عبدالحکيم خان کټوازی

بریدجنرال عبدالحکیم خان کټوازی (زوکړه ۱۳۰۴ لمريز لېږدي کال، کټواز د خیرکوټ ولسوالۍ - مړينه د ۱۳۷۴ لمريز لېېږدي کال د لړم ۱۱، پېښور) د افغانستان يو نامتو جنرال، ملي او ټولنيز شخصيت وو.

مخينه سمول

شهید بریدجنرال عبدالحکیم خان د پهلوان خان زوی، پر ۱۳۰۴ لمريز لېږدي کال د کټواز په خیرکوټ ولسوالۍ کې زیږدلی وو. پلار یې د سلیمانخیلو د قوم مشر وو. نوموړی د پلار په خاطر د وخت حکومت له خوا یرغمل د کابل په رشیدیه (حربي ښوونځي) کې شامل او پر ۱۳۲۲ ل ل کال له حربي ښوونځي څخه په لوړه پوړۍ (درجه) فارغ او بيا په حربي پوهنتون کې شامل شو. پر ۱۳۲۵ ل ل کال هندوستان ته د لوړو زدکړو لپاره واستول شو او تر یوه کال پوځي تعلیماتو وروسته هېواد ته راستون او د وړو ضابطانو د ښوونځي د بولندوی (قوماندان) په توگه په دنده وگومارل شو.

عبدالحکیم کټوزای پر ۱۳۳۴ ل ل کال د پوځي څانگې (نظامي مسلک) د پیاوړتیا په پار د تورکیې هېواد ته واستول شو او په لوړه پوړۍ خپل هېواد ته راستون شو. تر دې وروسته د دفاع وزارت په اډانه (چوکاټ) کې د هوایي ځواکونو د ښوونې او روزنې لوی مدیر وگومارل شو. نوموړي په ډیرې رښتينولۍ (صداقت) او هېوادپالنې سره د وخت هوایي ځواکونو ته خدمتونه وکړل چې د وخت هوایي منسوبینو يې تل یادونه کوله.

نوموړی پر ۱۳۳۹ ل ل کال د ارکان حربۍ لپاره بیا تورکیې هېواد ته واستول شو او پر ۱۳۴۱ ل ل کال د ارکانحربۍ په لوړه پوړوۍ هېواد ته راستون شو. هغه د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې عمومي مدیر وگومارل شو او په ښوونه او روزنه کې يې د پام وړ نوښت او بدلونونه راوستل.

تر دې وروسته بیا د ریشخورو د ۷ شمېرې پلې فرقې د درستیزوال په توگه وگومارل شو. تر دې وروسته پر ۱۳۴۴ ل کال د کابل د امنیې بولندوی (قوماندان) او پر ۱۳۴۸ کال د پولیسو او ژندارم عمومي بولندوی وگومارل شو. پر ۱۳۵۱ ل ل کال د ۷ پلې فرقې بولندوی وگومارل شو. پر ۱۳۵۲ کال د چنگاش میاشتې تر کودتا وروسته بې له کومه جرمه دا هېوادپال، رښتونی، له فساده لرې او باانظباته جنرال درې کاله په ځېل کې تیر کړل.

عبدالحکیم کټوزای د خپل وخت په جنرالانو کې د عسکري پوهې، انظباط او دسپلین، ښوونې او روزنې، ښو اخلاقو او هېواد ته ژمن (وفادار) او ممتاز جنرال وو.

پر ۱۳۶۸ ل ل کال یې د ځینو هېوادپالو مشرانو سره (د ملي رستگارانو ټولنې) بنسټ کېښود تر څو هېواد له جگړې خلاص او پر ځای يې سوله راولي. کله چې تر ۱۳۷۲ کال وروسته کورنۍ جگړې زور ونیو، نوموړی پېښور ته يې کډوال شو او هلته د (تفاهم او ملي یوالي) شورا سره يو ځای شو. یو کال وروسته يې د شورا د انسجام د سروال (رئیس) په توگه د ملي یووالي او سولې لپاره داسې اغیزناک کارونه وکړل، چې داخلي او خارجي سیاستوال په ډېره هیله مندۍ سره ورته متوجه شول چې دا د سولې او ملي یووالي لپاره غوره لاره ده.

مړينه سمول

په خواشينۍ سره چې د هېواد، ولس او اسلام دښمنانو دغه سپېڅلي افغان بریدجنرال عبدالحکیم خان کټوازي ته نور د ژوند کولو موقع ور نه کړه. هغه يې د ۱۳۷۴ ل ل کال د لړم میاشتې پر ۱۱ نېټه د پېښور په بورډ کې په رڼا ورځ په ډيره ناځوانمردانه توگه شهید کړ. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

اخځليک سمول

۱- د جنرال مومند کټوازي فېسبوک پاڼه.