د پاني پت دوهمه جگړه

د پاني پت دوهمه جگړه

تاريخ ۱۵۵۶
هېواد پانجاب
پوځونه
د مغولو پاچايي
قوماندان
جلال الدین محمد اکبر Samrat Hem Chandra Vikramaditya

د پاني پت دویمه جګړه د ۱۵۵۶ ز کال د نومبر په ۵ مه د هیمو په نوم د سوري سلسلې د لومړي وزیر او د مغولو سترواک ځواکونو ترمنځ، چې مشري یې جلال الدین محمد اکبر کوله رامنځ ته شوه. هیمو د ډیلي په جګړه کې څو اوونۍ مخکې د ډیلي او اګرې ښارونه د تاردي بیګ خان تر مشرۍ لاندې د مغولو ځواکونو له مغلوبولو وروسته ونیول او د ډیلي په پورانا کې د تاج اېښودو پرمهال راجا ویکرا مادیتا اعلام کړی وو. اکبر او ساتونکی یې بایرام خان، وروسته له هغې چې د اګرې او ډیلي له ماتې خبر شول، د پاني پت پر لور یې حرکت وکړ، چې له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي. د پاني پت په سیمه کې دوه پوځونه او د پاني پت لومړۍ جګړه چې په ۱۵۲۶ ز کال کې رامنځ ته شوې وه، لږ لرې له یو بل سره مخامخ شول. [۱]

هیمو او ځواکونه یې پياوړي وو. په همدې حال کې هېمو د جګړې په ډګر کې د ټپي کېدو له امله بې هوښه شو. ځواکونو یې د خپل مشر د غورځېدو له امله له وېرې سره مخامخ او وشیندل شول. هیمو چې بې هوښه و او له مرګ سره لاس او ګریوان و، ونیول شو او وروسته د اکبر په فرمان د بایرام له خوا سر ور نه غوڅ شو او جګړه د مغولو په بریا سره پای ته ورسېده.

مخینه(شالید)

همایون چې د مغولي سترواکۍ د مؤسس بابر ځای ناستی ؤ، خپل میراث له لاسه ورکړ او شیرشاه سوري هغه له هندوستان نه وشاړه. سوري بیا په ۱۵۴۰ زکال کې د سوري سترواکي بنسټ کېښود. شیرشاه سوري ته، ډیلی او اګره په لاس ورغلل، خو څه موده وروسته په ۱۵۴۵ ز کال کې په کلنجار کې مړشو. د اسلام شاه سوري په نوم ځوان زوی یې ځای ناستی شو، چې یوپیاوړی واکمن و. له دې سره، په ۱۵۵۴ ز کال کې د نوموړي د مړینې پرمهال د سوري سترواکي د ځای ناستي پر سر جګړو کې ښکېل شو، چې له پاڅون او د ولایتونو په له لاسه ورکولو سره مخامخ شو. همایون له دغو اختلافونو نه ګټه پورته کړه، څه یې چې له لاسه ورکړي وو، بیا یې ترلاسه کړل او مغولو د ۱۵۵۵ ز کال د جولای په ۲۳ مه، سکندر شاه سوري مغلوب کړ او په پای کې یې د ډیلي او اګرې کنترول بیا ترلاسه کړ. [۲]

د اسلام شاه برحقه ځای ناستی چې د فیروزخان په نوم دولس کلن زوی یې د ماما له خوا ووژل شو، ماما یې چې عادل شاه سوري نومېده، په تخت کېناست، خو نوي حاکم د دولتي چارو د ادارې پرځای عیاشۍ ته مخه کړې وه. د چارو اداره تر ډېره هیمو ته سپارل شوې وه، هېمو په ریواري کې د شیرشاسوري پخوانی همکار و، هغه له متواضع شرایطو سره لوی شوی و چې هم د عادل شاه د وزیر په توګه او هم د سوري پوځ د جنرال په توګه خدمت کاوه. کله چې همایون د ۱۵۵۶ ز کال د جنورۍ په ۲۷مه مړشو، هغه په بنګال کې و. د مغولو د سترواک مړینې هیمو ته یوه  موکه برابره کړه، څو مغولو ته ماتې ورکړي او بېرته له لاسه وتلې سیمې بیا ونیسي. [۳][۴]

هیمو له بنګال نه سخت بریدونه پیل کړل او مغول یې د بایانا، ایتاوا، بهارتانا، بیدونا، لکنا، سمبال، کالپي او نارنول سیمو نه واېستل. د اګرې حاکم چې د هیمو له ېرغل نه خبر شو، ډېر ژر له ښاره ووت او و تښتېد. هیمو د اګرې حاکم په څارلو سره تغلق اباد ته چې ډیلي ته نږدې کلی دی، ورسېد. هغه هلته د مغولو د ډیلي په واکمنو ځواکونو چې مشري یې تاردي خان کوله برید وکړ او هغه ته یې د تغلق اباد په جګړه کې ماتې ورکړه. هغه له یوې ورځې جګړې وروسته، د ۱۵۵۶ ز کال د اکتوبر په ۷ مه ډیلی ونیو او د ویکرا مادیتا ( بیکرام جیت) لقب په اخیستو یې د سطلنت ادعا وکړه. [۵][۶]

د جګړې پیل

له تغلق اباد نه د ناوړه خبر په اورېدو سره، د همایون ځای ناستی چې د هغه ۱۳ کلن زوی جلال الدین محمد اکبر ؤ، له خپل ساتونکي بایرام خان سره د ډیلي پر لور ولاړل. د لوړ بخت له امله، علي قلي خان شایباني (وروسته مشهور په خان زمان) چې مخکې له ۱۰۰۰۰ پیاوړو سپرو سره استول شوی وو، خپل چانس وازمایه او د هیمو په توپ خانې چې د کمزورو ساتونکو له خوا لېږدول کېده برید وکړ. هغه په اسانۍ سره له افغانانو توپ خانه  ونیوه، وسلې یې پرې اېښې وې او له جګړې پرته تښتېدلي وو، چې دغه کار هیمو ته لوی زیان واړاوه.[۷]

د مغولو پوځ د ۱۵۵۶ز کال د نومبر په ۵ مه، د هیمو له پوځ سره د پاني پت تاریخي جګړې سره مخامخ شو. اکبراو بایرام خان د ځواکونو ترشا  او د جګړې له ډګره اته مایله لرې پاتې شول. [۸]

جګړه ییز تشکیلات

په مرکز د مغولو د ۱۰۰۰۰ سپرو پوځیانو مشري علي قلي خان شیباني کوله، ښۍ خوا ته سکندر خان ازبک او کیڼ لورته عبدالله خان ازبک وو، د طلیعه لرونکو ځواکونو مشري، د حسین قلي بیګ او شاه قلي مهرمان کوله چې د بایرام خان تر مشرۍ لاندې د ترکانو ډله په کې شامله وه.

د هیمو پوځ د شمېر له پلوه ډېر او د ځواکونو شمېریې ۳۰۰۰۰ افغان آس لرونکي پیاوړي سپاره او ۵۰۰ فیلان هم په کې وو. هر جنګي فیل په زغروالو پاڼو پوښل شوی و، چې ټوپک لرونکي کسان ورباندې سپاره وو. د جګړې مشري په خپله دهېمو له خوا کېده او هغه فیل چې هوای نومیده ناست و. کیڼې خواته یې خوریی رامیا او ښي لور ته یې ښادي خان کاکړ مشري کوله. پوځ یې پیاوړی او پرځان بسیا و او هیمو تر هغه وخته له بنګال نه تر پنجاب پورې په ۲۲ جګړو کې بریالی شوی و، خو په دغه جګړه کې هیمو هېڅ توپ خانه نه لرله. [۱۰][۱۱]

جګړه

هیمو برید پيل کړاو خپل فیلان یې د مغولو ښۍ او کیڼې خوا ته خوشي کړل. هغه سرتیري چې له فیلانو تښتېدل، د دې پر ځای چې پر شاتګ وکړي، پریکړه یې وکړه، څو د پوځ شاو خوا ته ورشي او د هیمو په سپرو کسانو باندې مرګوني ګوزارونه وکړي اوله منځه یې یوسي. د مغولو مرکزي ځواکونو هم پرمختګ درلود او د اوبو دیوې ژورې کندې په شاوخواکې یې دفاعي حالت غوره کړی و. د هیمو فیلان او سپاره کسان د دې جوګه نه وو چې، له دغې تنګې درې تېر شي او ځان دښمن ته ورسوي. په دغه وخت کې د هیمو پوځیان  د مغولو تر بریدونو لاندې راغلل. له دې سره سم، د مغولو سپاره کسان له چټکو آسونو سره  په دې توانېدلي وو چې، د دښمن څنګ لورو او شاته چې افغانان وو، خپله لار خلاصه کړي او فیلان په نښه کړي. د مغولو دغو ځواکونو دغه فیلان یا په پښو وهل  او یا به یې سپاره کسان وژل. هیمو اړ شو، چې خپل فیلان شاته کړي او د افغانانو برید کرار شو. [۱۲]

د علي قلي خان چې د افغانانو د بریدونو کموالي ته پام شو، خپل سپاره نظام ته یې بهر ته د وتلو لارښوونه وکړه، افغان ځواکونه یې کلا بند کړل او په مرکز یې د شا له خوا برید وکړ. هیمو چې د جګړې ډګر له خپلې هودې howdah نه څاره، ډېر ژر خپلو ځواکونو ته ورغی، څو د برید ضد بل برید وکړي، ان وروسته له هغې چې د ښادي خان کاکړ او پیاوړي مرستیال بهاګوان دآس لوېدل یې ولیدل، بیا هم د مغولو پرضد برید ته دوام ورکړ او هرهغه کس به چې فیل به یې وګواښاوه، تر پښولاندې کاوه. سره له دې چې دغه جګړه ډېره سخته وه، خو په ظاهره د جګړې ډګر د هیمو په ګټه وو. د مغولو پوځ پرشاتګ ته اړشوی و، چې د فیلانو او سپرو ډله یې مخکې کړه، څو د دوی مرکز هم مات کړي. په همدې حال کې هیموچې بري ته نږدې شوی و، د مغولو ځواکونو غشی یې په سترګه ولګید، ټپي شو او بې هوښه پرځمکه وغورځېده. ځواکونو یې چې دغه صحنه ولیده، ووېرېدل. پوځي تشکیلات یې مات شول او وتښتېدل. هیمو د جګړې بایلونکی شو، ۵۰۰۰ کسه مړي  یې د جګړې په ډګر کې پراته وو او زیات شمېر نورد جګړې پرمهال ووژل شول.  [۱۳][۱۴][۸][۱۵]

د جګړې پایلې

هغه فیل چې په ټپي حالت اومرګ هیمو لېږداوه، څو ساعته وروسته او د جګړې په پای ته رسېدو سره د مغولو له خوا ونیول شو او د مغولو د ځواکونو ځای ته یو وړل شو. بایرام خان له ۱۳ کلن شاه نه وغوښتل چې، د هیمو سرپرې کړي، خو هغه د یوه مړه سړي د پاسه د تورې پورته کول رد کړل. اکبر ته قناعت ورکړل شو، چې په خپلې تورې د هیمو سر لمس کړي او وروسته بایرام خان هغه اعدام کړ. د هیمو سر کابل ته واستول شو، څو د ډیلي بهر دروازه باندې وڅړول شي او مړی( جسد ) یې د ډیلي په پورانا کویلا کې، چیرې چې هغه د اکتوبرپه ۶ مه د تاج اېښودلو مراسم ترسره کړي وو، د نورو د پند اوعبرت لپاره را ځوړند شي. د هیموڅو نورملګري اوملاتړي هم و وژل شول او څه موده وروسته څلی جوړشو. د دغه منار انځور ګري د اکبرنامې په نسخه کې د اکبر د ژوند له ۵۶ نامتو انځورګریو(نقاشیو) نه ده. د هیمو د یادونې یو څلی هم، په هغه سیمه کې چې په پاني پت کې سر ترې غوڅ شوی و، جوړشو. دغه څلی د هیمو د ستالې سمادي په نوم هم یادېږي. [۱۵]

د هیمو په وژل کېدوسره، د عادل شاه بخت هم له بدتره کېدو سره مخامخ شو. هغه د ۱۵۵۷ ز کال په اپریل کې د بنګال د محمد خان سور زوی خضر خان ته ماتې ورکړه او ووژل شو. د پاني پت جګړه کې جنګي غنیمتونه، چې په کې ۱۲۰فیلان هم وو، د جګړې په ډګر کې د دغو فیلانو خرابو حرکتونو مغول دومره تر اغېزې لاندې راوستل، چې دوی ډېر ژر د مغولو د پوځي ستراتيژۍ په مهمې برخې  باندې بدل شول.  [۱۶][۱۷]

تاریخ

دا جگړه د ۱۵۵۶ زېږدي کال د نومبر پر پینځمه د عادل شاه سوري د هندو قوماندان ( هیمو ) او بابر د لمسي ( جلال الدین اکبر ) تر منځ پیښه سوې ده . هیمو ډیر پوځیان او ۱۵۰۰ پیلان لرل . هیمو ( چی اصلی نوم یې هیماچندرا بهرگاوا دی ) کامیابېدونکی و ، خو ناببره یو غشی د ده پر سترگه ولگېد او د آس څخه راولوېد او بې هوښه سو څو چی تر نیول کېدو وروسته اکبر ته راوستل سو . اکبر هم د هغه د سر پرې کولو امر صادر کړ او په دې ډول ووژل سو او اکبر د ډیلی او اگرې واکمن سو .

عادل شاه سوری د شیرشاه سوری اووم لمسی او د دې کهول وروستی واکمن و چی د ډیلی د ختیځ پر یوه کوچنۍ سیمه یې واک چلاوه . نوموړﺉ د سکندرشاه سوری ورور و چی هغه په ۱۵۵۵ کی د بابر د زوی ( همایون ) لخوا مات سوی و . عادل شاه او سکندرشاه د اکبر مغولی پاچا پر خلاف د ډیلی د تخت دعوه کونکي وو . کله چی په ۱۵۵۶ کی اکبر پاچا د ډیلی څخه د یو پوځی مأموریت لپاره دباندی تللی و ، نو « هیمو » د اکبر پر قوماندان « طرزی بیگ » باندی ناببره یو ه سخته حمله وکړه او پسی مات یې کړ او هغه هم د ډیلی څخه وتښتېد . دا د « هیمو » دوه ویشتمه پوځی سوبه وه او سمدلاسه یې د عادل شاه سره خیانت وکړ او ځان یې د هغه پر ځای پخپله ( د راجا ویکرم جیت په نوم ) پاچا اعلان کړ . خو د ۱۵۵۶ د نومبر پر پنځمه د مغولی اکبر ځواکونو د بیرم خان ( بهرام خان ) په قومانده د پانی پت په دوهمه جگړه کی هیمو مات کړ او مغولی سلطنت په دې ډول د ۱۵۰ نورو کلونو لپاره ټینگ سو . پنځه میاشتی وروسته ( یعنی د ۱۵۵۷ په اپریل کی ) د بنگال بهادرشاه د منگیر په جگړه کی عادل شاه سوری ته ماته ورکړه او هغه یې تر نیولو وروسته پسی ووژﺉ او په دې ډول د هند پښتنی سلطنت نور نو په نوم هم پای ته ورسېد . د پانی پت دوهمی جگړې هم د زرگونو پښتنو ککرۍ وخوړلې ، ځکه د عادل شاه سوری د قوماندان « هیمو » او اکبر په ځواکونو کی بی شمیره پښتانه شامل وو . خو د دې سره سره بیا هم دغی جگړې د افغانستان سره مستقیم تړاو نه درلود بلکی صرف د هندوستان د جغرافیوی چوکاټ په دننه کی له اهمیته ډکه ده .

  1. . Govt of Panipat https://panipat.gov.in/second-battle/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  2. Sarkar 1960، ص. 66.
  3. Chandra 2004، ص. 91.
  4. Qanungo 1965، ص. 448.
  5. Richards 1995.
  6. Sarkar 1960، ص. 67.
  7. Tripathi 1960، ص. 175.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Sarkar 1960، ص. 69.
  9. Chandra 2004، ص. 92.
  10. Sarkar 1960، p. 68: Chandra names Hemu's nephew as Ramaiyya.[۹]
  11. Roy 2004، ص. 76.
  12. Sarkar 1960، صص. 68–69.
  13. Sarkar 1960، p. 69: According to Sarkar, the battle was still evenly matched when the random arrow found Hemu.
  14. Tripathi 1960، ص. 176.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Chandra 2004، ص. 93.
  16. Roy 2013، ص. 47.
  17. Tripathi 1960، ص. 177.