ماسټر عبدالکریم

ماسټر عبدالكريم (زوکړه ۱۹۰۸ زېږدي کال د ډيسمبر ۷، چارسده - مړینه د ۱۹۶۱ ز کال د جنوري ۱۹) د لوی افغانستان پښتو ژبی ليکوال، ملي مبارز او خدايي خدمتگار وو.

مخينه سمول

ماسټر عبدالكريم د منتظر خان زوى وو، چې پر ۱۹۰۸ ز كال د ډيسمبر پر ۷، د چارسدې د اتمانزو په كلي كې زېږېدلى دى. خپلې لومړنۍ زده كړې يې د اتمانزو په ازاد ښوونحي (سكول) كې ترسره كړې، وروسته يې پر ۱۹۳۰ ز كال د ډهلي د جامعه مليۀ اسلاميه څخه د لېسانس (BA) سند ترلاسه كړ او د بېرته راتگ سره سم د اتمانزو په ياد شوي ښوونځي كې ښوونكى شو. پر همدې كال ماسټر د ازادۍ غوښتنې فكر د لرلو په جرم بندي شو او كله چې درې كاله وروسته بېرته آزاد شو، د ازاد ښوونځي اکر (حالت) ډېر خراب شوى وو، خو د ماسټر په هڅو دغه ښوونځي بېرته په پښو ودرېد.

مړينه سمول

ماسټر عبدالكريم د ۱۹۶۱ ز کال د جنوري پر ۱۹ له دې نړۍ سترگې پټې کړې. اروا یې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- ځولۍ گلونه (لنډې کيسې)، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ.


اخځليک سمول

۱- http://thepashtunexpress.com/ps/%D9%82%D8%A7%D9%85%D9%8A-%D9%85%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D8%B2-%D9%84%DB%8C%DA%A9%D9%88%D8%A7%D9%84-%D8%A7%D9%88-%D8%AE%D8%AF%D8%A7%DB%8C%D9%8A-%D8%AE%D8%AF%D9%85%D8%AA%DA%AB%D8%A7%D8%B1-%D9%85%D8%A7/ Archived 2020-11-07 at the Wayback Machine.

۲- https://www.facebook.com/ghagradio/videos/%D9%82%D8%A7%D9%85%D9%8A-%D9%85%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D8%B2%D9%82%D9%84%D9%85%DA%A9%D8%A7%D8%B1-%D8%AE%D8%AF%D8%A7%D8%A6%D9%8A-%D8%AE%D8%AF%D9%85%D8%AA%DA%AB%D8%A7%D8%B1-%D9%85%D8%A7%D8%B3%D9%BC%D8%B1-%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%DA%A9%D8%B1%D9%8A%D9%85/1900608896918883/‎