سيد بهاوالدين بهايي
سيد بهاوالدين بهايي (۱۲۷۲ لمريز لېږدي کال د زابل ولايت-۱۳۵۱ ل ل کال) د افغانستان يو پښتو ژبی او پارسی ژبی شاعر او لیکوال وو.
مخینه
د هېواد خوږژبی شاعر د تصوف او عرفان لارښود بهايي جان، چې بشپړ نوم يې سيد بهاوالدين او تخلص یی بهايي جان دی، د مرحوم سيد محمد يار اتش نفس زوی په ۱۲۷۲ ل ل کال کې د زابل ولايت دشينکۍ ولسوالۍ په ملکزایو کلي کې زېږېدلی دی. پلار یې مرحوم سيد محمد يار اتش نفس د نقشبنديه طريقې پياوړى مرشد، روحاني، صوفی او شاعر وو. د شعر بېلگه یی په اریانا دايرة المعارف کی چاپ شوې ده. د سيد بهايي جان آغا پلرونه او نيکونه له ۹۰۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې ميشت شوي، چی د تاریخ په اوږدو کې یې د تصوف او عرفان تر څنگ د دیني زده کړو مرکزونه جوړ کړي او له دغې لارې خپل هېواد او ولس ته د خدمت جوگه شوي دي.
زده کړه
سيد بهايي جان په شپږ کلنۍ کې د زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ د غنډانو په خانقا کې په زده کړو پيل وکړ؛ د سيمې له مشهور عالم حاجي ملا عبدالحميد نه يې ليک لوست زده کړل، د فارسي مروج کتابونه ابتدایي فقه او ابتدايي صرف يې زده کړل او تر اتلس کلنۍ پوري يې فقه، صرف نحو، ميراث اصول، عقايد او نور فنون د خپلو مشرانو وروڼو سيد محمد موسا او د طريقت له لارښود شيخ مولانا ميا نور محمد آغوجاني صاحب څخه زده کړل. تر اتلس کلنۍ وروسته کندهار ته ولاړ او هلته يې دتفسير او قرائت علوم له مولوی شرف الدين او دغوث زمان سيد محمد عمر جان کندهاري څخه، چې دده نسبي ورور هم وو، حاصل کړل. نور علوم يې په غزني کي دواغظ ولسوالۍ دچهارده له ملا صیب ملا محمدعلی اودغزني دارزو دکلی له ملاحاجي قربان نه ولوستل او وروسته دلوړو زدکړو له پاره دکابل د دارالخلافې دميزان التحقيق مدرسه ته شامل شو چي نوموړى دارالعلوم د هغه وخت دشرعاتو دپوهنتون حيثيت درلود.
تصوف او عرفان
سيد بهايي جان د معرفت او معنويت په آسمان کې لکه لمر وځليد، ټولو ته فيض بښونکى شو او د ژوند ستره برخه يې د خپل نفس سره د مجاهدت او له خلق الله سره مرستې ته وقف کړې وه، اکثره وخت به يې په خلوت کې د خداى (ج) په ذکر، ليک او لوست تېراوه. د بېلگې په توگه دده د لسگونو خلوتونو څخه د يوې ناستې يادونه کوو هغه داچي: د ۷ کالو او درې مياشتو په اوږدو کې د ۱۳۳۵ نه تر ۱۳۴۲ کاله پوري د غزني د روضې په خانقا کې په خلوت او عبادت بوخت وو او هم به د خلوت په دوران کې روژه وو، خوراک به یې يوازي د وربشو يو ټوک ډوډۍ وه چې دا د ده د هوډمن او ځواکمن رياضت یوه بیلگه وه.
د بهایی جان اثار
- دوه دفتر دېوان بهايي جان، ناچاپ.
- گلدسته (گلچين اشعار پښتو) فارسي، ناچاپ.
- ساقي نامه (نظم نثر فارسي)، د ۱۳۹۶ ل ل کال چاپ.
- آسمان حُسن نظم (نثر فارسي)، د ۱۳۹۶ ل ل کال چاپ.
- مصطلحات صوفيه، د ۱۳۹۶ ل ل کال چاپ.
- سمنگاني نظم (نثر پښتو فارسي قلمي، د ليکنې تاريخ ۱۳۵۰ ل ل کال.
- رساله اخلاق زنانه (پښتو قلمي ناچاپ).
- رساله انسان کامل (فارسي قلمي) ناچاپ.
- چلتار مدينه د ليکنې تاريخ ۱۳۳۶ ل ل کال چاپ شوی.
- ابرار مدينه (پښتو، فارسي) چاپ.
- اسرار مدينه (پښتو، فارسي) ناچاپ.
- انوار مدينه (فارسي) ناچاپ.
- برگ بهاري (د ليکنې تاريخ ۱۳۳۷ ل ل کال) چاپ.
- دولسم دفتر (پښتو ، فارسي) نظم د لکنې تاريخ ۱۳۳۶ ل ل کال ناچاپ.
- روضةالشعرا، د ليکنې تاريخ ۱۳۳۷ ل ل کال چاپ.
- روضة العرافا چاپ ۱۳۳۷ ل ل کال.
- غزلباغ د ليکنې تاريخ ۱۳۳۷ ل ل کال ناچاپ
- رودبارنى د ۱۳۵۳ ل ل کال چاپ.
- نارنور داتش نفس خوارق د ۱۳۴۲ ل ل کال.
- بحرالانوار، رساله معرفي کرامات حضرت نانا صاحب د ۱۳۴۲ ل ل کال.
- جزيات قديمي قلمي ناچاپ.
- کليات اول دفتر، د ليکنې تاريخ ۱۳۳۵ ل ل کال چاپ.
- کليات دويم دفتر، ناچاپ.
- چلتار بهايي، فارسي ناچاپ.
- چلتار مدينه قديمي، د ليکنې تاريخ ۱۳۴۱ ل ل کال ناچاپ.
- فرخاري قديم، قلمي د ليکنې تاريخ ۱۳۳۹ ل ل کال ناچاپ.
- فرخاري جديد. د ليکنې تاريخ ۱۳۴۷ ل ل کال ناچاپ.
- د غزني مناره، قلمي، ناچاپ.
- نقلُ پتاسه، قلمي ناچاپ.
- چراغ المريدين د ۱۳۰۹ ل ل کال ناچاپ.
- مراسلات افغاني، ناچاپ
- چهارده معصوم چاپ.
- جزيات چاپ.
- درة العاشقين چاپ.
- رسائل سراپاٰى معشوق ناچاپ.
- نکات واشارات ابرار مدينه چاپ
- د هرات د سفر واقعې او شرح. وړه رساله ناچاپ.
- ارغوان قلمي ناچاپ.
- د سيد بهايي جان او استاد خليل الله خليلي مناظره او مشاعره چاپ.
- د سيد بهايي جان او تېجه سنگه مشاعره چاپ.
مړینه
خدای بښلی بهایي جان صاحب زاده د ۱۳۵۱ لېږدیز لمريز کال د لړم مياشتي په ۳۰ نېټه وفات او په غزني کې د سلطان محمود غزنوي زیارت ته څیرمه د روضه په کلي کې خاورو ته وسپارل شو.