قادر بالله

د مسلمانانو واکمن او خليفه قوماندان ابو العباس احمد القادر بالله بن اسحاق بن جعفر المقتدر بن احمد المعتضد بن طلحة الموفق العباسي الهاشمي القرشي ( ۳۳۶ - ) ۴۲۲ هـ س/ ۹۴۷ – ۱۰۳۱ ز) چي په عامه توګه د قادر بالله په نوم پیژندل کیږي، په بغدد کي د بنو العباس کورنۍ پنځه ویشتم خليفه وو.

قادر بالله
أبو العباس أحمد القادر بالله (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۹۴۷ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۹ نومبر ۱۰۳۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ژبې
دنده
Caliph (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

نوموړی د ۳۸۱ هجري سپوږمیز کال د شعبان په میاشت کي د عبدالکریم طائع لله تر خلافت وروسته واکمنۍ ته ورسېدی، او د ۴۲۲ هجري د ذوالحجې تر میاشتي پوري یې واکمني وکړه.

قائم بالله سره ددې چي په عباسي خلافت کي د مخکنیو واکمنانو په څېر د دیلمي شیعه ګانو او ترکانو په مرسته واک ته رسېدلی وو او چنداني فوځي اغېز یې هم نه درلود، خو واک ته له رسېدو سره سم یې داسي سیاست او چلند په مخه واخیست چي د دربار ټول چارواکي یې په بشپړه توګه تر اغېز لاندي راغله او په څو لسیزي پرله پسې خلافت کي یې د عدل، انصاف، مظلوم پالني او سولي فضاء هر لوري ته غوړېدلې وه. د اسلامي تاریخونو لمخي د قادر بالله واکمني نژدې 41 کاله دوام وکړ او په 1031 زیږدیز کال کي د 86 کلونو په عمر وفات سو.

  1. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 1020771674. ويل شوي په: Catalog of the German National Library. بياځلي سمون: ۱۷ جولای ۲۰۲۱. اثر ژبه: جرمني ژبه.