فتح علي خان یو کلاسیک او قوالی سندرغاړی و، چې په 1940 او 1950 کلونو کې یې قوالي سندرې پيل کړې. فتح علي په ۱۹۰۱ کال کې د برتانوي هند په پنجاب ایالت جلندر کې زېږېدلی دی. فتح علي خان د پاکستان د مشهورو قوالانو او موسیقارانو نصرت فتح علي خان او فرخ فتح علي خان پلار و . د هغه کورنۍ له ۶۰۰ کلونو راهیسې د چشتیه صوفي نظم سره تړلې د قوالي دود لري. [۱] فتح علي خان د خپل پلار مولا بخش خان له خوا د کلاسیک موسیقۍ او قوالۍ روزنه ترلاسه کړه او د روزنې وروسته یې ځان د یو تکړه سندرغاړي او د موسیقۍ د وسایلو پوه په توګه ثابت کړ. هغه د هند د دودیزو وسایلو لکه سیتار ، سرود او ویچتراوینا ، او همدارنګه د موسيقۍ لوېدیځ وسایل لکه بیلا کارول زده کړل . فتح علي خان په پنجابي ، اردو ، عربي او فارسي ژبو په زرګونو سندرې ويلې دي، د هغه نیکه د نوروزیو د پښتنو له څانگې سره تړاو درلود چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې اوسېدل، چې وروسته د هند په ختیځ پنجاب، جالندھر ته وکوچېدل او هلته مېشت شول.
فتح علي خان
پېژندنه
|
نوم
|
فتح علي خان
|
پلارنوم
|
مولا بخش خان
|
قوم
|
نورزي پښتانه
|
زېږنځای
|
1901 مېلادي کال جالندهر، برتانوي هند
|
مړينه
|
1964(1963-1962 اختلافي) کال پاکستان
|
اولاد
|
نصرت فتح علي خان او فرخ فتح علي خان
|
موسيقي
|
د سندرو ډول
|
قوالي
|
دنده
|
سندرغاړی
|
لاسته راوړنه
|
تمغه حسن جايزه د پاکستان د ولسمشر له خوا
|
- تمغه حسن جايزه هغه ته په ۱۹۹۰ کال کې د پاکستان د ولسمشر له خوا ورکړل شوه