ملا شيرين اخوند

د کندهار والی

ملا شيرين اخوند (اصلي نوم؛ ملا محمد علي حنفي) يو افغان سیاستوال او د افغانستان د اوسني حکومت يو له تر ټولو لوړپوړۍ چارواکو څخه دی. هغه د افغانستان د امیرالمؤمنین مولوی هیبت‌الله اخوندزاده د باوري کسانو څخه دۍ. ملا شیرین اخوند د طالبانو د حکومت په تېره دوره کې د ملا محمد عمر اخوند ؒ او د هغه د کورنۍ د امنیت مسئول وو. ښاغلی شيرين اخوند د ۲۰۲۳م کال د مې د ۴مې نېټې راهیسې د کندهار د والي په حیث وټاکل سو. نوموړی تر دې وړاندي د کابل والي وو، چي د کندهار د والي حاجي وفا پر ځای د کندهار والي وټاکل سو. هغه د طالبانو په حکومت کي د دفاع وزارت د استخباراتو او تګلاري د برخي مشر هم دی.

ملا شيرين اخوند
ملا محمد علي حنفي
ملا شيرين اخوند
ملا شيرين اخوند
ملا شيرين اخوند

د کندهار ولايت والي
د واکمنۍ دوران
۴ می ۲۰۲۳
امیرالمؤمنین ملا ھیبت الله اخوندزاده
لومړی وزیر ملا محمد حسن اخوند
مرستيال حیات الله مبارک
محمد یوسف وفا
 
مرستیال دفاع وزیر
د واکمنۍ دوران
۲۰۲۱
امیرالمؤمنین ملا ھیبت الله اخوندزاده
لومړی وزیر ملا محمد حسن اخوند
وزير ملا محمد يعقوب
د دفاع وزارت د استخباراتو رئیس
د واکمنۍ دوران
۲۰۲۱
امیرالمؤمنین ملا ھیبت الله اخوندزاده
لومړی وزیر ملا محمد حسن اخوند
وزير ملا محمد يعقوب
د شخص معلومات
پيدايښت شاوخوا؛ ۱۹۶۰ (۶۳–۶۴ کلن) ارغنداب/ژړۍ، کندهار، افغانستان
تابعیت افغانستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلرنی ټاټوبی کندهار
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو
جګړه/جګړې

د ملا شيرين اخوند ژوند د کندهار څخه پیل سو، وروسته بیا پاکستان ته ولاړ، او ډېر وخت هلته وو. تر هغه وروسته نوموړۍ د خپلې کورنۍ سره قطر ته ولاړ، او د کورنۍ ډېری غړي یې تر ننه هم هلته دي.

د افغانستان مهم سياستوال سمول

نوموړی د ا فغانستان و امیرالمؤمنین ته نږدې کس دی او د طالبانو په رهبرۍ او مهمو چارو کې د ښکېلتیا په خاطر مهم شخص دی. د جنوري پر اوله نوموړې د افغانستان د استازي په حيث پاکستان ته سفر وکړ د افغان رسنیو د راپورونو پر اساس، اسلام اباد ته د ملا شیرین اخوند د سفر اجنډا له پاکستانیو پوځي او ملکي چارواکو سره پر تحریک طالبان پاکستان او د افغانستان او پاکستان او تر منځ د اړیکو عادي کول بحث دی. پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس ټربیون لیکلي وو، چې پاکستاني چارواکي د ملا شیرین اخوند سفر ته خوښ نه دي، ځکه په وینا يې هغه به له اسلام اباد وغواړي چې ټي ټي پي سره مذاکرات پیل کړي؛ په داسې حال کې چې پاکستان له وړاندې د ټي ټي پي سره مذاکرات رد کړي دي.

دا هم وګورئ سمول

سرچينې سمول