د پاني پت دريمه جگړه

د پاني پت دريمه جگړه

تاريخ د ۱۷۶۱ د جنوري پر ۱۴
هېواد پنجاب
پوځونه
د درانیانو واکمني د مرهیټانو واکمني
قوماندان
احمد شاه بابا سداشوراو بھاو

د پاني پت درېیمه جګړه، د ۱۷۶۱ ز کال د جنورۍ په ۱۴ مه، د پاني پت په ښار کې، چې د ډیلي شمالي لور په نږدې ۹۷ کیلومترۍ (۶۰ مایله) کې پروت دی، د مرهټه سترواکي او د افغان نیواک ګرپوځ (د احمد شاه ابدالي پوځ) سره رامنځ ته شوه. په دغه جګړه کې د احمد شاه ابدالي پوځ ، د څلورو هندي متحدینو چې د نجیب الدوله تر قوماندې لاندې روهیلې، د دواب سیمې افغانانو او د شجاع الدواله په نوم د اوده نواب له خوایې ملاتړ کېده. د مرهټه پوځ د سدا شوراهو بهاو له خوا یې لارښوونه کېده، هغه څوک چې د واک له نظره، د چترپتي (د مرهټه پاچا) او پیشوا (د مرهټه لومړي وزیر) له خوا په درېیمه لیکه کې وو. د مرهټه اصلي پوځ، د پېشوا په مشرۍ په دکن کې ځای پر ځای شوی وو.

له پوځي پلوه، دغه جګړه د نجیب الدوله او د ابدالي په مشري د روهیله وو، چې دواړه افغانان وو، ( د زنبورک او جزائل) د سپرې توپ خانې او سپاره درانه نظام په مقابل کې، د مرهټې نظام د سپاره او توپ خانې ترمنځ سیالي نندارې ته وړاندې کوله. دغه جګړه، د اتلسمې پېړۍ له لویو او ډېرو پېښو لرونکو جګړو بلل کېږي او د دواړو پوځونو ترمنځ د جګړیزې نندارې له پلوه، ډېره مرګ ژوبله لري.[۱]

تاریخ لیکونکي ،د جګړې د کره ځای په اړه د نظر اختلاف لري، خو د ډېری تاریخ لیکونکو له نظره، دغه جګړه د کالا امب او نننۍ سانولي واټ ته نږدې رامنځ ته شوې ده. دغې جګړې څو ورځې دوام وکړ، چې په کې ۱۲۵۰۰۰ سرتیرو برخه لرله. د دواړو پوځونو ترمنځ جګړه اوږده شوه او دواړو لورو ګټې او زیانونه لرل. د احمد شاه دراني په مشرۍ ځواکونو، د مرهټوو د څو خواوو له ویجاړولو وروسته، په پایله کې جګړه وګټله. تاریخ لیکونکي د دواړو لورو د مرګ ژوبلې په اړه ډېر اختلافونه لري، خو باور پردې دی چې، په دغه جګړه کې نږدې له ۶۰ تر ۷۰ زره کسه وژل شوي او د ټپیانو او اسیرانو شمېر په اړه هم اختلاف شته. د پېښې له ځایه د یوه لیکل شوي لیک له مخې: (( با خارد کاشي راج شجاع الدوله دیوان له خوا)) نږدې ۴۰ زره مرهټي بندیان، له جګړې یوه ورځ وروسته په سړه سینه ووژل شول. ګرانټ دوف، د دغې عامه وژنې د ژغورل شوي کس یوه مرکه، د مرهټیانو په تاریخ کې شامله کړې او دغه شمېر تاییدوي. شیج واکر، چې مقاله یې پاني پت ۱۷۶۱ ز د جګړې په اړه د ثانوي سرچینې یوه غوره سرچینه بلل کېږي، وايي چې: « د مرهټیانو د وژل شوو شمېر(سرتیري او ناجګړیزه ځواکونه) د جګړې په بهیر او له هغې وروسته،  له ۱۰۰۰۰۰ لږ نه دي».

مخینه(شا لید)

د مغلي سترواکي زوال

د مغولو او مرهټه (۱۶۸۰ــ ۱۷۰۷ ز) ۲۷ کلنه جګړه، د مغولو اورنګ زیب سترواکۍ په ګټه، د مرهټه د سترواکۍ د له منځه تلو لامل شوه. په همدې حال کې، په ۱۷۰۷ ز کال کې د نوموړي له مړینې وروسته، دغه بهیر سترواکۍ ته د رسېدو لپاره د اورنګ زیب د زامنو ترمنځ د شخړې له امله معکوس شو. مرهټیانو تر ۱۷۱۲ ز کال پورې د لاسه وتلې خاورې په بیا نیولو پيل وکړ.  د پېشوا د قوماندانۍ په ترڅ کې، باجي راو د ګجرات، ملوا او راجپوتانه سیمې د مرهټیانو ترکنټرول لاندې راوستې. باجي راو په ۱۷۳۷ ز کال کې، مغول د ډیلي ښار په څنډو کې مغلوب کړل او د اګره په سویل کې یې ډېرې سیمې د مرهټه سترواکۍ تر کنترول لاندې راوستې. د باجي راو زوی بالاجي باجي راو په ۱۷۵۸ ز کال کې، د پنجاب په نیولو سره د مرهټه سترواکي تر ډېره پراخه کړه.

د ۱۷۵۸ زکال مې میاشت په ۴ پیشوا ته د راګو ناترا لیک

د لاهور، ملتان او د اټک په ختیځ کې د صوبې نورې برخې، زموږ د حکومت تر واک لاندې دي او هغه ځایونه چې تراوسه زموږ له حکومت سره نه دي، ډېر ژر به زموږ تر حکومت لاندې راشي. د احمد شاه ابدالي زوی تیمور شاه ابدالي او جهان خان، زموږ د ځواکونو له خوا څارل شوي او ځواکونه یې په بشپړ ډول شیندل شوي دي. دوی اوس له ماتې خوړلو ځواکونو سره پېښور ته رسېدلي دي... په پایله کې، احمد شاه ابدالي له ۱۲تر ۱۴ زره ماتې خوړلو ځواکونو سره کندهار ته ګرځېدلی دی... له دې امله، ټول داحمد شاه دراني پرضد راپورته شوي او نوموړي د سیمې کنترول له لاسه ورکړی دی. موږ پریکړه کړې، چې خپل حکومت تر کندهاره پراخ کړو.

د مرهټیانو دغه کار، په مستقیم ډول د احمد شاه دراني له سترواکۍ (د احمد شاه دراني په نوم هم پېژندل کېږي) سره مخامخ کړل. نوموړي په ۱۷۵۹ ز کال کې د پښتنو او بلوڅو قوم اردو جوړ کړاو څو ځلې یې په پنجاب کې د مرهټیانو کوچنیو ځواکونو ته ماتې ورکړه. نوموړی ، وروسته له خپلو هندي متحدینو ـ د دواب په گنجیتیک افغان روهیلې سره یو ځای شو او د مرهټیانو پرضد یې لوی ائتلاف جوړ کړ.

راګوناتراو د دغه اتحاد د مقابلې لپاره باید شمال ته تللی وای، څو حالت کنترول کړي. راګوناتراو د لوی پوځ غوښتنه وکړه، خو د سدا شوراهو بهاو له خوا چې د ده د تره زوی او د پیشوا دیوان و، رد شو. نوله دې امله، نوموړي پریکړه وکړه، چې له هغه ځایه ولاړ شي. پرځای یې، سدا شوراهو بهاو د مرهټه پوځ د اعلی قوماندان په توګه وټاکل شو او د پاني پت جګړه د ده تر قوماندې لاندې ترسره شوه. [۲]

د سدا شورا بهاو ترمشرۍ لاندې مرهټیانو، له ۴۵ تر ۶۰ زرو سرتیرو په راټولولو سره، د دغه اتحاد پروړاندې غبرګون وښود. دغه راز، نږدې ۲۰۰ زره غیر جنګي سرتیرو، د دغو سرتیرو ملتیا کوله. ډېری یې هغه زیارت کوونکي وو، چې غوښتل یې د هندوستان په شمال کې د هندوانو سپېڅلو درمسالونو او ځایونو ته ولاړ شي. مرهټیانو د ۱۷۶۰ ز کال د مارچ په ۱۴ مه له پتدور نه د شمال پر لور خپل سفر پیل کړ. دواړو لورو غوښتل چې، د نواب اوده چې شجاع الدوله وو، ملاتړ خپل کړي. د جولای په پای کې شجاع الدوله پریکړه وکړه، څو د افغان ـ روهیله له ائتلاف سره یو ځای شي، ځکه غوره یې ګڼله، له هغه پوځ سره یو ځای شي چې، «اسلامي پوځ» بلل کېده. له ستراتيژیک پلوه یې، مرهټیان له لوی زیان سره مخامخ کول، ځکه شجاع الدوله ډېرې مالي سرچینوته، چې د هند په شمال کې د افغان پوځ د اوږد مهاله پاتې کېدو لپاره ورته اړتیا لرله، برابرولې. دغه مسئله، چې ایا د افغان روهیله ائتلاف ،دغه سرچینې  او وړتیاوې لرلې، څو د شجاع له ملاتړ پرته د مرهټیانو پرضد جګړې ته دوام ورکړي که نه؛ په اړه یې شکونه شته.

د مرهټیانو څرګندېدل

ګرانت دوف، د مرهټیانو پوځ داسې راپېژني:[۳]

په ورېښمینو او نایلوني لویو سرو زرو کرښو باندې ښکلې شوې غټې کېږدۍ وې او له لرې واټن نه ښکارېدې. زیات شمېر فیلان، ډول ډول بیرغونه، له ښکلیو زینونو سره تکړه آسونه ... داسې بریښېده چې، له ټولو برخو دې راټول شوي وي... دغه کار تر ډېره د مغولو د ښې سلیقې او ښکلې صف بندۍ ښکارندوی وو.

په منځنۍ دوره کې ( 1712-1757 ز) مرهټیانو، د هندوستان د ډېرو سیمو کنټرول ترلاسه کړ. دوی په ۱۷۵۸ ز کال کې ډیلي ونیو، لاهور یې ونیو او د افغانستان د واکمن احمد شاه ابدالي زوی او نایب السلطنه یې له هغه ځایه وشاړه. دا د مرهټه سترواکۍ د پراخوالي تر ټولو روښانه دوره وه او د دوی د سترواکۍ پولې له شمال نه تر سینده او له سویل نه تر شمالي کریلا پورې رسېدې. د ټولې خاورې واکمني د پيشوا له خوا کېده، هغه څوک چې تل یې د مغولو په تخت باندې د خپل زوی ویشواسرا د کېنولو خبره کوله. په همدې حال کې ډیلي د مغولو تر کنټرول لاندې و او مسلمانو علماوو، لکه: شاه ولی الله او نورو مسلمانو روحانیونو ،په هندوستان کې د دغو پرمختګونو په اړه اندېښنه لرله. دوی له ناچارۍ، د افغانستان واکمن احمد شاه ابدالي ته لاس اوږد کړ، څو دغه ګواښ بند کړي. [۴]

د جګړې تیاری

احمد شاه دراني (احمدشاه ابدالي) چې د زوی او خپلو متحدینو له خبرونو په غصه شوی وو، نه یې غوښتل اجازه ورکړي، څو د مرهټه سترواکي پراخوالی دوام وکړي. د ۱۷۵۹ ز تر وروستیو پورې ابدالي له افغان قبایلو، بلوڅ متحدینو اوروهیله ملاتړو سره لاهور او ډیلي ته رسېدلی او د دښمن کوچنی ځواک یې مغلوب کړی و. احمد شاه په دغه وخت کې خپل پوځ په انوپ ښار کې چې د هېواد په پوله کې وو، ځای پرځای کړ او وې کړای شول چې نواب اوده، چې د شجاع الدوله په نوم یادېده، قانع کړي، څو د مرهټیانو پرضد ائتلاف سره یو ځای شي. مرهټیانو مخکې د (شجاع پلار) صفدرجنګ سره مرسته کړې وه، څو روهیله ته په فرخ اباد کې ماتې ورکړي.[۵]

مرهټیانو د سدا شوراهو بهاو تر مشرۍ لاندې د یوه پوځ په راټولولو او د هند شمال لور ته په خوځېدو سره، د هند شمال ته د افغانانو د ستنېدو پروړاندې غبرګون وښود. د بهاو پوځ د هولکار سېندا، ګیکواندو، ګویند پانت بوندیلي تر قوماندو لاندې د مرهټه وو په ځینو ځواکونو سره پیاوړی شوی و. (د جات له قبیلې د باراتپور حاکم) سوراج مال هم په لومړیو کې له بهاو سره ګډ شو. دغو ګډو ځواکونو، د ۱۷۵۹ ز کال په دسمبر کې د مغولو پلازمېنه ډیلی، د افغان ځواکونو له یوې وړې ډلې ونیو. له دې وړاندې، ډیلي چې څو ځلې د یرغلونو له امله له خاورو سره  خاورې شوی و، بیا چورشو. ویل کېږي چې: نوموړي پلان درلود، چې خپل وراره  او د پېشوا زوی ویشوا سراو د ډیلي پر تخت کېنوي. د جات قبيلې خلکو، له مرهټیانو  ملاتړ ونه کړ. له جګړې نه د دوی پر شاکېدو، د پایلې په برخه کې مهمه ونډه لرله. ابدالیانو په بوراری ګات سیمه کې د مرهټیانو په کوچني پوځ باندې، چې مشري یې د داتاجي شندي له خوا کېده، په برید سره لومړی د وینې توییدل پيل کړل. په دغه جګړه کې داتا جي ووژل شو.[۶][۷]

له جګړې مخکې وړې نښتې

په کنجپورا کې د افغانانو ماتې

دواړه پوځونه د جګړې لپاره د تیارسئ په حال کې وو، ډېر پوځي پرېدونه ترسره شول او د دواړو پوځونو ترمنځ په کارنال او کنجپورا کې وړې نښتې هم وشوې. کنجپورا چې د یامونا سیند په څنډه او د ډیلي شمالي په ۶۰ مایله کې واقع ده، د مرهټیانو له توپان سره مخامخ شوه او ټول افغان ځواکونه یا ووژل شول او یا هم یرغمل شول. مرهټیانو وکړای شول، په کنجپورا کې د ۱۵۰۰۰ افغان ځواکونو پروړاندې، چې هلته ځای پرځای شوي وو، یوه نسبي اسانه بریا ترلاسه کړي. د ابدالي ځینې غوره جنرالان، لکه: نجابت خان هلته ووژل شو. احمد شاه له یامونا سیند هاخوا، چې د سخت اورښت له امله یې اوبه ډېرې شوې وې، نه شو کولای چې، له خپلو ځواکونو سره مرسته وکړي. د کنجپورا ځواکونو عامه وژنه، چې د درانیانو پنډ غالي د سترګو پروړاندې ترسره شوې وه، ابدالیان دومره په قهر کړي وو چې، لارښوونه یې وکړه، هر ډول چې کېږي، باید له سیند نه واوړي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

افغانان له یامونا سیند نه تېریږي

احمد شاه او متحدینو یې په ۱۷۶۰ ز د اکتوبر په ۱۷ مه نېټه، له شاه درې تېر شول او د سویل پر لور وخوځېدل. ابدالي د حساب شوي ګواښ له مخې، سیند ته ور ښکته شو، ساتونکي او ځواکونه یې په پسې شول. دوی وتوانېدل، چې د اکتوبر په ۲۳مه او ۲۵مه له باګ پت ( هغه ښار چې د سیند پاسنۍ برخې په ۲۴ مایله واټن کې دی) پرته له دې چې، د مرهټیانو کوم چې د کنجپورا په چور او تالان بوخت وو، له مقاومت سره مخامخ شي.[۱۲]

سرچينې او ياداښتونه

  1. Black, Jeremy (2002). Warfare In The Eighteenth Century. Cassell. ISBN 978-0304362127.
  2. Raghunathrao
  3. Keene, H. G. The Fall of the Moghul Empire of Hindustan. Vol. VI. pp. 80–81.
  4. Agrawal, Ashvini (1983). "Events leading to the Battle of Panipat". Studies in Mughal History. Motilal Banarsidass. p. 26. ISBN 978-8120823266.
  5. Shejwalkar, Trimbak. Panipat 1761. ISBN 9788174346421.
  6. Mogul Empire. The Development of the British Empire. Houghton Mifflin. 1922. p. 91.{{cite book}}: CS1 errors: unsupported parameter (link)
  7. Agrawal, Ashvini (1983). "Events leading to the Battle of Panipat". Studies in Mughal History. Motilal Banarsidass. p. 26. ISBN 8120823265.
  8. Also see Syed Altaf Ali Brelvi, Life of Hafiz Rahmat Khan. pp. 108–09.
  9. Verma, Abhas (2013). Third Battle of Panipat. ISBN 9788180903328.
  10. Imperial gazetteer of India: provincial series. Supt. of Govt. Print. 1908. pp. 314–. بياځلي په 29 June 2013.
  11. Lateef, S M. "History of the Punjab". p. 235.
  12. Shejwalkar, Trimbak. Panipat 1761. ISBN 9788174346421.