د لوی اختر مياشت
د سپوږميز ليږديز کليز کې د لوی اختر مياشت (ذی الحجه) د هجري ليږديز کال دولسمه مياشت ده چې ۳۰/۲۹ ورځې لري. دغه مياشت په اسلامي کليز (سپوږميز کليز) کې دوهمه کچه مهمه او سپېڅلې مياشت گڼل کېږي ځکه چې په دغه مياشت کې د خدای (ج) مخلوق زړه پاکۍ او بدني توبې په لور يانې حج ته وردرومي.
د لوی اختر مياشت مخينهسمول
دغه مياشت کې پېښېسمول
- په همدې مياشت کې بي بي فاطمه(رض) بنت محمد (ص) حضرت علي ابن ابي طالب (رض) سره واده کړی .
- ۲۳م سپوږميز کال په لوی اختر مياشت (ذو الحجه) کې د حضرت عمر ابن خطاب شهادت د ابو لؤلؤ ه فيروز په لاس شوی.
- په ۳۵م د سپوږميز کال په لوی اختر مياشت کې حضرت عثمان ابن عفان د مسلمانانو درېيم امير يا خليفه شو.
- ۶۰م سپوږميز کال په لوی اختر مياشت کې د معاويه ابن ابي سفيان مړينه شوې.
سپوږميزې مياشتې |
حسين · صفره · لومړۍ خور · دويمه خور · درېيمه خور · څلورمه خور · خدای پاک · برات · روژه · کوچني اختر · ميانې · لوی اختر |