محمد عارف تڼیوال

محمد عارف تڼيوال (د ۱۳۲۹ ل کال د غويي ۱، د خوست ولايت) د افغانستان د کابل پوهنتون استاد او پښتو ژبی ليکوال دی.

مخينه سمول

پوهاند دوکتور محمد عارف تڼیوال د ۱۳۲۹ لمريز کال د غويي پر لومړۍ نېټه (د ۱۹۵۰ ز کال د می لومړۍ) د خوست ولايت د منځۍ د شمل کلي په يوه دینپاله کورنۍ کې زېږېدلی دی.

نوموړي په ۱۳۵۲ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي د کيميا له ديپارتمنت څخه ليسانس تر لاسه کړ. په ۱۳۶۳ لمريز (۱۹۸۴ ز) کال کې يې په اوکراين هېواد کې د غيرعضوي کيميا په څانگه کې د ماسترۍ درجه تر لاسه کړه.

محمد عارف تڼيوال په ۱۳۷۳ ل (۱۹۹۴ ز) کال کې په قزاقستان کې د غیرعضوي کيميا په څانگه کې د دوکتورا درجه په بري سره واخيسته. نوموړي په ۱۳۸۶ ل (۲۰۰۷ ز) کال کې د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي د کيمیا په ديپارتمنت کې د غيرعضوي کېميا په څانگه کې د پوهاندۍ پوهنيزه درجه واخيسته.

پوهاند محمد عارف تڼيوال تر دې مهاله د غيرعضوي کیميا په څانگه کې نږدې ۲۳ پوهنيز نښيرونه ليکلي دي.

نوموړی د خپل کار او خدمت په کلونو کې پر تدريس، څېړنې او پوهنيزو چارو سربېېره، اته کاله کېږي چې د د ساينس پوهنځي د سروال (ريس) په توگه دنده ترسره کوي. همدارنگه د لوړو زده کړو وزارت د اکاډميکو چارو د سمبالونې په سروالۍ (ریاست) کې د گومارنې او پوهنيزو ترفيعاتو په کومېټه کې د کابل بوهنتون استازی هم دی. له ۱۳۸۶ ل کاله راهيسې يې د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي د کيميا دیپارتمنت د امر په توگه دنده ترسره کوله، چې د لوړو زده کړو وزارت د نوي قانون له پلي کېدو سره سم په ۱۳۹۵ ل (۲۰۱۶ ز) کال کې کورناستی (تقاعد) شو، چې په پایله کې د هغه له خوا د ساینس پوهنځي د سروالۍ د چارو پرمخ بیولو ۱۲ کلنه دوره پای ته ورسېده.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

اخځليک سمول

۱- http://ku.edu.af/fa/page/753/885/8752 Archived 2020-02-17 at the Wayback Machine.

۲- https://ar-ar.facebook.com/850246211673738/photos/%D9%BE%D9%88%D9%87%D8%A7%D9%86%D8%AF-%D8%B9%D8%A7%D8%B1%D9%81-%D8%AA%DA%BC%DB%8C%D9%88%D8%A7%D9%84-%D9%86%D9%86-%D8%AA%D9%82%D8%A7%D8%B9%D8%AF-%D8%B4%D9%88%D8%AF-%D9%84%D9%88%DA%93%D9%88-%D8%B2%D8%AF%DA%A9%DA%93%D9%88-%D8%AF-%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D8%AF-%D9%86%D9%88%DB%90-%D9%82%D8%A7%D9%86%D9%88%D9%86-%D8%AF-%D9%BE%D9%84%D9%8A-%DA%A9%DB%90%D8%AF%D9%84%D9%88-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D8%B3/1180662525298770/

۳-