د ختیځ هند کمپنۍ یو سهامي انګلیسي او بیا وروسته بریتانوۍ کمپنۍ وه چې په ۱۶۰۰ زکال کې رامنځته شوه. دغه کمپنۍ د هند سمندر له شاوخوا سیمو؛ په پیل کې له ختیځ هند (د هند ټاپو وززمې او سویل ختیځې اسیا) او وروسته د اسیا له ختیځ سره د سوداګرۍ په موخه تاسیس شوه. دغې کمپنۍ د هند د نیمه لویې وچې ډېرې برخې تر کنټرول لاندې راوستې، د سویل ختیځې اسیا یو شمېر برخې او هانګ کانګ یې تر استعمار لاندې کړې او د فارس خلیج په سیمو کې یې سوداګریز مراکز او مستعمرې جوړې کړې. په خپل اوج کې دا د نړۍ تر ټولو لویه کمپنۍ وه چې د ختیځ هند له هالنډۍ کمپنۍ سره یې سیالي کوله. دغې کمپنۍ همدارنګه د خپلو دریو ریاستونو (بنګال، مدراس او بمبۍ) په اډانه کې وسله وال پوځ درلود چې ټولیز شمېر یې نږدې ۲۶۰ زره تنو ته رسېد چې د بریتانیا د پوځ د شمېر دوه چنده و. د دغې کمپنۍ چارو په نړیوال سوداګریز بیلانس پیاوړی اړغېز درلود.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

دغه شرکت چې په اصل کې ختیځ هند ته د سوداګرۍ په برخه کې د لندن د سوداګریزو شرکتونو د مشر په توګه په په رسمیت وپیژندل شو د ۱۷۰۰مې لسیزې څخه یې د ۱۸۰۰مې لسیزې تر لومړیو پورې د پنبې، وریښمو، نیل رنګ، بورې، مالګې، درملو، نیټر، چایو او اپیومو په ګډون د اساسي توکو په برخه کې د نړۍ نیمايي سوداګري خپله کړه. دغې کمپنۍ همدارنګه په هند کې د بریتانوي سترواکۍ د پیل پر مهال حکومت وکړ. [۷][۸][۹][۱۰]

په پایله کې دغې کمپنۍ د نظامي ځواک په کارولو او د اداري دندو د مسئولیت د پر غاړه اخیستو له امله د هند په زیاتو برخو واک وچلوه. په اغېزمن ډول په هند کې د دغې کمپنۍ واکمني په ۱۷۵۷ زکال کې د پلاسي جګړې له جګړې وروسته پیل شوه او تر ۱۸۵۸ زکال یې دوام وموند؛ هغه مهال چې په ۱۸۵۷ زکال کې د هندي پاڅون وروسته د هند د دولت د ۱۸۵۸ زکال قانون له مخې د بریتانیا ولیعهد د نوي بریتانوي راج په توګه د هند مستقیم کنټرول پر غاړه واخیست.

د دولت د مکررو لاسوهنو سربېره دغې کمپنۍ مکررې مالي ستونزې لرلې. دغه کمپنۍ د ختیځ هند د اسهامو د بېرته پېرلو د قانون په پایله کې چې د هند د دولت د قانون له امله تر هغه مهاله بې اثره، ناکاره او منسوخ شوی و په ۱۸۷۴ زکال کې منحل شوه. د بریتانوي راج رسمي دولتي سیسټم د هغو دولتي مسئولیتونه پر غاړه واخیستل او د هغو ځواکونه یې جذب کړل.

جوړېدل

په ۱۵۹۹ زکال کې د مخکښو سوداګرو او کاشفینو یوه ډله راغونډه شوه او هوډ یې وکړ د سلطنتي فرمان پر بنسټ ختیځ هند ته سفر وکړي. له فیچ او لنکستر سربېره په دغه ډله کې یو شمېر نور لکه دریم سټیفن، د لندن د هماغه مهال ښارول توماس سمیت، پیاوړی لندني سیاستوال او مدیر جان ولستنهولم چې پلار یې د شام کمپنۍ رامنځته کړې وه، لیکوال او په امریکا کې د بریتانوي استعمار څخه بخښنه غوښتونکی ریچارډ هاکلایت او نورو څو سمندر مزلو چې له دریک او رالي سره یې خدمت کړی و شتون درلود. [۱۱]

دغې ډلې د سپټمبر په ۲۲ مه ناست وکړه او ختیځ هند ته یې د خپل له ستونزو ډک سفر (هغه چې پر باور یې که خدای دوی کامیاب کړي) او د خپلو لګښتونو د کچې اعلان وکړ چې لګښت یې ۳۰۱۳۳ پونډه (د نن ورځې له ۴ میلیونو پونډو زیاتېږي) کېده. دوه ورځې وروسته دغه «ماجرا غوښتونکي» بیا سره راغونډ شول او پرېکړه یې وکړه چې له دغې پروژې څخه د ملکې د ملاتړ غوښتنه وکړي. په داسې حال کې چې لومړۍ هڅه یې بریالۍ نه وه خو له دې سره هغوی دغې چارې ته د ادامې ورکولو په موخه د ملکې د غیررسمي تائید د ترلاسه کولو په هڅه کې و. دوی د خپل سفر په موخه بېړۍ وپېرله او خپله پانګه یې ۶۸ زره ۳۷۳ پونډه ته زیاته کړه. [۱۲][۱۳]

یو کال وروسته دوی یوځل بیا د ۱۶۰۰ زکال د ډسمبر په ۳۱ مه سره راغونډ شول او داځل بریالي شول؛ ملکې د کمبرلنډ د ارل، جورج او نورو ۲۱۸ تنو چې جیمز لنکسټر، جان هارت، جان سپنسر (دواړه د د لندن پخواني ښاروالان و)، ماجرا غوښتونکی ادوارډ مایکلبورن، اشرافي ویلیام کاوندیش او نور لویان او وګړي په کې شامل و؛ غوښتنې ته لبیک ووایه. هغې غوښتنې کوونکو ته په ختیځ هند کې د لندني سوداګرو د سوداګریزې کمپنۍ او ګورنر تر نامه لاندې د واحد بنسټ په توګه فرمان ورکړه. دغه فرمان د پنځلسو کلونو لپاره دغې نوې جوړې شوې کمپنۍ ته د Cape of Good Hope له ټولو ختیځو هېوادونو او د ماژلان تنګي له لویدیځو هېوادونو سره د سوداګرۍ انحصاري واک ورکړ. هر هغه سوداګر به چې د فرمان پر خلاف د دغې کمپنۍ له اجازې پرته په سوداګریزو چارو لاس پورې کړ؛ بېړۍ او بارونه یې مصادره کېدل (نیمه برخه یې سلطنت او نیمه یې شرکت ته رسېده) او همدارنګه به د «سلطنتي ارامښت» په موخه بندي کېده. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

دغه فرمان توماس سمیت د کمپنۍ د لومړي ګورنر او ۲۴ نور مدیران (له دې ډلې جیمز لنکسټر) یا «کمیټې» چې د مدیرانو دربار یې جوړاوه معرفي کړل. دوی بیا په خپل نوبت سره د مالکینو دربار ته چې دوی یې ګمارلي و ځواب ویونکي و. ۱۰ کمېټې د مدیرانو دربار ته ځواب ویونکې وې. د دود له مخې د دوی کار وړاندې له دې چې په لیدنحال واټ کې د هند کور په نامه دفتر کې پیل شي د بایشاپ ګېت سیمې سنټ بوتولوف کلیسا ته مخامخ په ناګاس هداینن کې پیل کېده. [۱۸]

ختیځ هند ته لومړني سفرونه

په ۱۶۰۱ زکال کې جیمز لنکسټر د ریډ ډارګون (سور ښامار) په نامه بېړۍ سره د ختیځ هند د کمپنۍ د لومړي سمندریز سفر مشري وکړه. وروسته له هغه چې په مالاکا تنګي کې یې ۱۲۰۰ ټني پرتګالي بېړۍ ونیوله؛ له دغې بېړۍ څخه په ترلاسه شوو غنایمو دغو سفرکوونکو دوه کارخونې – یوه د جاوا په بنټام بندر کې او بله له بېرته راګرځېدو وړاندې په مالوکو (د درملو په ټاپوګانو کې) کې – جوړې کړې. دوی په ۱۶۰۳ زکال کې انګلستان ته راوګرځېدل څو د ملکې له مړینې خبر شي، خو د نوي پاچا له خوا لنکسټر ته قهرماني ورکړل شوه. دغه مهال له هسپانیا سره جګړه پای ته رسېدلې وه،  خو دغې کمپنۍ په بریالیتوب او پریمانه دوه ګونې ګټې سره هسپانیا او پرتګال مات کړل او د انګلیسانو لپاره یې نوی افق پرانیست. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د ۱۶۰۴ زکال په مارچ میاشت کې هنري میډلټون د دغې کمپنۍ د دویم سمندري سفر مشري وکړه. جنرال ویلیام کېلنګ چې د دویم سفر پر مهال کپتان و له ۱۶۰۷ زکال څخه یې تر ۱۶۱۰ زکال پورې د ریډ ډرګون، د ویلیام هاوکینز تر مشرۍ لاندې یې د هکتور او د کپتان ډیویډ میډلټون تر مشرۍ لاندې یې د کانسینټ بېړیو د سفر رهبري وکړه.[۲۳]

د ۱۶۰۸ زکال په لومړیو کې الکساندر شارپي (Alexander Sharpeigh) د دغې کمپنۍ د Ascension بېړۍ کپتان او د څلورم سفر مشر شو. له دې وروسته دوه بېړیو Ascension او Union (ریچارډ راولز یې کپتاني کوله) د ۱۶۰۸ زکال د مارچ په ۱۴ مه حرکت وکړ، خو په لار کې ورکې شوې. [۲۴]

لومړني ګورنران

  • ۱۶۰۰ - ۱۶۰۱ زکال: توماس سمیت (لومړی ګورنر)
  • ۱۶۰۱ - ۱۶۰۲ زکال: جان واټس
  • ۱۶۰۲ - ۱۶۰۳ زکال: جان هارتس
  • ۱۶۰۶ - ۱۶۰۷ زکال: ویلیام رومنی
  • ۱۶۰۷ - ۱۶۲۱ زکال: توماس سمیت
  • ۱۶۲۱ - ۱۶۲۴ زکال: ویلیام هالیډې
  • ۱۶۲۴ - ۱۶۳۸ زکال: مورایس (موریس) ابوټ
  • ۱۶۳۸ - ۱۶۴۱ زکال: کریسټوفر کلیترو

سرچينې

  1. The Dutch East India Company was the first to issue public stock.
  2. Henige, David P. (1970). Colonial governors from the fifteenth century to the present : a comprehensive list. University of Wisconsin Press. OCLC 299459478. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-299-05440-3. خونديځ د اصلي څخه ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۱. لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Erikson, Emily. "Between Monopoly and Free Trade: The English East India Company, 1600–1757". Princeton.edu. لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Roos, Dave (2020-10-23). "How the East India Company Became the World's Most Powerful Monopoly". History. لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Dalrymple, William (2020). The Anarchy - The Relentless Rise of the East India Company. London: Bloomsbury Publishing. مخونه xxxv (Introduction). د کتاب نړيواله کره شمېره 9781526634016. لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. (په 30 August 2019 باندې). Lessons for capitalism from the East India Company. Financial Times.
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. Parliament of England (31 December 1600). "Charter granted by Queen Elizabeth to the East India Company". en.wikisource.org. Wikimedia. خونديځ د اصلي څخه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹. Governor and Company of Merchants of London, Trading into the East-Indies منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. "Books associated with Trading Places – the East India Company and Asia 1600–1834, an Exhibition". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مارچ ۲۰۱۴ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Dalrymple, William (2020). The Anarchy - The Relentless Rise of the East India Company. London: Bloomsbury Publishing. مخونه xxxv (Introduction). د کتاب نړيواله کره شمېره 9781526634016. لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Wilbur, Marguerite Eyer (1945). The East India Company: And the British Empire in the Far East. Stanford, Cal.: Stanford University Press. مخونه 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-28645. خونديځ د اصلي څخه ۳۰ مې ۲۰۱۶. لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "East Indies: September 1599". british-history.ac.uk. خونديځ د اصلي څخه ۱۹ نومبر ۲۰۱۴. لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. United Service Magazine - and Naval and Military Journal (1875 - Part III). London: Hursett and Blackett. 1875. مخونه 148 (History of the Indian Navy). لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Shaw, John (1887). Charters Relating to the East India Company - From 1600 to 1761. Chennai: R. Hill, Government of Madras (British India). مخونه 1. لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "East India Company – Encyclopedia". theodora.com. خونديځ د اصلي څخه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۱. لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Kerr, Robert (1813). A General History and Collection of Voyages and Travels. 8. W. Blackwood. مخونه 102. خونديځ د اصلي څخه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Timbs, John (1855). Curiosities of London: Exhibiting the Most Rare and Remarkable Objects of Interest in the Metropolis. D. Bogue. مخونه 264. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Gardner, Brian (1990) [1971]. The East India Company: A History. Dorset Press. مخونه 23–24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88029-530-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Dulles (1969), p106.
  21. Foster, Sir William (1998). England's quest of eastern trade (چاپ 1933). London: A. & C. Black. مخونه 157. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415155182. خونديځ د اصلي څخه ۲۷ جولای ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Wernham, R.B (1994). The Return of the Armadas: The Last Years of the Elizabethan Wars Against Spain 1595–1603. Oxford: Clarendon Press. مخونه 333–334. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-820443-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. East India Company (1897). List of Factory Records of the late East India Company: preserved in the Record Department of the India Office, London. مخونه vi. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. James Mill (1817). "1". The History of British India. Baldwin, Cradock, and Joy. مخونه 15–18. خونديځ د اصلي څخه ۲۷ جولای ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)