د "احمد شاه درانی" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱۲۸ کرښه:
مرحوم [[قاضي عطاالله خان]] پخپل کتاب «[[د پښتنو تاريخ]] » کې ليکي چې:
 
هغه د پښتنو د خوی او بوی او د هغوی د رواجونو او د قاعدو نه ښه واقف و، او خدای تعالا ورله يو ډېر صاف دماغ ورکړی و. هغه د خپل حکومت داسې طريقه اختيار کړه چې د ټولو قبيلو سرداران ېې د [[حکومت]] په تمامي معاملاتو کې ځان سره شامل کړل ، هغه ته دا معلومه وه چې ترڅو پورې د پښتنو هره پوه [[قبيله]] د آزادي او خپلواکي په خوږو کې ماسره شريکه نه شي ، او تر څو پورې چې د حکومت په هرې پوهې شعبې کې زه هغوی ته ځای ورنکړم تر هغې پورې په هغوی کې د قامولي جذبه او د قومي ژوندون پيداکول ستونزمن کار دی . په همدې سبب هغه د حکومت ټول اختيارات ځانله قبضه نکړل ، بلکه د هرې قبيلې حکومت ېې هم هغه قبيلې له ورکړو. او هغوی ته ېې د خپلو مشرانو مقررولو واک اختيار حواله کړو.په لويو لويو معاملو کې لکه د نورو قومونو سره جنګ يا صلح يا په ټول ملک کې د يو خاص نظام حکومت يا د ايين جاري کول يا دملک په خلکو باندې ټيکسونه لګول په همدې ټولو معاملو کې به هغه د قبایلو د مشرانو نه سلا اخيسته . په هره قبيله باندې هغه د جنګ د پاره شاهي پوځ ته لښکر ورکولو تعداد مقرر کړی و، د احمد شاه بابا لوی قابليت دا ؤ ، چې هغه خپل هر کار له قومي رنګ ورکولو . هغه ځان ته «پښتون» باچا وېل ، او وېل به ېې چې : زه د پښتنو قوميت او زور مضبوطوم او په ملک کې د پښتنو خيالات طريقې او تهذيب خور وم ، په هر کار کې به هغه پښتنو ته د پښتو جذباتو پيل کولو . او په دې سبب هغه داسې يوې معاملې ته هم لاس نه اچولو چې د ټولو پښتنو مشترکه ګټه ېې په نظر کې نه وي ساتلې. ددې اصولو د لاندې هغه د پښتنو د لويو لويو قبيلو د نهو مشرانو يو وزارت قايم کړو، او په ټولو معاملو کې به ېې د هغوی په جرګه فيصله کوله. د جمهوريت هم دغه اصول وو، چې په هغو باندې هغه تر آخره پورې عمل کولو. او هم په دې سبب هغه کاميابه و، د ټول قوم او د سردارانو [[ژبه]] په جرګو کې اوباهر پښتو وه. فيصلې به د پښتو په رواج کېدې، او هېڅ کار به هم د قبايلو د مشرانو د منظورۍ نه پرته نه کېدلو.<ref>'''د پښتنو تاريخ''' - ۲، ۱۰۱ مخونه</ref> په دې توګه نو احمدشاه بابا زيار وېست، چې د ولس د مشرانو زړونه لاس ته راولي ، څوک ېې په وزارت وټاکل، چاته ېې نور دولتي لوړ ماموريتونه وسپارل ، ځينو ته ېې اعزازي القاب ورکړه او چا او چا ته ېې مستمري تنخاګانې وټاکلې ، خو سره له دې هم دده د پاچهي په لومړيو ورځو کې ځينو مشرانو په پټه د احمد شاه بابا د پاچهي د ماڼۍ د نړولو د پاره نغمونه کينل چې د يوې ناوړې او ناکامې پيښې سبب شول.
 
== ناوړه پېښه ==
هغه وخت چې احمد شاه بابا په پاچهۍپاچاهي وټاکل شو نو د ده په نامه بيعتونه پيل شوه، له ليري او نژدې به بيعتونه راتلل، او هرې خوا ته د خوښۍ ډمامې غږېدلې، يوازې [[کرم خان ترين]] او [[مقصود خان بړېڅ]] چې د خپلو قبيلو مشران وهول له اطاعته سرونه وغړول او بيعتونه يې راونه لېږل او احمد شاه بابا ته پورته شول، هغه و چې احمد شاه بابا د کرم خان ترين د ايلولو لپاره سپه سالار [[محبت خان درانی]] د څه عسکرو سره پښين (فوشنج) ته ولېږه، او [[سردار مانوخان]] يې د يو بل پوځ په سالارۍ د مقصود خان بړېڅ د اېلولو دپاره ښوراوک ته واستاوه. خو دا دوه سالاران (يعنی محبت خان او مانو خان) که څه د احمد شاه بابا کهاله ته منصوب وو، خو دوی هم په پټه د [[نور محمد خان عليزي]] (چې د نادرشاه په وخت کې د کندهار واکمن او د افغاني لښکرو ستر قوماندان و د مير افغان لقب يې درلود او د [[ميان داد خان ساکزي]] او د ځينو نورو درانيو مشرانو په سلا د ياغيانو سره لاس يو کړ او د پښين او ښوراک د ياغيانو تر مېنځ يې ارتباط ټينګ کړ او هغو يې لا نور مخالفت ته ولمسول خو په ښکاره يې د هغو سره زرګری جنګ شرو کړ او د دې لپاره چې ځانونه لا ښه قوي کړي له مرکز څخه يې نوره نظامي مرسته وغوښتله،وغوښتله. احمد شاه بابا هم د دوی غوښتنه ومنله او يو زيات شمېر رکابي پوځ يې د لسو او پينځلسو توپو او زنبورک اوښانو سره د [[عبدل خان ماکو]] په مشرۍ چې هغه وخت د [[شفقت خان]] په خطاب سرلوړی شوی و د [[محبت خان]] او مانو خان د ملاتړ دپاره ولېږل،ولېږل. عبدل خان ماکو چې د هغو زور وليد لکه دا چې دمخه د هغو سره په سلا کې شريک وه، دی هم د هغو خوا تهخواته واوښت او د هغو سره په سازش کې ملګری شو. په دې وخت کې [[نواب خان الکوزیالکوزي]] او څو تنه نورو د محبت خان او مانو خان له چوڼۍ څخه پټ راووتل او ځانونه يې د احمد شاه بابا حضور ته ورسول، او هغه ته يې د محبت خان او مانو خان سازش برملا کړ او ورته يې وويل چې نور محمد خان عليزی او ميان داد خان ساکزی او [[عبدالرحمن خان بارکزی]] توپچي باشي د کندهار په ښار کې دی هم د محبت خان او [[مانو خان]] سره په سلا کې شريک دی هغه و چې احمد شاه بابا نور محمد خان او عبدالرحمن خان او ميان داد خان ور وغوښتل او پوښتنه يې ځنې وکړه، هغوی ناګاره او منکر شول خو [[نواب خان الکوزی]] او د هغه نورو ملګرو شاهدي پر ادا کړه نو احمد شاه بابا امر وکړ چې د دوی لاسونه او پښې دې وتړل شي او د پيلانو تر پښو لاندې دې واچول شي چې د پيلانو تر پښو لاندې مړه شي. امر ډېر ژر اجرا شونور محمد خان او ميان داد خان د پيلانو تر پښو لاندې ووژل شول، خو عبدالرحمن خان بارکزي يو پيل په شونډک کې پورته کړ او د احمد شاه بابا د تخت په وړاندې يې وغورځاوه، ځکه نو احمد شاه بابا هغه وباخښه او تر څه مودې وروسته يې بېرته د توپچي باشي په رتبه سرلوړی کړ. د نور محمد خان او ميان داد خان د وژلو خبر چې محبت خان او مانوخان ته ورسېد هغو د کسات او انتقام اخيستلو په غرض خپلې لښکرې د کندهار خوا ته راوبهولې او د کندهار د ښار په څلور فرسخی کې د [[زنه خان]] په کلي کې چې اوس يې زلخان بولي کښته شول،شول. د احمد شاه بابا له خوا [[عبدالحميد خان درانی]] د نومياليو مبارزانو سره مقابلې ته ورووتل په لومړۍ جګړه کې [[عبدالحميد خان]] ماته وکړه او د مخالفينو د لښکرد ډېرښت او د شاهي لښکر د لږوالي خبر يې احمد شاه بابا ته يووړ،يووړ. سبا ورځ احمد شاه بابا پخپله د هغو مقابلې ته ور ووت، تر سختې جګړې وروسته يې مخالفين پر شا تلو ته مجبور کړه او سخته ماته يې ورکړه، محبت خان او مانو خان او [[کدو خان]] د [[صابر شاه ملنګ]] په واسطه پړی په غاړه د احمد شاه بابا حضور ته راوستل شول، او احمد شاه بابا پر هغو د بند حکم وکړ او نور نو معلومه نه شو چې په محبس کې د دوی کار کم ځای ته ورسېده.<ref>د دې پېښې تفصيل د [[محمود الحسيني]] د تاريخ احمد شاهي په ۵۷ مخ کې تر ۷۸ مخ پورې راغلی دی. خو دمخه تر هغه چې [[تاريخ احمد شاهي]] کتاب چاپ شي زياترو مورخينو لکه [[فيض محمد]] په [[سراج التواريخ]] کې او د [[خزانه عامره]] مولف او [[قاضي عطاالله خان]] د پښتنو په تاريخ کې، او ښاغلي غبار په احمد شاه بابا کې او نورو، دا ناوړه پېښه په ۱۱۳۶ هـ ق. او په ۱۷۴۹ ز. کال کې بللی وچې احمد شاه بابا د [[پنجاب]] او [[سرهند]] تر فتحې وروسته کندهار ته ورګرځېدلی و، خو څنګه چې محمود الحسينی د احمد شاه بابا د دربار منشي او د هغه وخت د پېښو په ليکلو ګمارل شوی و.</ref> د دې ناوړې پېښې د پېښېدو سره سره بيا هم احمد شاه بابا د ولس مشران پر ځان راټولول او په مهمو ولسي چارو کې يې ورسره مشوره کوله، بلکه د ولس د مشرانو يوه دايمي جرګه يې هم په مرکز کې جوړه کړې وه چې د هغې په واسطه يې د بېلابېلو افغاني قبيلو نظريې يې ځانته مالومولې او د هغو نظريو سره سم يې خپله مترقي تګلاره ټاکله.
احمد شاه بابا له اوله د ولسي نظرياتو او دود دستور ډېر مراعت کاوه او د هېڅ افغان غرور ته يې صدمه نه رسوله. ده پخپل دربار کې د مرييتوب زاړه خويونه لکه پاچا ته د تعظيم لپاره سر ټيټول او په رکوع کېدل او يا زمکه مچول او نور منع کړل او د احترام لپاره يې يوازې پر تندي لاس ايښودل کافي وبلل او همدا راز يې په اداري چارو کې سمون راوست.
 
== د اداري چارو سمون ==
[[دوتنه:Afghan royal soldiers of the Durrani Empire.jpg|280px|کيڼ|بټنوک|د احمد شاه بابا د دور سرتېري]]
احمد شاه بابا د ولسي مشرانو سره د مفاهمې وروسته د خپل [[دولت]] په اداري چارو لاس پورې کړ او په مرکز کې يې لکه څنګه چې مرحوم قاضي عطاالله خان ليکي: «هغه د پښتنو د لويو لويو قبيلو د نهو مشرانو يو وزارت يعنی صدارت قايم کړ»<ref>د پښتنو تاريخ - ۱ او ۱۰۲ مخ</ref> او ورپسې يې يو [[ديوان اعلی]] يعنی د ماليې وزارت او دفتر ضبط بيګي يعنی امنيه او کوټوالي، خزانه داري او نسقچي باشي ګري، يعنی د مجازاتو د تدبيقولو اداره او داروغه کي او د اخبار دفتر او هرکار باشي يعنی ضبط احوالات او استخبارات او ميراخور باشي يعنی پر څارويو د بارونو د وړلو راوړلو اداره، او څو نورې کوچنۍ ادارې د «باج ګير» او ميراب او خالصه جات او د ښار کلانتري او نور تشکيل کړل او همداراز يې په ولاياتو کې دا لاندې مامورين مېنځ ته راوستل:
 
حاکم، پېشکار (مرستيال)، امير لشکر، مستوفي، قاضي، قلعه دار، باج ګير، مامور ثانثات، ميراخور، ميراب او کلانتر او هم يې په دربار کې دا دفترونه جوړ کړل. دېوان انشاء، دارالتحرير شاهي، عرض بېګي، مهمان دار باشي، پېشخانه چي باشي، د ډوډۍ ناظر يا کارخانه، او هم يې په اردو کې دا دفترونه پرانيستل، لشکر نويس يا د نظام دفتر، اردو باشي، جارچي باشي، سيورساتچي، او قورخانه، او همداراز يې په مرکز او ولاياتو کې شريعي محکمې جوړې کړې. <ref>افغانستان در مسير تاريخ - ۳۵۸ مخ</ref> خو د دې ټولو ادارو په سر کې هماغه ولسي جرګه وه چې د قبايلو له مشرانو، لويو افسرانو او د لوړ رتبه مامورينو څخه وخت په وخت جوړېدله او په اهمو سياسي او اداري چارو کې به يې نظريه او مشوره ورکوله. که څه هم په ټولو اجرايي او قضايي او نظامي تشکيلاتو کې پاچا د ټول واک خاوند و خو سره له هغه هم احمد شاه بابا په اهمو اداري، سياسي او نظامي چارو کې د ولسي جرګې غړي په مسؤليت کې د ځان سره شريکول: