عبدالمنان ارغند

خبريال

عبدالمنان ارغند د مولوي سردارمحمد فيضاني زوی په ۱۳۶۲ هجري لمريز کال د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د پاشمول په کلي کي د مولاداد اخندزاده په علم پروره کورنۍ کي زېږېدلی وو.

شهيد عبدالمنان ارغند
ارغند عبدالمنان
ارغند عبدالمنان

د شخص مالومات
زېږون نوم عبدالمنان
اصلي نوم عبدالمنان ارغند
پيدايښت ۱۹۸۳
کندهار، ارغنداب ولسوالۍ، پاشمول کلۍ (اوسنۍ: ژړۍ ولسوالۍ)
د مړينې نېټه ۲۵ اپریل ٢٠١٨
استوګنځی کندهار ښار
هېواد غړيتوب  افغانستان
لقب ارغند صاحب
مذهب اسلام
پلار مولوي سردارمحمد فيضاني
عملي ژوند
زده کړې ظاهر شاهي عالي ليسه
تخصص تعلیم د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو موسيسه
تعلیمی اسناد د خبريالي اسناد
کار/مسلک خبريال
د کړنې څانګه خبرونه راټولول

د هغه پر شهادت زغم

سمول

د کندهار ولايت مقام د رسنيو او معلوماتو مرکز:
په ډیره خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړی چي د هيواد، سولي او بشر دښمنانو نن سهار د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند په یو غلچکي برید کي په شهادت ورسوی دغه پېښه نن سهار نهه بجې د کندهار ښار د نهمي امنیتي حوزې اړوند د یارانه مارکیټ سره هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي خبریال عبدالمنان ارغند له کور څخه د وظیفي پر لور روان وو. کندهار ولايت مقام دغه پېښه په سختو ټکو غندي، شهيد ته يې جنت الفردوس، د هغه کورنۍ او دوستانو ته د تسليت مراتب وړاندي کوي. ولایت مقام ټولو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کړي، ترڅو د شهید قاتلین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته یي وسپاري.

سرچینې

سمول