د "عبدالروف بېنوا" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
۴ کرښه:
 
== د ختيځ نوښتګر ==
[[دوتنه:AbdulRaufBenawa.jpg|کيڼ|250px|بټنوک|عبدالروف بېنوا]]
فاضل استاد عبدالرووف بېنوا د افغانستان له څو ګوتو په شمار نوميالو پوهانوڅخه يو نوميالی دی چي افغاني ادب او ژبي ته ئې څه کم اويا درانه او علمي کتابونه په ميرات پريښودل او تر ډيري زمانې پوري به دده له څېړنو او پنځوونو څخه د ادب مينه وال ګټه او خوند اخلي ، ارواښاد د مرګ تر اخيري سلګۍ پوري د کتاب او قلم سره خپله ليونۍ مينه روانه وساتل او دمرګ پر بيستر لا هم د يو اثر په ليکلو بوخت و . دکاييناتو لوي خالق پرده خپل خدايي استعداد لورولی و او دده په خټه کي ئې د ليکلو او لوستلو مينه اخښلې وه ، له همدې وجي ده په خپل ډير کوچنيوالي کي زيات ديني علوم ولوستل او لا ځوانکی طالب وچي د شعر سره ئې يارانه ټنګه کړه او وده ئې پسي ورکړه ، چي بالاخره د افغانستان د ادبياتو پر اسمان هغه نه پنا کېدونکی ستوری سو چي رڼا به ئې تل ددغي سپېرې او خوار ځواکي خاوري پر تياره ټتر لمر غوندي ځليږي .