عبدالظاهر شکيب

عبدالظاهر شکيب (زوکړه د ۱۳۵۶ لمريز لېږدي کال د وري ۱۵، د کندوز ولايت، دښت ارچي ولسوالي) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او څېړونکی دی.

مخينه سمول

عبدالظاهر شكېب، چې له آره د كونړ ولايت د دانگام ولسوالۍ سره اړه لري، پر ۱۳۵۶ لمريز كال د وري په ۱۵ مه نېټه د كندوز ولايت د دښت ارچي ولسوالۍ د حاجي زرغون په كلي كې زېږېدلى دى. نوموړی په ۱۳۵۹ لمريز كال د روسانو د يرغل پر مهال كوزې پښتونخوا ته مهاجر شو، خپلې لومړنۍ زده كړې يې تر شپږم ټولگي پورې د كوزې پښتونخوا د دير ضلعې د جندول مالټو باغ د حضرت عمر فاروق په لومړني ښوونځي كې ترسره كړې. وروسته بيا په ۱۳۶۵ لمريز كال د تېمرگرې د محمديې لېسې په اووم ټولگي كې شامل شو او پر ۱۳۷۱ لمريز كال له شهيد مولوي حبيب الرحمن لېسې څخه فارغ شو. په ۱۳۷۲ لمريز كال کې د ننگرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانگه كې شامل شو، چې په ۱۳۷۵ لمريز كال د ځينو مشكلاتو له امله ترې پوهنتون په وروستي سميستر كې پاتې شو. وروسته په ۱۳۸۱ لمريز كال له نوموړي پوهنتون څخه د لېسانس په سويه فارغ شو.

عبدالظاهر شکيب له ۱۳۷۶ لمريز كال څخه تر ۱۳۸۲ لمريز كاله پورې د سوداگرۍ (دوكاندارۍ) دنده ترسره كوله او په ۱۳۸۲ لمريز كال د افغانستان د علومو اكاډمۍ په كادري ازموينو كې تر برياليتوب وروسته د افغانستان د علومو اكاډمي د پښتو څېړنو د نړيوال مركز علمي غړى شو. په ۱۳۸۴ لمريز كال يې د څېړنيار علمي رتبې ته ترفېع وكړه او تر څنگ يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانگه كې د ماسترۍ دوره هم تعقيب كړه. هغه په ۱۳۸۶ لمريز كال کې له كابل پوهنتون څخه د ماسترۍ سند ترلاسه كړ. نوموړي په ۱۳۸۸ ل كال کې د څېړندوی علمي رتبې ته ترفېع وكړه. او په ۱۳۹۳ ل کال يې د څېړنوال علمي رتبه تر لاسه کړې ده. ښاغلى شكيب په ۱۳۸۴ لمريز كال د پښتو څېړنو د نړيوال مركز د تاْليف او ترجمې انستيتوت آمريت دنده هم ترسره كړه. هغه پر ۱۳۸۵ لمريز كال د پښتو څېړنو د نړيوال مركز علمي منشي شو. تر دې وروسته يې څو کاله يانې د ۱۳۹۷ ل کال د تلې تر ۱۱ د علومو اکاډمۍ د نشراتو د ريس په توگه دنده ترسره کړه. نوموړي په ۲۰۱۸ ميلادي کال له پېښور پوهنتون څخه خپله پي ایچ ډي اخيستې ده.

عبدالظاهر شکيب د ۱۳۹۷ ل کال د تلې پر ۱۱ نېټه، د افغانستان اسلامي جمهوريت د اساسي قانون له ۶۴ مادې سره سم، د افغانستان اسلامي جمهوريت د هېوادمشر ډاکتر محمد اشرف غني د يوه فرمان له مخې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سرپرست ريس په توگه وگومارل شو.

له دې پرته نوموړى د سنځلې مجله هم چلوي او د دې مجلې مرستيال چلوونكى هم دى.

ښاغلي شكېب د پوهنتون له دورې څخه تر اوسه په لسگونو علمي- څېړنيزې مقالې ليكلي دي، چې په كابل مجله، زيري جريده، عرفان مجله، د سولې هڅه مجله، كونړ غږ مجله، سنځله مجله، كندهار مجله، لوپټه او نورو مجلو او اخبارونو كې نشر شوې دي. هغه د ځينو ملگرو په گډون د پښتو – پښتو تشريحي قاموس، زاهد پښتو _ پښتو قاموس، انگليسي - پښتو قاموس، د اريانا دايرۀ المعارف او د خوشال خان خټک د كلياتو په چمتو كولو كې هم برخه اخيستې ده.

چاپ شوي اثار يې سمول

  1. د كونړ ولايت د دانگام ولسوالۍ فولكلوريك اړخ (د لېسانس دورې مونوگراف).
  2. د پير محمد كاكړ او شمس الدين كاكړ په ديوانونو كې بديعي صنايع (د څېړنيار علمي رتبې ته د ترفېع لپاره).
  3. د خوشحال خټك اشعار د قافيې، فورم او بديعي ښكلا له نظره (د څېړندوى علمي رتبې ته د ترفېع لپاره). نوموړى اثر په ۱۳۸۸ لمريز كال د افغانستان د علومو اكاډمي د پښتو څېړنو د نړيوال مركز له خوا چاپ شوى دى.
  4. د يونس خيبري، عبدالقادر خان خټک او رحمان بابا په اشعارو كې بديعي ښكلاوې. دغه د درې بېلابېلو مقالو ټولگه ده، چې په كتابي بڼه راټوله شوې او چاپ ته چمتو ده. د دې مقالو لومړۍ دوه برخې په كابل مجله او گلدسته د څېړنو په بهير كې (د مقالو ټولگه) كې چاپ شوې هم دي.
  5. د مولوي منهاج ژوند او فن (نوموړى اثر د ماسترۍ دورې تېزس دى، چې په ۱۸۰ مخونو كې ليكل شوى او تر اوسه چاپ نه دى).
  6. د كونړ ولايت اتنو گرافيكي څېړنه. نوموړى اثر د افغانستان اتنوگرافيك اطلس په لومړي ټوك كې په ۱۳۸۹ ل كال چاپ شوى، چې ۱۲۰ مخه دى.
  7. د كندوز ولايت اتنوگرافيكي اطلس. نوموړى اثر په ۱۰۰ مخونو كې ليكل شوى او د كندوز ولايت د تاريخي، جغرافيوي، اتنوگرافيكي مسايلو په اړه توضيحات لري.
  8. د شمس الدين كاكړ او ځينو نورو كلاسيكو شاعرانو د اشعارو پرتلنه. دغه اثر تقريباً ۲۰۰ پاڼې لري او د شمس الدين كاكړ زياتره اشعار يې د نورو كلاسيكو شاعرانو د اشعارو سره پرتله كړي او خپلې اوږدې تبصرې يې پرې ليكلې دي.

ناچاپ ااثار يې سمول

  1. په پښتو معاصر ادبي بهير كې د مولوي منهاج د علمي او ادبي كورنۍ ونډه. دغه اثر هم تر ۲۰۰ زيات مخونه لري چې د مولوي منهاج د ادبي كورنۍ ټول شاعران او ليكوالان معرفي كوي او له دې پرته د منهاج د ادبي كورنۍ په علمي او ادبي برياوو هم بحثونه لري. بايد يادونه وكړو، چې دغه اثر لا تر دې دمه بشپړ نه دى، تر كار لاندې دى او په نږدې راتلونكي كې به بشپړ شي.


سرچينې سمول

  1. http://zahirshakeeb.blogfa.com/Profile/
  2. https://www.pajhwok.com/ps/2018/10/07/%DA%85%DB%90%DA%93%D9%86%D9%88%D8%A7%D9%84-%D8%AF%D9%88%DA%A9%D8%AA%D9%88%D8%B1-%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%B8%D8%A7%D9%87%D8%B1-%D8%B4%DA%A9%D9%8A%D8%A8-%D8%AF-%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%85%D9%88-%D8%A7%DA%A9%D8%A7%DA%89%D9%85%D9%8A-%D8%AF-%D8%B3%D8%B1%D9%BE%D8%B1%D8%B3%D8%AA-%D8%B1%D8%A6%D9%8A%D8%B3-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%D9%88%DA%AB%D9%87-%D9%85%D8%B9%D8%B1%D9%81%D9%8A-%D8%B4%D9%88[مړه لينکونه]
  3. https://ocs.gov.af/pa/order_details/351