مامون الرشید
د مسلمانانو واکمن او خلیفه ابو العباس عبدالله المامون بن هارون الرشید بن محمد المهدي بن عبدالله المنصور العباسي الهاشمي القرشي (15 ربیع الاول 170 - 18 رجب 218 هجري / 14 سپټمبر 786 - 9 اګست 833 ز) چي په عامه توګه د مامون یا مامون الرشید په نامه هم پېژندل کیږي، د عباسيانو اووم واکمن او له پېغمبر اکرم (ص) څخه وروسته د خليفه ګانو په ترتيب کي شپږويشتم خليفه وو. نوموړي له ١٩٨ هجري څخه تر خپلي مړيني پوري شل کاله د عباسي واکمنۍ مشرتوب په غاړه درلود.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې ځای | |
ژبې | |
دنده | |
بلننوم |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې |
امين رشيد — معتصم بالله — Al-Qasim ibn Harun al-Rashid (en) — Ahmed Al-Sabti (en) — Abu ʿIsa Muhammad ibn Harun al-Rashid (en) |
قومي ډلې | |
دین |
د مامون الرشید دوره په عباسي خلافت کي د فلسفې، طب، ریاضي او فلکیاتو اړوند او د اسلامي پوهي د زیاتولو لپاره د علومو او ژباړې یوه ځانګړې دوره وه. همدارنګه په بغداد کي د حکمت ماڼۍ پراختیا چي په نړۍ کي د خپل وخت یو له سترو پوهنتونونو څخه ګڼل کیده او د اسټرولاب منځته راتګ چي په مرسته یې مسلمانو ساینس پوهانو د ځمکي کره اندازه کړه د مامون الرشید په واکمنۍ دوه ستر علمي پرمختګونه ګڼل کیږي. د مامون په وخت کي عربي ژبه د یو شمېر ژباړو چي له یوناني، سریاني او نورو ژبو څخه ترسره سوې زیاته پراخه او د اسلامي نړۍ لر او بر ته یې د شعر، ادب، ساینس او فلسفې رڼاوي ورسولې.
د تاریخونو له مخي مامون د عباسیانو د پلازمیني بغداد اړوند په الیاسریه سیمه کي زیږیدلی وو، او د ځوانۍ له کلونو یې له پوهي، ادب او بېلابیلو علومو سره مینه درلوده. نوموړی د خپل پلار هارون الرشید له لوري د خپل ناسکه ورور محمد الامین څخه وروسته ځایناستۍ وټاکل سو، او دواړو وروڼو ته په کعبه شریفه کي قسم ورکړل سوی وو چي د پلار تر مرګ وروسته به له یوبل سره جګړه نکوي، خو دا ژمني کومه ګټه ونه رسول بلکي د پلار له مرګ سره سم مامون الرشید د ختیځي اسلامي نړۍ د ولسونو په مرسته له خپل ورور سره په جګړه کي ښکېل او هغه یې له واکه وغورځاوه. د هارون الرشید تر وفات وروسته د مامون او امین ترمنځ یادي جګړې درې کاله په بر کي ونیول او په 813 زیږدیز کال کي مامون وتوانېدی ترڅو امین له واکه لیري او عباسي خلافت یوازي د ځان کړي.
تر واک لاسته راوړلو وروسته مامون الرشید په اسلامي نړۍ کي یوځل بیا له ګواښونو او کږلېچونو سره مخ سو او په اذربایجان، کوفه، مصر او پلازمینه بغداد کي یې له بېلابیلو کورنیو او بهرنیو پاڅونونو او زورواکو سره ډغري ترسره کړې چي په پایله کي یې د خپل فوځي تګلارو او تندخوی په مټ بریا بیرته خپله کړه، او عباسي خلافت یې له کورنیو جګړو څخه لیري وساته.
مامون الرشید په ۲۰۱ هجري قمري کال کي د خپل نږدې وزیر فضل بن سهل په هڅونې سره امام علي رضا خپل ځایناستۍ وټاکه، خو دې پیښي د عباسي کورنۍ غړي له نوموړي سره په لیریوالي کي واچول او یو شمېر کسانو یې بیخي له امره سرغړونه وکړه. مامون ددې حالت په لیدو سره خپله پرېکړه بیرته واخیستل او هڅه یې وکړه چي وزیر فضل بن سهل له دندي ګوښه کړي، ځکه یاد حالت د هغه د هڅوني له امله منځته راغلی وو. تر یادي پیښي څو میاشتي نه وې تیري سوي چي امام رضاء هم د زهرو خوړلو له امله مړ او وژونکی یې معلوم نسو.
مامون الرشید پخپله واکمنۍ کي تر امن راوستلو وروسته د عباسي خلافت بېلابیلو ولایاتو لکه خراسان ، غرنیو سیمو ، د فرات جزیره، مصر او شام ته سفرونه وکړه او په دې ترڅ کي یې د روم د سلطنت په وړاندي درې ځله جهادي سفر هم ترسره کړ. مامون الرشید سره ددې چي د عباسیانو یو تقواداره او حنفي مذهبه خلیفه ګڼل کیږي خو د خپلي واکمنۍ پر مهال یې نه دا چي د اسلامي علماوو او پوهانو ترمنځ د اختلافاتو هیڅ مخنیوئ ونکړ، بلکي نوره یې هم پراختیا ورکړه او په یوشمېر دیني مسایلو کي یې بې پروا چلند ددي لامل سو ترڅو عام مسلمانان له یوبل سره مخامخ او په اختلافاتو کي ښکېل کړي.
مامون د ٢١٨ هجري قمري کال د رجب په اتلسمه/ ۸۳۳ زیږدیز کال د اګست په نهه ويشتمه نېټه هغه مهال وفات او په طرسوس سیمه کي خاورو ته وسپارل سو چي ورور او راتلونکی خلیفه معتصم بالله هم ورسره ملګری وو.