عثماني-افغان جګړه (۱۷۲۶-۱۷۲۷)

د 1726-1727 عثماني- هوتکي جګړه د عثماني امپراتورۍ او د هوتک کورنۍ ((چي د افغانستان په هوتکیانو پوري یې اړه درلوده او د پارس (اوسني ایران) د ټولو لویدیځو او شمال لویدیځو برخو کنټرول یې په لاس کي درلود)) جګړه بلل کیږي.

لنډه کتنه

سمول

د هوتکيانو کورنۍ په 1709 زیږدیز کال کي د کندهار د غلجیانو لخوا رامنځ ته سوه چي د پارسي اشغالګرو او صفویانو په وړاندي یې د بریالي پاڅون مشري وکړه. دوی له ۱۷۲۲ څخه تر ۱۷۲۹ [۱] د اوسني افغانستان او ایران ځیني برخې تر خپل واک لاندي راوستې او د پارس اشغالګر ځواکونه یې اړ ایستل چي له افغانستان څخه په تیښته ووزي. صفوي ترک توکمه واکمني چې يو وخت د عثماني امپراتورۍ ستر دښمن او تر ټولو پياوړي مخالف ګڼل کېده د ۱۷مي پېړۍ له وروستيو راهيسي د بې کفايته واکمنانو او کورنيو شخړو له امله له سخت زوال سره مخ وه.

د صفوي دولت د زوال پر مهال عثماني او روسي امپراتوریو د پارس له زوال څخه په ګټې اخیستني سره د پارس د لويدیځي برخي د الحاق لپاره هڅي وکړې. صفوي ترکان دخپلي یادي واکمنۍ پرمهال نه یوازي د عثماني واکمنۍ سره په نښته کي وه، بلکي په ختیځ کي یې د افغانستان یوشمېر ولایتونه هم اشغال او تر خېټه لاندي کړي وه. د افغانستان له لوري دخپلواکۍ او بیا یرغل پر مهال روسانو د پیټر اول تر مشرۍ لاندې سمدستي د پارس پر ضد کمپاین پیل کړ او د داغستان ، اذربایجان او ګیلان ځیني برخي یې ونیولي او د سینټ پیټرزبورګ د تړون له مخې یې پر استرآباد هم دعوه وکړه. د روسانو نیواک د عثماني او روسي امپراتوریو تر منځ کړکیچ راوپاراوه، ځکه چي عثمانیانو نه غوښتل چې روسان د حاجي داوود تر واکمنۍ لاندي د ترکیې اوسنۍ ولایت شیروان ته ننوزي. [۲] په هرصورت تر لنډ کش مکش وروسته د دواړو ترمنځ د خبرو اترو له لاري کړکیچ کم سو او په جون 1724 کي د قسطنطنیه تړون لاسلیک سو. روسیې او عثمانیانو موافقه وکړه ترڅو له پارس څخه نیول سوي سیمي پخپل منځ کي وویشي.

عثمانيانو دا وخت په شمال لوېديځ کي د صفويانو پر ضد کمپاين پيل کړ. په 1723 کي عثماني قومندان ابراهیم پاشا د طفلس ښار ونیوی. ورپسې د ۱۷۲۴ کال د پسرلي په وروستیو کي احمد پاشا د ایروان ښار په لور حرکت وکړ او د ۱۷۲۴ کال د سپتمبر په ۲۸ نیټه یې هغه سیمه هم ونیوله. تردې پیښو وروسته ګنجا سیمه په سپټمبر کي فتحه سول. [۳] د ۱۷۲۴ [۴] په دوبي کي خوی ، قوشچي، تسوج او مارند ټول د عثماني خلافت له خوا فتح سول [۳] د ۱۷۲۴ کال د اګست په میاشت کي عثماني ځواکونو تبریز محاصره کړ خو د سپتمبر په ۳۰ نیټه بیرته د تاسوج په لوري شاتګ ته اړ سول. [۵] [۶] لنډه داچي عثماني ځواکونه بیرته پیاوړي او بالاخره د 1725 په اګست کي د تبریز په نیولو هم وتوانیدل. [۷]

عثماني – افغان ډيپلوماسي

سمول

لکه څنګه چې په فارس کي د عثمانیانو پراخیدلو دوام درلود، اشرف هوتک هم په دي وروستیو کي خپل ورور محمود هوتک له واکه ګوښه کړی وو او ځان یې د ټول پارس یوازینی مشروع واکمن په توګه اعلان کړ. نوموړي غوښتنه وکړه چې عثمانیان دي د دوی ټولي نیول سوي سیمي بیرته وروسپاري ځکه یادي سیمي اوس د افغانانو ملکیت وو. [۸] اشرف ددې ترڅنګ ځان د سني خلیفه په توګه ونوماوه. [۹] عثمانیانو د افغانانو دې کار ته د یو ډیپلوماتیک سپکاوی په توګه وکتل او ټولي اړیکې یې ورسره وشلولې، ددې ترڅنګ یې د افغانانو په وړاندي د جګړې اعلان هم وکړ. [۸] دلته د عثماني خلافت یو له اصلي موخو څخه دا وه ترڅو صفوی کورنۍ بیرته د یو باصلاحیته دولت په توګه تخت ته راستنه کړي او د افغانانو هغه واک یې له پامه وغورځاوه چي دوی د فارس پر ځمکه درلود. ددې پیښي په پایله کي اشرف هوتک د صفوی پخوانی پاچا سلطان حسین اعدام کړ،[۸] او جګړه هغه مهال پیل سوه کله چې عثمانیانو په ۱۷۲۶ کال کي د اذربایجان په سیمه کي مخامخ نښتي ته لاس واچاوه. [۸]

جګړه

سمول

عثمانيانو په بغداد کي د درنې توپخانې ترڅنګ د 50,000 يا 300,000 ځواکمن لښکر راغونډ کړ او د افغانانو پر ضد يې خپل چمتووالی پيل کړ. [۱۰] [۱۱] افغانانو ددې په مقابل کي د 15000 څخه تر 20,000 پوري د سړيو ځواک چمتو کړ خو توپخانه یې نه درلوده. [۱۱] د عثماني لښکر قومندان احمد پاشا لښکر په دریو ډلو وویشه او یو کوچني کلي ګذرابات ته له رسیدو وروسته یې پر بیلابیلو لارو واستول. د عثماني فوځ د زیاتي اندازي له امله په خرم آباد کښي ددوی بیا تنظیم لپاره 16 ورځې وخت ونیول سو. احمد پاشا او لښکرو یې د همدان پر لور خپل تګ ته دوام ورکړ او ګوروان ته نږدې په لیلاس کي یې خیمه ودروله. نوموړي افغانانو ته خپل سفیران واستول، خو هغوی د اشرف له لوري د عثمانیانو د مخکني سپکاوي له امله نظربنده سول څو چي احمد پاشا هم د افغانانو سره د جګړې په موخه را وړاندي سو. عثماني ځواکونه مخ په وړاندي تر ماران سیمي پوري ولاړه خو د افغان پوځ کومه نښه یې ونه لیده. احمد پاشا چي دا ولیدل د قزاقند او تریجې په لوري ولاړ خو بیا هم افغان ځواکونه ونه موندل سوه. د عثمانیانو له راتګ څخه شاوخوا شپږ ورځي وروسته افغانان د ۱۷۲۶ کال د نوامبر په ۲۰ نیټه د خپل لښکر سره جګړې ته راوړاندي سول. په لومړۍ جګړه کي افغانانو شاتګ وکړ خو په دویم برید کي یې عثماني ځواکونو ته بشپړه ماته ورکړه چي ددې په پایله کي عثماني ځواک او ملګري پارسیان یې د همدان په لوري وتښتېدل. [۱۲] [۸] [۱۳]

له یادي جګړې وروسته عثمانیانو مورال له لاسه ورکړ او هغه اوازې چي ګواکي دوی د سیمي په کچه ځواک دی له پوښتني سره مخ سوې. [۱۴] دجګړې په پایله کي د عثماني ځواکونو او پارسیانو مورال هم سخت وځپل سو او افغانان د سیمي د یو قدرت په توګه ومنل سوه. [۱۵] [۸]

پایله

سمول

اشرف هوتک تر جګړې وروسته د کورنیو لانجو او د افغان پوځ د ګډوډ حالت له امله له مخ پر وړاندي تګ څخه ډډه وکړه او د سولي د موافقې خبري اتري یې پیل کړې. افغان هوتکانو د عثماني واکمنۍ خلاف په دې جګړه کې غوڅه پوځي بریا ترلاسه کړه. همدرانګه اشرف هوتک په رسمي توګه د شاه په توګه وپیژندل سو او عثمانیانو ورته د ایران د شاه په توګه سرټیټ کړ. عثمانیانو ومنل چي د افغانانو له خوا د زيارتونو کاروانونه به د عثمانيانو له خوا ساتل کیږي. عثمانیانو د خپلو اشغال شویو ځمکو د ساتلو لپاره دتړون په پایله کي په بریالیتوب سره د خبرو اترو وروسته سیاسي ګټي ترلاسه کړې.

  1. Afghanistan: A History from 1260 to the Present, page 78
  2. Lockhart 1958.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Farrokh 2011، م. 82.
  4. . 2014-04-06. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  5. Lockhart 1958، م. 264.
  6. Zarinebaf 1991.
  7. Farrokh 2011، م. 83.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ ۸٫۴ ۸٫۵ Balland 1987.
  9. Akbulut 2015، م. 21.
  10. Erevan 1999، م. 47.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Akbulut 2015، م. 155.
  12. Erevan 1999، م. 47-48.
  13. Akbulut 2015، م. 158.
  14. Erevan 1999، م. 48.
  15. Erevan 1999، م. 48-49.