شمس القمر اندېش

شمس القمر اندېش (زوکړه د ۱۹۳۴ زېږدي کال اکتوبر، خيبر پښتونخوا، مردان - مړینه د ۲۰۱۵ زېږدي کال د مارچ ۸)، د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر او د خدايي خدمتگار غورځنگ غړی وو.     

مخينه سمول

ښاغلى شمس القمر انديش د ۱۹۳۴ ز کال په مارچ میاشت کې د خيبر پښتونخوا ایالت، د مردان د مايارو په کلي کې د عمر خان کره زېږېدلی وو. هغه پر ۱۹۶۹ ز کال له پنجاب پوهنتون څخه د بي اى بری ليک ترلاسه کړی وو. هغه له يوې زميدارې کورنۍ سره اړوندي درلوده. پخپله انديش صيب له سوداگرۍ سره مینه درلوده او خپل ټول عمر يې په سوداگرۍ کې تير کړى وو.

شاعر انديش د باچا خان په مشرۍ په خدايي خدمتگار تحريک کې هم کارند چار (نقش) لوبولی او د باچا خان په زياتره غونډو کې به يې انقلابي نظمونه ويلي دي.

انديش صيب د منفرد اسلوب او خپل لوړ فکر و فن له لامله په ټوله پښتنه نړۍ کې يو ځلاند مقام درلود او د هغه شاعري د وخت لويو لويو نقادانو او شاعرانو ستايلې ده. د هغه د شاعرۍ په اړه د پښتو لوی کره کتونکی، څېړونکی، لیکوال او شاعر ښاغلى همېش خليل وايي: « غزل په صحيح معنو کې غزل پيش کول د هر چا د وس کار نه دى او د ښه غزل پيش کولو شاعران که ډير کم دي خو دا کمى که موږ ډېر کم کړو نه بيا هم شمس القمر انديش په دغه فهرست کې د يو معتبر اهميت په توگه څرگند ليدى شي.»

د انديش صيب شاعري په خصوصي ډول غزلونه د وخت مشهورو سندرغاړو په خپلو غږونو کې ويلي دي، خو د هغه د غزلونو کومه باقاعده ټولگه په کتابي شکل کې مخې ته نه ده راغلې، هرگوره، د انقلابي نظمونو ټولگه يې د د فخر افغان په نوم په کتابي شکل چاپ ده چې دغه نظمونه به يې د باچا خان په غونډو کې ويل.

د افغانستان سره تعلق لرونکى ځوان شاعر او ژورنالست ښاغلی طاهر ځلاند د امريکا غږ ډيوه راډيو سره د انديش صيب په حواله خپلو خبرو کې ويلي: «اندېش د شلمې پېړۍ هغه صاحب طرز او صاحب اسلوب شاعر دی، چې پښتو غزل یې د ټولو نزاکتونو سره سره د فکر له پلوه هسک او لوړ کړ.»

د شعر بېلگې يې سمول

شعر مې د جاج د لرو بره اووت - چې ستا د ذکر د هنره اووت

نه مې نظر نه مې قدم گرم دى - ځکه چې ژوند د رو گودره اووت

د محبت کسب مې زړه ته پرېوت - چې مې هر ښکلى د نظره اووت

زه غم سره او که غم ماسره وو - چې راسره سم د سحره اووت

داسې سوکړه دې انتظار راوسته - د وفا تخم لاړ د کره اووت

چې خپله ډله يې پکې نه پېژنده - هوښيار هغه چې د سنگره اووت

هر يو مظلوم سره حساب اوشو - هر يو ظالم ترېنه د سره اووت

د وطن ياد ورته زين کړى اس شه - ولې هله چې د سفره اووت

ستا د ښايست زما د مينې قيصه - د نظر غشى و د ځيگره اووت

ماته يې اور د جفا داسې دېن کړو - چې دا عادت مې د دلبره اووت

سحر وختي لاړ په اخبار پسې - د خپله حاله ناخبره اووت

چې په کوم لور يې مخه وکړه لاړو - خو پېښور د پېښوره اووت

د خيال هوا دې هم پخلا کړو مئين - مرورتوب د مروره اووت

استاذ به بيا چرته ممبر ته راشي - د ممبرۍ شه د ممبره اووت

بېرته خپل کورته هم اونه رسېده - د ظلم زور د سکندره اووت

ژبه دې ډېره ښکلې غوڅه کوي - خو هغه سوى دې د خنجره اووت

        * * *  

په څه ده مروره چېرته تللې ده پښتو

دا ولې په دې ښار کې داسې غلې ده پښتو

هم اورو، هم يې وايو، نه يې لولو، نه يې ليکو

موږ څه په نااشنا ډول منلې ده پښتو

له بل سره خو خير ډېرې بانې، ډېر جوابونه

دا ما او تا په څه باندې کږلې ده پښتو

نه نه اورمه، زه نه اورم نغارې د ازادۍ

زما چې په کې بند په بند تړلې ده پښتو

مړينه سمول

شاعر شمس القمر انديش د ژوند په وروستیو کې د زړه نارغي درلوده. هغه د ۲۰۱۵ ز کال د مارچ پر ۸ د پېښور په يوه ځاني (شخصي) روغتون کې د يو اتيا کالو په عمر له دې فاني نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- پيمانه د غزل (شعري ټولگه).

۲- فخر افغان (شعري ټولگه).

اخځليک سمول

۱- https://www.voadeewanews.com/a/2672301.html

۲- https://www.mashaalradio.com/a/26889559.html

۳- https://www.tolafghan.com/articles/10352

۴- https://www.voadeewanews.com/a/shams-ul-qamar-andesh/4205401.html