عبدالمجید بابی (۱۳۳۳ لمريز لېږدي کال کندهار - د ۱۳۸۸ ل ل کال د کب ۵، کندهار) (په انگرېزي: Abdul Majeed Babi) يو افغان پښتو ژبی لیکوال، څېړونکی او نازکخیال شاعر وو.

مخينه

عبدالمجید بابی د غلام حیدر خان بابي زوی، د عبدالله خان بابي لمسی او د محب الله خان بابي کړوسی وو. هغه د کندهار ښار د څلورمې ناحیې د بامیزو کوڅې د بابیانو په روښاندې او منورې کورنۍ کې زېږېدلی دی.

زده کړې

عبدالمجيد بابي خپلې لومړنۍ او دیني زده کړې د موی مبارک په جامع جومات کې د وخت له تکړه او دیني عالمانو څخه پیل کړې. تر دې وروسته یې له مشرقي ښوونځي څخه بريليک واخيست؛ د ۱۲ ټولگي بريليک یې له احمد شاه بابا لېسې څخه په ۱۳۵۲ ل. کال کې تر لاسه کړ. په ۱۳۵۶ ل کال کې د ښوونکو د عالي موسسې د اجتماعیاتو له څانگې په لومړۍ درجه فارغ شو. له تعلیم سره د ډېرې مینې په پار یې غوښتل خپلې لوړې زده کړې په پلازمېنه کابل کې سرته ورسولې، خو دا ارمان یې د ۱۳۵۷ ل کال د غویي مياشتې د کودتا په ترسره کېدو سره نیمگړی پاتې شو. د هماغه وخت حالاتو ورته اجازه ور نه کړه چې لوړې زده کړې سرته ورسوي.

دندې

عبدالمجيد بابي دوه کاله د پوځي خدمت د مکلفیت دوره تېره کړه. کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ، نو هغه هم خپل قلمي، فکري او مالي جهاد ته ملا وتړله. له هېواده د سره پوځ تر وتو پورې يې خپل قلم د لاسه لرې نه کړ او نه یې د هغوی په مقابل کې خلکو ته د تبلیغ لار پریښووه.

په ۱۳۶۱ ل. کال کې يې د قومونو او قبایلو په ریاست کې د جرگو د مدیریت پر څوکۍ دنده درلوده. له ۱۳۶۳ ل. کال څخه تر ۱۳۶۵ ل کاله يې د پوهنې ریاست له لوري د تجربوي ښوونځي د امر دنده پر غاړه لرله او د دې تر څنگ یې د عالي دارلمعملین په IN سرویس کې د ټولنيزو پوهنو درس هم ورکاوه. بابي په دغه وخت کې دوې دندې په پوره امانت دارۍ او پښتني هوډ سرته رسولې. نیمه ورځ یې په دولتي رزمنې (تنخوا) کار کاوه او نیمه ورځ یې په افتخاري توگه د استادۍ دنده سرته رسوله. د مجاهدینو او طالبانو په وخت کې یو دین دوسته او هېوادپال سوداگر د امام ابو حنیفه رح په نوم مدرسه جوړه کړې وه. په دې مدرسه کې به هم دیني او هم عصري علوم تدریسېدل. هغه وخت عبدالمجيد بابي په خپلو ځمکو او کروندو کې د کار تر څنگ په دغه مدرسه کې د ټولنيزو پوهنو او دیني پوهنو د تدریس دنده پر غاړه درلوده.

په ۱۳۸۱ ل ل کال کې د حامد کرزي تر مشرتابه لاندې لنډ مهاله اداره رامنځ ته شوه. بابی په دغه اداره کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د سروال (ریس) په توگه وگومارل شو. هغه د تېر په څیر دا دنده هم په پوره امانت دارۍ، د خپلې تجربې او پوهې په برکت ښه ترا پر مخ وړله. له ډېرو چلیجونو او ربړو سره سره یې دا دنده تر ۱۳۸۸ ل ل کاله پر مخ یووړه. د کندهار مجله او طلوع افغان ورځپاڼه چې ډېر وخت له چاپه نه وه راوتلې، بابي هغوی ته د مقالو په لیکلو کې هم قلم چلاند وساته. همدارنگه د هغه له برکت او هاند و هڅې به د نورو پښتنو لیکوالو لیکنې ورته راټولیدې او پکې چاپېدې به. د ریاست د دندې تر څنگ یې بله دنده د ۱۳۸۵- ۱۳۸۸ ل. کلونو تر منځ د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو د ریاست له لوري د ولایت په کچه د هغه مشورتي جرگې د منشي دنده پر غاړه درلوده، چې احمد ولي کرزی یې سروال او شهید عبدالباقي (رغبت) یې د مرستیال په توگه دندې تر سره کولې.

چاپ شوي اثار يې

۱- پښتنه اوښکه (شعري ټولگه).

۲- ویرنې او ستاینې (شعري ټولگه).

۳- جغرافیایي سیند (قاموس).

۴- کندهار مجله او طلوع افغان ورځپاڼه.

نور فرهنگي کارونه يې

عبدالمجید بابي د ملي موزیم د بیا رغولو کار هم پيل کړ. ملي موزیم یې په پښو ودراوه، هغه ته یې د لرغونو اثارو په راپیدا کولو او راټولولو کې ډیرې هلې ځلې وکړې.

مړينه

عبدالمجید بابی د ۱۳۸۸ ل کال د کب میاشتې د ۵ نېټې د سهار پر نهه نیمي بجو له کوره دوتر ته پلی روان وو، چي د ناڅرگندو وسله والو له خوا شهید شو. د هغه جنازه د ۱۳۸۸ ل کال د کب پر ۶ خاورو ته وسپارل شوه.

اخځليک

۱- https://pa.azadiradio.com/a/1966918.html

۲- http://www.afghansabawoon.com/%DA%A9%D9%84%D8%AA%D9%88%D8%B1/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%AC%DB%8C%D8%AF-%D8%A8%D8%A7%D8%A8%DB%8C-%D8%AF-%D9%82%D9%84%D9%85-%D8%A7%D9%88-%D9%85%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%B9%DB%90-%D8%B3%DA%93%DB%8C/

۳- https://pa.azadiradio.com/a/1968059.html