عبداللطيف ياد
عبداللطیف ياد (زوکړه ١٩٥٨ زيږديز کال د اگسټ ۱۷، د ننگرهار ولايت د چپرهار ولسوالي)، د افغانستان يو پښتو ژبې ليکوال او ژباړن دی.
مخينه
سمولعبداللطيف ياد طالبي د محمد طالب زوى، د حاجي ملا جان لمسى، د عبدالسميع کړوسى او د مومند اخونزاده کودى دی چې د ١٩٥٨ زيږدي کال داگسټ د مياشتې پر ١٧ نيټه د افغا نستان د ننگرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د دولتزيو په کلي کې زيږيدلى دی. پلار او نيکونه يې د اسلامي علومو لوى عالمان تير شوي او د سيمې خلکو د دوی کورنۍ ته په هغه سيمه کې، ددې لپاره چې ديني عالمان وو، ځانگړى ارادت او درناوى درلود.
د عبداللطيف ياد پلار دافغانستان په بيلابېلو برخو کې، په عدلي نياوتونونو (محاکمو) کې دنده درلوده او دغه دنده يې د ٥٠ کلونو په موده کې په پوره امانت، پاکۍ، رښتينولۍ او ديندارۍ سره سرته رسولې ده. سر بيره پر دې، په عربي ژبه ښه پوهيده او څه موده د کابل په عربي دارالعلوم کې د تجويد او عربي ژبې استاد وو.
لطيف ياد د څلورو کالو وو چې پلار يې ورته د قران کريم زده کړه پيل کړه. د دې برسيره يې د پښتو ژبې د کتابونو سره اشنا کړ. په تيره بيا د رحمان بابا ديوان تل د دوی په کور د تبرک په توگه ساتل شوی وو. له کوچنيوالي يې له پوهنې او پوهې سره مينه وه، د پښتو او پارسي ژبو د شاعرانو او ليکوالو کتابونه او شعري ديوانونه به يې لوستل. په تيره بيا له تاريخي موضوعاتو سره يې ځانگړې مينه درلوده.
زده کړې
سموللکه څنگه چې د عبداللطيف ياد پلار د افغانستان په بيلابېلو ولايتونو کې دنده درلوده، نو هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د افغانستان په دې لاندېنيو ښوونځيو او ليسو کې سرته رسولې دي:
١- د هرات ولايت د سيفي هروي په لومړني ښوونځي کې.
٢- د ننگرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ په ملکيار هوتک ليسه کې.
٣- د ننگرهار ولايت د سره رود په ميا فقيرالله جلال ابادي ليسه کې.
۴- د جلال اباد ښار په حضرت ميا عمر څمکني ښوونځي کې.
۵- د کابل په رحمان بابا ليسه کې.
۶- د لغمان ولايت په روښان ليسه کې.
لطيف ياد خپلې لوړې زده کړې د هند هېواد په لاندنيو پوهنتونونو کې بشپړې کړي دي:
١- د بي .اى بری ليک يې د تاريخ په څانگه کې د هند د پنجاب پوهنتون چنديگر د گورنمينټ کالج نه اخيستې دی.
٢- د ايم . اى بری ليک يې د تاريخ په څانگه کې د ډهلي پوهنتون د ډاکټر ذاکر حسين له کالجه اخيستی دی.
٣- دايم . فيل بري ليک يې د تاريخ په څانگه کې د هندوستان له ډهلي پوهنتونه اخيستی دی.
د پي. ايچ . ډي بری ليک يې يې د تاريخ په څانگه کې له ډهلي پوهنتونه تر لاسه کړی او د دکتورا تيزس يې د شېر شاه سوري پر ريفورمونو باندې ليکلى دى.
دندې
سمول١- د افغانستان د پوهنو اکاډيمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز کې د ريسرچ او د څيړنو د څانگې مشري. په دغه موده کې يې يو گڼ شمېر پښتو کتابونه ليکلي، ژباړلي او ايډيټ کړي دي.
٢- د يوې لنډې مودې لپاره يې د هند د جواهر لال نهرو پوهنتون په پښتو ديپارتمنټ کې د پښتو ژبې تدريس کړى دى.
له ژبو سره اشنايي
سمول١- پښتو يې مورنۍ ژبه ده چې ډيرې ليکنې يې پرې کړې دي.
٢- په پارسي ژبه په بشپړ ډول پوهيږي او ليکنې يې هم پکې کړې دي.
٣- په اردو ژبه هم لوستنه او ليکنې يې هم پکې کړې دي.
٤– انگريزي چې خپلې ټولې لوړې زده کړې يې په همدغه ژبه کې کړې دي.
همدا راز په هندي، عربي او روسي ژبو دومره پوهيږي چې خپلې ستونزې ورباندې حل کولاى شي.
چاپ شوي نښيرونه يې
سمول١- پښـتنې قبيلې. د لرو او برو پښتنو د قبيلو او د دوى د نسب د شجرو څېړنه ده. د کابل اريانا چاپخونه، کوټه او پېښور، دانش حپرندويه ټولنه، د ٢٠٠٧ زيږديز کال کې چاپ.
٢- خوشال خان خټک، ليکوال اروا ښاد دوست محمد خان کامل مومند له اردو ژبې پښتو ته ژباړه، کابل، اريانا چاپخونه، پيښور، د دانش خپرندويه ټولنه د ٢٠٠٦ ز کال چاپ.
٣- داودي تاريخ. د هند د لودي، سوري او د بينگال سيمې د کرلاڼي پښتني واکمنانو تاريخ. له انگريزي ژبې پښتو ته ژباړه. د ۲۰۰۷ ز کال کابل چاپ، اريانا چاپحونه. په پيښور کې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا د ٢٠٠٧ زيږديز کال چاپ.
٤- حيات افغاني، ليکوال محمد حيات خان، له اردو ژبې پښتو ته ژباړه، د ۲۰۰۷ زېږدي کال چاپ، کابل اريانا چاپخونه. په پيښور کې پر ٢٠٠٧ زيږديي کال د دانش خپرندويې چاپ.
٥- په هند کې پښتني رياستونه او نوابان، ناچاپ.
همداراز يې په هندوستان کې د لاندېنيو کتابتونونو د عربي او پارسي ژبو ډيرې خطي نسخې فهرست کړې، چې ټول يې په ډهلي کې د نور مايکروفلم د مرکز له خوا چاپ شوي دي:
١- په ډهلي کې د انجمن ترقي اردو کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.
٢- د ډهلي د هرديال کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.
٣- د هند د جامعه مليه پوهنتون د ډاکټر ذاکر حسين د کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.
٤- د هند د عليگر پوهنتون د مولانا ابو الکلام آزاد د کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.
٥- د ډهلي پوهنتون د کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.
٦- د ډهلي د جامعه همدرد د پوهنتون د کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.
٧- د حکيم سيد ظل الرحمن د کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.
٨- د هند د گجرات د درگاه عاليه چشتيه-احمد اباد کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.
٩- د هند د گجرات د درگاه عاليه مهدويه-پالن پور د کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.
١٠- د ډهلي د ايوان غالب د کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.
١١- د عليگر د مزمل الله خان د کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.
١٢- د لکهنو د ناصريه کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.
١٣- د حضرت پير محمد شاه د درگاه د کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.
١٤- د راجا محمود اباد د کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.
١٥- د هند د پنجاب ايالت د پټيالې د ښار د عمومي ارشيف عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.
١٦- د ډهلي د مظهر جان جانان د کتابتون د عربي او پارسي خطي نسخو فهرست.
١٧- د هند د گجرات د احمد اباد ښار د درگاه پير محمد شاه د کتابتون د پارسي او عربي خطي نسخو فهرست.
همداراز يې يو گڼ شېر مقالې او ژباړې په پښتو او دري ژبو د افغانستان په هېواد او انيس ورځپاڼو، د زيرې اوونيزه، ژوندون، کابل، جرگې، الفت په مجلو او په هند کې د قومي آواز په ورځپاڼه، ټونک، قند پارسي مجله او د هند د ډهلي پوهنتون د پارسي ډيپارتمنت په تحقيقات پارسي مجله کې چاپ شوي دي.
ناچاپه کتابونه يې:
١- حيات حافظ رحمت خان، له اردو ژبې پښتو ته ژباړه.
٢- شير شاه او د هغه عصر، ليکوال کالکارنجن کننگو، له اردو پښتو ته ژباړه.
٣- افسانه شاهان يا تاريخ افغاني، ليکوال محمد کبير. د هند د لودي، سوري او د بينگال د کرلاڼي پښتنو په اړه.
٤- تاريخ شاهي يا تاريخ سلا طين افاغنه، ليکوال پښتون مورخ احمد يادگار، د لودي او سوري پښتنو په اړه گټور مالومات پکې راغونډ شوي دي.
٥- شرح احوال و اثار تاريخي علامه عبدالحی حبيبي په پارسي ژبه (تاليف).
٦-هندوئېزم (هندومت) تحقيقي اثر دى چې ٦٥ برخې د کابل نات په سايټ کې خپرې شوي دي او دا لړۍ روانه ده.
٧- د هند د ستر اسلامي سکالر (عالم) ارواښاد علامه مولانا علي ميا د کتاب المرتضى د دوه څپرکو ترجمه.
٨- د ملا نصرالدين ټوکې ټکالې، چې د فيسبوک پر مخ راغلى، خو لا چاپ شوى نه دى.
٩- سکهان او د دوى مذهبي لارښوونکي. د سکهانو د لسو گورو گانو (مذهبي لارښودونکو) تاريخ.
بهرنيو هېوادونو ته سفرونه
سمولليکوال عبداللطيف ياد دغو لاندنيو هېوادونو ته سفرونه کړي دي چې ځينو ته د علمي کارونو لپاره تللى او ځينو ته هم يوازي د ليدلو لپاره چې نومونه يې دادي:
هند، پاکستان، تايلينډ، روسيه، اوزبيکيستان، هنگري، پولينډ، تاجيکستان او سينگاپور.
سرېېره پر دې د هند د گجرات د بروډا پوهنتون مهاراجا سياجي د کالج د عربي او پارسي ژبې استاد ډاکتر وجيه الدين کتاب چې غزليات ناشناخته جلال اسير اصفهاني نوميږي ايډيټ کړى دی.
په علمي غونډو او سيمينارونو کې گډون
سمولعبداللطيف ياد په افغانستان او هندوستان کې په لاندېنيو سيمينارونو او علمي غونډو کې گډون کړى دى:
۱- په کابل کې د خوشال خان خټک په نړيوال سيمينار کې.
۲- په کابل کې د زرغونې ياد په سيمينار کې.
٣- په کابل کې د سيد راحت زاخيلي په سيمينار کې.
٤- په کابل کې د باچا خان د لومړي تلين په نړيوال سيمينار کې.
٥- په کابل کې د شېر شاه سوري په نړيوال سيمينار کې.
٦- په هند کې د شير شاه سوري په نړيوال سيمينار کې.
٧- د هند د راجستان په ټونک کې د پارسي -عربي خطي نسخو په سيمينار کې.
٨- د هند د پنجاب په پټياله کې د پنجابي مورخينو په سيمينار کې.
٩- د لويديزې استراليا د پوهنتون په هغه سيمينار کې گډون چې د افغانستان په اړوند جوړ شوى و.
ليکوال عبداللطيف ياد له ٢٠٠٢ زيږدي کاله راهيسې د لډونويديزې استراليا د مرکز د پرت په ښار کې ژوند کوي.
سرچينې
سمول۱. ولي الله ملکزی، ټول افغان وېبپاڼه.