ځانګړنه (فلسفه)

په منطق او فلسفه کې (په ځانګړې توګه میتافزیک کې)، ځانګړنه د يو شي ځانګړتيا ده؛ يو سور شی د سور رنګ ځانګړنه لري. ځانګړنه کېدای شي چې په خپل حق کې خپله یو شی وګڼل شي او د نورو شیانو د لرلو وړتیا ولري.په هر صورت، يوه ځانګړنه له انفرادي شیانو  سره له دې اړخه توپير لري چې ښايي هغه یوه بېلګه واوسي او زیاتره له یوه نه په زیاتو شیانو کې وي. دا د کلاس له منطقي/ریاضیکي مفهوم څخه توپیر لري، ځکه چې په دې کې هېڅ راز د پراختیا مفهوم نشته او د کلاس د فلسفي مفهوم له مخې په دې خاطر توپیر لري چې د توکو هغه ځانګړنه چې د هغو درلودونکی دی، په کې په متفاوته بڼه په پام کې نیول کېږي. دا د نړۍ د ستونزې اساس دى چې په دې وپوهيږو چې څنګه بېلابېل انفرادي موجودات (یا ځانګړنې)  کولای شي یو ډول ورته ځانګړنې ولري.

اصطلاحات او کارونه يې سمول

ځانګړنه د موجوداتو د هر ټولګي هغه برخه ده چې کېدای شي توکو ته یې نسبت ورکړل شي. له ځانګړنې سره ورته اصطلاحاتو کې لاندې کلیمات هم راځي: د وړاندوینې وړ، ځانګړنه، کیفیت، فیچر، خصوصیات، ډول، د بېلګې وړتیا لرل، وړاندوینه او عمدي موجودیت.[۱][۲][۳][۴]

ډولونه سمول

داخلي او خارجي     سمول

داخلي ځانګړنه هغې ځانګړنې ته ويل کېږي چې يو څیز يا يو شی په خپلواکه توګه او د نورو څیزونو نه پرتههغه په خپله ولري. خارجي (یا تړاو لرونکې) ځانګړنه هغه ځانګړنه ده چې له نورو شیانو سره د یوه شي په مټ تړاو ولري.

ټاکل او د ټاکلو وړ سمول

یوه ځانګړنه کېدای شي د ټاکل او ټاکلو وړ په توګه ډلبندي شي.[۵][۶]

خالص او ناخالص سمول

ناخالصه ځانګړنې هغه ځانګړنې دي چې د خالصو ځانګړنو برعکس، په خپل تعريف کې يوې ځانګړې مادې ته اشاره کوي.[۷][۸][۹]

په زړه پورې او شکمن سمول

دانیل ډینیټ د مینه ناکو ځانګړونو (لکه په خپله مینه) تر منځ توپیر کوي ، که څه هم دوی د لیدلو لپاره کتونکي ته اړتیا لري، چې په ليدلو وړ شیانو کې په پټه توګه شته؛ اوشکمنې ځانګړنې چې هېڅ نشته تر هغه پورې چې د لیدونکي له خوا نه وي منسوب شوي هېڅ نشته (لکه د یوه جرم په اړه شکمن اوسېدل).[۱۰]

ځانګړنې او وړاندوينې    سمول

هغه انټوولوژیکي (هستی پېژندنې) حقیقت چې یو شی یوه ځانګرنه لري، په عمومي ډول د ژبې له لارې د یوې موضوع د دلالت لپاره ښودل کېږي. په هرصورت، د هر ډول ګرامري خبر کول چې هر څه باید ځانګړنه وي یا ورته ځانګړنه ولري، د ځینو ستونزو لامل کیږي، لکه د رسیل پاراډکس او ګریلینګ – نیلسن پاراډکس. سربیره پردې، یوه ریښتینې ځانګړنه کولی شي چې د ریښتیني خبر کوربه توب وکړي: د بېلګې په توګه، که چېرې X  د دوه کیلو څخه ډېر وزن ولري، نو بیا د «۱.۹ کیلوګرام نه زیات وزن»، «۱.۸ کیلوګرام نه زیات وزن» او داسې نور خبرونه ټول سم دي. نور خبرونه لکه «هغه یو منفرد دی»، یا«ځینې ځانګړنې لري» دا ټول غیرمعلوماتي یا خالي دي. په اصطلاح د دا ډول «کیمریج ځانګړنو» په وړاندې مشروع مقاومت شته.[۱۱][۱۲]

د ورته والي دوديز مفهوم دا دى چې ځانګړنې د ورته والي لپاره مسئوليت لري: دوه شیان سره ورته وي، خکه هغوی ګډه ځانګړنه لري. هر څومره چې هغوی ګډې ځانګړنې لري، هغومره دوی سره ورته وی. دوی کټ مټ یو بل ته ورته وي که چېرته د دوی ځانګړنې ټولې سره یو ډول وي.د کار د ورته والي د همدې تصور لپاره، مهمه ده چې یوازې د ورته والې اړوند ځانګړنې په پام کې ونیول شي، چې کله نا کله د هغوی د پریمانه ګډو ځانګړنو په وړاندې د پاشل شویو ځانګړنو په توګه ترې یادونه کېږي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچینې سمول

  1. "Properties". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Reicher, Maria. "Nonexistent Objects". The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2019 Edition), Edward N. Zalta (ed.). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Yi, Byeong-uk (April 1999). "Is Two a Property?" (PDF). Journal of Philosophy. 96 (4): 163-190. doi:10.2307/2564701. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Berto, Francesco (2012). Existence as a Real Property: The Ontology of Meinongianism. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 130. د کتاب نړيواله کره شمېره 9400742061. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Stanford Encyclopaedia of Philosophy Determinate and Determinable Properties
  6. Georges Dicker (1998). Hume's Epistemology & Metaphysics. Routledge. د کتاب پاڼې 31. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Forrest, Peter (2020). "The Identity of Indiscernibles: 1. Formulating the Principle". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Rosenkrantz, Gary S. (1979). "THE PURE AND THE IMPURE". Logique et Analyse. 22 (88): 515. ISSN 0024-5836. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Cowling, Sam (2015). "Non-Qualitative Properties". Erkenntnis. 80 (2): 275–301. doi:10.1007/s10670-014-9626-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Lovely and Suspect Qualities". د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Nelson, Michael (1 January 2012). Zalta, Edward N. (المحرر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۶ – عبر Stanford Encyclopedia of Philosophy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Orilia, Francesco; Paolini Paoletti, Michele (2020). "Properties". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Allen, Sophie. "Properties". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Tversky, Amos (1977). "Features of Similarity". Psychological Review. 84 (4): 327–352. doi:10.1037/0033-295X.84.4.327. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Blumson, Ben (2018). "Two Conceptions of Similarity". Philosophical Quarterly. 68 (270): 21–37. doi:10.1093/pq/pqx021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Orilia, Francesco; Paolini Paoletti, Michele (2020). "Properties". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)