د "د افغان-انگرېز لومړۍ جگړه" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
و "د افغان-انګرېز لومړۍ جګړه" وژغورلی شو ([edit=autoconfirmed] (لامحدوده) [move=autoconfirmed] (لامحدوده))
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{کينډۍ:د افغانستان سرليکونه}}
[[د افغان ـ انګرېز لومړنۍ جګړه]] په کال ۱۸۴۲ زېږيز کې د برتانوي ـ هند لخوا په [[افغانستان]] باندې د يرغل په ترڅ کې پيل شوه . دا د نړۍ په تاریخونو کې د لويې لوبې په نوم ياده شوې او دا ځکه چې د ۱۹ مې پېړۍ د ځواک پر سر د ښکرورو دوو ځان منليو روسيې او امريکي ـ انګرېز لخوا په منځني اسيا باندې د خپل نفوض اچولو د سيالي په ترڅ کې توده شوه، خو په منځ کې ېې ډېر بې ګنا ولسونه ښکېل شول. او دا د ختيځې هندي کمپنۍ چې انګرېزانو ېې په پلمه هند او شاوخوا سيمې ونيولې اود خپل د لالچ له کبله د نفوض زياتولو پلانونه جوړول وغځوله . دانګرېزانو په تاريخ کې د افغان ـ انګرېز جګړو ته د انګرېز راج يا انګرېز قوت لپاره د يو ډېر لوی ګوزار په سترګه کتل شوی . کله چې امير دوست محمد خان په افغانستان کې پاچا شو ، شاه شجاع هند ته ولاړ او دا وخت انګرېزانو ته په افغانستان کې د مداخلې لاره برابره شوه. انګرېزانو د افغانستان اصلي وارث شاه شجاع ګاڼه ، او دا چې په هغه کې ېې خپلې ګټې ليدلې وې نوځکه ېې د مرستې ژمنې ورسره وکړې او راپه مخه ېې کړ . د ۱۸۳۹ زېږدي کال په اپرېل کې ېې په کندهار او د همدې کال د اګست په مياشت کې ېې په کابل کې د پاچا په توګه اعلان کړ . خو په زرګونو انګرېزان ورسره وه . شاه شجاع په نامه پاچا و ، ټولې چارې او واک و اختيار د انګرېزانو په لاس کې وه . دا وخت امير دوست محمد خان له څو تنو زامنو سره مزارشريف او بيا بخارا ته ولاړ .