هبل تشیال لروین

د بابا ادم له پیدا کېدو څخه بیا تر کابو ۴۰۰ کاله مخکې پورې چې موږ د پینۍ (کاینات) په اړه څومره مالومات ترلاسه کړي، دا ټول د هغو کتنو پایلې وې چې انسانانو په لغړو سترگو (naked eye) کولې. گالیلیو (Galileo) لومړنی کس وو چې په ۱۶۱۰ کې یې خپل لروین (ټلسکوپ) اسمان ته سیده کړ. د همدې لروین له برکته، د څېړلو لپاره یو نوی کاینات پیدا شو. موږ په دې وپوهېدو چې زحل اووه کړیانې لرلې. مشتري ډېرې سپوږمیانې لرلې. د اسمان په منځ کې لوگي (دود) ته ورته سیمه چې پخوانیو پښتنو به اسمانلار (Milky Way) بلل، نه کومه لاره او نه هم کومه وریځ وه، بلکې دا د بې‌شمېره ستورو یوه مجموعه را وختل. په یو څو کلونو کې، د کاینات په اړه زموږ نظر بدل شو؛ او په ساینس او ستورپوهنې دواړو کې یو ستر انقلاب را منځته شو.

له هغې وروسته پېړیو کې، لروینونو (ټلسکوپونو) نور پرمختگ وکړ. هم د ځانگړتیا، هم د ځواک او هم د کچ (size) له مخې. دا لروینونه د ښارونو له رڼا څخه لیرې او د هواوېجې (اټموسفیر) له خوپ څخه د شونتیا (امکان) تر بریده لوړ نصب شول. په دې کې یو کس ایډوین هبل (Edwin Hubble) نومېدی چې په ۱۹۲۰مو کلونو کې یې د هغه مهال تر ټولو لوی لروین په کلیفورنیا کې نصب کړی وو؛ او غوښتل یې چې زموږ له کهکشانه دباندې د نورو کهکشانونو په اړه څېړنې ترسره کړي.

وروسته ناسا (NASA) یو ډېر لوی لروین (ټلسکوپ) جوړ کړ او د همدې ستورپوه نوم یې پر کېښود. دا هبل تشیال لروین (Hubble Space Telescope, HST) نومېږي. هبل (Hubble) لومړنی او تر ټولو لوی لروین دی چې په تشیال (فضا) کې ځای پر ځای شوی دی. دا لروین په تشیال کې دومره لوړ دی چې غرونه، وریځې، د اټموسفیر خوپ او بل هیڅ شی د دې د نظارو مخه نه شي نیولای. ساینسپوهانو دا لروین د ډېرو لیرو ستورو، کهکشانونو او همدا ډول زموږ په لمریز غونډال کې د سیارو د لیدلو لپاره کارولی دی.

هبل تشیال لروین (Hubble Space Telescope, HST) په ۱۹۹۰ کې د ځمکې ټیټ چورلېځ (low Earth orbit) ته ولېږل شو؛ او تر اوسه لا کار ځنې اخیستل کېږي. د گالیلیو د لروین راهیسې، تشیال (فضا) ته د هبل لېږل په ستورپوهنه کې تر ټولو ستر پرمختگ بلل کېږي. هبل یو له ډېرو لویو او تر ټولو مهمو لروینونو څخه دی چې ستورپوهان د یوې ډېرې گټورې څېړنیزې الې کار ځنې اخلي.

د هبل تشیال لروین (Hubble Space Telescope, HST) په اړه ځینې لنډ مالومات په لاندې ډول دي:

د ناسا (NASA) دا لروین پر ۲۴-اپرېل-۱۹۹۰ د ډیسکوري (Discovery) په نامه تشیال ماکو (space shuttle) له لارې په فلوریډا کې له کېنډي سپېس سنټر (Kennedy Space Center) څخه تشیال ته ولېږل شو.

هبل (Hubble) د خپل ماموریت له پیل (۱۹۹۰) څخه بیا تر ننه پورې تر ۱،۲ ملیونه (۱۲ لکه) زیاتې کتنې (observations) ترسره کړي دي.

کوم ستورپوهان چې د هبل له مالوماتو کار اخلي تر ننه پورې تر ۱۲۸۰۰ زیاتې ساینسي څېړنې او لیکنې خپرې کړي دي، چې دا کار د هبل (Hubble) ساینسي ارزښت نور هم زیاتوي.

هبل (Hubble) ستورو، سیارو یا کهکشانونو ته نه ځي، بلکې د ځمکې شاوخوا د را څرخېدو پر مهال د دې ټولو انځورونه اخلي.

هبل (Hubble) هم د نورو سپوږمکیانو په شان پر ځمکې را څرخي. د ځمکې شاوخوا د دې د را څرخېدا سرعت په یوه ساعت کې ۲۷۳۲۴ کیلو مټرو ته رسېږي. یانې په یوه ورځ کې کابو ۱۵ واره پر ځمکې را څرخي.

هبل (Hubble) تر اوسه پورې د ځمکې شاوخوا تر ۴،۸ ملیارډ کیلو مټره زیات واټن وهلی دی.

هبل (Hubble) د سمندر له مخ څخه کابو ۵۴۷ کیلو مټره لوړ د ځمکې په ټیټ چورلېځ (low Earth orbit) کې ځای پر ځای شوی دی.

هبل (Hubble) د خپلې زاویې د بدلولو لپاره د نیوټن له درېیم قانون څخه کار اخلي --- یانې خپلې اربې پر مخالف لور څرخوي. د اربو د څرخولو سرعت یې په یوه ساعت کې د دقیقې له عقربې سره برابر دی --- یانې په ۱۵ دقیقو کې ۹۰ درجې څرخي.

د هبل (Hubble) د نېغولو سموالی (pointing accuracy) ۰،۰۰۷ قوسي ثانیو (arc second) ته رسېږي. دا داسې مانا لري لکه یو څوک چې د اوسپنې پر یوه پنجي له ۳۲۱ کیلو مټره واټن څخه د لېزر وړانگه وځلوي.

که زموږ د اټموسفیر خوپ نه وي، نو هبل (Hubble) کولای شي چې هغه ستورپوهنیز توکي (astronomical objects) هم وویني چې گوټن کچ (angular size) یې ۰،۰۵ قوسي ثانیو (arc second) ته رسېږي. دا داسې مانا لري لکه یو څوک چې له کابل څخه په نیو یارک کې مچان ويني چې الوزي.

هبل (Hubble) هغه ځایونه هم لیدلي چې له ځمکې څخه تر ۱۳،۴ ملیارډ نوري کاله لا زیات لیرې دي.

هبل (Hubble) تر ۲۰۰ ټیرا بايټه (TB) زیات ارشیف لري؛ او هر کال کابو ۱۰ ټیرا بايټه (TB) نوي مواد چمتو کوي.

هبل (Hubble) د لېږلو پر مهال ۱۱۱۱۰ کیلو گرامه وزن درلود؛ او په ۲۰۰۹ کې د سرویس کولو تر وروستي ماموریت وروسته نن سبا ۱۲۲۴۷ کیلو گرامه وزن لري --- یانې د دوو افریقايي پیلانو وزن لري.

د هبل (Hubble) اصلي هینداره ۲،۴ مټره بر لري.

هبل (Hubble) ۱۳،۳ مټره اوږد دی --- یانې د احمد شاه ابدالي تر یوه ۳۰۳ موټر لا یو څه اوږد دی.