د "هبل تشیال لروین" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
د بابا ادم له پیدا کېدو څخه بیا تر کابو ۴۰۰ کاله مخکې پورې چې موږ د پینۍ (کاینات) په اړه څومره مالومات ترلاسه کړي، دا ټول د هغو کتنو پایلې وې چې انسانانو په لغړو سترګوسترگو (naked eye) کولې. ګالیلیوگالیلیو (Galileo) لومړنی کس وو چې په ۱۶۱۰ کې یې خپل لروین (ټلسکوپ) اسمان ته سیده کړ. د همدې لروین له برکته، د څېړلو لپاره یو نوی کاینات پیدا شو. موږ په دې وپوهېدو چې زحل اووه کړیانې لرلې. مشتري ډېرې سپوږمیانې لرلې. د اسمان په منځ کې لوګيلوگي (دود) ته ورته سیمه چې پخوانیو پښتنو به اسمانلار (Milky Way) بلل، نه کومه لاره او نه هم کومه وریځ وه، بلکې دا د بې‌شمېره ستورو یوه مجموعه را وختل. په یو څو کلونو کې، د کاینات په اړه زموږ نظر بدل شو؛ او په ساینس او ستورپوهنې دواړو کې یو ستر انقلاب را منځته شو.
 
له هغې وروسته پېړیو کې، لروینونو (ټلسکوپونو) نور پرمختګپرمختگ وکړ. هم د ځانګړتیا،ځانگړتیا، هم د ځواک او هم د کچ (size) له مخې. دا لروینونه د ښارونو له رڼا څخه لیرې او د هواوېجې (اټموسفیر) له خوپ څخه د شونتیا (امکان) تر بریده لوړ نصب شول. په دې کې یو کس ایډوین هبل (Edwin Hubble) نومېدی چې په ۱۹۲۰مو کلونو کې یې د هغه مهال تر ټولو لوی لروین په کلیفورنیا کې نصب کړی وو؛ او غوښتل یې چې زموږ له کهکشانه دباندې د نورو کهکشانونو په اړه څېړنې ترسره کړي.
 
وروسته [[ناسا]] (NASA) یو ډېر لوی لروین (ټلسکوپ) جوړ کړ او د همدې ستورپوه نوم یې پر کېښود. دا هبل [[تشیال]] لروین (Hubble Space Telescope, HST) نومېږي. هبل (Hubble) لومړنی او تر ټولو لوی لروین دی چې په تشیال (فضا) کې ځای پر ځای شوی دی. دا لروین په تشیال کې دومره لوړ دی چې غرونه، وریځې، د اټموسفیر خوپ او بل هیڅ شی د دې د نظارو مخه نه شي نیولای. ساینسپوهانو دا لروین د ډېرو لیرو ستورو، کهکشانونو او همدا ډول زموږ په لمریز غونډال کې د سیارو د لیدلو لپاره کارولی دی.
 
هبل تشیال لروین (Hubble Space Telescope, HST) په ۱۹۹۰ کې د ځمکې ټیټ چورلېځ (low Earth orbit) ته ولېږل شو؛ او تر اوسه لا کار ځنې اخیستل کېږي. د ګالیلیوگالیلیو د لروین راهیسې، تشیال (فضا) ته د هبل لېږل په ستورپوهنه کې تر ټولو ستر پرمختګپرمختگ بلل کېږي. هبل یو له ډېرو لویو او تر ټولو مهمو لروینونو څخه دی چې ستورپوهان د یوې ډېرې ګټورېگټورې څېړنیزې الې کار ځنې اخلي.
 
د هبل تشیال لروین (Hubble Space Telescope, HST) په اړه ځینې لنډ مالومات په لاندې ډول دي:
۲۵ کرښه:
هبل (Hubble) د خپلې زاویې د بدلولو لپاره د نیوټن له درېیم قانون څخه کار اخلي --- یانې خپلې اربې پر مخالف لور څرخوي. د اربو د څرخولو سرعت یې په یوه ساعت کې د دقیقې له عقربې سره برابر دی --- یانې په ۱۵ دقیقو کې ۹۰ درجې څرخي.
 
د هبل (Hubble) د نېغولو سموالی (pointing accuracy) ۰،۰۰۷ قوسي ثانیو (arc second) ته رسېږي. دا داسې مانا لري لکه یو څوک چې د اوسپنې پر یوه پنجي له ۳۲۱ کیلو مټره واټن څخه د لېزر وړانګهوړانگه وځلوي.
 
که زموږ د اټموسفیر خوپ نه وي، نو هبل (Hubble) کولای شي چې هغه ستورپوهنیز توکي (astronomical objects) هم وویني چې ګوټنگوټن کچ (angular size) یې ۰،۰۵ قوسي ثانیو (arc second) ته رسېږي. دا داسې مانا لري لکه یو څوک چې له کابل څخه په نیو یارک کې مچان ويني چې الوزي.
 
هبل (Hubble) هغه ځایونه هم لیدلي چې له ځمکې څخه تر ۱۳،۴ ملیارډ نوري کاله لا زیات لیرې دي.
۳۳ کرښه:
هبل (Hubble) تر ۲۰۰ ټیرا بايټه (TB) زیات ارشیف لري؛ او هر کال کابو ۱۰ ټیرا بايټه (TB) نوي مواد چمتو کوي.
 
هبل (Hubble) د لېږلو پر مهال ۱۱۱۱۰ کیلو ګرامهگرامه وزن درلود؛ او په ۲۰۰۹ کې د سرویس کولو تر وروستي ماموریت وروسته نن سبا ۱۲۲۴۷ کیلو ګرامهگرامه وزن لري --- یانې د دوو افریقايي پیلانو وزن لري.
 
د هبل (Hubble) اصلي هینداره ۲،۴ مټره بر لري.