عبدالغفور لېوال

عبدالغفور لېوال په انګرېزي: (Abdul Ghafoor Liwal) افغان ډيپلوماټ، په ايران هېواد کې د افغانستان اوسنی سفير او د پښتو ژبې يو ډېر نامتو شاعر او لیکوال دی. نوموړی د خپلې ښې شاعرۍ او ليکوالۍ له امله په افغانستان او پښتونخوا کې ډېر مينوال لري.


عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

په ایران کې د افغانستان سفير
د واکمنۍ دوران
۱۳۹۷ / ۱۱ / ۷ – تر دا مهاله (۱۴۰۰)هـ.ل
لومړی وزیر اشرف غني
نصیر احمد نور
اکمل غني
د هندارې خپرونې خبريال او د چلوونكې ډلې غړى
د واکمنۍ دوران
۱۳۷۴
لومړی وزیر ډاکټر نجيب
د كابل پوهنتون د فرهنګي شورا مرستيال
د واکمنۍ دوران
۱۳۷۴ – ۱۳۷۶
 د افغانستان د مرستو د مركز د بشري حقونو د څانګې غړى
د واکمنۍ دوران
۱۳۷۷ – ۱۳۸۰
د افغانستان د اساسي قانون د كميسيون د مطبوعاتي څانګې مشر
د واکمنۍ دوران
۱۳۸۱ – ۱۳۸۲
لومړی وزیر حامد کرزی
د شخص معلومات
زېږېدنه ۱۳۵۲ د کب ۲۰
کابل افغانستان
تابعیت افغانستان 🇦🇫
مذهب اسلام - سني
عملي ژوند
تعليم کابل پوهنتون

د پښتو ادبياتو پوهنځی

کار/مسلک ډيپلوماټ، شاعر، ليکوال
کاروونکي ژبه(ي) پښتو، پاړسي، انګرېزي

Found مسلک, Found کاروونکي ژبي,

عبدالغفور لېوال د ۱۳۵۲ لمریز کال د کب میاشتې پر ۲۰ د کابل ولايت په موسهي ولسوالۍ كې زيږيدلى دی. په خټه صاحب زاده حسين خېل او د علي محمد خان زوى دى. لومړنۍ زده کړې يې د كابل د اعتبار خان په عالي لېسه او لوړې زده كړې يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه كې تر سره كړې دي. هغه نورې لوړې زده کړې په امريکا متحدو ایالتونو کې ترسره کړې دي.

دندې سمول

۱- د (هنداره) خپرونې خبريال او د چلوونكې ډلې غړى، ۱۳۷۴ ل.

۲- د كابل پوهنتون د فرهنگي شورا مرستيال ۱۳۷۶-۱۳۷۴ کلونه.

۳- د افغانستان د مرستو د مركز د بشري حقونو د څانگې غړى، ۱۳۷۷-۱۳۸۰ ل کلونه.

۴- په كابل كې د جگړې او سولې د راپور جوړونې د انستيتيوت لومړنى كتونكى (اډيتور) او مسوول ۱۳۸۰ ل کال.

۵- په كابل كې د آزادۍ راډيو د پښتو څانگې كتونكى او خبريال ۱۳۸۱ ل کال.

۶- د افغانستان د اساسي قانون د كميسيون د مطبوعاتي څانگې مشر او د دارالانشا وياند ۱۳۸۱-۸۲ ل کلونه.

نوموړى په هېواد كې د بېړنۍ لويې جرگې لپاره د هېواد د ليكوالو، شاعرانو او ژورناليستانو منتخب استازى وو او د اساسي قانون د لويې جرگې پر مهال يې د دغې جرگې د مطبوعاتي چارو د سمون مسوليت پرغاړه درلود.

عبدالغفور لېوال په افغانستان كې د قلم د نړيوالې ټولنې د ۹ كسيزې استازې جرگه گۍ غړى دى. همدا راز يې د ۱۳۸۲ ل ل كال د هنرمندانو د نړيوالې ورځې په وياړ د هېواد د ممتازو هنرمندانو په ډله كې د پښتو د ښه شاعر رسمي ستاينليك گټلى دى.


چاپ شوي اثار يې سمول

۱- مخه ښه او دوه منظومې، ۱۳۷۶ ل کال پېښور.

۲- ژړا، اور، مينه، (د شعرونو ټولگه)، د ۱۳۷۷ ل کال، پېښور.

۳- هوسۍ (منظومه)، ۱۳۷۸ ل کال، پېښور.

۴- ارشاك او اوشاس (منظومه)، ۱۳۸۰ ل کال، پېښور.

۵- د وريښمو تول (د پښتو شعر د اوسمهالي بهير كره كتنه)، ۱۳۸۱ ل کال، كابل.

۶- د ماشومانو لپاره كيسې او بوختياوې، د ماشومانو د ادبياتو په اړه، ۱۳۸۱ ل کال، كابل.

۷- كله چې ته خپه شې (د شعرونو ټولگه)، ۱۳۸۲ ل کال، كابل.

۸- د نيلوفرو كيسې، راټولونه، د افغان ښځو په اړه د بېلابېلو ليكوالو كيسې، ١٣٨١ ل کال پېښور.

له ۱۲۰ څخه ډيرې علمي – مسلكي مقالې يې د هېواد په مجلو او خپرونو كې.

د ښاغلي لېوال يو شمېر کتابونه د چاپ لپاره چمتو دي.

اخځلیکونه سمول