مسرور بلخي

مسرور بلخي ( (عربي: مسرور البلخي) چي د ډسمبر پر 26 نېټه په 893 زیږدیز کي مړ سوی دی[۱] ) د نهمې پیړۍ په وروستیو کي د عباسي خلافت یو افغان پوځي افسر وو، چي له آره یې د بلخ ولایت سره اړه درلوده.

مسرور بلخي
اړوند
مړينې نېټه
۰۸۹۳ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

پېژندنه

سمول

د مسرور بلخي د شالید په اړه ډېر لږ معلومات شتون لري، خو له تاریخونو دا په ډاګه سوې ده چي نوموړی له آره افغان او د بلخ ولایت اوسېدونکی وو. د نوموړي نوم په لومړي ځل د مشهوره تاریخ لیکونکي ابن جریرالطبري لخوا د 870 کلونو په پېښو کي هله یاد سوی دی کله چي په بغداد کي د عباسي واکمن مهتدی بالله او مخالفینو ترمنځ جګړه ونښتل او په یاده جګړه کي مسرور له مهتدی بالله سره ملګرتیا کوله. [۲] د عباسي خلیفه په وړاندي د ترک مسلمانانو د سرکښۍ پر مهال مسرور هغه نظامي قومندان وو چي له خلیفه سره یې تر پایه وفاداري وکړه، او د لښکر د ښې اړخ مشرتوب یې پخپله غاړه اخیستی وو، خو دا چي عباسي خلیفه له فوځي پلوه ناتوانه وو، ځکه خو یې ماته وخوړه او تر وژني وروسته یې مسرور له نورو عباسي واکمنانو سره دولتي چاري مخته وړلې.

د مهتدي بالله تر واکمنۍ وروسته د معتمد علی الله ( 870-892 ) د واکمنۍ پر مهال مسرور بلخي د نوموړي له ورور موفق بالله سره فوځي وظیفه ترسره کول. [۲] مسرور بلخي په ۸۷۲ زیږدیز کال کي د یعقوبي کردانو په وړاندي د یو لښکر مشري وکړه او د هغوی په نیولو بریالی سو، [۳]ورپسې یې په ۸۷۲، ۸۷۴ او ۸۷۵ کلونو کي په الجزیره کي د خوارجي یاغیانو په وړاندي څو جګړې په بریالیتوب سره مخته یووړې. [۳] په 875 کي مسرور د موسی بن بغا پر ځای د زنج د بغاوت د ځپلو لپاره د قوماندان په توګه وټاکل سو، او د الاهواز، بصره او دجج د ولسوالیو او د یمامه او بحرین د والي په توګه یې هم دندي ترسره کړې. [۳] د همدې 875 کال په وروستیو کي د معتمد علی الله د ځایناستي د ترتیباتو د یوې برخي په توګه مسرور د خلافت د ټولو ختیځو ولایتونو د والي په توګه وټاکل سو. [۳] [۲]

په 876 کي مسرور په عراق کي د صفاري افغان واکمن یعقوب بن لیث د پرمختګ د مخنیوي په جګړه کي برخه واخیسته او د هغه په ماتولو سره یې د خلیفه په وړاندي ځانګړی ځای لاسته راوړ.

تر یادي جګړې وروسته مسرور د زنج په وړاندي د عملیاتو څارنه پیل کړه، او د الاهواز په سیمو کي یې څو ځله یاغیان له ماتي سره مخ کړه. [۳] [۴]

  1. Rosenthal 1985.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Gordon 2001.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ Waines 1992.
  4. Fields 1987.