ولس
ولس يا ملت د ټولنې د خلکو هغې برخې ته ويل کيږي چې په خپل منځ کې سره گډ هڅوب، ژبه، توکم، پښت او تاريخ ولري. او يا د هغو خلكو پيوستون ته وايي چې د تاريخ په اوږدو كې په جغرافيايي، كلتوري او اقتصادي وحدت كې پېيل شوي وي. نوموړي عناصر د يوه ولس غوره تشكيل كوونكي عوامل گڼل كېږي. ژبه، نژاد او دين هم د ملت په جوړښت كې مهم رول لري، مگر حتمي نه ده چې د يوه ملت ټول خلك دې د يوې ژبې، نژاد او دين خاوندان واوسي، خو كه چيرې په يوه ملت كې يوه ژبه، يو نژاد او يو دين وي، نوموړى ملت به ډير متحد او په معنوي لحاظ به ډير قوي اومتين وى.
افغان ملت
هغه تاريخي ملت دى چې د آسيا په زړه كې يې د څو زره كلن تاريخ په جريان كې خپل موجوديت ساتلى او تكامل يې موندلى دى. د دغه ملت جغرافيايي موقعيت چې د شرق او غرب ترمنځ يې د څلور لارې لقب گټلى دى، د كلتورونو د تقاطع او تشعشع په توگه د آسيائی تهذيب په جوړښت كې ستره برخه اخيسې ده. افغان ملت ته د آسيا په دې برخه كې د ملي، علمي او عرفاني نهضتونو د علمبردارۍ وياړ ورپه برخه شوى دى چې ځينو متفكرينو ورته د آسيا زړه ويلى دى او په افغانستان كې ورونه قومونه په ملي لحاظ داسې سره نژدې شوي دي چې په گډه يې د غالۍ د گل په څېر يو ملي او كلتوري وحدت پيدا كړى دى او د خپلې تاريخي سيمې گډ ميراث، اوږد تاريخ، مشترك دين او شريك كلتور ددې ملت د استحكام له مهمو عواملو څخه شمېرل كېږي. د افغانستان خاص اقتصادي شرايط چې د استعماري او استثماري لاسوهنو مستقيمه نتيجه ده، دا ملت يوې گډې اقتصادي كړنلارې ته رابولي.