غازي مېداد خان اڅکزی

غازي مېداد خان اڅکزی د بدين خان زوی، د گل محمد خان لمسی، د ترهټ خان کړوسی او مهک اڅکزي کوسی و. نوموړی د توبه اڅکزۍ په جلگه کې ږېږېدلی دی. مېداد خان چي د اڅکزو د حمېدزو د پښې سره يې تړاو درلودی په ډېر کم عمر هرات ته ولاړی او هلته د افغانستان په پوځ کې يې دنده ترلاسه کړه.
دهرات د ساگزي ټبر خان خپله لور ببو و مېداد خان ته ورکړه. د مېداد خان دوه ځامن وه چي مشر يې سيدوخان او کشر يې ميرزا محمد ايوب خان نومېدی. د غازي مېداد خان يوه لور هم وه چي محمدزۍ نومېده.
نوموړی په ډېر کم سن د تورن تر رتبې ورسېدی. په ۱۸۸۰ زېږيز کال نوموړي ته د غازي محمد ايوب خان لخوا دنده په لاس ورکړل سوه چي د خپل ټبر خلک چي زياتره د توبې د غرونو تر منځ آباد وه د انگرېزانو پر ضد جهاد ته راوبولي . نوموړي په توبه کې د اڅکزي ټبر ځوانان د ځان سره مله کړه او کندهار ته ولاړی. نوموړي د خپلو ملگرو سره په ډېره مړانه د ميوند په جگړه کښي ونډه واخيسته. غازي مېداد خان د ميوند په جگړه کې سخت ژوبل سو خو بيا هم د جگړې تر پايه په مړانه وجنگېدی. د ميوند جگړې د نورو مجاهدو تر څنگ مېداد خان اڅکزي په خپله مړانه ځان، خپل ټبر او خپل ملت ته تلپاته وياړ ور په برخه کړی.

دغازي مېداد خان د مړينې وروسته د غازي مېداد خان کورنۍ هرات پرېښوده او په کندهار کي آباده سوه. د غازي مېداد خان مشر زوی د ناروغۍ له وجې مړ سو او اولاد يې نه درلودی. د غازي مېداد خان کشر زوی ميرزامحمد ايوب خان و چي په پښتو او پاړسي ژبه يې شعر ويلی. د ميرزا محمد ايوب خان دوې قلمي شعري ټولگې پاتې دي چي پکې په پاړسي او پښتو شعرونه دده په ښکلي ليک ليکل سوي دي. ميرزا محمد ايوب خان په کندهار کې د ماليې د وزارت چارواکی و او ورسته د گيزاب اولسوال وټاکل شو. مرزا محمدايوب خان دوې ماينې په روزگان کې درلودې او يوه يې په کندهار کې.

د مېداد خان اڅکزي يوه لور وه چي محمدزۍ نومېده. محمدزۍ د کندهار لومړنۍ عالمه ښځه وه چي نورو ښځو ته يې د قرآن د تفسير د ښوونې تر څنگ ادبي ښوونې هم کولې او ډيرې زده کونکي يې وروزلې.
دغازي مېداد خان نيم لمسيان او کړوسيان اوس د افغانستان په روزگان او نيم لمسيان او کړوسيان يې د سويلي پښتونخوا په کوټه ښار کښي آباد دي.