مهرو کلی
مهرو کلي د وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ لويديځ لوري ته د ګوربت تاريخي او حماسي غره په لمن کې پروت يو کلی دی پر شاوخوا يې دنګ غرونه را چاپېر دي يوازې ختيځ لوري ته دې د ښکلې سيمې يوه لويه او هواره دښته پرته ده چې د مهرو د دښتې په نامه يادېږي متاسفانه چې دغه پراخه او همواره په زرهاوو جرېبه دښته د خپل منځي بې اتفاقيو او ځانځانیو له امله همداسې شاړه، بې کښته او حتی بې سر پرسته پرته ده چې په لیدو یې د سړي زړه دردیږي له ليرې یې سړی په لیدو پوهېږي چې د دغې دښتې مالکین ډېر ویده ډېر بې احساسه او بې ضمیره خلک دي چې خپل حق نه شي غوښتلی او بیا پوهيږي سړی چې مشران يې هم څومره ظالم خلک دي چې د مظلوم حق له جابر څخه نشي تر لاسه کولی افسوس د دوی پر حال چې خپل تنکي ځوانان يې د ايران پر مسافریو و خوړل خو دغه بې احساسه خلکو خپلې دښتې ته هېڅ کار نه دی کړی ترڅو یې په خپل کور کې خپلو اولادونوته کارکړی وی بس خبره د میم زوَر ما ، ټوله دې ما ده بس په سرزوری او سرتمبګۍ یې ټول غریب اولس تباه کړ الله تعالې دې دوی تباه، رسوا او د غه غریب اولس ته وشرموي[۱][۲] دا کلی د سید آباد ولسوالي او جغتو ولسوالی په سرحد کې واقع دی چی دغه دواړې ولسوالۍ د مهرو د غاښي په نامه يو سرک چې له لوړ غره څخه اوړی نښلوی دغه غاښی کله ناکله د مرګونو پېښو شاهد وی د دولت د نه توجه له امله تر اوسه پورې خام پاتې دي څو ځله یی د کانکریټ کولو لپاره هلې ځلې تر سره شوې خو د فساد او جګړو له امله دا هلې ځلې ناکامې شوې، دا سرک د جغتو ولسوالی او سید آباد ولسوالي لپاره خورا مهم رول لري ځکه چې د جغتو ولسوالی تګ راتګ کابل او غزني ولايتونو ته له همدې لارې ترسره کیږی، دا چې جغتو یوه لويه ولسوالۍ ده نو په همدې خاطر په دې لاره او غاښي تګ راتګ ډېر زیات وي.
مهرو | |
---|---|
سيمه ييز وينګنوم : مورو | |
د مهرو انځور
| |
د ځانګړې الې پارامیتر ونه موندل شو . | |
اداري وېش | |
هېواد | افغانستان |
ولايت | وردګ ولايت |
ولسوالۍ | سيدآباد ولسوالۍ |
پراخوالی | |
نفوس شمېرنه | |
• ټولټال | ۶۵۰۰ |
وروستي مالومات | |
رسمي ژبه | پښتو |
خورلڼې ښارونه | کوز ښاره، بر ښاره، اوسو طرف، پورې سر، زوړ ښاره، |
سمول |
په دې کلی د نورالمشایخ عالي لېسه هم شتون لري چې د مهرو د کلی سر بېره د شاوخوا نورو سیمو او کلیو نه هم زده کونکي ورته راځی ځکه چې په دې سیمه کې يوازنی مکتب دي چې تر لېسې دورې پکې زده کړې تر سره کيږي، په ياد کلی کې روغتيايي خدمتونه او مرکزونه په کمه کچه شتون لری خو په دې ورستيو کې ددې کلې د مشرانو په هلو ځلو له دولت څخه غوښتنه وکړه چې ددې کلي او نورو شاوخوا کلیو لپاره يو روغتيايي مرکز جوړ کړی تر څو خلک وکولای شي چې په اسانه توګه روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی ولري چې ددې هلو ځلو په پايله کې يو روغتيايي مرکز نسبتاً کوچنی جوړ شو چې د مهرو کلی په لمن کې موقیعت لری او د مهرو کلنیک په نامه ونومول شو، تر دې مخکې به ددې سېمې خلک د سپین کلنیک په نامه مشهور کلنیک ته تلل چې موټر یا بله نقليه وسايلو لپاره تقريباً ۲ ساعت لار ده.
هېره دې نه وي چې نوموړې سیمه د علم پوهې ښه شايقين لري.