د ۱۸۱۲م کال جګړه

د ۱۸۱۲م کال جګړه (پیل د ۱۸۱۲م کال د جون په ۱۸مه – پای د ۱۸۱۵م کال د فبروري په ۱۷مه) د امریکا متحده ایالتونو او د هغوی ځایي متحدینو لخوا د بریټانیا او متحدینو په ضد، په فلوریډا کې د اسپانیا محدود ګډون سره ترسره شو. دا کار هغه وخت پیل شو چې متحده ایالتونو د ۱۸۱۲م کال د جون په ۱۸مه د جګړې اعلان وکړ او که څه هم د ۱۸۱۴م کال په آګسټ کې د ګنټ په تړون کې د سولې شرایط ومنل شول، خو تر هغو چې د ۱۸۱۵م کال د فبرورۍ په ۱۷مه د کانګرس لخوا د سولې تړون په رسمي توګه تصویب شو، پای یې ونه موند.[۱][۲]

دا شخړې د اوږدمهاله اختلافونو، چې په شمالي امریکا کې د سیمې پراخولو پر سر او د امریکا ځایي قبیلو څخه د بریټانیا ملاتړ چې په شمال لوېدیځو سیمو کې د متحده ایالتونو د استعماري مېشت ځایونو مخالف وو، څخه سرچینه اخلي. دا محدودیتونه په ۱۸۰۷م کال کې پس له هغه چې شاهي سمندري ځواکونو له فرانسې سره د امریکا پر سوداګرۍ لا شدید محدودیتونه پیل کړل، شدت ونیوه، چې د هغو کسانو پر سر چې د بریټانیا وګړي وو، ان هغه کسان چې د امریکا تابعیت یې درلود، لا ډېر شو. هغه ته د ځواب ویلو چلند په هکله نظرونه دوه ګوني وو، او که څه هم اکثریت د استازو او سنا په مجلس کې جګړې ته رایه ورکړه، هغوی په کلکو ګوندي کرښو له ډیموکراټ – جمهوري غوښتونکي ګوند سره په موافقو او له فډرالیسټ ګوند سره په مخالفو ډلو ووېشل شول. له جګړې څخه د مخنیوي لپاره د بریټانیا امتیازاتو په هکله خبرونه د جولای تر وروستیو پورې متحده ایالتونو ته ونرسېدل او په هغه وخت کې لا د مخه جګړه پیل شوې وه.[۳][۴]

په سمندر کې، ډېر لوی شاهي سمندري ځواک، د متحده ایالتونو پر سمندري سوداګرۍ اغېزناکه محاصره ولګوله، په داسې حال کې چې د ۱۸۱۲ تر ۱۸۱۴م کلونو ترمنځ، د بریټانیا منظمو پوځیانو او استعماري ملېشو پر کاناډا باندې د امریکا د بریدونو یوې ټولګې ته ماته ورکړه. دا کار په ۱۸۱۳م کال کې پر شمال لوېدیځې سیمې باندې د امریکا کنټرول او د ایرې او ټیمز په جهیل کې د امریکا په بریاوو سره متعادل شو. د ۱۸۱۴م کال په لومړیو کې د ناپولیون استعفا بریټانیا ته اجازه ورکړه ترڅو لا دېر ځواکونه شمالي امریکا ته او سمندري شاهي ځواک واستوي ترڅو خپله محاصره لا پیاوړې کړي او د امریکا اقتصاد فلج کړي. د ۱۸۱۴م کال په آګسټ کې، په ګنټ کې خبرې پیل شوې او دواړه خواوې د سولې غوښتونکي وو. د بریټانیا اقتصاد په ژوره د سوداګریز تحریم تر اغېز لاندې راغلی وو، په داسې حال کې چې فډرالیسټانو په ډسمبر کې د هارټفورډ کنوانسیون ترسره کړ ترڅو له جګړې سره خپل مخالفت رسمي کړي.[۵][۶]

د ۱۸۱۴م کال په آګسټ کې، بریټانوي ځواکونو واشنګټن وسوځاوه، مخکې له دې چې په سپټمبر کې په بالټیمور او پلاټزبورګ کې د امریکا بریاوو په شمال کې جګړې ته پای ورکړ. د متحده ایالتونو په سوېل ختیځ کې یې دوام وموند، چېرته چې د ۱۸۱۳م کال په وروستیو کې د اسپانیایي او بریټانیایي سوداګرو تر ملاتړ لاندې یوه کریک ډلې او هغو کسانو ترمنځ چې د متحده ایالتونو لخوا ملاتړ کېدل، کورنۍ جګړې اور واخیست. د جنرال انډرو جکسون تر مشرۍ لاندې د امریکایي ملېشو په ملاتړ، هغوی یو لړ بریاوې لاس ته راوړې چې د ۱۸۱۴م کال په نومبر کې د پنساکولا په اشغال سره پای ته ورسېدې. د ۱۸۱۵م کال په اپرېل کې، جکسون په نوي اورلیان باندې د بریټانیا برید مات کړ او له دې کار سره هغه ملي شهرت ته ورسېد او وروسته په ۱۸۲۸م کال کې د متحده ایالتونو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریا ته ورسېد. د دې بریا خبر د ګنټ تړون لاسلیک سره سم واشنګټن ته ورسېد چې په اساسي توګه یې موقعیت له جګړې څخه مخکې حالت ته بېرته وګرځاوه. په داسې حال کې چې بریټانیا ټینګار درلود چې دا شاملې سیمې له ۱۸۱۱م کال څخه مخکې د امریکا ځایي متحدینو پورې تړاو لري، کانګرس هغه سیمې د خپلواکو هېوادونو په توګه په رسمیت نه پېژندلې او له دواړو اړخونو څخه هیڅ یو یې هم د دې اړتیا د پوره کولو هڅه ونکړه.[۷][۸]

سرچینه سمول

د ۱۸۱۲م کال جګړې له پای راهیسې، تاریخ لیکونکي د دې جګړې د سرچینو په هکله د ګڼو لاملونو د نسبي کره توب په هکله بحث کړی دی.کينډۍ:Sfnm

د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې، تاریخ لیکونکي په عمومي توګه دې پایلې ته ورسېدل چې جګړه په عمده ډول د بریټانیا له لوري د ملي ناموس، بې پلوه سمندري حقونو او په آزادو اوبو کې د بې پلوه کښتیو او د هغو کارګو ګانو تصرف پر سر اعلان شوه. دا موضوع د ۱۸۱۲م کال د جون په ۱ نېټه کانګرس ته د ولسمشر جیمز مډیسون د جنګي پیام اساس وو. د شلمې پېړۍ په پیل کې، ډېری معاصر څېړونکي دا توضیح بیاځلې وارزوله او همدارنګه د جګړې لاملونو په توګه یې پر غیر سمندري لاملونو باندې په تمرکز پیل وکړ. په هرحال، تاریخ لیکونکی وارن اچ ګوډمن ګواښ کوي چې پر دې نظریو باندې له حد څخه ډېر تمرکز کولی شي په هماغه اندازه ګمراه کوونکی (لار ورکوونکی) وي.[۹]

د هغو تفسیرونو په مخالفت کې چې یوازې پر پراخوالي ټینګار کوي او سمندري لاملونه ترټولو ټیټې کچې ته رسوي، تاریخ لیکونکي د ملي امنیت لپاره د امریکا ریښه لرونکي ډارونه، د براعظم خوبونه چې په بشپړ ډول د جمهوري غوښتونکو متحده ایالتونو لخوا کنټرول کېږي، او هغه شواهد چې ډېری امریکایان په دې باور وو چې د ۱۸۱۲م کال جګړه به د متحده ایالتونو لپاره یو فرصت وي ترڅو له اوږده مهاله غوښتل شوې کاناډا ځان سره ضمیمه کېدو ته لاسرسی پیدا کړي. [...] ټوماس جفرسون د جګړې په هکله د ډېری امریکایانو نظر په ښه توګه خلاصه کړ او وې ویل: «د کاناډا ضمیمه کېدل باید [...] د سولې په تړون کې یو لازمي شرط وي». – هارسمن [۱۰]

تاریخ لیکونکی، ریچارډ ماس، استدلال کوي چې د پراخوالي موضوع یوه افسانه ده او «دا چې د متحده ایالتونو لومړنۍ موخه د بریټانیا د سمندري محدودیتونو له منځه وړل وو په هکله د کارپوهانو نسبي اجماع» پرخلاف ده. هغه وایي څېړونکي همغږي دي چې متحده ایالات جګړې ته د ننه شوه «ځکه چې شپږ کاله اقتصادي تحریمونو ونشو کړای چې بریټانیا د خبرو میز ته راکاږي او د کاناډا شاهي سمندري ځواک تدارکاتي هډې ته ګواښ د هغوی وروستۍ هیله وه». ماس موافق دی چې پراخوالی کېدای شي امریکایان په نظري کچه وهڅوي، خو هغه پوهېږي چې «رهبران د دې کار د ترسره کولو له کورني سیاسي پایلو څخه وېرېدل»، په ځانګړې توګه په دې دلیل چې داسې پراخوالی «د لا ګڼ نفوسه ختیځو مېشت ځایونو پرځای، پر لوېدیځو کم نفوسه سیمو باندې متمرکز وو». او تر کومه حده د متحده ایالتونو رهبرانو په کاناډا کې د خپل قلمرو څارلو مسلې ته پام کړی دی، دا پوښتنې «د دې پرځای چې د یوه هڅوونکي دلیل ورهاخوا په خپله د جګړې لامل شوې». په هرحال، ماس مني چې ډېری تاریخ لیکونکي همدارنګه په دې باور دي چې پراخوالي غوښتنه یو له لاملونو څخه وه.[۱۱][۱۲]

رجینالډ هارسمن پراخوالي پالنه له سمندري مسلو وروسته یو ثانوني لامل ګڼي او یادونه کوي چې ډېری تاریخ لیکونکو په غلطۍ سره د پراخوالي غوښتنه د جګړې لامل په توګه رد کړې ده. هغه یادونه کوي چې د خپلواکو او غلامو ایالتونو ترمنځ د مقطعي تعادل ساتنې لپاره کلیدي ګڼل کېږي، کوم چې د لوئیزیانا په سیمو کې د امریکایانو مېشت کېدو له امله له منځه تللي وو او په پراخ ډول د هاک جګړې کانګرس لس ګونو غړو لکه هنري کلې، فلیکس ګرونډي، جان آډامس هارپر او ریچارډ منټور جانسون لخوا یې په پراخه توګه ملاتړ کېده، هغو چې د پراخوالي سره جګړې ته د یوه کلیدي موخې په توګه رایه ورکړه. په هرحال، هارسمن بیان کوي چې د هغه له نظره «د کاناډا لپاره تمایل د ۱۸۱۲م کال جګړې لامل نشو» او «متحده ایالتونو له دې امله د جګړې اعلان ونکړ چې کاناډا یې غوښته، خو د کاناډا لاس ته راوړلو ته له جګړې څخه د یوې لویې جبراني ګټې په توګه کتل کېدل».[۱۳][۱۴]

سرچينې سمول

  1. Carr 1979، ص. 276.
  2. Order of the Senate of the United States 1828، صص. 619–620.
  3. Hickey 1989، صص. 32, 42-43.
  4. Hickey 1989، ص. 44.
  5. Benn 2002، صص. 56–57.
  6. Greenspan 2018.
  7. Vergun, David (9 January 2015). "Army historian corrects myths on Battle of New Orleans' 200th anniversary". US Army (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Heidler او Heidler 2002، ص. 45.
  9. Goodman 1941، ص. 171.
  10. Horsman 1987، ص. 4.
  11. Maass, Richard W. (2020). The Picky Eagle: How Democracy and Xenophobia Limited U.S. Territorial Expansion (په انګلیسي ژبه کي). Cornell University Press. د کتاب پاڼې 93. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5017-4875-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Maass 2014، صص. 70–97.
  13. Benn او Marston 2006.
  14. Horsman 1987، ص. 24.