پنځم بنجامین هاریسون

پنځم بنجامین هاریسون (زوکړه: د ۱۷۲۶ زکال د اپرېل ۵ مه – مړینه: د ۱۷۹۱ زکال د اپرېل ۲۴ مه) امریکايي بزګر، سوداګر او سیاستوال و چې په استعماري ویرجینا کې یې د خپل هم نومي څخه وروسته د عمومي خدماتو په برخه کې کار وکړ. نوموړی د قاره يي بنسټ د پرېکړه لیک او همدارنګه د متحده ایالاتو د خپلواکۍ د پرېکړه لیک د لاسلیک کوونکو څخه و چې د متحده ایالاتو د بنسټ اېښودونکو  پلرونو څخه ګڼل کېږي. نوموړي له ۱۷۸۱ زکال څخه تر ۱۷۸۴ زکال پورې د ویرجینیا د والي په توګه خدمت وکړ.

پنځم بنجامین هاریسون
پنځم بنجامین هاریسون
پنځم بنجامین هاریسون

د شخص معلومات
پيدايښت ۵ اپرېل ۱۷۲۶[۱][۲][۳]
مړینه 24 اپرېل 1791 (65 کاله)[۱][۲][۴][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات
د لویې بریتانیا پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد ویلیام هېنري هارېسن   د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
پنځم بنجامین هاریسون
پنځم بنجامین هاریسون

هاریسون د نږدې دریو لسیزو لپاره د ویرجینیا په بورګیسیس شورا (مقننه جرګه) کې خدمت وکړ، او په متناوب ډول د سوري او چارلز ښارګوټو استازی و. نوموړی له لومړنیو وطن پرستانو څخه و چې د هغو چارو پر وړاندې یې مخالفت څرګند کړ چې پاچا دریم جورج او د بریتانیا پارلمان پر امریکايي مستعمراتو تحمیل کړې وې او د امریکا د انقلاب لامل وګرځېدې. هاریسون په داسې حال کې چې غلام لرونکی و، خو په ۱۷۷۲ زکال پاچا ته په هغه وړاندیز کې شریک و چې ترې غوښتي یې و د غلامانو سوداګري منع کړي.

هاریسون د قاره یي کانګرس د استازي او همدارنګه د هغو د عمومي کمېټې د مشر په توګه یې د خپلواکۍ د اعلامیې په وروستۍ غونډه کې ونډه واخیسته او د هغو مشري یې وکړه. نوموړی په ۱۷۷۶ زکال کې د یادې اعلامیې یو له لاسلیک کوونکو څخه و. په دغه اعلامیه کې د متحده ایالاتو اساسي فلسفه شامله وه چې په کې راغلي و: «موږ دغه حقایق ذاتي بولو، چې ټول انسانان یو ډول پیدا شوي او د خپل خالق له خوا ورته ځانګړي نه انکار کېدوني حقونه ورکړل شوي چې په دغو حقونو کې د ژوند کولو، آزادۍ او د خوشبختۍ د لټون حقونه شاملېږي».

هاریسون د ویرجینیا د پنځم والي په توګه وټاکل شو. د هغه اداره د دولتي خزانه دارۍ په برخه کې د بې ځایه مبارزې له امله چې د انقلابي جګړې پر مهال تخریب شوې وه، ځانګړې کېږي. له دې وروسته نوموړی د دوه وروستیو دورو لپاره د ویرجینیا پارلمان ته راوګرځېد. هغه له خپل عادي متحد جورج واشنګټن سره په مخالفت په ۱۷۸۸ زکال کې خپله وروستۍ رایه د دغه هېواد له اساسي قانون سره په مخالفت له دې امله وکاروله چې حقوقي منشور په کې شتون نه لري. نوموړی د ویرجینیا د هاریسون کورنۍ غړی و. د هغه له کورنۍ څخه د هغه زوی ویلیام هنري هاریسون او لمسی یې بنجامین هاریسون وروسته د متحده ایالاتو ولسمشران شول.

انقلابي جګړه سمول

د ۱۷۷۵ زکال له ډسمبر میاشتې څخه د ۱۷۷۷ زکال تر مارچ میاشتې پورې کانګرس دوه ځلې د بریتانوي ځواکونو له خوا واګوښل شو او اړ شو څو ځان وباسي – په پیل کې بالتیمور او وروسته د پنسلوانیا، یورک ته ولاړ – هغه شرایط چې په معلومه توګه هاریسون په کې خوښ نه و. په ۱۷۷۷ زکال کې هاریسون د کانګرس د پټو مکاتباتو د نوې جوړې شوې کمېټې غړی شو. د دغې کمېټې اصلي موخه د مستعمراتو د ګټو اړوند په بریتانیا کې له امریکايي عواملو سره د خوندي اړیکې ټینګول و. له دې سره هاریسون د جګړې د پلاوي مشر وټاکل شو چې اصلي موخه یې په شمال کې د پوځي خوځښتونو څارنه او د بندیانو تبادل و. [۵][۶]

دغه مهال هاریسون د مارکی دو لافایت د کمیسیون پر سر له واشنګټن سره مخالف شو ځکه هاریسون ټینګار درلود چې د ده کار په کې یوازې افتخاری او له معاش پرته دی. نوموړي همدارنګه د کواکرانو له خوا د هغوی د مذهب مطابق د وسلې د نه ګرځولو د حق په تائید جنجال وکړ. نوموړي د کنفدراسیون د اصولو د جوړېدو پر مهال استدلال وکړ چې ویرجینیا باید د نورو ایالتونو په پرتله د هغو د ځمکې او نفوسو د زیاتوالي له امله ډېر استازي ولري. په کانګرس کې د نوموړي غړیتوب د تل لپاره د ۱۷۷۷ زکال په اکتوبر میاشت کې پای ته ورسېد. بیوګرافي لیکونکي جان ساندرسون څرګندي هغه مهال چې هاریسون له کانګرس تقاعد شو «املاک یې ویجاړ شوي و او شتمني یې زیانمنه شوې وه». [۷][۸][۹]

هاریسون ویرجینیا ته راوګرځېد او هلته یې د ویرجینا په قانون جوړونکې شورا کې خپلې هڅې بېرته پیل کړې. د ۱۷۷۶ زکال په مۍ میاشت کې د نوي اساسي قانون پر بنسټ بورګیس جرګه له منځه لاړه او د استازو جرګې یې ځای ونیو. نوموړی په ۱۷۷۷ زکال کې د جرګې د مشر په توګه وروسته له هغه وټاکل شو چې توماس جفرسون ته یې د ۵۱ پر ۲۳ رایو سره ماته ورکړه؛ له دې وروسته نوموړي د څو دورو لپاره د دغې جرګې مشري وکړه. نوموړي په راتلونکو کلونو کې ګڼ شمېر مسایلو له دې ډلې د ویرجینا لویدیځو ځمکنیو ګټو، د قاره یي ځواکونو وضعیت او همدارنګه له مشترک المنافع ایالتونو څخه دفاع ته پام درلود. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ۱۷۸۱ زکال په جنوري میاشت کې د جیمز سیند په خوله کې د بنډیکټ آرنولډ تر مشرۍ لاندې د بریتانوي ځواکونو ۱۶۰۰ کسیزه ډلګۍ ځای پر ځای شوه او له هاریسون وغوښتل شول چې ژر تر ژره فیلادلفیا ته راستون شوي او له خپل ایالت څخه پوځي ملاتړ وکړي. هغه پوهېده چې برکلي د ارنولډ یو له اصلي موخو څخه دی، له همدې امله هغه له خپل تګ وړاندې خپله کورنۍ ولېږدوله. په فیلادلفیا کې د ویرجینیا لپاره د هغه غوښتنې ومنل شوې او په لږ ځنډ سره یې باروت، نور تجهیزات او زیات سرتېري ترلاسه کړل. ورته مهال آرنولډ د جیمز پر لور مخکې ولاړ او د سیند دواړه غاړې یې ړنګې کړې. ارنولډ په جنوري میاشت کې په برکلي برید وکړ خو د هاریسون کورنۍ ترې بچ پاتې شوه، بیا هم آرنولډ له دې امله چې د دغې کورنۍ هېڅ څه پاتې نه شي د هغوی ټول انځورونه او نور پاتې شوني یې وسوزول. د هاریسون ډېرۍ املاک او همدارنګه یې د سیند لویه برخه ونړوله. د خپلواکۍ د اعلامیې نور لاسلیک کوونکي هم په ورته ډول له وحشتناکو عواقبو سره مخ شول. هاریسون د خپل کور په جوړولو لاس پورې کړ او له خپلو مکاتباتو سره واشنګټن ته ستون شو او هلته یې د نورو سویلي ایالتونو لپاره د وسلو، ځواکونو، تجهیزاتو او البسې د ترلاسه کولو په موخه هڅو ته دوام ورکړ. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ویرجینیا والي سمول

دغه نوي ملت په انقلابي جګړه کې خپله بریا د ۱۷۸۱ زکال په اکتوبر میاشت کې د ویرجینیا په یورک ټاون کې تضمین کړه – دا د هاریسون لپاره یوه لنډه وقفه وه او یوه میاشت وروسته یې د ویرجینیا د پنځم والي په توګه په خدمت پیل وکړ. نوموړی د ویرجینیا له څلورو والیانو څخه یو و چې دغه کال یې دغه ځایګی ونیو. پیسې لومړنۍ ستونزه وه چې هغه ورسره مخ و ځکه جګړې د ویرجینیا خزانه تشه کړې وه او دولت هم د کورنیو او بهرنیو پوروړو سره لاس او ګریوان و. له همدې امله په نږدې مهال کې له سیمې بهر د هېڅ ډول پوځي ګام وړتیا شتون نه درلود. همدا و چې هاریسون په کلکه په کنټاکي او ایلینوس کې د مبارزو سور پوستو پر وړاندې له تهاجمي اقداماتو سره مخالفت کاوه. نوموړي د دې پر ځای له چروکي، چیکاساو او کریک سورپوستانو سره د نرمښت سیاست غوره کړ او لامل وګرځېد چې د هغه د دورې تر پایه ارامښت شتون ولري. دغه وضعیت له جنرال جورج راجرز کلارک سره د هغه د نظریاتو د تبادل زمینه برابره کړه او په لویدیځ کې د تهاجمي عملیاتو غوښتونکی شو. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په داسې حال کې چې د هاریسون دوره پای ته نږدې وه، واشنګټن په ریچمونډ کې له هاریسون سره د لېدنې بلنه ومنله او څرګنده یې کړه چې «زه دې زیاتې خوشالۍ احساس کوم چې ستاسو درناوی او ملګرتیا د مارکي دو لافایت په خوا کې له ځان سره لرم». جنرال د ۱۷۸۴ زکال په نومبر میاشت کې له هغه سره ولیدل، په داسې حال کې چې لافایت وه نشو کولای له هغه سره ملتیا وکړي. د والي په توګه د هاریسون خدمات د مالي ستونزو د هواري په برخه کې د بې وسۍ سربېره چې د هغه اداره یې زیانمنه کړې وه، د ستاینې وړ وګرځېدل. [۲۴]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62j6dwv — subject named as: Benjamin Harrison V — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2784 — subject named as: Benjamin Harrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=harrisonb0 — subject named as: Benjamin Harrison
  4. subject named as: Benjamin Harrison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Harrison, Benjamin (1726?–24 April 1791), Virginia planter, legislator, governor, and signer of the Declaration of Independence — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.0100377
  5. Smith 1978، ص. 42.
  6. Smith 1978، ص. 35.
  7. Smith 1978، ص. 47.
  8. Smith 1978، ص. 46.
  9. Smith 1978، ص. 45.
  10. "Final Meeting of the Burgesses". Encyclopedia of Virginia. Va. Foundation for Humanities. 
  11. Smith 1978، صص. 48–49.
  12. Smith 1978، صص. 50–60.
  13. Smith 1978، صص. 46–47.
  14. Dowdey 1957، صص. 262–264.
  15. Smith 1978، صص. 55–57.
  16. Dowdey 1957، ص. 264.
  17. Dowdey 1957، ص. 263.
  18. Dowdey 1957، ص. 262.
  19. Smith 1978، ص. 65.
  20. Smith 1978، ص. 62.
  21. Smith 1978، ص. 60.
  22. Smith 1978، صص. 57–59.
  23. Smith 1978، ص. 59.
  24. Smith 1978، ص. 73.