يږ ټاپو

ټاپو په سوالبرد کي

يږ ټاپو (ناروېژي ژبه: Bjørnøya‎، تلفظ نارویجي: [ˈbjø̀ːɳœʏɑ]) يو ټاپو دی چي د سوالبرد ټاپوډلې و بلکل سويلي لورې ته پروت دی. دا ټاپو د بارینتس سمندر په لویدیځه برخه کي موجود دی؛ او نوموړی ټاپو د سپيتسبرګین او نوردکاپ علاقو په تقریبا منځ کي وجود لري، مطلب د دواړو سيمو څخه دلته د وﺭتګ واټن يو برابر دی.

يږ ټاپو
د يږ ټاپو د د هوا پېژندنې اډه چي ددې ټاپو په مرکز هرويګ‌هاما کي موجوده ده
د يږ ټاپو د د هوا پېژندنې اډه چي ددې ټاپو په مرکز هرويګ‌هاما کي موجوده ده
د يږ ټاپو د د هوا پېژندنې اډه چي ددې ټاپو په مرکز هرويګ‌هاما کي موجوده ده

يږ ټاپو د سوالبرد په نقشه کې بلکل لاندې و کېڼ لورې ته په ۴کونجه بکس کي ښکاري.
يږ ټاپو د سوالبرد په نقشه کې بلکل لاندې و کېڼ لورې ته په ۴کونجه بکس کي ښکاري.
يږ ټاپو د سوالبرد په نقشه کې بلکل لاندې و کېڼ لورې ته په ۴کونجه بکس کي ښکاري.

د يږ ټاپو ځانګړې پښتو نخشه
د يږ ټاپو ځانګړې پښتو نخشه
د يږ ټاپو ځانګړې پښتو نخشه
کورډيناټ ۷۴°۲۶′۲۴″شمال ۱۹°۰۲′۵۱″ختیځ / 74.44°شمال 19.0475°ختيځ / 74.44; 19.0475   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱] [۲]
هیواد ناروې   ويکيډاټا کې (P17) ځانګړنې بدلې کړئ
تر ټولو لوړه څوکه ميزرفييلله   ويکيډاټا کې (P610) ځانګړنې بدلې کړئ
سمندر بارینتس سمندر
پلرنی ټاپو سوالبرد
علاقه (کيلومتر٢) ۱۷۸ کیلومتره مربع
حکومت
حکومت ناروې   ويکيډاټا کې (P17) ځانګړنې بدلې کړئ
د اوسېدونکو شمېر ۹
وخت يو ټي سي ٠١:٠٠+   ويکيډاټا کې (P421) ځانګړنې بدلې کړئ
جيو کوډ 2731865[۳]  ويکيډاټا کې (P1566) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

يږ ټاپو د هالنډي پلټونکو ویليم بارينتس او ياکوب وان هيمسکرک لخوا د جون پر ۱۰مه په کال ۱۵۹۶ کي وموندل سو. دا ټاپو د قطبي اېږ په نامه هغه مهال ونومول سو چي همدغه دوو هالنډي پلټونکو يو يږ هلته د لامبو پر مهال وليد. يږ ټاپو د تیرا نولیوس (terra nullius) په توګه په پام کې نیول سوی وو، او وروسته د ۱۹۲۰م کال د سوالبرد تړون پر اساس دا ټاپو هم د سوالبرد اړوند نورو جزېرو په څېر د ناروې د واکمنۍ برخه سوه.

سره له دې چي دا ټاپو په يوه لېري او بې ګټې (بې حاصله) علاقه کې ځای پر ځای دی، خو بيا هم پکښي په تیرو پیړیو کې سوداګریز فعالیتونه لکه؛ د ډبرو سکرو کان کیندنې، کب نیولو او نهنګ‌ښکار ترسره سوي دي. په هرصورت، په دې ټاپو کې هیڅ ډول اوسېدنځای هم تر څو کلونو ډیر دوام ونکړ. او نوموړی ټاپو اوس د خلکو څخه خالي دی، البته يوازې هغه خلګ چي ددې ټاپو د هوا پېژندنې په اډه کي چي (هرويګ‌هاما) نومېږي دنده ترسره سره کوي دلته ځای پر ځای دي. په ٢٠٠٢م کال کې دا ټاپو سره د هغه سمندري اوبو چې په څنډه کې يې بهېږي، د طبیعي زیرمې په توګه اعلان سو.

تاريخ

 
د نهنګ‌ښکار د مرکز پاته سوې کچره په کوالرو‌س خليج، يږ ټاپو کي
 
يږ ټاپو (ناروې)

د وایکینګ د دوﺭ ماڼوګانو شايد د يږ ټاپو اړوند معلومات لرل، مګر مستند سوی تاریخ يې د ۱۵۹۶م کال د هغه وخت څخه سو چې ویليم بارينتس په خپل دریم سفر کې دا ټاپو ولید. هغه دغه ټاپو ته د "Vogel Eylandt" نوم وﺭکړ چي پښتو نوم يې "مرغه ټاپو" دی. [۴] سټیون بینټ په ۱۶۰۳ او ۱۶۰۴ کې نور سفرونه ترسره کړه، او په هغه وخت کي يې د سمندري سرکوزو د نفوس بډاینې (ډېروالۍ) ته هم پام سو. د ۱۷مې پیړۍ د پیل په لومړيو وختونو کي دا ټاپو د سمندري سرکوزي او دې ته ورته ژويو د ښکار د يوې اډې په توګه کارول کېده. همدارنګه؛ د سمندري مرغيو هګاني هم تر کال ۱۹۷۱ پورې د مرغیو د زيات شمېر نفوس لرونکو علاقو څخه راټولېدې.[۵]

د مسکووي شرکت په ۱۶۰۹ کال کې د انګرېز حکومت لپاره پر دې ټاپو دعوه وکړه، مګر ددې دعوې څخه بيرته هغه وخت پر شا سوه چې د سمندري سرکوزو ښکار مخ پر کمېدو سو. په ۱۸مې پیړۍ کې دلته يوه روسي اوسېدنځای شتون درلود، او همدغه اوسېدنځای پاته ثبوتونه وروسته د روسیې د امپراتورۍ لخوا د ځمکنۍ دعوې د بنياد د اصل اساس په توګه په ۱۸۹۹ کي وکارول سول، او تردې وروسته بيا د شوروي اتحاد هم بلکل همدغه کړنه په کال ۱۹۴۷ کې بياځلي ترسره کړل.[۶] د يږ ټاپو هیڅکله هم په پراخه کچه يو ډول اوسېدنځای نه وو. د شلمې پیړۍ له پیل څخه د سمندري سرکوزو د اډې پاتې شونې د کوالرو‌س خليج ("سمندري سرکوزی دﺭه") سيمې په سویل ختیځ کې لیدل کیدی سي. له ۱۹۱۶ څخه تر ۱۹۲۵ پورې، د ډبرو د سکرو د راايستلو فعاليت د شمال ختیځ ساحل په يوه کوچنۍ سیمه کې چي تونهايم نومېده ترسره کېدی، مګر د ګټې د نه لاسته راوړلو له امله بیا دا کان کیندنه پای ته ورسېدل. د سړې هوا له امله، د اوسېدنځای پاتې شوني لکه؛ د سمندر پر کيناره باندې نيم نړېدلۍ پول، او بخار اورګاډۍ يې دوې ښه ساتلې نمونې دي تراوسه پورې هلته ځاي پر ځاي دي.

د يږ ټاپو ستراتیژیک ارزښت د ١٩مې پېړۍ په وروستیو کې هغه مهال وپیژندل سو، چي د روس او المان امپراتورۍ په بارینتس سمندر کې خپله لېوالتیا په ډاګه کړه. المانی ژورنالیست او خطرمنونكى چي تیوډور لیرنر نومېده، په ١٨٩٨ او ١٨٩٩ کې ددې ټاپو څخه لیدنه وکړه، او بيا يې ددې ټاپو د څښتن توب (مالکیت) د حقوقو ادعا هم وکړه. په ۱۸۹۹ کې، د آلمان کب نیولو ټولنې چي لنډ نوم يې (دوف) دی، په بارینتس سمندر کې د نهنګ‌ښکار او کب نیولو څیړنې پیل کړي. د دوف ټولنه په ​​پټه د جرمني د سمندري ځواکونو سره په تماس کې وه، او جرمن فوځ د يږ ټاپو د نيولو (لاندې كولو) نظر هم په پام کې نیول سوي وه. دې پرمختګونو ته په غبرګون کې، د روسیې بحري ځواک خپل دفاعي بېړۍ (Cruiser) چي سويتلانا نومېده و يږ ټاپو ته ورواستوو، چې هلته ددې کړنو پلټنه وکړي، او پس له دې روسانو د جولای پر ٢١مه په کال ١٨٩٩ کې په يږ ټاپو کې خپل بیرغ پورته کړ. که څه هم Theodor Lerner ددې عمل په خلاف احتجاج وکړ، خو هیڅ تاوتریخوالی ترسره نسو، او دا مسله په دیپلوماتیک ډول حل سوه، او هيڅ يوه هيواد هم پر ېږ ټاپو باندې د څښتن توب (مالکیت) ادعا ونکړه.[۴]

دا ټوله ټاپو د ۱۹۱۸ کال څخه تر ۱۹۳۲ پورې د سکرو د کان کیندنې د يو شخصي کمپنۍ ملکيت وو؛ ددې شخصي کمپنۍ نوم بيورنوون دی، چي د ستوانګر د شرکتونو د ټولګې لخوا د ارنه هابیت په مشرۍ پیل سوه، او په ۱۹۳۲ کال کي د ناروې حکومت ددې کمپنۍ ونډې (شېرز) ترلاسه کړل؛ يعني کمپنۍ يې د حکومت ملکيت کړ. بيورنوون اوس د دولتي شرکت په توګه شتون لري، او د Kings Bay AS کمپنۍ سره په ګډه اداره کېږي، د Kings Bay AS شرکت د سپيتسبرګین د Ny-Ålesund سيمي عملیات هم پرمخ وړي.[۷] په ۱۹۱۹ کې د هرويګ‌هاما سيمې په شمالي ساحل کې يو ناروېجن راډیو مرکز (Bjørnøya Radio، د اړیکي شمیره: LJB[۸]) هم پرانيستل سو. وروسته د راډيو دا مرکز نور هم پراخ سو او د هوا پېژندنې يوه اډه پکښې ورزياته سوه.

ددې لحاظه چې د اتلانتيک سمندر څخه د سپینې بحیرې و بندرونو ته د بار وړونکو او راوړونکو بېړيو لارې د بارینتس سمندر څخه تېرېږي، نو ځکه و يږ ټاپو ته نږدې اوبو د دوهمې نړیوالې جګړې او سړې جګړې پر مهال یو څه ستراتیژیک اهمیت درلود. که څه هم سوالبرد د جرمني لخوا نه وو نيول سوی، خو کريګسمارينې هلته د ګوتو په شمېر د هوا پېژندنې مرکزونه جوړ کړل. په کال ۱۹۴۱ کې په همدې ټاپو کې يو اتومات راډیو سټېشن هم ځای په ځای سو. الماني پوځیانو د يږ ټاپو په شاوخوا اوبو کې پر يو څو ارکټیک کاروانونو باندې حملې ترسره کړې، ځکه چې دا هغه اکمالاتي کاروانونه وه چې د شوروي اتحاد لپاره يې د پوځي اکمالاتو مرستې برابرولې. جرمن پوځ و کاروان پ‌ق ١٧ ته د ۱۹۴۲ کال د جون او جولای په میاشتو کې ډیر سخت زیانونه ور واړول، خو دا ډول حملو د بارینتس بحر په جګړه کې چې د ۱۹۴۲ د نوي کال پر شپه باندې ترسره سول چندانې خاص تاثیر ونکړ. د يږ ټاپو د سویل ختیځ سېمې اوبه په ۱۹۴۳ کال کې د نورو سمندري جګړو صحنه هم وه. په نومبر ۱۹۴۴ کې، د شوروي اتحاد د سوالبرد تړون د لغوه کولو وړاندیز وکړ، او اراده يې دا وه چي د يږ ټاپو د څښتن توب (مالکيت) دعوه وکړي. د شوروي اتحاد او د ناروې د جلاوطنۍ حکومت د بهرنیو چارو وزير تريګوه لي تر منځ خبرو اترو د دوهمې نړیوالې جګړې تر پايه پورې داسې هيڅ ډول تړون ته لاره ونه موندل، او د شوروي دا وړاندیزونه هیڅکله هم پلي نسوه.[۴] په هرصورت، شوروی اتحاد (او وروسته بيا روسیه)، په دې وتوانېدل چې په سپيتسبرګین کې یو څه شتون ولري، او نن ورځ د سوالبرد د بارینتسبورګ ښارګوټی پر ناروېجنه خاوره د روسانو ملکيت دی.

په ٢٠٠٢م کال کې د سوالبرد ولایتي مقام دا ټاپو په ګډون دد ټاپو د شاوخوا اوبو د طبیعي زیرمې په توګه اعلان کړ، خو په دې اعلان کې د ناروې د حکومت د هوا پېژندنې د اډې د شاوخوا ۱٫۲ کیلومتر مربع (۱۳٬۰۰۰٬۰۰۰ مربع فوټه) سيمه نده شامله. دا طبیعي زېرمه د ټاپو د ساحل څخه د څلور سمندري مايلونو (۷،۴ کیلومتره (۴،۶ میله)) په شاوخوا ټولو اوبو کي هم پلي کېږي.[۹] په ۲۰۰۸ کال کې بيا بله پریکړه وسوه چې دا مقدار د ۴ سمندري ميلو څخه و ۱۲ سمندري ميله (۲۲ کیلومتره) ته وغځوي، ددې کړني په ترسره کېدو سره د طبیعي زیرمې سيمه نوره هم پراخه سول، او تردې وروسته د طبیعي زیرمې سيمه له ساحل د پیل څخه د ټاپو پر ټوله ۱۷۷ مربع کیلومتره (۶۸ مربع میله) او د سمندر پر ۲،۸۰۵ مربع کیلومتره (۱،۰۸۳ مربع میله) پوښي. [۱۰] نن ورځ، د ټاپو یوازیني اوسېدونکي نهه تنه دي[۱۱] هغه هم د ناروې د هوا پېژندنې د اډې کاريګر دي چې په په هرويګ‌هاما علاقه کې ځای پر ځای دي. دا اډه د هوا پیژندنې اړوند کتنې ترسره کوي او د لوژستیک او مخابراتو خدمات چمتو کوي، په شمول د راډیو ګړۍ پر لوړې فریکونسي (HF) چینلونو 2182/2168 او د ډېرې لوړې فریکونسي (VHF) چینلونه پر 16/12 باندې. د هوا وړاندوینې هره ورځ دوه ځله ددې مرکز څخه لېږدول کیږي، چې پر لوړه فریکونسي (HF) 2182/ډېره لوړه فریکونسي (VHF) 16 باندې اعلانېږي. دغه مرکز د چورلکې تمځای هم لري چې د ناروې ساحلي ځواکونه، ناروېجن سکواډرن ٣٠٠، او د سوالبرد د والي لخوا ترې کار اخیستل کېږي.

د يږ ټاپو اړوند فلم (د پښتو ژبې د خط سره) چي په اوسني وخت کې دددې ټاپو د شهرت د سببونو څخه يو دی. دا فلم ترډېره د هرويګ‌هاما او کوالروس خليج په سېمو کې جوړ سوی دئ

ناروېجن پولر انسټیټیوټ و ېږ ټاپو ته کلني سفرونه ترسره کوي، چې ډیری یې د مرغان پېژنې د پلټنو سره تړاو لري. د څیړنې ځينې نورې پروژې، چې ډیری یې په جغرافیایي او هوا پیژندنې پورې اړه لري، وس د پخوا په پرتله لږ ترسره کېږي. بیجرنیا ته د انفرادي سفر لپاره ډیر لږ فرصتونه شتون لري د يو وګړي لپاره و دې ټاپو ته په يوازې سر د سفر ډېږ لږ ممکنه فرصتونه شتون لري. اماتور راډیو چلونکي د ګرميو په مياشتو کې کله ناکله ډي‌ایکسپیډېشنونه ترسره کوي.

د چاپیریال اندیښنې

که څه هم اوس مهال ېږ ټاپو یا ددې ټاپو په نږدې سيمو کې هیڅ صنعتي فعالیتونه شتون نلري، د زهرجن او راډیو اکټیو موادو پواسطه ککړتیا د ټاپو د هغه طبيعت لپاره چي تراوسه پورې ليدل سوی لا نه دی ته یو ستر ګواښ دی.

اوسنۍ سپړنې (پلټنې) چي په بارينتس سمندر کي ترسره کېږي، او ورسره هغه وروستي کړنې چي په پايله کې يې د ناروې د شمالي ساحل څخه هاواخوا د Snøhvit د ګاز ساحه نوره هم پراخه کړل سوه، دا خبره په ډاګه کوي چې د چاپېریالپوهنې له پلوه حساس د ناروېجن سمندر او د بارينتس سمندر قطبي او نيمه قطبي سمندري سیمو باندې د پټرولو او ګازو د صنعتي کمپنیو خاص نظر دی.[۱۲]

د Bellona په نامه د چاپیریال اړوند ادارې د ناروې پر حکومت باندې نيوکه کړې ده چي ددې فعالیتونو جواز ورکول يې پرته له کوم باوري محیطي اغیزې له مطالعې څخه ورکړي دي. [۱۳]

ارګانيک زهر، په ځانګړي توګه پولیټ کلورینیټ بایفینیل (PCB) د يږ ټاپو په بیولوژیکي نمونې کې په ډېر لوړ غلظت (کچه) باندې وجود لري، په خاصه توګه په هغه Arctic char کبانو کې چي د Ellasjøen په تازه اوبو ژوند کوي.[۱۴] د شوروي اتحاد اتومي اوبتل کمسومولتس د اپریل پر ٧مه په کال ١٩٨٩ کې د يږ ټاپو و سویل لویدیز لورې ته د شاوخوا ۱۳۵ سمندري ميلو په واټن کې ډوبه سوه.[۱۵] امکان لري چې د راډیو اکټیو وړانګو خپرېدل چي د همدې اوبتل د اټومي مرمیو د سرونو څخه ترسره کېږي دا مهال ستونزې رامنځته کوي، او د شاوخوا اوبو د ککړتیا لامل سوی دی.[۱۶]

دا هم وګورئ

سرچينې

  1.     {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  2.     {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  3. پیوستون : 2731865  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Arlov، Thor B. (2003). Svalbards historie (in ناروېئي). Trondheim: Tapir Akademisk Forlag. ISBN 82-519-1851-0. {{cite book}}: Cite has empty unknown parameter: |1= (help)
  5. Circumpolar Seabird Working Group (2001). "Seabird harvest regimes in the circumpolar nations" (PDF). بياځلي په December 20، 2007.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link) [مړه لينکونه]
  6. Meissner, Hans Otto (1963). Unknown Europe. trans. Florence and Isabel McHugh. London and Glasgow: Blackie & Sons. pp. 158–170.
  7. Norwegian Ministry of Trade and Industry (2005). "The State's Ownership Report 2004" (PDF). بياځلي په February 27, 2006. [مړه لينکونه]
  8. "List of coastal radio stations" (PDF). World Meteorological Organisation. 2005. بياځلي په October 9, 2006. [مړه لينکونه]
  9. Sysselmannen på Svalbard (د سوالبرد والي) (2005). "Forvaltningsplan for Bjørnøya 2005–2010 ("د يږ ټاپو د ۲۰۰۵–۲۰۱۰ لپاره اداري پلان")" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on اکتوبر 29, 2005. بياځلي په نومبر 24, 2005.
  10. "Enlarged nature reserve around Bear Island". Svalbardposten. The Norway Post. December 18, 2008. بياځلي په December 18, 2008. [مړه لينکونه]
  11. "Badet naken på Bjørnøya ("Swam naked on Bear island")". 2008.
  12. Norwegian Petroleum Directorate (2005). "Barents Sea exploration celebrates 25 years". خوندي شوی له the original on نومبر 25, 2005. بياځلي په مارچ 1, 2006.
  13. Buch, Cato (2002). "Snøhvit: Reasons for Bellona's opposition". خوندي شوی له the original on فبروري 10, 2006. بياځلي په اکتوبر 18, 2005.
  14. Herzke, D.; Evenset A.; et al. (2004). "Polybrominated diphenylethers in biota from Bjørnøya (Bear Island)" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on September 28, 2007. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  15. Montgomery, George (1995). "The Komsomolets Disaster". Center for the Studies of Intelligence. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  16. Gwynn, J.P.; Dowdall, M.; Lind, B. (2004). "The Radiological Environment of Svalbard" (PDF). Norwegian Radiation Protection Authority. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)