لیکوال: علامه شهید مرتضی مطهری

ژباړه: استاد اجرالدین اقبال

نژادسمول

تاریخي او د جامعه شناسۍ  تحقیقات ښيي، د معینو ‏اخلاقي او اجتماعي شرایطو په شتوالي کې د بشر ټول نژادونه کولای شي،چې د انسانانو ټولې ځانګړنې ولري. لکه تر اسلام مخکې عربان ،چې د تعصبونو، شخړو او قبیلوي شخړو مجموعه او د داشان تعصبونو محصول وه.خو د اسلام او د توحیدي انقلابي دودونو او د اجتماعي عدالت او اخلاقي زېرو د راښکاره کېدو له امله دې مجموعې داسې ځانګړنې لاس ته راوړې،چې تر ټولو متمدنې انساني ټولنې څخه یې تمه کېږي. که څه موده وروسته هماغه نژادي ځانګړنې یو ځل بیا راښکاره شوي؛نو علت یې اسلامي توحیدي او اجتماعي دودونو او اخلاقي شرایطو ته شا کول وه. دا ښيي،چې نژادي ځانګړنې دایمي و لایزاله اصالت نه لري او د نورو اخلاقي او اجتماعي شرایطو تر سیوري لاندې یې اغېز او رول بدلېدای شي.د الجزایر ملت ددې مدعا بله نمونه او شاهد دی.

ددې اجتماعي او اخلاقي شرایطو امکان او د ساتنې څرنګوالی یې پراخ داستان لري،چې ددې موضوع له وسې بهر دي. که څه هم د نژادي ځانګړنو لامل د یو ملت په تاریخي بهیر کې د هغوی په پرمختګ او انحطاط او مړینه کې اغېزمن دي ؛خو دا بې له دې دي،چې دا نژادي ځانګړنې دې د وګړیو د وجدانونو نښلوونکې هم وي. له نژادي ځانګړنو څخه راټوکېدلي ګډ ټکي، تر دې مخکې ،چې د نښلولو،جمعي وجدان او ملي پیوستون د ټینګوالي لامل شي؛نو یا خو بیلتون او کرکه زېږوي او یا هم یو ملت کمزوری او ناپیداره کوي.

هغه قومونه،چې په پیل کې جګړوال،ربړوال او یرغلګر وه؛نو د دوی ټول عمر  یو له بل سره په نښتو او ربړو کې تېر شوی دی،چې په نتیجه کې یا خو له منځه تللي ‏او یا خو د تاریخ په اوږدو کې نور داسې اخلاقي او اجتماعي نښلوونکي لاملونه راپیدا شوي،چې د دوی د یووالي او راټولېدنې لامل شوی دی. ((كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ)) او پرعکس هغه امتونه،چې جوړجاړی والا او سوله ایز وه ، نه یوازې له ځان،د ژوند او محیطي شرایطو سره؛بلکې له نورو ملتونو او حتی له یرغلګرو سره یې هم سوله ایز او روغه ایز توافق درلود، کوم ځانګړی او مستقل نژاد یې هم نه و رامنځ ته کړی او که یې درلوده هم؛نو په په کلي ډول بې رنګه او له هر ډول امتیازڅخه پاک و او د کمزورۍ او انحطاط په لوري روان نه و. اصولا دا خو د هر بشر له ځانګړنو ځنې دی،چې پخپلو منطقي او عاطفي اړیکو کې تل په داسې چا پسې ګرځي،چې دنننۍ او بهرنۍ اړتیاوې یې پوره او برابرې کړي.

د مینې تر ټول ټینګ پیوند هغه دی،چې میین خپل ژور او اساسي اړتیاوې د معشوق په وجود کې وویني او دا هغه څه دي،چې په ننني ژوند کې یې شاهد او ناظر یو. د اجمتاعي اړیکو ټینګوالی او د ټولګي وجداني تړنې هغه مهال پوره کېدای شي،چې د ټولنې واحدونه هر یو یې د بل د اړتیاوو بشپړوونکی او پوره کوونکي وي او دا هغه شرط دی، چې نژادي جبري ځانګړنې او غوښتنې پکې هیڅ ونډه نه لري.