علي محمد مخلص

علي محمد مخلص (زوکړه؟ - مړینه، اټکلي ۱۰۶۸ سپوږميز لېږدي کال) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال وو.

مخينه سمول

علي محمد مخلص د ابابکر کندهاري زوی او د استاد زلمي هېوادمل د وینا له مخې يې ژوند تر ۱۰۶۸ سپوږميز لېږدي کال پورې يقیني دی. د هغه بشپړ دیوان پر ۱۳۹۴ لمريز لېږدي کال د محمد هارون خپل شعشعي په سمون او سریزې سره چاپ شوی دی.

علي محمد مخلص د روښاني تصوف او طریقې یو مخلص پلیونی او پیرو دی. د هغه د نوم له یادېدو سره سم وار له واره د سړي ذهن ته (حالنامه) راځي؛ حالنامه هغه اثر دی چې د روښانیانو د ژوند ټول حال او احوال پکې بیان شوی دی. پر دې اثر که څه هم د لومړي ځل لپاره پیر روښان کار پیل کړی وو، خو علي محمد مخلص په ډېر اخلاص سره له سره ترتیب او د پير روښان د کورنۍ ټول احوال يې پرې اضافه کړي دي.

شاعر مخلص د دې اثر تر څنگ په پښتو کې بله منثوره رساله هم لري. دا رساله یې د استاد زلمي هېوادمل له خوا د کابل مجلې د ۱۳۶۷ کال په ۱ـ ۲ گڼه کې چاپ شوې ده.

هغه په خپل دیوان او نورو خورو ورو لیکنو کې د روښاني تصوف په خپرولو کې تر نورو روښاني شاعرانو ډېر کوښښ کړی دی. نو پر همدې بنسټ د هغه د امتیاز حق هم تر نورو روښاني شاعرانو په دې برخه کې ډېر دی.

علي محمد مخلص تر ډېره د نورو روښاني شاعرانو په لاره نه دی تللی. هغوی ټولو یوازې په تصوف او عرفان کې هغه څه بیان کړي، چې هغوی ته د هغوی د مرشد او پیر بایزید روښان له خوا ویل شوي ول، خو علي محمد مخلص د بایزید روښان د افکارو د څرگندولو تر څنگ د نور تصوف په اړه هم خپل افکار څرگند کړي دي.

علي محمد مخلص د مشهور روښاني ارزاني خوېشکي ورور وو او د پلار نوم يې برهان او له خېشكي قبيلې څخه وو. د هغه دويم ورور عمر نومېده. اخون دروېزه په خپل کتاب کې د ارزاني د نورو دوو وروڼو نومونه د ملا علي [علي محمد مخلص] او ملا عمر په بڼه ليکلي دي.

مړينه سمول

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- ديوان، د ۱۳۹۵ لمريز لېږدي کال، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت چاپ.

۲- منثوره رساله، د ۱۳۶۷ ل ل کال کابل مجلې په ۱ـ ۲ گڼه کې چاپ.

۳- د حالنامې اوډنه او پر هغې زياتونه.


اخځليک سمول

۱- https://www.taand.com/%D8%AF-%D8%B9%D9%84%D9%8A-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D9%85%D8%AE%D9%84%D8%B5-%D8%AA%D8%B5%D9%88%D9%81%D9%8A-%D8%A7%D9%88-%D8%B9%D8%B1%D9%81%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D9%85%D9%82%D8%A7%D9%85/ Archived 2020-09-19 at the Wayback Machine.

۲- https://www.facebook.com/223336756405/photos/%D8%A7%D8%B1%D8%B2%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D8%AE%D9%88%DB%8C%D8%B4%DA%A9%DB%8C-%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8D-%D8%A8%D8%B1%D8%AE%D9%87%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D9%8A-%D8%AC%D9%87%D8%A7%D9%86%D9%8A%D8%A7%D8%B1%D8%B2%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D8%AE%D9%88%DB%8C%D8%B4%DA%A9%DB%8C-%D8%AF-%D8%B1%D9%88%DA%9A%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D8%B7%D8%B1%DB%8C%D9%82%DB%90-%D8%AA%D8%B1-%D9%BC%D9%88%D9%84%D9%88-%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93/10152395739671406/

۳- https://www.nunn.asia/32590/%D8%AF-%D8%A8%D8%A7%D9%8A%D8%B2%D9%8A%D8%AF-%D8%B1%D9%88%DA%9A%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%B3%D8%AA%D8%B1-%D8%AE%D9%84%D9%8A%D9%81%D9%87-%D9%85%D9%84%D8%A7-%D8%A7%D8%B1%D8%B2%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D9%BE%D9%87/

۴-‎