محمد ابراهيم عطايي

د کانديد اکاډميسين محمد ابراهيم عطايي (۱۳۱۰ لمريز کال، کندهار - د ۱۳۸۰ ل کال د تلې ۱۹ کابل) يو افغان ليکوال او پېښليکونکی وو چې په پښتو ژبه یې ليکوالي او څېړنه کړې ده.

محمد ابراهيم عطايي

مخينه

محمد ابراهيم عطايي د ملا عطا محمد اخوند (مشهور په حاجي اخوند) زوی وو چي پر ۱۳۱۰ لمريز کال د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې خرقې شريفي ته نزدې په خپله پلرنۍ مېنه کي زېږېدلی وو. کورنۍ يې د پوهنې او فضل برخه درلوده او پلار يې د خپل وخت پوه سړی وو چې له خطي کتابونو سره يې مينه درلوده. ورور يې ډاکټر عبدالقادر سلېمان د مصر په الازهر پوهنتون کې الهيات لوستي او کشر ورور يې الحاج عبدالهادي عطايي د کابل پوهنتون د ادبياتو له پوهنځي څخه فارغ او د پښتو ژبي په معاصرو شاعرانو کې يو ښه نازکخيال شاعر دی، خو له شهرته يې ښه نه راځي او لږ شعر وايي.

محمد ابراهيم عطايي تر شپږم ټولگي پوري په کندهار کې او بيا د لسم ټولگي تر پايه په کابل کي منظمې زده کړې وکړې. وروسته يې د ناروغۍ له کبله رسمي زده کړې پرې ښودې او په خصوصي توگه يې مروج علوم ولوستل او د منظمو مقالو د لارې يې د خپلې پوهي کچه لوړه کړه. نوموړي پر پښتو او درې ژبو سربېره په انگليسي او اردو ژبو هم ليکنې کړې دي.

عطايي د رسمي دندو تر څنگ پر ۱۳۳۴ لمريز کال د طلوع افغان د مدير په توگه او له ۱۳۳۵ څخه تر ۱۳۳۷ کاله د مطبوعاتو د مدير په توگه خپله دنده پرمخ بیولې ده. پر ۱۳۴۰ لمريز کال د هېلمند د خپرونو موسسې د امر او د هېلمند د جرگگۍ د مسول ترڅنگ نورې دندې هم ترسره کړې دي.

نوموړي پر ۱۳۵۶ لمريز کال د پښتو څېړونو د نړيوالې منځۍ له جوړېدو سره سم د ريسرچ څانگې د لوی مدير په توگه خپله دنده پېل کړه. پر ۱۳۵۹ ل کال د ټولنيزو پوهنو د منځۍ په وړانديز او د افغانستان د پوهنو اکاډمۍ په منظورۍ ورته د څېړنوال پوهنيزه رتبه ورکړ شوه او وروسته يې تر کانديد اکاډميسينه پوري پوهنيزه رتبه لوړه شوه.

ارواښاد محمدابراهيم عطايي د افغانستان د پوهنو اکاډيمۍ يو فعال غړی، پرکاره څېړونکی او مطبوعاتي شخصيت وو چي نزدې نيمه پېړۍ يې د افغانستان د پېښليک، ادب، فولکلور، ژبو او توکمونو په اړه ژورې څېړني کړې او خپرې کړې دي.

مړینه

د کانديد اکاډميسين محمد ابراهيم عطايي د ۱۳۸۰ لېږديز لمریز کال د تلې میاشتې پر ۱۹ نېټه د زړه د ناروغۍ لامله د کابل په مکروریانو کې وفات او د شهداء صالحین په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.


چاپ شوي نښيرونه يې

  1. د افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه. د ۱۳۸۲ ل کال چاپ. [۱]
  2. د جرگو وطن، د قومونو او قبايلو چارو وزارت د تبلغاتو او نشراياتو د رياست له خوا، د ۱۳۶۱ ل کال چاپ. [۲]
  3. پښتو شفاهی داستان (يوه تحليلی څېړنه)، د صافي موقوفاتو اداره، د ۱۳۷۶ ل کال چاپ. [۳]
  4. د پښتنو او بلوڅو سياسي کرونولوژی، د سرحدونو چارو وزارت، د ۱۳۶۸ ل کال چاپ. [۴]
  5. د خپل پر قبيلوی سازمان او د وېش پر اقتصادی سيستم يوه انتولوجيکی څېړنه - [۵]
  6. د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقی – جزايي – تعاملی) - د پښتو څېړنو نړيوال مرکز، د ۱۳۵۷ ل کال چاپ. [۶]
  7. د آسيا په زړه کې طوفان، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ۱۳۵۹ ل کال چاپ. [۷]
  8. خېل او وېش : د خېل پر قبيلوی سازمان او د دوېش پر اقتصادی سيسټم يوه اتنولوجيکی څېړنه - د اجتماعی علومو او تحقيقی مرکز د افغانستان د علومو اکاډمی، د ۱۳۶۰ ل کال چاپ. [۸]
  9. د بلوڅو ملي آزادي بخښونکو جنبشونو ته يوه کتنه، د افغانستان د علومو اکاډمي، د اجتماعی علومو مرکز، د ۱۳۶۴ ل کال چاپ. [۹]
  10. ملي هنداره د اجتماعي څېړنو له نظره، د اجتماعي علومو مرکز د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت علومو اکادمي، د ۱۳۶۳ ل کال چاپ. [۱۰]
  11. هلمند د کلتور په سطحه کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د ۱۳۴۴ ل کال چاپ. [۱۱]

سرچينې

  1. http://benawa.com/details.php?id=64618
  2. http://hotakonline.com/uploads/Maqalay/Others/academician.attayi.pdf Archived 2021-08-17 at the Wayback Machine.
  3. http://www.dw.com/ps/په-کندهار-کي-د-کانديد-اکاډميسين-عطايي-د-زوکړي-غونډه/a-18618145
  4. http://www.kandahartv-gov.com/bashpar.php?id=4155[مړه لينکونه]