ویلیام هېنري هارېسن

ویلیام هېنري هارېسن (د فبروی ۹مه، ۱۷۷۳- د اپریل ۴، ۱۸۴۱ز) یو امریکایی پوځي افسر او سیاستوال و، چې په ۱۸۴۱ز کال يې د امریکا د نهم ولسمشر په توګه خدمت وکړ. هارېسن پر چوکۍ له کېناستلو څخه ۳۱ ورځې وروسته مړشو او دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لنډه ولسمشري ده. هغه همدا ډول د امریکا لومړنی ولسمشر و چې د دندې پر مهال مړ شو او د هغه په مرګ سره یو لنډمهالی قانوني کړکېچ رامنځ ته شو، ځکه هغه مهال د امریکا په اساسي قانون کې د ولسمشر د دې ډول مړینې پر مهال د واک لېږد په بشپړه توګه نه و واضح شوی. هارېسن وروستی ولسمشر و، چې په دیارلسو مستعمرو کې د بریتانیې د تبعه په توګه زېږېدلی و او د بېنجامین هاریسن، چې د امریکا ۲۳ ام ولسمشر و، نیکه و.

ویلیام هېنري هارېسن
(انګلیسي: William Henry Harrison د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ویلیام هېنري هارېسن
ویلیام هېنري هارېسن

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ فبروري ۱۷۷۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 4 اپرېل 1841 (68 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي [۱۳]
سپينه ماڼۍ [۱۴][۱۵]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار پنځم بنجامین هاریسون   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ
پوځي افسر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲]
لاتين ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د ۱۸۱۲م کال جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ویلیام هېنري هارېسن
ویلیام هېنري هارېسن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هاریسن د ویرجنیا ایالت په چارلیس سیټي کاونټۍ کې وزېږېد. پلار يې د امریکا د بنسټګرو له ډلې څلورم بینجامین هاریسن و. د پوځي ژوند پر مهال، هاریس د ۱۷۹۴ز کال  د فالېن ټېمبرز په جګړه کې برخه واخیسته. په یاده جګړه کې بریا د امریکايي پوځ په برخه شوه او په پایله کې یې د شمال لویدیځو سورپوستو جګړه پای ته ورسېده. وروسته هغه په ۱۸۱۱ز کال کې د تیکومیش اتحاديې پر ضد د تیپېکانو د جګړې مشري کوله او د "زړو تیپېکانو" نوم پرې کېښودل شو. هغه د ۱۸۱۲ز کال جګړې په بهیر کې د تورن جنرال رتبې ته ترفیع وکړه او په بره کاناډا کې يې د تېمز په بریالۍ جګړه کې د پلیو او سپرو لښکرو مشري کوله.

د هارېسن سیاسي ژوند، په ۱۷۹۸ز کال هغه مهال پیل شو، چې دی د شمال لوېدېځې سیمې وزیر وټاکل شو، په ۱۷۹۹ ز کال کې د امریکا د استازو په جرګه کې پرته له رایو د همدې سیمې استازی وټاکل شو. هغه په ۱۸۰۱ ز کال کې د نوې جوړې شوې انډیانا سیمې والي شو او د امریکايي سورپوستو قبیلو سره يې د ګڼو تړونونو په مذاکراتو کې برخه واخیسته، ځکه دې خلکو میلیونونه جریبه ځمکه درلوده. د ۱۸۱۲ز کال له جګړې وروسته، هغه اوهایو ایالت ته ولاړ او هلته د امریکا سنا ته وټاکل شو، خو دا دنده يې ځکه لنډه وه، چې په ۱۹۲۸ ز کال کې د ګران کولمبیا لپاره ټولواک وزیر وګومارل شو.

هاریسن د اوهایو ایالت په شمالي بېنډ سیمه کې شخصي ژوند ته راستون شو، ترهغو چې د ۱۸۳۶ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره د وېګ ګوند یو له نوماندانو څخه و. هغه ته دموکرات مرستیال ولسمشر مارټین وان بورېن ماته ورکړه. څلور کاله وروسته، یاد ګوند، نوموړی بیا د ولسمشرۍ لپاره نوماند کړ او جان ټایلر یې مرستیال و او شعار يې "تیپېکانو او ټایلر هم" و. هاریسن وان بورېن ته د ۱۸۴۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته ورکړه او په دې توګه دی د وېګ ګوند، له یوازې دوو نوماندانو (دویم یې زاکاري ټایلر) څخه و، چې د ولسمشرۍ ټاکنې يې وګټلې.

د پرانیستې له مراسمو څخه یوازې درې اونۍ وروسته، هارېسن ناروغ شو او بیا څو ورځې وروسته مړ شو. د واک د واګو او دندو د ترلاسه کولو په اساسي قانون کې د پېچلتیا او ابهام له هواري وروسته، ټایلر ولسمشر شو. په ۶۸ کلنۍ کې، هاریس تر ټولو زوړ سړی و، چې د ولسمشرۍ واګې یې ترلاسه کړې. ورپسې په ۱۹۸۰ ز کال کې، بیا ۶۹ کلن رونالډ رېګن و، چې ډېر مشر سړی و. که څه هم هغه، د خپلې لنډې واکمنۍ له امله د تاریخي ولسمشرانو له درجه بندۍ غورځول کېږي، خو بیا هم له سورپوټکو سره د چلند او د پنځوونکو کمپایني تکتیکونو په سبب د ده نوم لاهم یادېږي.

ماشومتوب او زده کړې سمول

هاریسن، د څلورم بنجامین او الیزابیت (باسیت) هاریست، اووم او تر ټولو کوچنی زوی دی، چې د ویرجنیا ایالت د چارلېس سیټي کاونټۍ د جیمز سیند سیمې د برکلي په ځمکو کې د هارېسن په پلرني کور کې زېږېدلي. دا په خټه انګلیسي مخکښه سیاسي کورنۍ وه، چې پلرونه او نیکونه يې د ۱۶۳۰مو ز کلونو څخه راپدېخوا په ویرجنیا کې اوسېدل. دی د امریکا وروستی ولسمشر دی، چې د امریکايي تبعه په توګه زېږېدلی نه و. د هغه پلار د ویرجنیا ایالت ځمکوال و او په اقلیمی کانګرس کې له ۱۷۷۴ څخه تر ۱۷۷۷ ز رپورې استازولي کړې ده او د خپلواکۍ اعلامیه يې لاسلیک کړه. د هغه پلار د ویرجنیا ایالت قانون جوړوونکی او د امریکايي انقلاب پرمهال او له هغه راوروسته، د ویرجنیا ایالت پنځم والی و (۱۷۸۱-۱۷۸۴ز). د هاریسن مشر ورور کارتر باسیت هاریسن، د استازو په جرګه کې د ویرجنیا استازولي کوله (۱۷۹۳-۱۷۹۹ز). [۱۶][۱۷][۱۸]

هاریسن تر ۱۴ کلنۍ پورې په خپل کور کې زده کړې وکړې او بیا همپډن-سیډني کالج ته ولاړ. یاد کالج د عیسویت په پریزبیتاري فرقه پورې تړلی و. هغه هلته د درېو کلونو لپاره درس ولوست او په لاتیني، یوناني، فرانسوي، منطق او بحث کې یې دودیزې زده کړې وکړې. د هغه پلار چې د عیسویت په اپیسکوپال فرقې پورې تړلی و، هاریسن یې له یاد کالج څخه په ډېر احتمال د مذهبي دلایلو پر سر راویوست او له لږ ځنډ وروسته يې، بیا د سوت امپټن کونټۍ په یوه اکاډمۍ کې شامل کړ. ورپسې په ۱۹۷۰ ز کال کې، په رېچمونډ کې به له خپل مشر ورور بنجامین سره په فلاډلفیا کې کالج ته روان و. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

رابرټ موریس د هاریسن سرپرستي په غاړه واخیسته او لږ وروسته یې پلار، د ۱۷۹۱ ز کال په پسرلي کې مړ شو. هغه له ډاکتر بینجامین رش او مشر ویلیام شیپن سره د پنسلوانیا په پوهنتون کې طبابت ولوست، خو فارغ نه شو، بیا په ۱۷۹۳ ز کې د پېن په طبي پوهنتون کې زده کړې کولې. هغه یوازې د ۱۸ کلونو و چې  موریس د هغه سرپرست شو او کورنۍ يې د ښوونځي د لګښتونو پیسې نه درلودې، نو ځکه دی له طبي پوهنتون څخه اخراج شو او د پلار د یوه ملګري والي درېیم هېنري لي په مشوره پوځ ته ورننوت. [۲۳][۲۴]

پوځ ته ورتګ سمول

له والي هېنري لي سره له خبرو وروسته، د ۲۴ ساعتونو په دننه کې، د ۱۷۹۱ز کال د اګست میاشتې په ۱۶مه نېټه، د ۱۸ کلونو په عمر، هاریسن په پوځ کې افسر وټاکل شو او په لومړنۍ امریکايي پوځي چوڼۍ کې پر دنده وګمارل شو. هغه لومړی په شمال لویديځه سیمه کې د سینسیناټي په فورټ واشنګټن کې توظیف شو، ځکه هلته پوځ په شمال لویدیځ کې له سورپوستو سره په جګړه کې ښکېل و. [۲۵][۲۶]

هاریسن ته د ډګرجنرال "لیوني انتوني" واین له خوا، دویم بریدمني ته ترفیع ورکړل شوه. ډګرجنرال انتوني په ۱۷۹۲ز کال کې د لویدیځ پوځ قومنداني وروسته له  هغه په غاړه واخیسته، چې د ارتور کلېیر تر مشرۍ لاندې یې سخته ماتې خوړلې وه. په ۱۷۹۳ز کال کې، هغه د واین یاور شو او په لومړۍ کرښه کې يې د پوځ د قوماندې مهارتونه ترلاسه کړل. هغه د ۱۷۹۴ز کال د اګسټ میاشتې په ۲۰مه نېټه، د فالېن ټېمبر په جګړه کې چې د شمال لویدیځو سورپوستو پر ضد جګړې ته يې د پای ټکی کېښود او د واین مطلقه بریا وه، برخه درلوده. هاریسون د واین د شاهد په توګه د ګرینویل تړون (۱۹۷۵ز) له لاسلیک کوونکو څخه یو وو، ځکه هغه مهال واین د امریکا ستر مرکچي و. د یاد تړون له مخې، د سورپوستو ائتلاف د امریکا فدرال حکومت ته د خپلو ځمکو یوه برخه وروسپارله او د مېشتېدو په موخه یې، د اوهایو ایالت دوه پر درې برخه پرانیسته.  [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

په ۱۷۹۳ز کال کې د هغه د مور له مړینې څخه وروسته، هاریسن ته په ویرجنیا کې د هغه د کورنۍ د شتمني یوه برخه په میراث ورسېده چې په هغې کې نږدې ۳۰۰۰ ایکړه (۱۲کیلومترمربع) ځمکه او ګڼ شمېر غلامان وو. هاریسن هغه مهال په پوځ کې دنده ترسره کوله او ځمکه يې په خپل ورور خرڅه کړه. [۳۱][۳۲]

سرچینۍ سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118982788  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12184486w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/William-Henry-Harrison — subject named as: William Henry Harrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6v69m7n — subject named as: William Henry Harrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/452 — subject named as: William Henry Harrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32287.htm#i322866 — subject named as: William Henry Harrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/harrison-william-henry — subject named as: William Henry Harrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=harrisonw — subject named as: William Henry Harrison
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=william+henry;n=harrison — subject named as: William Henry Harrison
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/25518 — subject named as: William Henry Harrison — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  11. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=24473 — subject named as: William Henry Harrison — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. The American Presidency Project — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۲۱ — آرشيف اصل — دوتنه: John T. Woolley
  13. پیوستون : 118982788  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  14. The American Presidency Project — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۲۱ — آرشيف اصل — دوتنه: John T. Woolley
  15. http://web.archive.org/web/20210510010059/https://www.whitehousehistory.org/bios/william-henry-harrison — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۲۱ — آرشيف اصل
  16. "William Henry Harrison". Touring Ohio, Heart of America. د لاسرسي‌نېټه November 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Smith, Howard; Riley, Edward M., المحررون (1978). Benjamin Harrison and the American Revolution. Williamsburg, VA: Virginia Independence Bicentennial Commission. د کتاب پاڼي 59–65. OCLC 4781472. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Dowdey 1957، صص. 291–315.
  19. "W. H. Harrison biography". Perrysburg, Ohio. د لاسرسي‌نېټه November 13, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Owens 2007، ص. 14.
  21. Madison او Sandweiss 2014، ص. 45.
  22. Gugin او St. Clair 2006، ص. 18.
  23. (په January 25, 2017 باندې). With a Penn graduate in the Oval Office for the first time, here's a look at former President William Henry Harrison's time at the University. The Daily Pennsylvanian.
  24. Langguth 2007، ص. 16.
  25. Owens 2007، صص. 14, 16, 22.
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Gugin او St. Clair 2006، ص. 19.
  27. "W. H. Harrison biography". Perrysburg, Ohio. د لاسرسي‌نېټه November 13, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Nelson, Paul David (1985). Anthony Wayne, Soldier of the Early Republic. Bloomington, IN: Indiana University Press. د کتاب پاڼې 282. د کتاب نړيواله کره شمېره 0253307511. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Owens 2007، صص. 21, 28–30.
  30. Owens 2007، صص. 23–26.
  31. Owens 2007، ص. 39.
  32. Burr 1840، صص. 67–69.