Content deleted Content added
۷۲ کرښه:
 
--[[کارن:Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel|Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel]] 21:20, 26 می 2011 (UTC)
 
 
== د ويکيپېډيا په اړه ستاسې نظر ==
قدرمن کاڼی صيب السلام عليکم!
 
د ولادمير پوتين په اړه چې کومه ليکنه دلته ده په هغې کې تاسو ليکلي:
 
''د ټولو کاروونکو پاملرنه: له پښتو ویکیپېډیا نه خپله شخصي او انګرېزي ویکیپېډیا مه جوړوئ.''
 
د شخصي نه مو مطلب څرګند نه دی خو د انګرېزي نه دومره پوه شوم چې د پښتو ويکيپېډيا ډېرې داسې ليکنې دي چې په انګرېزي کې دي او بايد وژباړل شي. موږ تل هڅه کوو چې د انګرېزي ويکيپېډيا د ليکنو د معيار سره سم د پښتو ويکيپېډيا ليکنې هم پرمختللې کړو. د دې چارې لپاره دغه لاندينۍ موخې په نظر کې نيول کېږي:
 
# په پښتو ژبه د کره او پراخو سرچينو د نشتوالي پخاطر د انګرېزي ويکيپېډيا نه هغه بې پرې او بې طرفه ليکنې پښتو ته ژباړل کېږي چې ګټه يې ټولو ته وي.
# د سايسنس په ډګر کې د انګرېزي ويکيپېډيا د ليکنو نه ګټه اخيستل کېږي.
# د جغرافيايي سيمو په اړه مالومات هم د انګرېزي د ويکيپېډيا نه کاپي کېږي.
# د افغانستان اړونده مالومات بايد د افغاني بې طرفه منابعو نه راټول او بيا د يوې مقالې په توګه په ويکيپېډيا کې خپرې شي.
# زما په نظر د دينونو او فلسفې اړونده مالومات هم بايد بې پرې وي، چې لوستونکي ته د فکر کولو او بيا د خپل خوښې د دريځ ټاکلو موقع وربرابره کړي.
 
که چېرته تاسې د داسې کوم څه په اړه نيوکې او ګوتنيونې لرۍ چې هغه ستاسې په نظر کره او يا سم نه دي نو تاسو کولای شی چې د اړوندې موضوع د خبرواترو په مخ کې د بحثونو له لارې پېښې شوې ستونزې حل کړۍ. هېره دې نه وي چې پښتو ويکيپېډيا د هېچا شخصي پاڼه نه ده. دا د ټولو پښتنو ګډه پاڼه ده چې ټول په ګډه کولای شي چې د پوهې او علم په بېلابېلو برخو کې د مالوماتو په راټولولو سره يو هر اړخيز پوهنغونډ (دايرة المعارف) جوړ کړي.
 
--[[کارن:Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel|Ahmed-Najib-Biabani-Ibrahimkhel]] 18:00, 2 جون 2011 (UTC)