خير البيان د پښتو ادبياتو لرغونو اثارو څخه شمېرل کېږي . دا اثر د پير روښان يا بايزيد خان لخوا ليکل شوی . دغه اثر د بايزيد پير روښان په ټولو اثارو کې يو اړين او نوموتی اثر دی چې په پينځو ژبو ، پښتو ، پاړسي ، عربي ، هندي او پنجابي ليکل شوی دی . خيرالبيان لومړی ځل په ۱۹۶۷م.ز کال چې د ۱۳۴۶م . لمريز کال سره سمون لري د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر د پېښور پوهنتون د پښتو اکاډمي له خوا په ۳۰۱ ، مخه په خيبر مېل پرېس پېښور چاپځای کې چاپ او خپور شو .

د اثر لنډ مالومات

په پيل کې يې له مننې وروسته د (پېژندگلوي) تر سرليک لاندې د مولانا عبدالقادر چې هغه مهال د پښتو اکاډمۍ مشر و يوه ۱۶ـ مخيزه سريزه راغلې ده . په دې سريزه کې د خيرالبيان د خطي نسخې د موندلو او ترلاسه کېدلو په باب يادونې او څرگندونې راغلي دي .

سرچينې

  1. د آريانا دايره المعارف