پير روښان

(له پیر روښان نه مخ گرځېدلی)

شېخ سراج الدين بايزيد خان چې د پير روښان په نامه هم ياديږي، د قاضي عبدالله زوی او د شېخ محمد لمسی په خټه اورمړ پښتون د خپل وخت لوی مفکر، د ټولنې اصلاح کوونکی، د خارجي او پردي تسلط کلک مخالف او د اولسي مبارزو لارښوونکی او په عېن حال کې ستر مذهبي مبلغ و چې پيراونو يې پير روښان باله، او مغولو او نورو مخالفينو د پيرتاريک په نامه ياداوه. مور يې بي بي امينه [۱] نومېدله او د حاجي ابوبکر لور وه چې د پنجاب په جالندهر کې اوسېدله، او بايزيد همالته په ۹۳۱ هـ سپوږميز نه تر۱۰۲۴ هـ سپوږميز کال کې وزېږېده.

بايزيد خان

مخينه سمول

وايي چې د بايزيد نيکه گان له کندهاره د وزيرستان د کاڼی کوړم يا کانی کرم سيمې ته تللي و او د بايزيد سکه نيکه شېخ محمد چې د وزيرستان په کاڼی کوړم کې اوسېد، دوولس ځامن درلودل او په دې دوولسو ځامنو کې عبدالله د بايزيد پلار په فضيليت مشهور و او قاضيتوب يې کاوه.[۲] دا چې د بايزيد پلار څنگه په جالندهر کې د حاجي ابوبکر لور په نکاح کړه د پېښور فاضل او محقق ليکوال مولوي محمد عبدالقدوس قاسمي د هغه خېرالبيان په سريزه کې چې د پېښور د پوهنتون د پښتو اکېډيمی په ۱۹۶۷ زېږيز کال کې چاپ او خپور کړی دی، داسې بيانوي:

د بايزيد نيکه شېخ محمد خپل يو بل ځوی ته د حاجي ابوبکر جلندهري لور «بي بي امينه» غوښتې وه خو څنگه چې حاجي ابوبکر همدا يوه لور درلودله نو پر شېخ محمد يې شرط کېښوده چې دده ځوی به له وزيرستانه جالندهر ته ورځي او دده لور به وزيرستان ته نه بيايي، هغه و چې د شېخ محمد ځوی هم جالندهر ته ورغی خو هلته ځوانيمرگ شو، او بي بي امينه کونډه پاتې شوه، نو د هغه وخت د پښتنوالي دود او دستور و چې د يوه پښتون کونډه بايد د کونډې د مېړه ورور او يا نورو خپلوانو کړې وای، ځکه نو شېخ محمد د خپل مېړني ځوی کوڼده بي بي امينه خپل فاضل او عالم ځوی عبدالله ته ور په نکاح کړه او ددې دوهم مېړه دپاره هم شرط دا و چې بايد جالندهر ته ورشي او قاضي عبدالله سره له دې چې په وزيرستان کې يې بل واده هم کړی و چې ماندينه يې فاطمه نومېدله او يو ځوی يې هم ځينې درلود چې يعقوب نومېده بيا هم مجبور شو چې جالندهر ته ولاړ شي، هلته يو دوه کاله پاتې شو څو چې په (۹۳۱ هجري سپوږميز = ۱۵۲۴ زېږيز) کال د بي بي امينې له نسبه د عبدالله ځوی پيدا شو او نوم يې ورباندې «بايزيد» کېښوده.

تر هغه وروسته څنگه چې عبدالله په وزيرستان کې له يوې خوا د پلار پر ځای ناست و او د بل پلوه د هغې سيمې قاضي باله کېده نو نور يې نه شوای کولای چې په جالندهر کې پاتې شي او بي بي امينه يې هم په دې راضي کړه چې دا په جالندهر کې د خپل ځوی سره پاتې او پخپله قاضي عبدالله وزيرستان ته ستون شي، او بيا به په کال کې څو مياشتې جالندهر ته هم ورځي قاضي عبدالله کاني گرم ته راغی خو دا هغه وخت و چې هند سياسي حالات ورځ په ورځ بدلېدل، د لودي پښتنو پاچايي په هند کې پای ته رسېدلې وه او د پښتو پر سيمو د ظهيرالدين بابر يرغلونه پيل شوي وه. د قاضي عبدالله زړه په ښځه ااو زوی پسې کښانده و خو جالندهر ته يې د تلو لار پرانيستې نه وه. دده يو بل ورور «شېخ خدا داد» پهبېره (خوشاب) کې اوسېده چې د بابر يرغل هلته ور ورسېد نو هغه له هغه ځايه جالندهر ته ولاړ او بيا چې د بابر پوځونه جالندهر ته ورغلل نو د هغه ځای پښتانه د (بهار) خوا ته وکوچېدل مگر هلته هم آرام ژوند د پښتنو په برخه نه شو ځکه نو شېخ خدا داد د خپل ټبر او د بي بي امينې او د بايزيد سره د ۹۳۷ هجري سپوږميز کال شاوخوا کې د هندوستان کاني گرم ته راغی او د خپل ورور قاضي عبدالله سره يوځای شو. خو کوم مشکل چې قاضي عبدالله ته پيدا شو هغه د دوو بنو يو ځای ساتل او گذران کول و او بي بي امينه چې په خپلواک ژوند عادت وه د فاطمې مشرې کور کې ژوند تېرول ډېر گران تمامېده نو هغه و چې تر څه مودې وروسته چې لارې سمې شوې نو بي بي امينې د قاضي عبدالله څخه ځان خلاص کړ او خپلې پلارگنۍ (جالندهر) ته ولاړه او ځوی يې بايزيد د رواج او شرع سره سم قاضي عبدالله ته پرېښود. بايزيد چې تر دغه وخته د خپلې مور په مهربانه غېږ کې روزل شوی ؤ او يا يې د خپل مهربان تره شېخ خدا داد شفقت ليدلی ؤ يوازې نامهربانې ميرې او کم لطفه پلار ته پاتې شو، ځکه چې مور يې جالندهر ته ولاړه او تره يې د دوړو سيمې ته او دا خو د پښتو متل دی چې مور ميره شي پلار پلندر کېږي نو د قاضي عبدالله په کور کې بايزيد د يتيم په څېر ژوند تېراوه، که څه هم قاضي عبدالله خپل دواړه ځامن بايزيد او يعقوب خپل يو عالم او اعتباري شاگرد ملا پاينده ته وسپارل چې د هغه وخت مروج علوم ور وښيي، خو زياتره به داسې کېدل چې ميرې به خپل ځوی زده کړې ته پرېښود او په بايزيد به يې د کور کارونه کول او له دې وخته د ده په دراکو مغزو کې د تبعيض او عدم مساوات سره کرکه پيدا شوه، او چې هر څومره پوهېده او ځوانېده دا کرکه يې لا زياتېدله نو چې ځوان شو د پلار څخه يې د حج اجازت وغوښت او ورته يې ووييل چې هم به حج وکړي او هم به زيار وباسي چې څه علم زده کړي. خو پلار يې و نه منل او ورته يې ووييل چې د حج لپاره توښه ضرور ده - ته خپل مال نه لرې او پر گدا باندې يې حج نه کېږي، پاته شو علم هغه دلته په کور کې هم کولای شې. د بايزيد څخه چې د علم لار نيمگړې پاتې شوه نو د طريقت او تصوف لارې ته يې مخه کړه، شپې به يې په ذکر روڼولې او کله کله به روحي جذب دومره ورباندې غالب شو چې د رقص او سرود په مجلس کې به له ډېره شوقه د مجلسيانو سره په گډا هم سر شو. د ده د جذب دا کارونه د ده پر پلار چې مشهور عالم او قاضي ؤ ښه و نه لگېدل او د ځان بدنامي يې گڼله خو څه چاره يې هم نه شوای کولای که يې شاړه بدنامېده او که يې ساته رسوا کېده، او له بلې خوا د بايزيد زړه ورځ په ورځ د ميرې د بدې گزارې له امله له کوره سړېده او لومړی يې د خپل پلار او خپلې ميرې د استبداد په مقابل کې سر پورته کړ او پلار ته يې په ډاگه ووييل چې نور نو زما گذران د ميرې سره گران دی ما ته د خپل جايداد څخه څه را بېله کړه چې زه په خپله پرې بوخت شم او ځان ته خپل گذران پرې وکړم. که څه هم پر پلار يې دا خبره دېره درنه پرېوتله خو د زياتې رسوايي له بېرې او د خلکو له شرمه يې د خپل جايداد څخه برخه وربېله کړه او بايزيد له پلاره بېل شو او د خپل يو تره شېخ حسن لور بي بي شمسو يې په نکاح کړه.

د بايزيد روښان آثار سمول

د بايزيد روښان له هغو آثارو چې اوس شته داسې څرگندېږي چې بايزيد په عربي او اسلامي علومو پوه ؤ، په تفسير او حديث او فقه کې يې مطالعه درلودله او په تصول کې يې نظراً او عملاً لوی لاس درلود او هم ثابتېږي چې بايزيد په څلورو ژبو، پښتو، پارسي، عربي او د پنجابي په يوه لهجه پوهېده او همداشان يې وييل او ليکل هم پرې کولای شو. د پښتنو دپاره يې په پښتو موزوني خبرې جوړولې او پاړسيانو ته په پاړسو او هنديانو ته په هندکو. د ده د ليکل شويو آثارو څخه تر اوسه دغه آثار معلوم دي:

  1. د پښتو رسم الخط
  2. صراط التوحيد
  3. حالنامه
  4. مقصور المومنين
  5. فخرا لطالبين
  6. خيرالبيان
  7. د بايزيد پير روښان يوه نومورکې رساله
  8. مکتوبات
  9. واجيه دي شلوک
  10. د بايزيد سرودونه

پايڅوړ سمول

  1. په ځينو ماخذونو کې د بايزيد د مور نوم بيبن امينه ليکلی شوې دی چې ښايي بيبن د بي بي عندي شکل وي
  2. صراط التوحيد ۳ مخ