محمد حنيف اتمر
محمد حنيف اتمر (۱۹۶۸ - ) (انگرېزي: Mohammad Hanif Atmar) د افغانستان د کورنيو چارو پخوانی وزير دی. تر دغې دندې دمخه نوموړی د ښوونې او روزنې او د کليو د پراختيا او بيا رغاونې د وزير په توگه هم دندې ترسره کړي.
محمد حنيف اتمر | |
---|---|
حنیف اتمر په تهران کې
| |
د شخص مالومات | |
پيدايښت | اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "{". لومړی پاراميتر ناسم دی! ۱۹۶۸ لغمان ولايت | (عمر: اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "{". کاله)
تابعیت | افغانستان |
ګوند | د حق او عدالت ګوند |
عملي ژوند | |
زده کړې | د یارک پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکې ژبه | پښتو [۱]، دري [۱]، انګرېزي ژبه [۱]، اوردو ژبه [۱] |
کار ورکوونکی | خاد |
سمول |
مخينه
سمولحنيف اتمر يو پښتون دی او د پلار نوم يې محمد آصف اتمر دی. هغه د افغانستان د پخواني پاچا، محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په لغمان کې زېږدېدلی دی. کله چې محمد حنيف اتمر ځوان شو نو خپله لومړنۍ دنده يې د خاد (خدمات امنيت دولتي)، د افغانستان څارگرې ادارې سره پيل کړه.[۲] او د همدغې ادارې د يوې ځانگړې څانگې سره يې کار کاوه.[۳] د افغان-روس په جگړه کې هغه د مجاهدينو پر وړاندې جنگ کړی چې همداراز يې په ۱۹۸۸ کال کې د جلال آباد په جگړه کې خپله پښه له لاسه ورکړې.[۳] کله چې کابل د مجاهدينو په واک کې ورغی نو نوموړي افغانستان پرېښوده او برتانيې کې کډوال شو.[۳]
زده کړې او دندې
سمولمحمد حنيف اتمر د انگلستان له يورک پوهنتون نه دوه ديپلومه ترلاسه کړي. لومړنی ديپلوم يې د مالوماتي تخنيک او کمپيوټر په څانگه کې او يوه ماسټري يې له ۱۹۹۶ نه تر ۱۹۹۷ کالونو په موده کې د عامه کړنلارو، نړېوالو اړيکو او د جگړې وروسته بيا رغونې په زده کړو کې لاس ته راوړې.[۴] هغه په روانه توگه په پارسي، انگرېزي او اردو ژبو خبرې کولی شي.[۵] په ۱۹۹۲ ز. کال کې هغه د افغانستان او پاکستان په اړه د بشري اجنسيو سلاکار وه، چې دا دنده يې تر دوه کالونو پورې درلوده.[۴] تر دې وروسته هغه د ناروې افغان کوميټې ته ولاړ او هلته يې د پروگرام منېجر په توگه تر ۲۰۰۰ کال پورې شپږ کاله کار وکړ.[۴] په هماغه کال نوموړی هغه د نړېوالې ژغورنې کوميټې يا آی آر سي له خوا د افغانستان لپاره د مرستيال ډايرکټر جنرال په توگه په دنده وگومارلی شو،[۴] خو په ۲۰۰۱ ز. کال کې پر امريکا د ۱۱ د سېپتمبر د بريدونو وروسته چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ او د بون د تړون له مخې په افغانستان کې يوه موقعته دولتي اداره جوړه شوه، نو اتمر هم د گڼ شمېر نورو افغانانو په څېر افغانستان ته ولاړ او د طالبانو وروسته افغان حکومت سره يوځای شو.
سياسي ژوند
سمولد ښاري پراختيا او پرمختگ وزير
سمولپه ۲۰۰۲ ز. کال کې اتمر ته د موقعتې ادارې لخوا بلنه ورکړل شوه چې په حکومت کې د ښاري پراختيا او پرمختگ د وزير په توگه دنده ترسره کړي. او په همدې توگه هغه دا بلنه ومنله او د حامد کرزي په مشرۍ د طالبانو د واکمنۍ وروسته د افغانستان د نوي دولت د کابينې غړی شو. دا چې دی د کابينې تر ټولو ځوان ټېکنوکرات غړی وه نو ده خپله تجربه او انرژي په دې توگه وکاروله چې د افغانستان يو شنډ وزارت يې بېرته فعاله کړ او پر پښو درولو وروسته يې اهمې لاسته راوړنې درلودې چې آن د افغانستان تر نورو ولايتونو پورې هم ورسېدې او د څلور کالونو تر پايه د نژدې ۵۰۰ ميليونه ډالرو د کالنۍ بوديجې خاوند وگرځېد.
د ښوونې او روزنې وزير
سمولد ۲۰۰۶ ز. کال په مۍ کې محمد حنيف اتمر د ولسي جرگې د ډېرکيو د اعتماد د رايې تر گټلو وروسته د ښوونې او روزنې د وزير په توگه لواړه وکړه. هغه د حامد کرزي د کابينې د لږشمېر کاميابو وزيرانو په کتار کې شمېرل کېږي چې د افغانستان دولت ته يې د پام وړ کارونه کړي، دا ځل د ښوونې او روزنې د وزير په توگه هغه د افغانانو د يوه عمده اړتيا، د ښوونې د نشتوالي سره مخامخ وه او په دغه برخه کې هغه د هېواد په ليرو پرتو سيمو کې د طالبانو د گواښونو برسېره گڼ شمېر نوي انسټيوټونه او ښوونځي پرانيستل.
د کورنيو چارو وزير
سمولد ۲۰۰۹ ز. کال د جنوري په ۱۰مه نېټه ښاغلي اتمر د امريکايي سناتور او د امريکا د ولسمشر مرستيا جو بايډن سره په کابل کې د يوې کتنې په ترڅ کې د افغان ملي پوليس په اړه داسې وييل چې د امريکا متحده ايالتونه د افغاني پوليسو په روزنه او ځواکمن کولو ژمن دي.[۶] د ځينو لخواا دا کتنه ډېره اهمه وه او داسې وييل کېږي چې د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې اتمر هم يو احتمالي کانديد وي.[۶] د ۲۰۰۹ کال په پېل کې حنيف اتمر په افغانستان کې د طالبانو د شتون د شمېر اټکل داسې وکړ چې د هغه په گومان په افغانستان کې له ۱۰۰۰۰ نه تر ۱۵۰۰۰ طالبان شته.[۷] د ۲۰۰۹ ز. کال په مارچ کې د گارډين ورځپاڼې يو راپور خپور کړ چې په دغه راپور کې د حامد کرزي او د امريکا او اروپايي متحدينو تر منځ د تاوتريخوالې خبر مطرح شوې چې د يوه نوي لومړي وزير د رول يادونه هم پکې شوې، دا چې د داسې يو رول لپاره هېڅ کوم بل نوم لا تر اوسه پورې نه دی څرگند شوی خو د ورځپاڼې ليکنې داسې اشاره کړې چې ښاغلی اتمر د امريکا په رسمي جگپوړو کې ښه پېژندل شوې څېره ده.[۸]
چاپ شوي آثار
سمولمحمد حنيف اتمر يو شمېر کتابونه په انگرېزي ژبه هم ليکلي چې هغه په دې توگه دي:
- Development of Non-Governmental Organizations in Developing Countries (په پرمختلونکو هېوادونو کې د غېر دولتي تنظيمونو پرمختگ)
- From rhetoric to reality: The role of aid in local peacebuilding in Afghanistan. York: University of York. 1998. (with Arne Strand and Sultan Barakat)
- Humanitarian Aid, War and Peace in Afghanistan: What to Learn?(بشري مرستې، سوله او جگړه په افغانستان کې: څه بايد زده کړو؟)
- Politics and Humanitarian Aid in Afghanistan and its Aftermath for the People of Afghanistan
- Afghanistan or a Stray War in Afghanistan.
سرچينې
سمول- ↑ https://web.archive.org/web/20090703091731/http://www.embassyofafghanistan.org/atmar.html — د نشر نېټه: ۱۱ جون ۲۰۲۲
- ↑ Andrew, Christopher M. (2005). The World Was Going Our War: The KGB and the Battle for the Third World. Basic Books. p. 408. ISBN 9780465003112.
{{cite book}}
: Unknown parameter|coauthors=
ignored (|author=
suggested) (help) - ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedNYT
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ "Minister of Education Makes First Trip to the U.S. for Global Literacy Conference". USAID. 2006-09-18. بياځلي په 2009-03-23.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedbio
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ "Afghan Interior Minister Says Biden Promised To Help Improve Police Force". Radio Free Europe. 2009-01-13. بياځلي په 2009-03-23.
- ↑ "US has no long-term designs on Afghanistan, says Obama". Daily Times. 2009-03-01. خوندي شوی له the original on 2012-09-06. بياځلي په 2009-03-23.
{{cite news}}
: Italic or bold markup not allowed in:|publisher=
(help) - ↑ Borger, Julian (2009-03-22). "US will appoint Afghan 'prime minister' to bypass Hamid Karzai". The Guardian.
{{cite news}}
: Italic or bold markup not allowed in:|publisher=
(help); Text "accessdate-2009-03-23" ignored (help)