سيد آباد ولسوالۍ
د سيد آباد ولسوالۍ د وردګ ولايت ولايت اتو يوه ولسوالۍ ده، سیداباد ولسوالۍ د کابل کندهار په لاره کې پرته ده چې د وردګو ولايت له لويو ولسوالۍ څخه ده، دغه ولسوالۍ د شنيز، اونخي او تنګی درې لري. په دغه ولسوالۍ کې همدارنګه د وردګو ولايت پوهنتون (وردګ پوهنتون) هم پروت دی.د دغه ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي وردګ پښتانه دي او په لږ کچه د سيداباد سيمه کې سيدان پراته دي.په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۱۱۴،۷۹۳ وګړو ته رسېږي.[۱]
سرچينې