. لیبرتاریانیزم د لیبرالیزم د مترادفې اصطلاح په توګه د ۱۹۵۵ز کال په مې میاشت کې د لیکونکي دین راسل له لوري، چې د لئونارډ ریډ همکار او په خپله یو لېبرال وو، دود شوه. راسل د دې اصطلاح ټاکنه داسې توجیه کړه:
موږ ډېری ځانو ته «لېبرال» وایو او دا سمه ده چې د لېبرال کلمه یو وخت د هغو کسانو د توصیف لپاره کارول کېده چې افرادو ته به یې درناوی کاوه او د ډله ییزو مجبوریتونو له کارونې څخه یې ویره لرله. خو کین اړخي اوس دا ټکی، چې یو وخت له ویاړه ډک وو، پر شتمنیو د دولت ډېر مالکیت او پر خلکو د ډېر کنټرول لپاره د خپل ځان او پروګرام د پېژندنې لپاره خرابه کړې ده. په پایله کې، زموږ له ډلې هغه کسان چې په آزادي باور لري باید په ډاګه کړي، کله چې ځان ته لېبرالان وایو، زموږ موخه د کلاسیک نافاسد احساس څخه دی. په غوره توګه هم، دا یو عجیب حالت او د غلط فهمۍ لامل دی. دا یوه سپارښتنه ده: زموږ له ډلې هغه کسانو ته اجازه ورکړئ چې د آزادۍ نښې سره مینه لري او د «آزادي غوښتونکي» ښه او عزتمند ټکی خپل ځان لپاره کارونې ته وساتو.[۵۰][۵۱][۵۲]
وروسته، په کلاسیک لېبرال باور لرونکو آمریکایانو مخ په زیاتېدونکي شمېر خپل ځانونه د آزادي پالانو په توګه توصیف کړل. یو کس چې په دې معنا د آزادي پالنې د اصطلاح د رواجولو مسئول وو، مورای روتبارد وو چې په ۱۹۶۰مې ز لسیزې کې یې د آزادي پالنې کارونو په خپرولو پیل وکړ. روتبارد د کلمو دا عصري کارونه په ښکاره توګه د خپلو دښمنانو د «تسخیر» په توګه توصیف کړه او ویې لیکل چې: «زما په یاد کې د لومړي ځل لپاره، موږ، (زموږ خوا) له دښمن څخه یو مهم ټکی تسخیر کړی وو. (آزادي پالان) د ډېر وخت راهیسې یوازې د کین اړخه آنارشیسټانو لپاره یوه ادبي کلمه وه، یعنې د هغو آنارشیسټانو لپاره چې د خصوصي ملکیت ضد وو، هغه که کمونیسټان وو که سنډیکالیسټان. خو اوس دا کلمه موږ ترې خپله کړې ده».[۵۳][۵۴][۵۵]
په ۱۹۷۰مه ز لسیزه کې، رابرټ نوزیک له دې اصطلاح څخه یې له آمریکا څخه بهر په علمي او فلسفي حلقو کې د دې اصطلاح د دودولو مسئول وو، په ځانګړې توګه د سوسیال لېبرال جان راول د عدالت نظریې (۱۹۷۱ز کالي) کتاب په ځواب کې د آنارشي، دولت او یوټوپیا (۱۹۷۴) کتاب خپور کړ. په دې کتاب کې، نوزیک د یو کم حالت سپارښتنه په دې دلیل وکړه چې دا یوه اجتناب نه کېدونکې پدیده ده چې کولی شي، فردي حقونو ته له زیان پرته جوړه شي.[۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]
په متحده ایالاتو کې د لېبرال او محافظه کار عامو معناوو ته په کتو سره، آزادي پالنه په متحده ایالتونو کې په اقتصادي مسئلو (اقتصادي لېبرالیزم او مالي محافظه کاري) او په شخصي آزادي کې د لېبرال (مدني آزادي پالنه او کلتوري لېبرالیزم) په توګه توصیف شوې ده. ډېری د نه لاسوهنې بهرنۍ پالیسي سره تړاو لري.[۶۱]
پېژند
سمولکه څه هم آزادي پالنه د کین اړخو سیاستونو د یوې بڼې په توګه رامنځته شوه، خو د شلمې پېړۍ په منځ کې په آمریکا کې د عصري آزادي پالنې پراختیا، څو لیکونکي او د سیاسي علومو شنونکي دې ته اړ کړل چې د ملکیت او شتمنۍ د طبیعت په هکله د آزادي پالنې د لیدلورو لپاره له دوه یا ډېرو طبقه بندیو ګټه واخلي. معمولاً د کین – ښي اړخو او سوسیالیسټ – سرمایه داري کرښو په لړ کې، د ښي اړخو آزادي غوښتونکو په خلاف، چې هغوی دا نوم یې له محافظه کارۍ او ښي اړخي سیاست سره د اړیکې له امله ردوي او خپل ځان ته یوازې د آزادي پالانو نوم ورکوي. په متحده ایالاتو کې د سرمایه دارۍ ضد آزاد مارکېټ پلویان په شعوري ډول ځان ښي اړخي آزادي پالان بولي او خپل ځان د پراخه کین اړخي آزادي پالنې له ډلې ګڼي.[۶۲][۶۳][۶۴]
سرچينې
سمول- ↑ Boaz, David (30 January 2009). "Libertarianism". Encyclopædia Britannica. “[L]ibertarianism, political philosophy that takes individual liberty to be the primary political value.”
- ↑ Woodcock, George (2004) [1962]. Anarchism: A History of Libertarian Ideas and Movements. Peterborough: Broadview Press. p. 16. ISBN 978-1551116297.
[F]or the very nature of the libertarian attitude—its rejection of dogma, its deliberate avoidance of rigidly systematic theory, and, above all, its stress on extreme freedom of choice and on the primacy of the individual judgement کينډۍ:Sic.
- ↑ Francis, Mark (December 1983). "Human Rights and Libertarians". Australian Journal of Politics & History. 29 (3): 462–472. doi:10.1111/j.1467-8497.1983.tb00212.x. ISSN 0004-9522.
- ↑ Long, Joseph. W (1996). "Toward a Libertarian Theory of Class". Social Philosophy and Policy. 15 (2): 310. "When I speak of 'libertarianism' [...] I mean all three of these very different movements. It might be protested that LibCap [libertarian capitalism], LibSoc [libertarian socialism] and LibPop [libertarian populism] are too different from one another to be treated as aspects of a single point of view. But they do share a common—or at least an overlapping—intellectual ancestry."
- ↑ Carlson, Jennifer D. (2012). "Libertarianism". In Miller, Wilburn R., ed. The Social History of Crime and Punishment in America. London: Sage Publications. p. 1006 Archived 30 September 2020 at the Wayback Machine.. ISBN 1412988764. "There exist three major camps in libertarian thought: right-libertarianism, socialist libertarianism, and left-libertarianism; the extent to which these represent distinct ideologies as opposed to variations on a theme is contested by scholars."
- ↑ Long, Roderick T. (2012). "The Rise of Social Anarchism". In Gaus, Gerald F.; D'Agostino, Fred, eds. The Routledge Companion to Social and Political Philosophy. p. 223 Archived 30 September 2020 at the Wayback Machine.. "In the meantime, anarchist theories of a more communist or collectivist character had been developing as well. One important pioneer is French anarcho-communist Joseph Déjacque (1821–1864), who [...] appears to have been the first thinker to adopt the term 'libertarian' for this position; hence 'libertarianism' initially denoted a communist rather than a free-market ideology."
- ↑ Long, Roderick T. (2012). "Anarchism". In Gaus, Gerald F.; D'Agostino, Fred, eds. The Routledge Companion to Social and Political Philosophy. p. 227 Archived 30 September 2020 at the Wayback Machine.. "In its oldest sense, it is a synonym either for anarchism in general or social anarchism in particular."
- ↑ Rothbard, Murray (2009) [2007]. The Betrayal of the American Right (PDF). Mises Institute. p. 83. ISBN 978-1610165013. Archived (PDF) from the original on 21 December 2019. نه اخيستل شوی 10 November 2019.
One gratifying aspect of our rise to some prominence is that, for the first time in my memory, we, 'our side,' had captured a crucial word from the enemy. 'Libertarians' had long been simply a polite word for left-wing anarchists, that is for anti-private property anarchists, either of the communist or syndicalist variety. But now we had taken it over.
- ↑ Marshall, Peter (2009). Demanding the Impossible: A History of Anarchism. p. 641 Archived 30 September 2020 at the Wayback Machine.. "For a long time, libertarian was interchangeable in France with anarchism but in recent years, its meaning has become more ambivalent. Some anarchists like Daniel Guérin will call themselves 'libertarian socialists', partly to avoid the negative overtones still associated with anarchism, and partly to stress the place of anarchism within the socialist tradition. Even Marxists of the New Left like E. P. Thompson call themselves 'libertarian' to distinguish themselves from those authoritarian socialists and communists who believe in revolutionary dictatorship and vanguard parties."
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedKymlicka
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedSpitz
- ↑ "Anarchism". In Gaus, Gerald F.; D'Agostino, Fred, eds. (2012). The Routledge Companion to Social and Political Philosophy. p. 227. "The term 'left-libertarianism' has at least three meanings. In its oldest sense, it is a synonym either for anarchism in general or social anarchism in particular. Later it became a term for the left or Konkinite wing of the free-market libertarian movement, and has since come to cover a range of pro-market but anti-capitalist positions, mostly individualist anarchist, including agorism and mutualism, often with an implication of sympathies (such as for radical feminism or the labor movement) not usually shared by anarcho-capitalists. In a third sense it has recently come to be applied to a position combining individual self-ownership with an egalitarian approach to natural resources; most proponents of this position are not anarchists."
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedVallentyne
- ↑ Carson, Kevin (15 June 2014). "What is Left-Libertarianism?" Archived 3 September 2019 at the Wayback Machine.. Center for a Stateless Society. Retrieved 28 November 2019.
- ↑ [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedGoodway
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedMarshall p. 641
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedNewman
- ↑ [۱۰][۱۶][۱۷][۱۱][۱۸]
- ↑ Kropotkin, Peter (1927). Anarchism: A Collection of Revolutionary Writings. Courier Dover Publications. p. 150. ISBN 978-0486119861.
It attacks not only capital, but also the main sources of the power of capitalism: law, authority, and the State.
- ↑ Otero, Carlos Peregrin (2003). "Introduction to Chomsky's Social Theory". In Otero, Carlos Peregrin (ed.). Radical Priorities. Chomsky, Noam Chomsky (3rd ed.). Oakland, California: AK Press. p. 26. ISBN 1902593693.
- ↑ Chomsky, Noam (2003). Carlos Peregrin Otero (ed.). Radical Priorities (3rd ed.). Oakland, California: AK Press. pp. 227–228. ISBN 1902593693.
- ↑ Carlson, Jennifer D. (2012). "Libertarianism". In Miller, Wilbur R. The Social History of Crime and Punishment in America: An Encyclopedia. SAGE Publications. p. 1006 Archived 21 December 2019 at the Wayback Machine.. "[S]ocialist libertarians view any concentration of power into the hands of a few (whether politically or economically) as antithetical to freedom and thus advocate for the simultaneous abolition of both government and capitalism".
- ↑ [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
- ↑ Rothbard, Murray (2009) [2007]. The Betrayal of the American Right (PDF). Mises Institute. p. 83. ISBN 978-1610165013. Archived (PDF) from the original on 21 December 2019. نه اخيستل شوی 10 November 2019.
One gratifying aspect of our rise to some prominence is that, for the first time in my memory, we, 'our side,' had captured a crucial word from the enemy. 'Libertarians' had long been simply a polite word for left-wing anarchists, that is for anti-private property anarchists, either of the communist or syndicalist variety. But now we had taken it over.
- ↑ Fernandez, Frank (2001). Cuban Anarchism. The History of a Movement. Sharp Press. p. 9 Archived 13 January 2016 at the Wayback Machine.. "Thus, in the United States, the once exceedingly useful term 'libertarian' has been hijacked by egotists who are in fact enemies of liberty in the full sense of the word."
- ↑ Hussain, Syed B. (2004). Encyclopedia of Capitalism, Volume 2. New York: Facts on File Inc. p. 492. ISBN 0816052247. Archived from the original on 30 September 2020. نه اخيستل شوی 31 October 2015.
In the modern world, political ideologies are largely defined by their attitude towards capitalism. Marxists want to overthrow it, liberals to curtail it extensively, conservatives to curtail it moderately. Those who maintain that capitalism is an excellent economic system, unfairly maligned, with little or no need for corrective government policy, are generally known as libertarians.
- ↑ ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ Carlson, Jennifer D. (2012). "Libertarianism". In Miller, Wilburn R., ed. The Social History of Crime and Punishment in America. London: Sage Publications. p. 1006 Archived 21 December 2019 at the Wayback Machine.. ISBN 1412988764.
- ↑ Rothbard, Murray (1 March 1971). "The Left and Right Within Libertarianism" Archived 1 November 2020 at the Wayback Machine.. WIN: Peace and Freedom Through Nonviolent Action. 7 (4): 6–10. Retrieved 14 January 2020.
- ↑ Miller, Fred (15 August 2008). "Natural Law". The Encyclopedia of Libertarianism.
- ↑ Boaz, David (12 April 2019). "Key Concepts of Libertarianism". Cato Institute. Archived from the original on 3 April 2012. نه اخيستل شوی 20 December 2019.
- ↑ "What Is Libertarian". Institute for Humane Studies. Archived from the original on 1 February 2017. نه اخيستل شوی 20 December 2019.
- ↑ Baradat, Leon P. (2015). Political Ideologies. Routledge. p. 31. ISBN 978-1317345558.
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedMarshall p. 565
- ↑ [۱۶][۱۸][۳۴][۲۸]
- ↑ William Belsham (1789). Essays. C. Dilly. p. 11. Archived from the original on 11 April 2021. نه اخيستل شوی 26 October 2020Original from the University of Michigan, digitized 21 May 2007
{{cite book}}
: ساتل CS1: پوسټسکريپټ (link) - ↑ The British Critic. p. 432. "The author's Latin verses, which are rather more intelligible than his English, mark him for a furious Libertarian (if we may coin such a term) and a zealous admirer of France, and her liberty, under Bonaparte; such liberty!"
- ↑ Seeley, John Robert (1878). Life and Times of Stein: Or Germany and Prussia in the Napoleonic Age. Cambridge: Cambridge University Press. 3: 355.
- ↑ Maitland, Frederick William (July 1901). "William Stubbs, Bishop of Oxford". English Historical Review. 16[.3]: 419.
- ↑ OED November 2010 edition
- ↑ Déjacque, Joseph (1857). "De l'être-humain mâle et femelle–Lettre à P.J. Proudhon" Archived 17 September 2019 at the Wayback Machine. (in French).
- ↑ Marshall, Peter (2009). Demanding the Impossible: A History of Anarchism. p. 641. "The word 'libertarian' has long been associated with anarchism, and has been used repeatedly throughout this work. The term originally denoted a person who upheld the doctrine of the freedom of the will; in this sense, Godwin was not a 'libertarian', but a 'necessitarian'. It came however to be applied to anyone who approved of liberty in general. In anarchist circles, it was first used by Joseph Déjacque as the title of his anarchist journal Le Libertaire, Journal du Mouvement Social published in New York in 1858. At the end of the last century, the anarchist Sebastien Faure took up the word, to stress the difference between anarchists and authoritarian socialists".
- ↑ Robert Graham, ed. (2005). Anarchism: A Documentary History of Libertarian Ideas. Vol. One: From Anarchy to Anarchism (300 CE–1939). Montreal: Black Rose Books. §17.
- ↑ Woodcock, George (1962). Anarchism: A History of Libertarian Ideas and Movements. Meridian Books. p. 280. "He called himself a "social poet," and published two volumes of heavily didactic verse—Lazaréennes and Les Pyrénées Nivelées. In New York, from 1858 to 1861, he edited an anarchist paper entitled Le Libertaire, Journal du Mouvement Social, in whose pages he printed as a serial his vision of the anarchist Utopia, entitled L'Humanisphére."
- ↑ Mouton, Jean Claude. "Le Libertaire, Journal du mouvement social". Archived from the original on 16 May 2011. نه اخيستل شوی 7 March 2009.
- ↑ Nettlau, Max (1996). A Short History of Anarchism. London: Freedom Press. p. 162. ISBN 978-0900384899. OCLC 37529250.
- ↑ Ward, Colin (2004). Anarchism: A Very Short Introduction Archived 13 January 2016 at the Wayback Machine.. Oxford: Oxford University Press. p. 62. "For a century, anarchists have used the word 'libertarian' as a synonym for 'anarchist', both as a noun and an adjective. The celebrated anarchist journal Le Libertaire was founded in 1896. However, much more recently the word has been appropriated by various American free-market philosophers [...]."
- ↑ Chomsky, Noam (23 February 2002). "The Week Online Interviews Chomsky". Z Magazine. Z Communications. Archived from the original on 13 January 2013. نه اخيستل شوی 21 November 2011.
The term libertarian as used in the US means something quite different from what it meant historically and still means in the rest of the world. Historically, the libertarian movement has been the anti-statist wing of the socialist movement. Socialist anarchism was libertarian socialism.
- ↑ Comegna, Anthony; Gomez, Camillo (3 October 2018). "Libertarianism, Then and Now" Archived 3 August 2020 at the Wayback Machine.. Libertarianism. Cato Institute. "[...] Benjamin Tucker was the first American to really start using the term 'libertarian' as a self-identifier somewhere in the late 1870s or early 1880s." Retrieved 3 August 2020.
- ↑ Russell, Dean (May 1955). "Who Is A Libertarian?". The Freeman. Foundation for Economic Education. 5 (5). Archived from the original on 26 June 2010. نه اخيستل شوی 6 March 2010.
- ↑ Russel Dean (May 1955). "Who Is A Libertarian" Archived 28 November 2019 at the Wayback Machine.. Foundation for Economic Education. Retrieved 28 November 2019.
- ↑ Tucker, Jeffrey (15 September 2016). "Where Does the Term "Libertarian" Come From Anyway?" Archived 23 February 2020 at the Wayback Machine.. Foundation for Economic Education. Retrieved 28 November 2019.
- ↑ Paul Cantor, The Invisible Hand in Popular Culture: Liberty Vs. Authority in American Film and TV, University Press of Kentucky, 2012, p. 353, n. 2.
- ↑ Fernandez, Frank (2001). Cuban Anarchism. The History of a Movement. Sharp Press. p. 9 Archived 13 January 2016 at the Wayback Machine.. "Thus, in the United States, the once exceedingly useful term 'libertarian' has been hijacked by egotists who are in fact enemies of liberty in the full sense of the word."
- ↑ Rothbard, Murray (2009) [2007]. The Betrayal of the American Right (PDF). Mises Institute. p. 83. ISBN 978-1610165013. Archived (PDF) from the original on 21 December 2019. نه اخيستل شوی 10 November 2019.
One gratifying aspect of our rise to some prominence is that, for the first time in my memory, we, 'our side,' had captured a crucial word from the enemy. 'Libertarians' had long been simply a polite word for left-wing anarchists, that is for anti-private property anarchists, either of the communist or syndicalist variety. But now we had taken it over.
- ↑ Carlson, Jennifer D. (2012). "Libertarianism". In Miller, Wilburn R., ed. The Social History of Crime and Punishment in America. London: Sage Publications. p. 1006 Archived 21 December 2019 at the Wayback Machine.. ISBN 1412988764.
- ↑ Lester, J. C. (22 October 2017). "New-Paradigm Libertarianism: a Very Brief Explanation" Archived 6 July 2018 at the Wayback Machine.. PhilPapers. Retrieved 26 June 2019.
- ↑ Teles, Steven; Kenney, Daniel A. (2008). "Spreading the Word: The diffusion of American Conservatism in Europe and beyond". In Steinmo, Sven. Growing Apart?: America and Europe in the 21st Century Archived 13 January 2016 at the Wayback Machine. Growing Apart?: America and Europe in the Twenty-first Century]. Cambridge University Press. pp. 136–169.
- ↑ "National Book Award: 1975 – Philosophy and Religion" (1975). National Book Foundation. Retrieved 9 September 2011. Archived 9 September 2011 at the Wayback Machine.
- ↑ Schaefer, David Lewis (30 April 2008). "Robert Nozick and the Coast of Utopia" Archived 21 August 2014 at the Wayback Machine.. The New York Sun. Retrieved 26 June 2019.
- ↑ Boaz, David; Kirby, David (18 October 2006). "The Libertarian Vote" Archived 31 October 2019 at the Wayback Machine.. Cato Institute. Retrieved 10 February 2020.
- ↑ Long, Joseph. W (1996). "Toward a Libertarian Theory of Class". Social Philosophy and Policy. 15 (2): 310. "When I speak of 'libertarianism' [...] I mean all three of these very different movements. It might be protested that LibCap [libertarian capitalism], LibSoc [libertarian socialism] and LibPop [libertarian populism] are too different from one another to be treated as aspects of a single point of view. But they do share a common—or at least an overlapping—intellectual ancestry."
- ↑ Carlson, Jennifer D. (2012). "Libertarianism". In Miller, Wilburn R., ed. The Social History of Crime and Punishment in America. London: Sage Publications. p. 1006 Archived 30 September 2020 at the Wayback Machine.. ISBN 1412988764. "There exist three major camps in libertarian thought: right-libertarianism, socialist libertarianism, and left-libertarianism; the extent to which these represent distinct ideologies as opposed to variations on a theme is contested by scholars."
- ↑ "Anarchism". In Gaus, Gerald F.; D'Agostino, Fred, eds. (2012). The Routledge Companion to Social and Political Philosophy. p. 227.