پاني پت (په انګرېزي ژبه: Panipat) د ٢٠١٩ کال د باليووډ يو راتلونکې هندي-ژبې تاریخي دوره ييز ډرامه فلم دي. د دې فلم جوړونکي به اشوتوش ګواریکار وي، او د فيلم مخکښ رول به سنجي دت، ارجون کپور او کریتي سانون لخوا ترسره سي. دا فلم چې بشپړ نوم يې پاني پت، هغه ستر خیانت دی، چې د ۱۷۶۱میلادی کال کې د پاني پټ پر درېمه جګړه چې د هند او افغانستان د وخت د امپراتورانو تر منځ د پاني پت په ښار کې سوې وه جوړيږي. په دې جګړه کې چې د احمد شاه دراني په ګټه پای ته رسېدلې وه، له افغان امپراتور دوو هندي ډلو د دوآب سیمې افغانانو روهیلااو شجاع الدوله ملاتړ کاوه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

فاني پت
Panipat
پاني پت.jpg
تاسير پوسټر
ډاېريکټراشوتوش ګواریکر
توليدونکيسونيتا ګواریکر
روحيت شيلاتکر
پر بنسټ دد پاني پت دريمه جګړه
لوبغاړيسنجې دت
ارجون کپور
کريتي سانون
کبير بيدي
ګوراو ساروده
موسيقي جوړونکیاجئ-اتول
تولیدونکی
کمپنۍ
اشوتوش ګواریکر پروډکشن
وېشونکيد لید نړیوال فلمونه
د خپريدو نټېه
  • ۶ ډيسمبر ۲۰۱۹ (۲۰۱۹-12-۰۶)
هېوادFlag of India.svg هندوستان
ژبههندي

د سنجي دت غوره کيدنيسمول

اشوتوش ګواریکار و هندي رسنیو ته ویلي، چې په نام فلم کې له سنجي دت سره د کار تجربه لري او خوښ دی چې د فوق العاده او غوره لوبغاړي د دغه فلم ډایریکټر دی.

په فلم کې رولونهسمول

  1. کریتي سانون د مرهټیانو د پوځ د لوی قومندان د مېرمنې رول لري.
  2. ارجون کپور د مرهټیانو د پوځ د لوی قومندان رول لري.
  3. سنجي دت د لوی ا حمد شاه باباد رول لوبوي.

د فلم اړوندسمول

د تاریخي متونو له مخې په دې جګړه کې په لسګونو زره کسان ووژل شوه او دا جګره په اتلسمه پېړۍ کې د افغانستان او هند په تاریخ کې تر ټولو لویه جګړه شمېرل کېږي. احمد شاه دراني چې په ۱۷۲۲ میلادي کال کې زېږدلی، دی د دراني امپراتورۍ او د نني افغانستان بنسټګر دی. په ۱۷۴۷ د نادر افشار تر وژل کېدو وروسته د افغانستان پاچا شو. ارجون کپور د سداشیوراو د مرهټیانو د پوځ د لوی قومندان په رول کې لوبېږي. کریتی سانون د پرواتیبای په نوم د سداشییوراو د دویمې میرمنې په رول کې نندازې ته راځي هغه ښځه چې تل په دې جګره کې له خپل مېړه نه ملاتړ کوي او ان ورسره د جګړې ډګر ته وځي.

ارجون کپور او کریتي سانون چې د هند سینما د نوي نسل لوبغاړي دي، ښایي د سنجي دت پرتله په افغانستان کې نوموتي نه وي، خو په افغانستان کې د هند سینما د محبوبیت په اساس، ډېری افغانا سنجي دت پيژني.

  • سنجي دت پر خپله ټویټر پاڼه د دې فلم پوستر خپور کړی او ورسره یې لیکلي:

په ډېرې لیوالتیا سره په تمه یم چې د پاني پت فلم یوه برخه ووسم.

  • کریتي سانون د دې فلم په اړه په خپله ټویټر پاڼه لیکي:
    ویاړم چې د پاني پټ د درېمې جګړې په فلمولو کې د زړورتیا، شور او وطن دوستۍ برخه یم.
  • ارجون کپور هم پر ټویټر لیکلي:
    ویاړم چې د مرهټیانو زړورتیا انځوروم.

دې ټویټونو ته په کتو داسې ښکاري چې، دا لوبغاړي په دې فلم کې غواړي چې د هندیانو شجاعت باندې به ډېر تمرکز وشي. ترڅو وکولی شي د دې فلم د لیدونکو زړونه وګټي او هم د هند د تاریخ یوه برخه ژوندۍ وساتي.
د دې فلم ډایرېکټر ګواریګار، په یو ټویټ کې لیکلي:
تاریخي نندارو زه تل ځان ور جذب کړی یم. دا ځل به فلم د داسې یو داستان په اړه وي چې پایله یې د پاني پت درېمه جګړه وه

خو هغه فلمونه چې د تاریخي روایتونو پر بنسټ جوړېږي د خلکو مخالف یا موافق غبرګونونه پاروي. داسې ښکاري چې دې فلم کې د تاريخي پېښې پر ځای د هغه د اصلي کرکټرونو او شخیتونو په ډرامه يي کولو تمرکز وي.

په افغانستان کې د بالیووډ د ډېرو ليدونکو لپاره به جالب ټکی دا وي چې خپل پخوانی پاچا او امپراتور احمد شاه دراني د سنجي دت په رول کې ویني.

ټاکلې ده د هند سینما نوموتې څېره سنجي دت، چې په افغانستان کې ډېر مینه وال لري په اتلسمه پېړۍ کې د افغانستان امپراطور احمد شاه دراني په رول کې د بالیووډي په پاني پت فلم کې لوبېږي.

سرچینېسمول

  1. "Panipat: Arjun Kapoor, Sanjay Dutt to work with Ashutosh Gowarikar. Here's everything you need to know". 14 March 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. https://www.hindustantimes.com/bollywood/panipat-first-poster-arjun-kapoor-sanjay-dutt-to-work-with-ashutosh-gowarikar/story-NtGdPlbTXhXbkK2Da42BhP.html
  3. http://www.firstpost.com/entertainment/panipat-teaser-poster-ashutosh-gowariker-announces-next-film-with-kriti-sanon-arjun-kapoor-sanjay-dutt-4389547.html
  4. https://www.news18.com/news/movies/panipat-poster-arjun-kapoor-kriti-sanon-sanjay-dutt-to-star-in-ashutosh-gowarikers-period-drama-1688575.html
  5. http://zeenews.india.com/bollywood/panipat-teaser-poster-of-arjun-kapoor-sanjay-dutt-and-kriti-sanon-starrer-unveiled-see-pic-2089339.html
  6. https://twitter.com/AshGowariker/status/973763499053723648
  7. http://zeenews.india.com/hindi/entertainment/bollywood/teaser-poster-of-arjun-kapoor-sanjay-dutt-and-kriti-sanon-starrer-panipat/380248
  8. https://www.amarujala.com/photo-gallery/entertainment/bollywood/ashutosh-gowariker-period-drama-panipat-first-poster-out
  9. https://www.jagran.com/entertainment/bollywood-ashutosh-gowariker-to-make-film-panipat-with-sanjay-dutt-arjun-kapoor-and-kriti-sanon-17661965.html