محمد صفر خواريکښ


محمد صفر خواریکښ (زوکړه د ۱۳۲۷ لمريز لېږدي کال د ليندۍ ۲۹، د کونړ ولايت، اسد آباد) د افغانستان د پښتو ژبې شاعر، ليکوال او ژورناليست دی.

مخينه سمول

محمد صفر خواریکښ د ۱۳۲۷ ل کال د ليندۍ پر ۲۹ مه د کونړ ولايت د منځۍ اسد اباد ښار په دمکلي کې، د میرزا محمد جان په کاله کې نړۍ ته سترگې پرانیستي دي. خواریکښ صاحب وايي، زه د کورنۍ لومړنی ماشوم وم چې پلار مې زما د زېږد پر لومړۍ مياشت راته رسمي پيژند پاڼه (د تابعيت تذکره) واخيسته. د سرشمېرنې مامور راته په پېژندپاڼه کې د عمر په وړاندې نوتولد (نوی زېږېدلی) وليکه.

کونړ هغه مهال په دولتي اداري وېش او جوړښت کې لويه ولسوالۍ وه. پلار مې چې په میرزا محمد جان مشهور وو د کونړ لويې ولسوالۍ د ماليې مديریت په اړوندو څانگو کې رسمي دنده درلوده.

محمد صفر خواریکښ لا د ښوونځي عمر ته نه وو رسېدلی چې په اسدآباد کې د دمکلي د جامع جومات له امام نه يې سيپاره پيل او له همدغه استاده يې دينې زده‌کړو ته دوام ورکړ.

خوايکښ صاحب د خپلې درنې مور د زيار او زحمت يادونه کوي او وايي: «مور به مې هر سهار د سهارنۍ له خوړو مخکې د سبق لپاره استاد ته لېږلم.»

د ښوونځي عمر ته په رسېدو سره پلار په ښوونځي کې شامل کړ. ښوونځی د دوی له کلي یو، يونيم ساعت پلی مزل واټن درلود. دا واټن به د اوړي په موسم کې د لمر د سوځوونکې گرمۍ له لامله ځورونکی وو. د ښوونځي زده‌کوونکي به د پسرلي او مني په موسم کې په يوه شخصي کلا کې او په اوړي کې به په سرخلاصې فضا کې د توت ونو لاندې پر ځمکه کېناستل، د ټولگي لرگينه توره تخته به يې د توت ونې ډډ ته ودروله.

د خواريکښ دا خاطره ددغه ژوندليک د ځوانو لوستونکو لپاره گټوره برېښي: « په یاد مې شي چې زموږ د ښوونځي هغو بېوزله زده‌کوونکو به چې ایبله پښې ښوونځي ته راتلل، د سړک د سوځوونکو شگو او کاڼو له لامله به يې خپلې پښې د لارې په اوږدو کې د لښتيو په اوبو کې ډوبولې چې سړې شي او بیا پر سره ځمکه مزل ته دوام ورکړي. کله ناکله به له دغې هم زيات خواشينونکي حالت هغه وخت پېښېده چې پښه به يې د سړک پر سر له کومې ډبرې سره ولگېده او خوږ به شوه. دغه مهال مې په ژوند کې د لومړي ځل لپاره د گوتې د ړندېدو گړنه اورېدلې وه. هغې گوتې ته به يې ړنده گوته ويله چې په دویم يا دريم ځل به په ټپي حالت کې له کومې ډبرې سره ولگېده. اوس هم چې کله د خپلو بېوزله ټولگيوالو دغه ځورونکی حال را په ياد شي سخت ځورېږم.»

له پنځمه شپږم ټولگي ته کامياب شوی وو، چې په ملي شورا(ولسي جرگه) کې د کونړ د لويې ولسوالۍ د مرکز د حوزې استازي د پوهنې د هغه مهال له وزیر دکتور علي احمد پوپل نه، په کابل کې د رحمان بابا لیسې ته د شپږ کسانو د بدلون امر واخیست. د ښوونځيو درسي کال به د کب پر ۱۵ پيلېده. موږ شپږ واړه د ۱۳۳۹ لمريز کال د کب وروستيو کې کابل ته ولاړو. د ۱۳۴۰ ل کال د وري مياشت کې مې د رحمان بابا لیسې په شپږم ټولگي کې زده کړې پېل کړې.

د رحمان بابا لېسه کې د زده‌کړو پر مهال ژوند د لازمو اسانتیاوو د کمښت او نشتون له لامله ستونزمن وو، خو ډېرې ښېگڼې يې هم درلودې. ښېگڼې يې دا وې چې د افغانستان له ټولو سرحدی او لېرې پرتو ولايتونو او ولسواليو څخه له بدخشانه تر فراه او نيمروز، د ننگرهار له هسکې مېنې تر پکتيا او پکتيکا له ټولو ولسوالیو نه زده‌کوونکي راسره په ښوونځي کې په زده‌کړه بوخت ول.

دا چې دلته به زده‌کوونکو ورځ او شپه د يو انگړ دننه سره يوځاي درسونه لوستل، هم به د تکړښت (ورزش) په بېلابېلو څانگو لکه هنډبال، باسکټبال، والیبال، هاکي او نورو لوبډلو کې سره يو ځای ول، نو د یو کهول دغړيو غوندې يې په خپلو کې سره مينه درلوده او په تنگسه کې به يې له يو بله همکاري نه درېغوله. ددې لیسې هر زده‌کوونکی د افغانستان د ټولو ولايتونو او میشتو قومونو له ځانګړنو، دودونو او ګړدودونو سره بلدېده. د دوستانو شمېر يې زياتېده او د لغاتونو او گړنو زیرمه يې بډايه کېده چې د ژبې په پياوړتيا کې يې ښه اغېزه درلوده. زه ځان نيکمرغه گڼم چې د رحمان بابا په ليسه کې راته د زده‌کړو امکان برابر شوی وو.

پر ۱۳۴۷ ل کال د رحمان بابا له لېسې فارغ شوم او د همدغه کال په ژمي کې پوهنتون ته د شاملېدو لپاره مې په کابل پوهنتون کې د کانکور آزموينه ورکړه چې له نېکه مرغه بريالی شوم. د ۱۳۴۸ ل کال په پيل کې مې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي کې زده کړې پيل کړې.

‎پر همدغه کال د کانکور ازموينو د پايلو له اعلانېدو وروسته مالومه شوه چې د ازموينې له امله د دولسمو ټولگيو گڼ شمېر فارغان د هېواد په پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسسو کې د زده‌کړو له دوام بې برخې شول. له لوړو زده کړو بې برخې شويو فارغانو يا د هغه وخت په گړنه «کانکور ځپليو» د حکومت ددغه نوې تعليمي کړنلارې پر خلاف په لاريونونو پيل وکړ. حکومت د پرله پسې لاريونونو له لامله د کابل پوهنتون پر ليليه زده‌کړيالانو خواړه، اوبه او برېښنا قطع کړه او د پوهنتون دروازې يې وتړلې. په دې ډول زما په شمول د هغه مهال زده‌کړيالان د يو کال لپاره له زده‌کړو بې برخې شول.

د پوهنتون د تعليمي کال په بیا پيلېدو ( ۱۳۴۹ ل) سره د بيلابيلو سياسي سازمانونو د کړنلارو له هر اړخيزې مطالعې وروسته مې د افغانستان د خلک دیموکراتیک گوند په ليکو کې د مبارزې ژمنه وکړه. زده‌کړو ته مې دوام ورکړ او پر ۱۳۵۲ ل کال د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي د ژورنالېزم له څانګې فارغ شوم.

پر ۱۳۵۳ ل کال مې لومړی د احتياط بريدمنانو شپږ مياشتنی کورس ولوست او شپږ مياشتې د کونړ د مرورې کنډک کې د احتياط بريدمن په توگه د پوځي خدمت سپېڅلې دنده ترسره کړه. پر ۱۳۵۴ ل کال مې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو رياست د مرکزي خپرونو مديريت کې دنده پيل کړه. په دغه مديريت کې د یوازني پښتون کارکوونکي په توگه د پښتو چاپي رسنیو د سانسور دنده ماته وسپارل شوه.

له څه وخت وروسته د وزارت لخوا د خپرونو رياست په اډانه کې د کورنیو لپاره د «کهول» مجلې خپرول په پام کې ونیول شول. د مجلې د لومړيو مسلکي چلوونکو په ډله کې د مرکزي خپرونو له مديريت نه د «کهول» مجلې ته تبديل شوم. د «کهول» مجله کې مې د ښځو د رښتو په اړوند يوه مقاله خپره شوه چې په وروستي پراگراف کې يې ليکل شوي وو: «ښځه ناقص العقل نه ده». د مجلې له ویشلو وروسته د وزارت دننه يوې ارتجاعي کړۍ چې د «پيام حق» مجله کې يې دنده درلوده او وروسته يې بيا سرونه د پاکستان له خوا جوړ شویو ٬٬جهادي٬٬ تنظيمونو له گرېوانه راووتل، د اطلاعاتو او کلتور له وزیر داکتر نوين نه وغوښتل چې ما محکمې ته معرفي کړي. د هغه وخت د خپرونو د رياست مرستیال او سرپرست رئيس ارواښاد اکرم عثمان وزير ته په قناعت ورکولو محکمې ته زما د معرفي کولو مخه ونیوله. خو د مرتجعينو د چوپتيا په موخه يې زه له کهول مجلې نه د پکتيا مجلې ته چې هغه مهال کابل کې چاپيدله تبديل کړم.

د غه ارتجاعي کړۍ د کهول مجلې دغه گڼه لوگر ته د امپړو ملایانو د راپارولو لپاره لېږلې وه، چې څو تنه ملایان له مجلې سره د لوگر ولایت د هغه مهال د محکمې رئيس جوهر صديقي ته ورغلي وو، خو ښاغلي صدیقي چې يو پوه او د لوړو زدکړو څښتن وو، هغوی يې له پارونکو کړنو منع کړي وو، او داسې قناعت يې ورکړی و چې زه پخپله کابل ته ځم په دې باب به له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړم.

د پکتيا مجله کې د دندې په مهال مې له رسمي وخت وروسته، د باختر اژانس له پښتو څانگې سره هم کاري قرارداد وکړ، چې د ۱۳۵۷ ل کال تر پوځي پاڅون وروسته يې هم تر څو میاشتو دوام درلود. د همدغه کال په غبرگولي کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو رياست د مرستیال په توگه و گومارل شوم.

پر ۱۳۵۸ ل کال کې د ثور پوځي پاڅون له کلیزې لږه موده وروسته د خپل سياسي اند له امله په ټيټه رتبه د ثور انقلاب ورځپاڼې ته تبدیل شوم. په ورځپاڼه کې سره له دې چې په ټيټه رتبه ټاکل شوی وم، خو د ورځپاڼې د کاري اړتيا له مخې مې د ورځپانې د مسوول مدير په هدايت چې رښتين او له گوندي تنگ نظريو پاک مسلکي ژورناليست و، له کتونکې ډلې سره گډ کار کاوه. د ۱۳۵۸ ل کال کې د مرغومي له شپږمې وروسته چې «د ثور انقلاب» ورځپاڼه د «حقيقت انقلاب ثور» په نوم ونومول شوه، د ورځپانې مسوول سکرتريت کې کار ته دوام ورکړ. په ۱۳۶۲ ل کال کې د «انيس» ورځپاڼې د مسوول مدير په توگه وټاکل شو. دا ورځپاڼه دغه مهال د پلار وطنې ملي جبهې خپرندوی اورگان وو. د ۱۳۶۵ ل کال تر شپږمې مياشتې يې په دغه ورځپاڼه کې دنده درلوده. په ورځپاڼه کې د کار په بهير کې د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت او د کوريا دیموکراتيک جمهوريت د دوستۍ د ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ، چې په دغه لړ کې يې د ۱۹۸۳ ز کال جولای مياشت کې د کوريا ديموکراتيک جمهوريت پلازمېنې پيونگ يانگ ښار ته د «کوريا بیا یوځاي کېدل» په نوم د ژورنالیستانو نړيوال کنفرانس کې د افغانستان د دوه کسيز پلاوی په ترکيب کې گډون کړی وو. په دغه کنفرانس کې د نړۍ د ۱۱۶ هېوادونو او د ژورنالیستانو د ۱۰ نړيوالو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه.

خواريکښ صاحب دخپل سرگردان ژونديوه خاطره داسي راپيادوي وايي : په انیس ورځپاڼه کې د کار په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د خلک دیموکراتيک ګوند مشرتابه د باختر اژانس د دولتي کمېټې د مرستيال په توګه زما د ټاکنې تصميم ونيوه . داچې دغه دنده دحکومت په اډانه کې وه نو زما د مقرېدو وړاندیز بايد د صدارت له مقام نه شوی وی، چې د صدارت مرستيال د دفتر نه وړانديز چمتو او د صدراعظم لاسيک ته ليږل شوی و. صدراعظم د اتنيکي تعصب پر بنیاد له ځان سره تر هغه مهاله قید کړ چې د افغانستان دخلک ديموکراتيک ګوند مشرتابه کې بدلون رامنځ ته شو او له بدلون نه په ګټنې سره يې په تاوده تنورکې خپله ډوډۍ پخه کړه، د باختر اژانس د دولتې کمېټې مرستيالۍ لپاره يې د خپل يو غیر مسلکي قومي منظوري واخیسته او ما په انیس ورځپاڼه کې خپل کار ته دوام ورکړ . له دې بدلون وروسته د سياسي بدګومانيو له امله، درې نيمې مياشتې پر کورکښېناست . له دغه مودې وروسته د افغانستان د خلک ديموکراتيک ګوند او دولت د نوي مشر داکتر نجیب الله په هدايت بيا د دندې په باب د ګوند د مرکزي کمېټې د دارلانشا يو غړي چې د رسنيو اړوندو چارو مسوليت یې پرغاړه درلود د نوې دندېدپيلولو په باب خبرو ته وروغوښتم . ما د ژورنالیستانو اتحاديه کې دبين المللی اړيکو د مسول په توګه له دندې سره توافق وکړ . د ۱۳۶۷ ل کال د ليندۍ تر میاشت مې د ژورناليستانو اتحادیه کې کار وکړه چې په همدغه مهال مې د «سباوون» مجلې او د شوروي اتحاد د نووستي مطبوعاتي آژانس له «اخبار» مجلې سره د پښتو برخې د کتونکي په توګه یې هم همکاري درلوده . د ننګرهار د جګړې په درشل کې چې د پاکستان د ارتجاعي دولت د افغان دوښمنه سیاست له امله د دغه ولایت سیاسي او امنيتي حالا ت ترينګلي شوي وو، د ولسمشر نجيب الله په هدایت د ولايت لپاره نوې ګوندي او دولتي مسولين وګمارل شول . خواريکښ صاحب هم په دغه ترکيب کې د ننګرهار ولايت د مرستيال والي په توګه وټاکل شوم . د جلال اباد ددفاع په سختو ورځو او شپو کې يې درې کاله دغه دنده ترسره کړه . په انیس ورځپاڼه کې د کار په مهال د افغانستان خلک دیموکراتيک ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د انقلابي شورا مشر له خوا یې د صداقت مدال تر لاسه کړ . همدارنګه په ننګرهار ولايت کې د دندې په بهېر کې د پاکستاني پوځ او د هغوۍ د لاسپوڅو ٬٬جهادي٬٬ تنظيمونو د ګډ يرغل په وړاندې د جلال آباد دتاريخی دفاع په مهال د مېړانې مډال او د وطن ګوند د مشر او ولسمشر په منظورۍ د خلکو د دوستۍ نښان باندي نازول سوی دي . خواريکښ صاحب د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت او دکوريا ديموکراتيک جمهوريت د دوستۍ ټولنې غړیتو م یې هم درلود . د کوريا ديموکراتيک جمهووريت ، شوروي اتحاد (روسيه، ازبکستان، ګرجستان، ابخازیا، ملداويا، لیتوانيا)، چکوسلواکيا ، بلغاريا، مجارستان(هنګري) ، ديموکراتيک المان او پوليند ته يې رسمي اوکاري سفرونه کړي دي . بيلاروس ، اوکراين ، ترکمنستان ، تاجکستان هند ، پاکستان، المان، فرانسې ، انګلستان، بلجیم ، ترکيې، دوبۍ ته یې غېر رسمي سفرونه درلودل .

د امهال له بده مرغه د زيات شمېر نورو افغانانو په څېر له هېواد نه بهر په دنمارک کې د کډوالۍ ژوند تېروي . په دنمارک کې هم د يو ژمن قلموال په توګه د خپل فرهنګ د پياوړتيا او پښتو ژبې د بډاينې لپاره کار کوي . له ۲۰۰۹ ز کال راهیسې د دنمارک له دولتي کتابتون سره د پښتو او دري ژبې په برخه کې د سلاکار په توګه کار کړی . په دغه موده کې په دواړو ژبو د دنمارک مېشتو افغانانو لپاره په سلګونو عنوانه کتابونه له افغانستان نه راغوښتي دي . دنمارک میشت افغانان په دغه هيواد کې د شته اسانتياو نه په ګټنې سره کولای شي چې خپلو استوګنځايونو ته له نږدي کتابتونو څخه يې په وړيا توګه امانت تر لاسه کړي .

خواریکښ دخپل فرهنگي ژوند په اوږدو کې دورځپاڼو،مجلو او اونيزوگڼې سرمقالې، مقالې او آثار لیکلي، ژباړلې او پنځونې یې کړې دي . هغه اوس هم په خپلو فرهنگي هڅوکې، لکه د پخوا په څیر فعال او هوډمن دی، لیکنې او ژباړې کوي په شعر او داستاني ادبیاتو کې پنځونه هم کوي .

د شعر بېلگې يې سمول

د هيلو کر

ما به د وطن د سوکالۍ د هيلو کر کاوه -

ما به د افغان د ازادۍ د هيلو کر کاوه

ما به د مظلوم له غاړې لاس د ظالم ونيوه -

ما د عدالت، برابرۍ د هيلو کر کاوه

ما به د نهاريتيم د اوښکو توېدو غم کړو -

ما د نعمتو د پرېمانۍ د هيلو کر کاوه

ما د ښکېلاکگر پل د وطن په خاوره نه پرېښود -

ما په هر قدم د خپلواکۍ د هيلو کر کاوه


کورنی اکر سمول

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- دنمارکي - پښتو سمندرگی. د ۲۰۱۰ ز کال چاپ.

۲- د روڼاند نقش- ژباړه د ۱۳۸۷ لمريز لېږدي (۲۰۰۸) زېږدی کال چاپ.

۳- پردېسې څړيکې - لمړی شعری ټولگه.

۴- د هيلو کر - دوېمه شعري ټولگه.

۵- د ټولې نړۍ متلونه دنړۍ له دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونووراهيسې ۹۰۰۰متلونه اومقولې - له دنمارکي ژباړه . ۶- افغانستان له هوراترتکبيره- ليکنه او څېړنه ۲۰۲۰ ز کال

ناچاپ اثار يې:

- د بالښتونو لاريون (لنډې کیسې او کيسه گۍ).

- اخ، که مينه عبادت وی (دريمه شعري ټولگه).

- سور څڅوبی (څلورمه شعري ټولگه).

- ولسي کيسې او کيسه گۍ.

اخځليک سمول

۱- http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_pa_pardysy_ke_khwarikash1.pdf

۲- http://howd.org/index.php/2014-05-06-22-20-55/1551-2017-12-25-11-03-02

۳- https://aapa.org.au/%D8%AF%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D8%B5%D9%81%D8%B1%D8%AE%D9%88%D8%A7%D8%B1%D9%8A%DA%A9%DA%9A-%D9%BE%D8%B1-%D8%B4%D8%B9%D8%B1%D9%8A-%D9%BC%D9%88%D9%84%DA%AF%D9%88-%D9%85%D8%AE%DA%A9%D8%AA%D9%86%DB%90/

۴- د ليکوال حبيب الله غمخور فېسبوک پاڼه.‎